23.11.2016 (03.09.1395)

د هلیري کلنټن له کمپاین سره د افغان حکومت مرسته غیر قانوني ده او باید سپیناوی یې وشي
د امریکا عدلیې وزارت د اسنادو له مخې، د ملي یووالي حکومت د یوه غیر دولتي کس له لارې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندې د کمپاین لپاره د یونیم میلیون ډالرو قرارداد کړی دی.

دغه قراداد د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر ځای، د ولسمشر غني د کورنۍ د غړي اجمل غني او د هیلري کلنټن د انتخاباتي کمپاین په مسوول پورې اړوند دفتر تر منځ لاسلیک شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت اسناد ښيي چې د ملي یووالي حکومت د ځان په ګټه د تبلیغ لپاره د یوه غیر دولتي کارکوونکي له لارې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د ناکامې نوماندې د کمپاین دفتر د مسوول اړوند له ګروپ سره د ۳۰ میاشتو لپاره د یونیم میلیون ډالرو یو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه اسناد ښيي چې د ولسمشر د کورنۍ یوه غړي اجمل غني د ولسمشر اشرف غني د ملي یووالي حکومت په استازیتوب د رابرټي وایټس په منځګړتوب له پډسټا ګروپ سره یوه توافقنامه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې یاد ګروپ د امریکا په کچه د ملي یووالي حکومت په ګټه تبلیغ او فعالیت کوي.

پډسټا ګروپ هیلري کلنټن ته نږدې ګروپ دی او د ګروپ یوه غړي جان پدسټا په وروستیو کې د نوموړې د انتخاباتي کمپاین مسوولیت هم پر غاړه درلود.

د ملي شورا غړي او سياسي ګوندونه د باصلاحيته مراجعو له تايید او تصويب پرته، د هيلري کلنټن له کمپاين سره شوې مرستې غیر قانوني بولي او په تړاو يې له ولسمشره وضاحت غواړي.

بل لورته يو شمېر نور مدني بنسټونه دغه کار په لوړه کچه فساد بولي.

د چارو شنونکي وايي چې لابي ګري معمولاً د بهرنیو چارو وزارت له لارې په شفاف ډول ترسره کېږي، خو د امریکا د عدلیې وزارت په ارشیفونو کې شته اسناد ښيي چې د ملي یووالي حکومت او ولسمشر غني د لابۍ ګرۍ ټول قراردادونه د هغه د کورنۍ یوه غیر حکومتي غړي اجمل غني کړي دي.

د ملي شورا غړي د ملي بودجې سږني کسر او په هېواد کې د فقر لوړې کچې ته په پام وايي چې د ولسمشر له لوري د هيلري کلينټن له انتخاباتي کمپاين سره د شوو مرستو په تړاو څېړنه کوي.

د څارنې او شفافیت ادارې او سیاسي ګوندونه د ولسمشر له لوري د هيلري کلنټن له ټاکنيزې ډلې سره، د دولت له بودجې شوې پټې مرستې په لوړه کچه فساد ګڼي او وایي چې ملي شورا او نورې با صلاحيته ادارې دې د ولسمشر دغه ګام په جديت وڅېړي.

د امریکا د عدلیې وزارت په اسنادو کې د ولسمشر غني د تحول او تداوم ټېم، ډاکټر عبدالله عبدالله، انوارالحق احدي، جنرال عبدالرشید دوستم، د شېرزي وروڼو د تجارتي چارو په تړاو ګڼ نور اسناد هم ښيي چې پر حکومت سربېره افرادو هم د ځان په ګټه د لابي ګرۍ لپاره امریکايي شرکتونو ته د میاشتې له ۲۵ زرو نه تر ۴۵ زرو ډالرو پورې پیسې ورکړې دي.
 سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder