19.08.2018 (28.05.1397)
د نواب اکبر خان بګټي پلونه او د افغانستان و پاکستان سیاسیون

عبدالستار ایوبي

هغه شپه زما ښه په یاد ده. دشپې ناوخته ووچي نواز شریف د ملي ټلویزیون پر پرده څرګند سو او د عادي حالت څخه یې ډیري بیلي خبري وکړې. هغه ډیر وارخطا معلومیدئ. هغه چا چي دهغه نور تقریرونه اوریدلي وه، دا به یې ویلي وای چي یا خو دا اوسنۍ خبري دده نه دي یا یې هغه پخوانۍ خبري خپلي نه وې. ما لمړی ځل په رسمې خطابیه کي دده د خولې څخه یوه عامیانه خبره واوریدله چي، «ما و ملا عمر ته  وویل چي خپلي بدمعاشیاني بندي کړه». ده لمړی ځل طالبان په ښکاره وغندل او نوري داسي خبري یې وکړې چي هیڅ کله به توقع ځني نه کیدل. ددې وینا څخه فقط دومره ښکاریدل چي شرایطو ناببره اړخ خوړلئ دئ او حتماً به یوه نوې نابلده پیښیږي. موږ خو په پاکستان کي مهاجر پراته وو، نه مو په دې شیانو کي ونډه لرل او نه علاقه (هغه چي وایي پک د اختره خلاص دئ). بیغمه ویده سوو. چي سهار سو او زه کوڅې ته د سهار ناري لپاره د ډوډۍ رانیولو په پلمه ووتلم نو په کوڅه کي ملیشه عسکرولاړ وه. د کور څخه یې دباندي راوتلو اجازه رانکړل. فقط دغومره مي ولیدل چي په کوڅه کي مخامخ د بلوچستان د صوبایي اسمبلي (ولایتي شورا) د وکیل د کور د دروازې مخ ته چوکۍ پرته وه چي د ملیشې یو افسر پر ناست وو. پوه سوم چي وکیل صاحب په خپل کور کي نظر بنده سوئ دئ. یو آن وروسته چي بیا د کوره راووتلم نو عسکرو بازار ته د تلو اجازه راکړل. کله چي وروسته کالج (په پآکستان کي د متوسطه زده کړو پوهنتون) ته ولاړو نو خبر سوو چي د شپې ناوخته د نواز شریف لخوا په کراچي کي د هغه الوتکي د کښینستلو د مخنیوي هڅه سوې وه چي جنرال پرویز مشرف (په هغه وختونو کي د پاکستان د نظامي ځواکونو قومندان) پکښي ناست وو. د پاکستان ملي اردو مداخله وکړل او الوتکي ته یې د نشست زمینه برابره کړل. نواز شریف وتلئ دئ، ورور یې شهباز شریف بندي دئ او جنرال مشرف کودتاه کړې ده. د مشرف لمړۍ وینا مي هم ښه په یاد ده چي د مشر ورور نظامي دریشي یې اغوستې وه (یعني هغه نظامي جامې چي یې په تن وې دده خپلي نه وې او پر غتي وې) او تر نواز شریف بدتري ګډي وډي یې د خولې راوتلې. دئ هم خورا وارخطا معلومیدئ. دا چي دغه بدلون ته به نواب اکبر خان بګټي په کومو سترګو کتل په هکله یې تصور نه سم کولای. ایا دده په ذهن کي به دا خبره راتلل چي دا تحول به دده د اوږدمهالي سیاسي امپراتوري ناببره سقوط سبب وګرزي او که د نورو بلوڅو نوابانو په شان دده پر سر به هم دداسي بلا په توګه تیره سي چي برکت یې نه وي. فکر نه کوم چي ده به د خپل ژوند تر ټولو مهم تحول (یعني مرګ) تصور لاره که نه هیڅ بې مسئولیته ګام به یې نه پورته کاوه او په قراره به لندن ته تلئ او هلته به یې بیغمه ژوند کاوه.

کله چي پاکستان جوړ سو نو نواب اکبر خان بګټي د بلوچستان دهغه پښتنو او بلوڅو سیاسي رهبرانو د جملې څخه وو چي برطانوي شاهي دولتي نظام ته د وفاداري په برکت  د یوه پر آسایشه ژوند او د تضمین سوي کورني سیاسي کاروبار څښتن وو. د پاکستان د نورو انګلیس سامراج ته وفاداره سیاسي کورنیو په شان دده د کورنۍ دغړو لپاره په انګلستان کي د ژوند کولو او ټیټي او لوړي سویې د زده کړو زمینه برابره وه. دده ارزښت د بلوچستان ایالت د نورو قبایلي سردارانو په پرتله هغه مهال خورا زیات سو چي دده د نفوذ په سیمه یعني سوی کي د ګازو زخیرې کشف سوې. هغه مهال د پاکستان مرکزي حکومت اجرائیه ځواک ضعیف او د مختلفو عناصرو څخه تشکیل وو. د بلوڅو او پښتنو د قبایلو سیمي یې د هغوئ د میراثي سیاسي رهبرانو په توسط اداره کولې. د پاکستان مرکزي حکومت بګټي ته ددې ګازو د عوایدو غوښنه برخه ومنله. بګټي چي د انګلستان د پایداره انحصاري نظام د تیارخورو څخه وو اصلاً په دې نه پوهیده چي د ستر هند څخه د انګلیس د مستقیم اقتدار کوچیدل او د برطانوي هند دوې ټوټې کیدل په خپل ذات کي داسي تحول وو چي تل یې په خپل ځان کي نا سنجول سوي عواقب نغښتي وي. همدا علت وو چي ډیري داسي کورنۍ چي د هند په اشغال او د هند د اولس په اداره کولو کي دمرستي لپاره د انګلیس سره د بهر څخه راغلي وې، هغوئ داغه غوره وبلل چي انګلستان ته ولاړي سي. هغه چي انګلستان ته نه سوای تللای د هغوئ لپاره انګلیس پاکستان جوړ کړ. اوس نو د پاکستان د سیمو هغه ځایي متنفذي کورنئ چي نسبتاً ویده او ناپوه خلګو څخه تشکیل وې د ستر هند څخه په مهاجرت راغلي د سلو کالو وږو پخو جاسوسو کالونیسټانو د شر څخه ناخبره وې. دوئ شاید په دې هم نه پوهیدل چي په دوئ کي ډیري داسي کورنۍ هم سته چي حتی د احمد شاه بابا د وختونو څخه دمخه  شیعه فرقې تر پوښښ لاندي په مصر او سوریه کي د کلیسا او اروپایي استخباراتو لخوا دستوري رالیږل سوي او د ایران او افغانستان دلاري هند ته د همدې مقصد لپاره تللي وې چي هلته د سني مسلمانانو سلطه ورضعیفه کړي اوهند دداخل څخه د اروپایي استعمار یرغل ته اماده کړي. دوئ به هیڅ کله هم په دې خبره غور نه وو کړئ چي د سیکهانو د فرقې جنګیالیو څنګه لمړی د فرانسوي نظام په صفوفو کي نظامي زده کړي دلاسه کړې او بیا د انګلیس راسته لاس وګرزیدل څو د سني مسلمانانو بالخصوص پښتنو سیاسي واک ته سقوط ورکړي. که څه هم د بهوره او اسماعیلي شیعګانو سرسرکي تاریخچه شاید ټولو ته معلومه وي چي د عراق، سوریې او مصر څخه سرچینه اخلي خو په دې خبره شاید لږ خلګ خبر وي چي د قادیانیانو (چي مرزایان هم بلل کیږي) او نیچاریانو (د سر سید احمد خان ددهریت تحریک) فرقې هم د هم هغه شیعه تفرقې امتداد وو چي تخمونه یې د مصر، سوریې او عراق په دیني مدارسو کي د کاتهولیک کلیسا او مخفي یهودي لابیانو لخوا د هند په خاوره کي کرل سوي وه. که چیري نواب اکبر خان بګټي په دې خبرو پسي سر ګرزولای نو شاید هغه لوڅه توره یې لیدلې وای چي دده او دده په شان د سیمي د نورو سیاسیونوپرسرراځوړنده وه. بګټي یوازي هغه بیشمیره پیسې لیدلې چي د سوئ د کازو د عوایدو څخه ده ته وروتللې خو هغه استخباراتي تور یې نه لیدئ چي په دولتي اداره کي ریښه نیونکو کالونیسټانو دده د پښو لاندي هواراوه. دده او دده د کورنۍ حرص د هغه صحرایي موږک د حرص په شان وو چي د ځمکي لاندي غارونه جوړوي او د لو څخه پاته د غنمو دانې پکښي تخته کوي (صحرایان پوهیږي چي دا موږکان دومره زیات غنم ذخیره کوي چي ددوئ د ټول ژوند تر دوران زیاتي وي. اکثراً چي وچکالي او کاختي راسي، خلګ د موږکانو غارونه کیندي او دا غنم راباسي چي نینې یې کړي او ویخوري. دا غنم د انسانانو د صحت لپاره مضر دي او رنګارنګ ناروغنئ ځني نقلیږي) خو د موسمي سیلونو د راتګ د امکان څخه بشپړ بیخبره وي. بګټي ځان ته وفاداره بګټي بلوڅ ډیر په بد حالت کي ساتلي وه. ده ددوئ په سیمو کي مکتب، کلینیک، روغتون او حتی د سیواد د زده کړي مرکزونه هم نه ورپریښودل. ده ځایي پیرانو او ملایانو ته پیسې ورکولې چي خلګو ته ووایي چي بګټي ته عشر او باج ورکوئ نو د لمانځه، روژې او ذکات پوښتنه نه درڅخه کیږي. د پښتونخوا ګوند یوه غړي یووخت قصه کول چي د بګټي میلمانه سوو. کله چي د لمانځه وخت راغلئ نو موږ اودسونه او لمونځونه کول. د بګټي زوی د خپل پلار څخه پوښتنه وکړل چي بابا دوئ زموږ په کور کي هم د خدای ج څخه ویریږي. پلار یې یو څه په وارخطایي ځواب ورکړ. هو، زویه دلته هم د خدای ج څخه ویریږي. که څه هم د پښتونخوا ګوند د غړي خبره د فاسق شاهدي ده، باید تحقیق یې وسي خو که چیري داخبره رښتیا وي نو موږ پوهیدلای سو چي بګټي یو دهري وو او خپل اولادونه یې هم د دهریت پر عقیده باندي روزل. په هر صورت، ده خپل اقتدار ته خطر یواځي د خپل اولس څخه احساساوه. ده پر ځان باندي د خپل قوم غوړه ماله ملایان، پیران، لوچګان، مجرمین او قاتلین راټول کړي وه او د هغوئ په زریعه یې خپل اولس په ظلم او جبر داسي اداره کوئ چي ګوانکي هغوئ دده مریان دي. ده ته دا زمینه مساعده وه چي کله په سیمه کي یې د ګاذاتو زخیرې کشف سوې، ده د ټول بلوچستان اطرافي قبایل راټول کړي وای، او سوی د ګازو د عوایدو یوه برخه یې د سیمي د خلګو د هوسایني او پرمختګ لپاره وقف کړې وای. پر دولت یې فشار اچولئ وای چي دده په سیمه کي مجهز کلینیکونه، مکتبونه، روغتونونه او پوهنتونونه جوړ کړي. بلوڅو ځوانانو ته په دولتي ادارو، پولیسو، اردو او ملیشه کي د متوسطي او اعلی رهبري دندو کي پخه سهمیه مقرره کړي او د بلوچستان ټول اطرافي سیمي باید ګاز او برق ولري. په دولت باندي ددې غوښتنو د منلو او د منلو په صورت کي دپاس ساتلو د څارني لپاره یو سیاسي ګوند جوړ کړئ وای او تل یې په وینا او عمل د خپلو خلګو د حقوقو دفاع کولای نو موږ تصور کولای سو چي شاید بګټي د پاکستان په سطحه یو پیاوړئ سیاسي رهبر وای او د نواز شریف و بینظیري سره به یې د اولس مشري د چوکۍ لپاره سیالي کولای. لمړی خو به وفاقي حکومت یا فوج دده په وړاندي منفي ګام اخیستلو جرائت نه لرلای، او که احیاناً داسي پیښیدلای نو په فوج، پولیسو او استخباراتو کي داخل بلوڅو کارمندانو به دی د ممکنه خطر په هکله وختي لا خبراوه او ده به د ځان د ساتني لپاره پر یوه موثره ستراتیژي په کار اچولای. ده خپل خلګ د سیاست، دولت داري او دولتي دندو څخه لیري جاهل، بیسیواده، بیروزګاره او وږي ساتل. د هغوئ ځوانان به یې د مریانو په ډول او د هغوئ پیغلاني به یې د وینځو په توګه کارولې. دئ کټ مټ لکه د مدینې منورې قریش او سادات چي د اکثریت صحابه وو رض د وفات او شهادت وروسته یې د رسول الله مبارک ص د قرابت او تعلق څخه په سوء استفاده اسلامي سیاسي نظام ړګ کړ او د نبي ص امت او په اسلامي قلمرو کي اوسیدونکي ذمیان یې خپل سیاسي مریان وګرزول او د خپلو شخصي اغراضو په خاطر یې د امت سیاسي اتحاد ټوټه ټوټه کړ. کله چي رسول الله مبارک ص او دده خلفاوو رض مریانو او وینځیانو ته د خپلواکي زیرئ ورکاوه نو د اسلامي لښکرو په وړاندي د فتوحاتو دروازې خلاصي وي، بیا کله چي دې قریشو او ساداتو د کلیسا او یهودي لابیانو مخفي مرستو په مټ اسلامي سیاست انحصار کړ او د اسلامي دولتي ځواک په امکاناتو یې د وینځو او مریانو تجارت پیل کړ نو د مسلمانانو فتوحات مخ په ټپه ودریدل، متحده قلمرو یې ټوټه ټوټه سول چي پر هره ټوټه باندي به د قریشو یا ساداتو یوې کورنۍ واک چلاوه او د ولکې لاندي جغرافیه یې مخ پر کمیدو سول چي دا پروسه نن هم ادامه لري. نن په نړۍ کي مسلمانان د غیر مسلمانانو د ظلمونو او یرغلونو لاندي دي. دوئ د ټولو نورو ادیانو تر پیرویانو بدتر سیاسي ژوند لري.

بګټي به د خپل قوم د ډیرو بیوزله کورنیو کوچنیان غلا کول، هغوئ به یې قصداً معلول ګرزول او بیا به یې کویټې او نورو غټو ښارونو ته د ګدایي لپاره استول. ددې ټولو ظلمونو او جفاوو باوجود دده قوم ده ته ډیر زیات احترام لاره. تر خدای پاک ج څخه یې دده مقام اوچت ګڼئ. د هند څخه راغلي مافیایي کورنیو نه په پاکستان کي جایدادونه لرل، نه یې هم ستري سرمایې لرلې او نه هم د قومي او قبایلي چوکاټ تحفظ ورسره وو. هغوئ تیت او پاشانه کورنۍ وې چي د خپلو تیرو نسلونو څخه فقط یو هنر ورپاته وو، هغه دا چي څرنګه باید ځانونه د واکمنانو دلاس عساء وګرزوي. هغوئ د ایران د رافضي حلقاتو سره دوامداره نظریاتي او استخباراتي اړیکي لرلې. هغوئ په ډیره ټیټه سویه ماموریتونو کي هم ځانونه داخلول چي ځایي خلګو به په باک نه راوړل. بیا به یې د خپلو سرپرستانو ډیر زیات خدمت کاوه او خپل اولادونه به یې دومره تعلیم ته هڅول چي په رسمیاتو کي ددوئ د سرپرستانو ځای ناستي ثابت سي. هغوئ به یو له بله سره د دولتي دندو په اشغالولو کي مرستي کولې. هغوئ به د خپل مادي پرمختګ لپاره نه دیني عقاید د خپلو پښو ځینځیرونه ګرزول او نه هم اخلاق. هغوئ دا هرڅه ددې لپاره کول چي دولتي اداره کي ځانونو ته پاخه ځایونه پیدا کړي، هغه حفظ کړي او نور پر مختګ پکښي وکړي. دوئ بالاخره دومره پیاوړي سول چي سوی ګازو په عوایدو کي یې په تدریج سره د بګټي ونډه ورکمول. بګټي چي د خپل حرص له سببه ددوئ په دام کي راګیر سوئ وو، په پټه خوله یې دا هر څه ورسره منل. دوئ دده د تضعیف لپاره پر ده باندي نواب ریساني راپورته کړ. استخباراتو د هغه په لاس دده دوه زامن هم ورووژل. دوئ چي د نړۍ د لوړي کچي سیاسي تحولات د نیژدې څار لاندي نیولي وه، د هر بدلون په مقابل کي په چوپه خوله مناسب ګام پورته کاوه. کله چي شوروي د امریکاینو په استخباراتي لمسون افغانستان اشغال کړ نو انګلیس اړ سو چي په پاکستان کي د امریکا استخباراتي پراختیا ته لاره خلاصه کړي. دې کړیو چي په پاکستان کي د دریدو لپاره ځمکه نه لرل تر بل هر چا وړاندي امریکا ته هرکلی ووایه او د هغوئ هر ډول پالیسي ته یې د وفاداري غاړه کښیښوده. دوئ چي په ایران کي د رافضي خمیني انقلاب د شیعتوب د تعلق په اساس یو څه پیاوړي کړي وه، امریکایانو هم غیږي ورته خلاصي کړې. امریکایانو نور انګلیس ته وفاداره ځایي قبایلي رهبرانو سره خاصه علاقه نه لرل. کله چي امریکایانو په افغانستان کي د مستقیمي مداخلې هوډ وکړ نو د هند څخه راغلو شیعه مافیاوو موقع غنیمت وبلله او تر بل هر وخت یې زیات پر ځایي متنفذینو باندي کاري وارونه وکړل چي پیل یې د سني جنرال ضیاالحق او جنرال اختر د قتل څخه پیل سو. شیعه ټیکنیشنانو د خصوصي طیارې د پرواز څخه فقط څو ثانیې وړاندي د انجن یو څو نټه ور سست کړل چي د پرواز وروسته د سستو پرزو د حرکتونو څخه د اور جرقې پیداسوې چي په ماشین کي اور ولګیدئ او بیا د تیلو ټانکۍ وچاودیدل چي د طیارې د انفجار او سقوط سبب سول.دوئ پر بګټي باندي یې د سوی ټول عاوید قطع کړل او د خپلو غیر مستقیم جاسوسانو په مټ یې دی و یو سمبولیک مقاومت ته وهڅاوه. بګټي چي تر اوسه پوري د عقل پر ځای په حرص چلیدئ، په دې دام کي هم راګیر سو. په عوض ددې چي انګلیستان ته غورځیدلئ وای، د چاغي غرونو ته وختئ. دده دښمنانو داغه غوښتل. هلته یې په نښه کړ او دبینه یې ویوړ. داستان د نواب اکبر خان بګټي دئ خو سبا یا بل سبا به د پاکستان د هر ځایي سیاسي رهبر په ژوند کي تکراري فلم سي. دا چي د بینظیري د وژل کیدلو سره د پاکستان پیپلز پارټۍ تاشي په تاشي سول او د هغه په تعقیب د وزیرستان او بلوچستان پر بلوڅو او پښتنو قبایلو پر نسبتاً مستقلو متنفذینو باندي د پاکستان اردو عملیات وکړل او په دې نیژدې وخت کي د نواز شریف په نیول کیدلو سره د مسلم لیګ ګوند زوال هغه څه دي چي د پاکستان اصلي اوسیدونکو د نسبي مستقلو سیاسي کورنیو او شخصیتونو تدریجي ځپل کیدو پروسې ته اشاره کوي چي علت یې د امریکا نوې پالیسي ده. دا پالیسي د افراطي ترینو کالونیسټي اصولو پر بنسټ ترتیب سوې ده. ددې پالیسي بنسټيزه غوښتنه دا ده چي د اشغال سوو کالونیو سیاسي او انتظامي رهبري باید هیڅ نوعه مادي او معنوي اړیکه د اولسي کتلاتو سره ونه لري او دا چي د اولسي کتلاتو خپل مینځي مادي او معنوي اړیکي تر هغه حده پوري وشکول سي چي د ټولني نیژدې ترین غړي لکه میړه او میرمن، زوی او پلار، مور او لور هم یو له بله څخه پردي وي. یوازي او یوازي هغه مهال کالونیسټان کولای سي چي ددې ټولني څخه اعظمي حده تولید دلاسه کړي او په بشپړ موثریت سره یې منابع وځبیښل سي چي ځایي اولسونه د سیاسي رهبري او پیروي هیڅ ډول ساختار ونه لري. همدا علت دئ چي امریکایان د برطانویانو د نسبتاً معتدلي پالیسي پر خلاف د پاکستان شیعه، اسماعیلي، نیچاري او نورو اقلیتونو په واکونو او امتیازاتو کي ورځ تر بلي زیاتوالئ راولي او د مذهبي تفرقې، قومي او نژادي اختلافاتو، د ځایي اولسونوسیاسي اثرورسوخ محدودیت، اخلاقي انحراف، جګړې او فقر پر مسلطولو سره غالب اکثریت سني او بالخصوص پښتنو د ټولنو د تضعیف او محوه کولو پالیسي په کار اچولې ده. ددې پالیسي د پرمختیا په مقصد یې ددې ټولنو سیاسي او مذهبي مخورو ته درانه مادي او معنوي رشوتونه ورشروع کړي دي څو د خپلو اولسونو څخه پردي سي او په اسانه سرنګونه کړل سي. دوئ لکه د رمې شپونونه، امریکایانو ته د هغوئ د خوښي پوسه د رمې څخه ورجلا کوي، ورته پوستوي یې او ورته ټوټه کوي یې. د پاکستان مذهبي ګوندونه چي د قوي پاور بریکرانو په صفت پیژندل کیدل هم د بدترین حالت سره مخ دي. کله چي د اقلیتي شیعه مافیاوو تر قوي اغیزي لاندي د پاکستان اردو او استخباراتو لخوا د افغانستان د طالبانو پر سر د امریکا سره معامله وسول نو د طالبانو ملاتړي ځوانانو وسلو ته لاس واچاوه. دپاکستان استخباراتو د هیواد سیاسي علماء و هڅول چي ددې بغاوت مخه ونیسي. علماء غرو ته وختل او دا ځوانان یې د غرو څخه راکښته کړل. بیا چي کله د طالبانو د سقوط وروسته د امریکایي استخباراتو په هڅونه د افغانستان په پښتون میشتو سیمو کي د جګړې د اور د بلولو په هدف یو ځل بیا د طالبانو د تحریک د راپورته کولو پلان جوړ سو نو همدې علماوو د خپل هیواد د مرتدي اردو په امر پر افغانستان د دارالحرب فتواوي ورکړې او ټول افغانان  یې واجب القتل او مباح الدم وبلل. ددې کار څخه د امریکایانو دوه هدفه وه یو دا چي د پاکستان د سني مسلمانانو په وړاندي ددوئ علماء بې اعتباره کړي او بل دا چي د افغانستان او پاکستان غالب اکثریت سني مسلمانو تر مینځ دایمي واټنونه ایجاد کړي، څو دوئ د ورځنیو تجارتي اړیکو د لاري یو د بل اقتصاد ور پیاوړئ نه کړي او د اقلیتونو لخوا د سیاسي واک د انحصار د هڅي په صورت کي یو له بله مرستي ته ونه رسیږي. ددې لپاره چي د پاکستان سیاسي علماء د خپلو مقتدیانو په وړاندي کاملاً کافر او مرتد ثابت کړي نو یې د لال مسجد ډرامه رامخ ته کړل. هغه اقرار چي حکیم الله محسود د آی ایس ای په نیول سوو منسوبینو باندي وکړ او ویډیو یې ټوله جهان ولیدله دا یې جوته کړل چي د آی ایس ای منسوبینو لمړی د لال مسجد منتظمین ودې کار ته وهڅول چي په هیواد کي د اسلامي شریعت د نفاذ غوښتنه وکړي څو د پاکستان اردو او آی ایس آی ته پلمه برابره سي چي د هیواد مقننه قواوي وهڅوي چي د پاکستان غیر اسلامي آئین د اسلام د مبین دین په چوکاټ کي راونغاړي. او بیا یې ددې غوښتني د اعلان وروسته هغه جومات څو ورځي محاصره وساتئ او هلته یې کاذبي نښتي رامینځ ته کړلې او بیا یې د مسجد منتظمینو ته د نجات دا ذلت آمیزه لار وښودل چي په ښځینه جامو او چادري کي ووځي. کشر ورو چي مومن وو، هغه دا بیعزتي قبوله نه کړل او په عوض یې د شهادت اعزاز قبول کړ. چي بیا د شهادت وروسته په عزت سره خاوروته وسپارل سو او مشر ورور چي منافق وواود عزت پر مرګ یې د بیعزتي ژوند ته ترجیح ورکړل تر ننه پوري ژوندی دئ ها د جهاني صاحب شعر ډیر صادق پر راځي چي عنوان یې دئ سپی دي وي، ژوندی دي وي. د لال مسجد په واقعه کي د پاکستان ټول سیاسي علماء د خپل هیواد د مرتد دولت او اردو سره ودریدل او د اسلامي شریعت د نفاذ مخالفه جبهه یې قوي کړل. هغه لږ واقعي مومن مسلمانان چي د اسلامي شریعت د نفاذ د غوښتني ننګه یې وکړل هغوئ د پاکستان د ملیونونو مرتدانو (چوپه خوله د رضا په معنا ده) په مقابل کي ماته وخوړل، ځوانان یې ووژل سول، ښځي یې بیپته سوې، کورونه یې وسوځول سول او جایدادونه یې غصب سول. که دقیق فکر وکړو نو د لال مسجد ډرامه، د ګل مکۍ عرف ملالۍ په واسطه د نړۍ تر ټولو موثره سپکي وسلې یعني کلاشنکوف د بدنامئ ډرامه (په پیغلو به یوازي نارینه بدنامیدل خو دې بدنمامي انجلۍ د کلاشنکوف په شان د موثره جنګي ماشین نوم ور بد کړ) او په دې وروستیو کي د یوه دهري اوباش کرکټر وزیر اعظم کیدل درې داسي لوبي وې چي په پاکستان کي د امریکا سیاسي موخي او د آئینده پلانونو په هکله څه ناڅه وړاندوینه کولای سي. د ځینو په وینا د عمران خان وزیر اعظم کیدل اصلاً د قادیاني جنرال پرویز مشرف د سیاسي سوانحو د بیا راژوندي کولو یوه وسیله ده. کټمټ داسي لکه په افغانستان کي چي د اشرف غني  او عبدالله ×۲واک ته رسول  د زلمي خلیل زاد او ده ته وارو نورو هغه مرموزو شخصیتونو و اقتدار ته ځینه ایښول دي چي د مخفي یهودي تنظیمونو اهدافو ته په وفاداري کي حتی د امریکا نمک حرامي ته هم تل اماده دي.

د عمران خان کامیابي ثابته کړل چي د پاکستان په سیاسي نظام کي د ځایي سیاسي او مذهبي سیاسي ګوندونو رول صفر دئ او بهرني عناصر کولای سي چي دا هیواد او ددې هیواد اولسونه د آی ایس آی د نظامي استخباراتي دستګاه په کنټرولولو سره کنټرول کړي. د عمران خان بریا دا هم ثابتوي چي دا ستر ستر نومونه لرونکي سیاسي مذهبي ګوندونه د خپلو اهدافو او مرامونو لپاره هیڅ موثره ستراتیژياني او پالیسیاني نه لري او دا چي رهبران یې هیڅ سیاسي فکر او انګیزه نلري. د پاکستان هغه ځایي نظامي منصوبین چي د پاکستان د سیاسي واک د انحصار په منظور یې شپه او ورځ زیار ایستلئ دئ چي د هیواد د ټولو سیاسي ګوندونو په راس او رهبریو کي داسي ضعیف او دپلورل کیدو و ګواښل کیدو وړ خلګ راولي څو د پاکستان د ټولني بشپړ واک خپل کړي، ډیر ژر به پر  خپل دې عمل پښیمانه سي. دا ځکه چي دوئ به دخپل دې زیار د میوې د پخیدلو څخه وړاندي به یا ووژل سي او یا به د واکه ګوښه سي. ددوئ د زیار میوه به د امریکا خاینو سناټورانو او مخفي یهودي تنظیمونو حریصو مشرانو ته ددوئ په مینځ کي موجود قادیاني، شیعه، اسماعیلي او نیچاري خاینانو لخواپه غابونو کي وروړل کیږي. امریکایان به ټول دا خاین سیاسیون چي آی ایس ای د خاورو او خټو څخه جوړ کړي دي، په زیاتو پیسو رانیسي او  په اخلاقي فساد ککڼ ملکي او نظامي افسرانو ته به تر اوسني حالت ښه د عیاشییو زمینې برابري کړي. بیا به نو په پاکستان کي هغه څه کیږي چي دوئ یې غواړي، پاکستان به د لاطیني امریکا په شان د امریکايي ګینګسټرانو غیر رسمي کالوني وګرزي چي دوئ به د عیاشیو او غیر قانوني کاروبارونو لپاره کار ځني اخلي. ضرور نه دئ چي دا پورته خبري دي د آئینده پیشبیني وبلل سي. هلته اوس عملاً دا څه جریان لري.

 د افغانستان سیاسیونو او مذهبي سیاسیونو ته پکار وه چي د خپلو پاکستاني استادانو د حاله څخه یې عبرت حاصل کړئ وای او هغه اشتباهوي یې نه وای تکرار کړي. د پاکستان سیاسي مذهبیونو خپل قوت او بقاء په دې کي ولیدل چي د هیواد د عصري پوهنیز نظام په مقابل کي موازي مذهبي پوهنیز نظام رامینځ ته کړي او غالب اکثریت ځایي سني مسلمانان د مساجدو او مدارسو په شبکه کي راګیر کړي او یوه مذهبي امپراتوري په جوړه کړي چي بیا په خپل مینځ کي د نفوذ سیالي د مذهبي تفرقې په ډول نور هم اسلام ضعیف کړي. دوئ هم د نواب اکبر خان بګټي په شان د خپلي اغیزي لاندي غریبه طبقه د عصري زده کړو، دولتي دندو او موقفونو د خپلولو څخه راوګرزوله. د هغوئ جهالت، بیوزلي او ناتواني یې د خپل نفوذ د بقاء یوازینۍ وسیله لیدله. نن یې د سږمو لاندي رقاص خانې، فاحشه خانې، شراب خانې او قمار خانې عام فعالیت کوي چي اساسي هدف یې ددوئ څخه ددوئ د مقتدیانو توجه اړول او ددوئ پر مقتدیانو باندي ددوئ د اغیزي د بینه وړل دي.دوئ ددې فسق و فجور د مرکزونو په ترڅ کي خپله تدریجي فنا ویني خو د مخنیوي څخه یې قاصر دي. دوئ ځانونه د انبیاوو علیهم السلام ورثه بولي خو د انبیاوو علیهم السلام کلیدي مسئولیت یعني د حق او شریعت د حکم پر بیانولو یې ژبي ګونګۍ دي. تر دوئ خو هغه د کاتهولیک، پروټسټانټ او میتهوډیسټ کلیساوو پادریان هوښیاران ثابت سول چي پیرویان یې د انساني فضله جاتو پاکونکي وه خو کله چي دوئ د خپلو کلیساوو تر څنګ د هغوئ د اولادونو لپاره عصري مکتبونه جوړ کړل،هغوئ ته یې داسي زده کړي ورپه برخه کړې چي ځان ته هم د عزت روزي پیدا کړي اوپه دولتي دستګاه کي د خپلي فرقې د نفوذ د پراخوالي باعث هم سي. په دې مکتبونو کي د عیسویانو تر څنګ د مسلمانانو اولادونه هم تدریس کوي چي د فراغت وروسته د ژوندانه په مختلفو کسبونو او دولتي ادارو کي پر رهبري موقفونو باندي مقرریږي او ددې کلیساوو او د هغوئ د مکتبونو عزت او وقار ورزیاتوي. نن په پآکستان کي یوه عیسوي پادري ته څوک د سترګو پورته نه سي کتلای. د سنیانو تر هغه معزز ترین مفتي او عالم یو عیسوی پادري ډیر قدرت مند دئ. د سني مسلمانانو د مساجدو او مدارسو طالبان د طالبي په جریان کي د لوږي، ذلت او فقر ژوند تیروي چي ډیر وخت یې د مسجد دملا صاحب او  مدرسې د مهتمم صاحب د کورني خدمتګارانو په څیر تیریږي، د عمومي بدنظمي دلاسه اکثراً د غټو طالبانو یا خپله د ملا صاحب لخوا د جنسي زوروني سره مخامخ کیږي. کله چي فارغه سي نو بیا هم په کوم مسجد کي ملایي ورورسیږي چي بیا هم ګزاره یې پر ځیرو او د مړو مقتدیانو پر زړو جامو باندي وي. د الله تعا لی ج د عبادت پر ځای د هر مقتدي عبادت د هغه د اقتصادي او سیاسي درجې سره سم اجراء کوي، کټ مټ لکه د کفر په زمانه کي چي به د کعبې شریفي متولیانو په حرم شریف کي ایښوول سوي بتانو عبادت او خدمت کاوه. د عربو هري قبیلې به یوازي هغه خپل بت ته سجده کوله خو د حرم شریف متولیان مجبور وه چي د هر بت عبادت جدا جدا وکړي. ددیني زده کړو په نظام کي راګیر زده کونکي تل تر تله د ذلت په یوه داسي حلقه کي راګیر دي چي د خلاصون ټولي ظاهري لاري پر بندي وي. دې خپله روزي د غیرت په لار پیدا کولو قادر نه وي، خاوري به د ټولني د نورو غړو اصلاح وکړای سي؟ باشعوره سني مسلمانان چي کله پر دې فاجعې باندي اعتراض کوي نو راته وایي چي دا نبوي ص طرز د تعلیم دئ نیوکه مه باندي کوه. اوس نو که چا د نبي کریم ص په سیرت کي مطالعه درلودله نو پر غبرګه به کړي چي اې د خدای ج ستر ظالمه آیا د بني ص لخوا روزل سوي اصحاب صفه به د فراغت وروسته ملایان کیدل او که د وخت چارواکي ځني جوړیدل چي مهمي دولتي دندي ورسپارل کیدلې. دا حقیقت د لمر په شان روښانه دئ چي په نبوي ص دور کي او هم د خلافت راشده په درخشانه دوره کي عیسویانو ملایان، پیران او ملنګان درلودل، یهودیانو ملایان، پیران او ملنګیان درلودل، مجوسیانو ملایان، پیران او ملنګیان درلودل خو په مسلمانانو کي دا غضب وهلي طبقات هیڅ نه وه موجوده. دا د دولتي نظام تر څنک موازي مذهبي نظام بیله شکه د کفر ځیږنده بدعت دئ چي یوازینی هدف یې د اسلامي ټولنو تدریجي ضعف او د بینه وړل دي. د ملا، پیر او فقیر عمده تاوان دادئ چي د فاسق، منافق او ظالم لحاظ ساتي ځکه چي دئ د خپل موقف د بقاء لپاره ورته احتیاج دئ او ځان ته موتقد مخلصه، صادقه او په زړه صفا مسلمان د عقیدوي احترام څخه سوء استفاده کوي. د اسلامي ټولنو ظاهري مذهبي رهبري یې په لاس کي ده خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر واک ځکه نلري چي د ټولني د بهر څخه د ټولني د خاین متنفذ او مجرم چارواکي لخوا د معاشخوره مزدور په صفت راوړل سوئ وي. غریب، بیوزله او د دیني علم څخه بیبرخي مقتدیان یې په مخ کي سپوڼ نسي وهلای خو د زورو او ظالم مقتدي چي هر کله طبیعت ورته خراب سو، په هغه ګړی یې بستره په کوڅه کي ورغورزوي. اکثره هغه د غریبو کورنیو زلمیان چي د غربت په حال کي لټان هم وي وطالبي ته مخه کوي. 

په پاکستان کي دا وروستي سیاسي تحولات شاید د پاکستان د ځايي سني اکثریتي ټولنو سترګي ورخلاصي کړي او دوئ د خپلو ټولنیزو جوړښتونواحیاء ته وهڅوي. دوئ به اړ سي چي د ملا موقف لغوه کړي او په عوض به یې د مسجد د خادم موقف رامینځ ته کړي. چي د مسجد د خادم دنده به فتوا ورکول، د مقتدیانو امامت نه بلکه د مسجد د فرش جارو کول، د مسجد تشنابونه پاکول او د محل و لویانو او کوچنیانو ته لیک او لوست ورښوول وي. د مسجد امامت او د جمعې دورځي خطبه به د محل د هغه متنفذ شخص دنده وي چي د محل د خلګو سیاسي استاذئ وي او خلګو د خپل ټولنیز ژوند د اداره کولو اختیار ورکړئ وي. داسي یو څوک چي د محل د خلګو د سیاسي ملاتړ څخه برخمن وي چي د محل دداوطلبو ځوانانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پیاوړي او فعاله ډلي جوړي کړي. دا منسجم مخلصه داوطلبانه چوپړ ته وړاندي کیدونکي ځلمیان به په محل کي د قمار، سودخوري، فحاشي او مخدره توکو کاروبارونه او د هغوئ ملاتړي پایلوچان، غله او کیسه بران دبینه یوسي. که چیري د کوم دولتي چارواکئ ددې منفي عناصرو تقویه کونکئ وموندل سي، د لیري کولو ږغ به یې د همدې مساجدو څخه پورته کیږي. شاید ډیر ژر موږ واورو چي د جمیعت علماء اسلام او جماعت اسلامي پوري اړوند علماء د مساجدو څخه وشړل سول او د محل خلګو مدارس ددوئ د قبضې څخه خلاص کړل. دا ځکه چي په پاکستان کي د اسلامي شریعت د نفاذ سره په مخالفت سره ددوئ ارتداد او کفر ثابت سوئ دئ. نور دوئ د مسلمانانو د مذهبي رهبري قابلیت نلري. نه یې د جنازې لمونځ روا دئ او نه هم د مسلماني ښځي نکاح ورسره خیژي. که چیري د پاکستان  سني مسلمانان دا کار ونه کړي نو د پاکستان پر دولتي نظام باندي قابض د هریانو او شیعګانو مافیاوي به پاکستان د عراق او سوریې د سرنوشت سره مخامخ کړي. په ټولنه کي د نظم او میزان قایم ساتل د ټولني د عامو وګړو ټولنیز مسئولیت دئ. دا د ټولني خلګ دي چي د پولیسو قومندان، د اردو جنرال، قاضي او څارنوال ته یې په موقتي ډول دا مسئولیت تفویذ کړئ دئ او د ټولني خلګ دا حق لري چي د لټي ښکاره کولو په صورت کي هر وخت وغواړي دا مسئولیت او د هغه د اجراء لپاره واک بیرته ددې چارواکي څخه واخلي. د پاکستان ځایي خلګو ته چي کله جوته سول چي د هنده څخه راغلي قادیانیان، اسماعیلیان، شیعګان او نیچاریان د دوئ د زر، زن او زمین د نیلام بازار ګرم کړئ دئ چي خریداران یې ټول بهرنیان دي چي ددوئ پیغلي، منابع او ځمکه د کباړ په بیعه پر خرڅوي نو بیا به هغوئ راویښ سي. د هر څه له مخه د ښځو بیستره راوتلو او هغه فاحشه خانو، شرابخانو او قمارخانو مرکزونه وربند کړي چي منافع یې ددې ناولو مافیاوو د اقتصاد د ملا تیر تشکیلوي. دا د مخدره موادو او فحشاء د کاروبار ناولي پیسې دي چي د هغه په زریعه د امریکا او نړۍ د سترو ابرقدرتونو لوړپوړي چارواکي او سیاسیون ونډه پکښي لري او په مقابل کي په خپلو هیوادونو داخلي او بهرني پالیسیو کي ددې غیر قانوني کاروبارونو د مافیاوو و منافعو ته ځای ورکوي. همدا پیسې دي چي په منافقو مفتیانو او ملایانو باندي ویشل کیږي څو د فحشاء او مخدره موادو د مافیاوو په ګټه فتواوي او حیلې جوړي کړي. حیله جوړول اوس د سني اسلام د دیني تعلیماتو پر یوه بیله څانګه باندي بدله سوې ده چي باقاعده کتابونه پر لیکل کیږي حال دا چي په قرآن شریف کي د حیله جوړونکو عبرتناکه قصه راغلې ده چي الله تعا لی بیزوګیان ځني جوړ کړل او بیا یې په داغه بیعذتي کي مړه کړل، څو د آخرت دورځي پوري څرګنده وي چي الله تعالي ج د حیله جوړونکو په هکله څه دریځ لري. زموږ عوام که څه هم د خپل غفلت په سبب جاهله دي خو الله تعالی بیا هم دغومره عقل ورکړئ دئ چي ددې جهالت سربیره ورته ووایي چي د الله تعا لی عدالت، ددې خبري مقتضي نه دئ چي د ساده ګانو لپاره یو ډول قانون سازي وکړي او د چوتارانو لپاره د هوسایني پټي لاري پکښي پریږدي. 

 

د افغانستان او پاکستان ځایي نفوسونو دولتي رسوخ ددوئ د ټولنیزي بقاء په معنا دئ

په نننیو شرایطو کي د افغانستان او پاکستان ځایې اوسیدونکي چي ډیری یې قبیلوي جوړښتونه لري د خپلمنځي او یوله بله سره د ټولنیزو تعاملاتو د تنظیم لپاره معیاري سیاسي ساختارونه او اصول نه مرائتوي. دوئ د ځایي مافیایي حکومتونو لخوا د لوچګانو، ټګانو او اوباشانو د ټولیو په وسیله اداره کیږي. ددوئ د مینځ څخه زورور او چوتاره انسانان د منافقت، لوچګي، چلبازي او یا د میراثي حق په اساس د خپلو ټولنو پر نورو خلګو ځانونو ته تبارز ورکوي او په دې ډول د مافیایي واکمنانو توجه ځان ته جلبوي او د دوئ لپاره د خپلو خلګو کیزه کولو سره ځان ددوئ د مرحمت مستحق ګرزوي. که چیري په دې دواړو هیوادونو کي ریښتوني ډیموکراټیک اصلاحات راسي او د حکومتوالي په مختلفو سویو کي ددولتي چارواکو پالیسئ، ستراتیژئ او اجرآت د شفافو ټولټاکنو دلاري تعین سوو اهلو اولسي استاذو لخوا د څارني لاندي ونیول سي نو د قانون حاکمیت به ټینګ سي، اداري فساد به دبینه ولاړسي او سیاسي استحکام به رامینځ ته سي. په ننیو شرایطو کي د پاکستان او افغانستان مافیایي دولتونو دواړه هیوادونه د خپلو محدودو مافیاي ګټو لپاره یو له بله سره په جعلي دښمني کي اچولي دي. که چیري ددواړو هیوادو اولسونه پر خپلو دولتي دستګاهوو باندي داقلیتي مافیاوو انحصار دبینه یو سي او دډیوررینډ پر کرښه باندي تجارتي راکړي ورکړي، د اولسونو ازادانه تګ راتګ پیل سي نو ددواړو هیوادونو اقتصادي پرمختګ ته به لاره هواره سي. د پاکستان صنعتي سکتور به نه یوازي  د افغانانو اړتیاوي په ارزانه بیعه ورپوره کړي بلکه ددوئ تولیدات به د افغانستان د لاري مرکزي اسیا ته هم وړل کیږي چي د راهداري عایدات به یې افغانانو ته رسیږي. مقابلتاً د افغانستان څخه زیات خام مواد او زراعتي محصولات به د پاکستان د خلګو اړتیاوي ورپوره کوي او هم به د پاکستان د لاري هند ته وړل کیږي چي د پاکستان لپاره به د عایداتو سرچینه وي. رواني بد امني د دواړو هیوادونو ملي اقتصاد پر بیخ کښینولئ دئ او فقط د یو څو منافقو جاسوسانو غواوي چاغیږي، د باقي اولس فقر او بیوزلي ورځ تر بلي زیاتیږي. هر څومره چي د افغانانو او پاکستانیانو تر مینځ د ورري دوستانه اړیکي ژوري وي، د هند مسلمانان به د خپل متعصبه هندو دولت په وړاندي د زیات مصونیت احساس کوي. دا یو انکار ناپذیره حقیقت دئ چي ایران هیڅ کله افغانستان د یوه خپلواک هیواد په صفت نه دئ قبول کړئ او هند بیا د پاکستان په هکله ورته سیاسي دریځ لري. افغانان او پاکستانیان که هر څومره پر دې حقیقت سترګي پټي کړي خو دا حقیقت پر خپل ځای داسي روښانه بریښي لکه لمر، ددواړو هیوادو اولسونه باید په دې سر خلاص کړي چي ددوئ ریښتني دښمنان ددوئ خاین پردي واکمنان دي. که چیري په دواړو هیوادونو کي ملي حکومتونه موجود وي نو په عوض ددې چي یو د بل په قلمرو کي استخباراتي مداخلې وکړي او یو د بل سرحدي کلي په توپونو باندي وولي، دوئ به یو له بله سره مثبتي سیاسي اړیکي  سره پالي او خپل نظامي او استخباراتي کټه سپیو ته ځینځیرونه اچوي او په خپلو کوډلو کي به یې ساتي څو ګاونډی ځني آزار نه سي. دا ځکه چي هیڅ امکان نه لري چي په افغانستان کي دي بد امنیتي او سیاسي بدنظمي موجوده وي او هغه به پاکستان ته نه انتقالیږي یا دا چي پاکستان بدامنه وي او افغانستان به منه متاثره کیږي. دوئ دي یې د خپلو خپلو اقلیتونو څخه زده کړي لکه د پاکستان اسماعیلیان، هزاره و شیعګان او د سیکس کاروباریان څومره یو بل سره تقویه کوي او هیڅ دا احساس یو بل ته نه ورکوي چي ګوانکي ته د پاکستان اسماعیلی یې زه د افغانستان، یا ته د پاکستان هزاره یې زه د افغانستان، یا دا چي د افغانستان سیکس ورکر یې او زه د پاکستان. په دوئ کي که د افغانستان وال پاکستان ته مجبور سي په ۲۴ ساعته کي شناخته کارډ ورجوړیږي او که د پاکستان وال و افغانستان ته مجبور سي نو د افغانستان تذکره په نیم ساعت کي ورته جوړیږي.

اولنو متل کړئ دئ چي خبري ډیري سر یې یو، افغانستان هم د پاکستان په شان د غربي استعمار د متعصبتریني نهایت افراطي کالونیسټي سیاست تر اغیز لاندي دئ. د غالب اکثریتي اولسي کتلاتو ټولنیز جوړښت د تاشي په تاشي کولو لپاره په دولت او اداره کي ددوئ د متنفذو مشرانو د بینه وړل ددې پالیسي بنیادي نقطې تشکیلوي. که په کندهار کي د احمد ولي خان کرزي، د الکوزو د مشرانو په شهادت رسول وي او که د هلمند او ارزګان د ځایي قبایلي متنفذینو (څه طالب، څه قاچاقبر او څه دولتي چاروکئ) شهادت وي، د همدې پالیسي عملي بیلګي دي. د کندهار د حاجي رئیس صاحب څو ځله د قتل توطئیې عملي سوې چي په دې لاره کي هم د طالبانو امکانات وکارول سول اوهم د افغان دولتي دستګاه عناصر استعمال سول. دا هم ددې پالیسي عملي بیلګه ده. زموږ متنفذین باید راویښ سي او د هغه اولسي کتلاتو د تقویې لپاره لاس په کار سي چي ددوئ تر سیاسي اغیزي لاندي ژوند کوي او د ضورت پر وخت دوئ د سپر کار ځني اخیستلای سي (که غواړي چي د نواب اکبر خان بګټي د سرنوشت سره نه سي مخامخ). دوئ ته په مطلوب کمیت او لازم کیفیت دي ابتدائیي، متوسط او عالي تعلیماتو او تحصیلاتو زمینې ورته برابري کړي. په دولتي لوړو او ټیټو پوسټونو کي دي پخه دایمي سهمیه ورته معلومه کړي او د جګړې د لاري د هغوئ د قتل عام د هڅو مخنیوی وکړي او د هغوئ د اقتصاد دراپورته کولو لپاره پانګوني وکړي (هغسي هم ددوئ دا پیسې دوئ په خولو نه دي ګټلي د همدې اولسونو د حقوقو پر سر باندي د دلالي دلاري یې ګټلي دي). که چیري په دې کار سره ددوئ کاروبارونو، اقتدار او ګټو ته ضرر رسیږي نو دي سیاست وغریبانو ته ور پریږدي. دوئ دې فقط د شا لخوا تقویه ورکوي. دوئ باید په دې پوه سي چي په افغانستان کي ددوئ د راتلونکي نسلونو حقوق او ګټي نه ددوئ پیسې ورتضمینولای سي او نه ددوئ دولتي رسوخ. دحاجي رئیس صاحب مثال به راواخلو. یو وخت یې اکاګان په کندهار کي دومره قوي وه چي د نورو لوڼي او زامن به یې په زوره د خپل جنسي حوص قرباني کول. بیا داسي وخت راغلئ چي د هغوئ ټولو مړي یې ولیدل او د فامیل د کوچنیانو او ښځو سره پاکستان ته واوښتئ. نن بیا د ستر قوت خاوند دئ خو په دې نه سي پوهیدلای چي سبا به د کندهار د امنیې قومندان دده د کورنۍ کوم شخص وي او که د حفیظ مجید د خپلوانو یو څوک... ښه دا ده چي د هیواد سیاسي ثبات او قانون د حاکمیت د لاري د خپل اولاد آینده ورتضمین کړي. که چیري په هیواد کي پایداره سیاسي استحکام راسي نو دده اولاد (زوی، لمسی، کړوسی او کوسی) به د هیواد په ګوت ګوت کي ازاد ګرزي، پیسه هغسي هم ده ډیره ورګټلې ده دا سرمایه به هم څوک نه سي ځني وړلای چي راوړه داټوله پیسې خو دي نیکه د امریکایانو د خدمت په بدل کي ګټلي وې. هر څومره چي زیات عادي شخص وي، هغومره به یې ازادي زیاته وي. داغه پیغام باید حامد کرزي ته ورکړو، هم ددواړو خواوو هغو مشرانو ته چي ددې هیواد سره مینه لري او غواړي چي راتلونکي نسلونه یې دلته واوسیږي.

که چیري د طالبانو د سقوط وروسته د کابل او کابل شاوخوا هغه جغرافیه په نظر کي ونیسو چي د شورا نظار او شمالي ټلوالي ټوپکیانو په مستقیمه توګه اشغال کړې او تر نن پوري ددوئ په ولکه کي دي او د هیواد هغه جغرافیې سره یې مقایسه کړو چي په تیرو ۱۷ کالو کي د جلال الدین حقاني شبکې بریالي ټروریسټي/جهادي عملیات پکښي اجراء کړي دي نو په حیرانونکي توګه به په خپلو سترګو ووینو چي د هیواد یوه واحده جغرافیایي مقطع ده چي د نظر لاندي ده. یعني جلال الدین حقاني ګروپ په هم هغه سیمو کي په خلاصه پښه عملیات کول او کوي یې چي د شورانظار او نوري شمالي ټلوالي تر قوي ولکې لاندي ده. که لږ په سپینه پښتو وږغیږو نو دا جوتیږي چي جلال الدین حقاني شبکه او شمالي ټلواله اصلاً یو د بل برخي دي د اوس څخه نه عین د طالبانو د وختو څخه. کله چي  به طالبانو د مسعود نیژدې ملګري ونیول نو د جلال الدین حقاني ملګرو به ډولونه پر اوږو کړه، ټوپکان به یې واخیستل او د ډول او سرنا سره به د قومي لښکر په شکل د شمال خطونو ته ولاړل چي جهاد ته راغلي یو. د شورانظار سیمو ته به ورننوتل. هغوئ په محاصره کړل او وبینیول. بیا به نو جلال الدین حقاني و ملاعمر ته کښینستئ چي دا زما خلګ به په هر قیمت چي وي را خوشي کوې به یې. هغه به هم مسعود ته حال ورکړ چي د تبادلې لپاره کوم بندیان در ایله کړو. په دې ډول به په دواړو خواوو کي ډبل او ټریپل ایجنټان خوشي کیدل او د جانبینو ساده افغانان په یو د بل په محبسونو کي مړه کیدل. اوس هم داغه قصه ده. لږ فکر وکړئ په غزني کي د ۵۰۰ په شاوخوا کي بیګناه طالب جنګیالي، دولتي عسکر او عام وګړي ووژل سول او هیڅ یو طرف هم ددې جګړې څخه ګټه ونه لیدل. ښکاره خبره ده چي ددې جګړې ګټه کوم بهرني اړخ ته ورسیدل. ښکاره شواهد سته چي د جګړې دواړو اړخونو چارواکو ددې جګړې په رامینځ ته کولو کي رول درلولئ. دواړه اړخونه سره خبر وه خو ددې جګړې د مخنیوي هڅه ونه سول. که څوک پر خدای پاک ج، پر قرآن پاک، د آخرت پر ورځ او جنت او دوږخ باندي ایمان ولري نو خبر دئ چي په دې ۵۰۰ کسو کي د یوه په وژنه کي ښکیلتیا دئ د دایمي جهنم مستحق ګرزوي، بناً هیڅ امکان نلري چي په دې ډول لوبو کي ګډون کونکي دي د کمزورترین اایمان خاوندان هم وي. دا په دوهم او دریم لاس کافران د اول لاس کافرانو څخه ډیر زیات کافر دي، ځکه خو په قران پاک کي د اول لاس کافرانو ته د عزاب العظیم زیری ورکړئ دئ او دریم او څلورم لاس کافرانو (منافقینو) ته د عزاب الالیم زیری ورکړئ دئ.

د طالبانو قومندان اکبر اغا چي د طالبانو د مخکښ مشر طیب اغا اکا دئ په ارغنداو کي امریکایانو په جګړه کي ونیوئ. په بګرام کي بندي سو. د بګرام څخه په باعزته توګه ازاد سو. په کابل کي یې سیاسي ګوند را وایستئ، د عزت او امتیازیافته ژوند څخه برخمن دئ او د سي آی اې و ترکیې د استخباراتو سره استخباراتي ټیکې وهي. د عراق او سوریې جګړو ته احمق افغانان د جهاد په نوم استوي او خپلي پیسې پر اخلي. وراره یې بیا دطالب په چوکاټ کي خپل کاروبار داغسي پیل کړئ دئ.  دداغه طالبانو بندیان دي چي بګرام ته راوړل سوي دي، په عوض ددې چي د جنګي بندیانو په صفت سلوک ورسره سوئ وای د جنایي جرمونو سزاوي پر راووتلې. د قید مده یې پوره کړې ده، بیا هم نه خوشي کیږي. د اسلام او د نن ورځ دکفر قانون پر مثاواتو باندي ټینګار کوي، لاکن د اکبر اغا او نورو طالب بندیانو تر مابین دې واضح امتیازي سلوک ته نه مسلمان متوجه دئ او نه کافر. که نه ډیر داسي طالب جنګیالي دي چي په مرګوني حالت کي امریکایانو ته په لاس ورغلل. امریکایانو په بګرام کي د طبي درملني لاندي ونیول او ژوندونه یې وژوغورل سول. نن که هغوئ د بګرام څخه ازادیږي نو خپلو سنګروالو او عام اولس ته به حتماً وایي چي دا پردي امریکایان زموږ تر مشرانو زیات ترحم راباندي لري. دا ځکه چي پښتون میړه وژني خو میړانه یې نه ورکوي. دا به د امریکایانو لپاره په افغانانو کي یو ستر سیاسي کریډیټ وي چي په بګرام او نورو محبسونو کي د طالبانو سیاسي بندیان خوشي کړي او ددوئ عادي ژوند ته راګرزولو لپاره سیواد آموزي او حرفوي زده کړو کورسونه دایر کړي او دوئ ته مالي مرسته هم ورکړي. شاید دا یوازینۍ لار وي چي دامریکا دولت په افغانستان کي خپله سیاسي ماته په بریا باندي بدله کړي او هغه مغلقو مافیاوو ته ماته ورکړي چي د جګړې په دواړو طرفونو کي د امتیازاتو خاوندان دي او په افغانستان کي ددوئ د ملیارډونو ډالرو بیځایه مصرف اصلي عاملین دي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind