19.10.2016 (28.07.1395)
د نجات څلی او تعصبي درایځ
ډاکټر نبي مصداق
له بده مرغه افغانستان چې پر یو لړ موضوعګانو کې بد شهرت پیدا کړی، لکه قاچاق، مخدره توکي، ترورېزم، جنګ، اختطاف او مافیاوي حرکتونه؛ په یو بل شي کې هم، کم  شمېر هېوادونه ورسره جوړه کولای شو، چې هغه کلنې رخصتۍ دي چې په کال کې یې شمېره ۱۱۵ ورځو ته رسېږي. د دې رخصتیو په پیل او پای کې یوه یا دوه ورځې په غیر قانوني ډول مامورین او معلمین ځانته ګوښه کوي، چې پدې ډول شمیر يي د کال نیمايي ورځو ته رسیږي.
په دې هره رخصتۍ باندې باید بیل مضمون ولیکل شي؛ خو درې رخصتۍ، د استقلال جشن، د پښتونستان جشن او د نجات د جشن رخصتۍ دي چې ملي او تاریخي پس منظر لري.
له دې درې جشنونو یو یې چې د نجات جشن دی په تیرو درې لسیزوکې د نمانځنۍ نه محروم شوی دی.  دلیل یې همدا دی چې د ثور د کودتا په نهمه ورځ کارملیانو د نجات څلی چې د لاهورۍ دروازې او د حضوري چمن په جنوبي څلور لاري، د پل مستان په سیمه کې، د ثور د کودتا د نهمې شپې په تیاره کې داسې ړنګ کړ چې په سهار کې پرته له یوې کندې،  چې اوبه ېې په ځای کې ډنډې ولاړې وې، نور هیڅ اثر ېې پاتې نه و.
کارملي کمونستانو دا ځکه ړنګ کړ چې په ډبره باندې په لیکنو کې د نادرخان ډېر توصیف شوی و. (د ډبرلیک لیکل به د مقالې په پای کې راوړو. )
افغانانو له ډېرې مودې غوښتل، د نجات څلی چې د هېواد د یووې ډېرې تورې دورې د پای ته رسېدو په مناسب ولاړ ؤ،  بیا جوړ شي او له ښه مرغه چې دا موکه د جمعې په ورځ چې د تلې ۲۳مه د ۱۳۹۵ کال ؤ،  یو شمېر د ولسي جرګې غړو، قومي مشرانو، مخورو سپین ږیرو او اکاډمیکو شخصیتونو، وروسته له ۳۸ کالو په داسې حال کې چې د کابل او ولایاتو نه په سلګونه کسان ورته راغلي ول، د ډوهلونو په وهلو سره په هماغه ځای کې یې د بیا جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
د نجات په څلي باندې واقعاً چې د زرګونه تنو، چې د پکتیا له ځاځیو نه نیولې تر وزیرو او مسعودو پورې د سقاو د زوی نهه میاشتنۍ دوره چې د ظلم، وحشت او غلا په بنسټ ولاړه  وه او د علم او رڼا په مقابل کې یو نه بښوونکی حرکت و، له منځه یووړ.
د سقاو د زوی پر ضد لښکر، له ځاځیو نه پیل شو؛ ځکه چې هلته نادر خان او دوه ورونو یې چې شاولي خان او شاه محمود خان ول پناه وړې وه. وروسته له میاشتو ژوند نه د ځاځیو په علي خیلو کې، په داسې حال کې چې لوګر، ګردېز، میرزکه او شاوخوا ټولې سیمې سقاوي شوې وې،  د ځاځیو مشران یې په سپینه شګه کې یوې جرګې ته سره را وبلل. په هغه جرګه کې نادرخان د ځاځیو مشرانو ته وویل، چې تاسو تجار خلک یاست او زموږ له امله نه شئ کولای چې خپل تجارتي کړه وړه له کابل او نورو سیمو سره پر مخ یوسئ.
موږ درته درې وړاندیزونه لرو.
۱- د سقاو زوی ته چې زموږ پر سر یې ډېرې پیسې ایښي دی،مونږ ور وسپارئ او هغه زیاتې پیسې تر لاسه کړئ.
۲- که مو خوښه وي، موږ له ځاځیو نه وشړئ، چې موږ نور په تاسو باج نه شو. او یا هم
۳- راځئ چې په ګډه ملاوتړو او خپل وطن د سقاو له تورتم نه خلاص کړو.
د ځاځیو مشرانود وروڼو نه ماسوا، په بیله غونډه کې پرېکړه وکړه چې دا به تاریخي بدنامي وي چې دا وروڼه د پیسو په مقال کې سقاویانو ته وسپارو او هم پښتونوالی ته د منلو وړ نه ده چې موږ هغوی له خپلو سیمې وشړو؛ نو راځئ چې ملا وتړو او کابل بېرته ونیسو. په دې باندې دعا وشوه او درې ورځې وروسته د قومي اربکیو یو لښکر، چې مشري یې د روقیان کندل خان کوله ،له شاولي خان سره یو ځای په حرکت کې شو او په لاره یې تر کابله پورې دا قومونه چې په خوله سقاویان شوي ول، بېرته خپلې تېروتنې ته متوجه کړل. هغوی ټولو هم په خپله تېروتنه اعتراف وکړ او له همدې امله یې په لاره کېلښکر ته،  شپې او ډوډۍ ورکوله او بشپړ ملاتړ یې ترې څرګند ولو.
د تلې په ۲۵مه د ۱۳۹۵ کال د کابل هشت صبح ورځپاڼې په یوه مقاله کې چې د فردوس په نوم یو چا لیکلي چې عنوان یې دی، (رییس پوهنتون کابل به نژاد پرستان کف زد) او لیکي: ( در کشور ما نژادر پرستان بې سلطه طلب که به توهین نژادی و ترویج نفرت تباري مشغول اند از مسونیت کامل قضايي بر خوددار میباشند... رییس برحال پوهنتون کابل در صف اول ایستاده است و به سخنراني نژاد پرستان سلطه طلبي ګوش میدهد که باور دارد، افغانستان سرزمین یک قوم خاص است... این رویداد نشان میدهد که وقت بحث بر تری طلبی قومی به میان اید، لبرال، بنیادګرا و چپی های دیروز، در یک صف قرار میګیرد  و شعارهای نژادپرستانه سر میدهد.)
فردوس چې ممکن مستعار نوم وي، په دې مقاله کې په مکرر ډول پښتنو ته نژاد پرستان وايي.
په مقاله کې هیچېرې هم نه دي لیکل شوي چې د نجات څلی د سقاو د چور او چپاول، ښځو او هلکاانوباندې د جنسي تېریو، د ښونځیو د نجونو په زوره له سقاویانو سره ودول، له ترکیې او هند نه هغه نجونې چې امیر امان الله خان د زده کړو لپاره استولي وی، بېرته را غوښتنې او د ټولو ښوونځیو د دروازو تړل او سقاویانو ته د خلکو د عام او تام د ژوند اختیارات  ورکول او په لسګونه دا ډول غېرې انساني او غیرې اخلاقي کړنو اجازه ورکول ول چې پښتانه را پاڅېدل او دې تورتم ته یې د پای ټکی کېښود.

فیض محمد کاتب چې په سقوي نه میاشتې دوران،  خپل چشم دید په تذکرالاانقلاب نومې کتاب کې د سقویانوغلاوې، تجاوزونه، د علم او معرفت نه په فرسخونو لری والی، او ټولو هغو ناخوالو چې په افغانانو باندې ېې تحمیل کړل، په تفصیل سره لیکلي دي.  خو د فردوس په مقاله کې د نجات د څلې بل لوری چې همدا سقویان او یا د کاتب د خپلو سترګو لیدلي کتلي دي، یوه کرښه هم نشته.


پښتنو هیڅکله هم، بر خلاف د هغه تعصب او تنګنظرئ نه چې دا ښاغلی فردوس یې له پښتنو سره لري، له نورو قومونو سره د معاصر تاریخ  په دوران کې څوک مثال نشی راوړی.   که هغوی د افغانستان شمالي ته تللي ددې لپاره چې د تزاري روسیې د پنجدې، ذولفقار او د پامیر د ځینونورو برخو د نیولو په مقابل کې ځانونه سپر درولي ول چې داسې تیرې تکرار نشي او ځکه هم هلته مېشت شويدي، خود هیچا باغ، ځمکه او یا کور یې  په زور نه دی نیولی.
پښتنو تل نورو قومونو ته د کشرو وروڼو خطاب کړی او د هغوی پرځای یې د هر تېري کوونکي په مقابل کې ځانونه قرباني کړي دي.
که دا ښاغلی فردوس واقعاً په دیموکراسۍ او ورورلۍ عقیده ولري؛ نو دی څنګه له هشت صبح سره مزدوري کوی چې د تعصب او نژاد پرستۍ د رويي له مخې د پښتوژبې مضمونونه په دې ورځپاڼه کې نه نشریږي. دا ورځپاڼه، چې ویل کیږي له بهره تمویلېږي د دري د اصلاحاتو پر ځای چې ورته شرم ښکاري، له ایراني اصلاحاتو نه ډکه ده.
وای، دا زموږ د اطلاعاتو او کلتور په وزارت چې نه یې دي کړي، زموږ د دوو رسمي ژبو ترمنالوژي چې په اساسي قانون کې یې د مراعت کولو خبره شوې په دې او داسې نورو ورځپاڼو باندې دی تحمیل کړي، او یا په ښکاره ددوهمې رسمي ژبې، چې د مملکت د اکثریت ژبه ده،د دومره بې پروايي او بې تفاوتي مخه ونیسي.
د نژاد په برخه کې باید ووایم چې د دې مقالې له منځپانګې داسې ښکاري چې باید سقاوي دورې دوام کړی وای او افغانستان یې څوپیړې بېرته بېولې وای. د فردوس په نظر هغه به ښه و، نه دا چې افغانستان ته یو ځل بیا د امان الله خان د دورې ارامي او د نسبی پرمختګ لارې خلاص شوي چې د نادر خان، ظاهر شاه او داود خان ۴۸ کلنه دورو کې موږ افغانانو په ارامۍ او هوساینې کې ژوند وکړ.
کارملیانو پر ځای د دې چې د نجات څلی یې د ړنګیدو له هېرې د شپې په تیارو کې ړنګ کړ، باید (د دا لاندې لیکنې پر ځای یې) د هغو پښتنو قومونو او مشرانو نومونه لیکلي وای چې افغانستان یې د سقاوي د قرون اوستايي له تورتم نه وژغورلو.


(به یادګار فداکاریها و مجاهدات وطنخواهانه یګانه قاعد معظم و نابغه بزرګ اعلیحضرت محمد نادرشاه افغان که به استماع فریاد وطن از ګوشه یې مملکت فرانس خود را برای نجات و استخلاص وطن در سمت جنوبي رسانده و بعد از قیام به عزم استیصال سارقان در طی اقدامات هشت ماهه خود بادلیران جنوبی و بهجوم وزیرستان ۱۶ میزان ۱۳۰۸ هجری شمسی مرکز سلطنت سنیه افغانیه را فتح و تسخیر و بچه سقاو را به اراکین خاینش از صفحه افغانستان معدوم نمود، این خاطره استوار و آبده ثابته بنیاد ګذاشته شود، تا در بادی النظار اهل بصیرت، شجاعت و علوهمت این نجات دهنده وطن ثابت بوده، ملت افغان ین خدمت عالیشان را تقدیر و اینګونه ایثار و فدا کاری را در تامین سعادت حیات اجتماعی خویش تاسیس و تعقیب کند.)

په دې بیا ځلې جوړشوي څلي کې به، د پورته ډبر لیکنې علاوه، د هغو قومي مشرانو او قومونو نومونه هم ولیکل شي چې د سقوی د تورې دورې په مقابل کې ودریدل او زمونږ افغانان ېې له هغې تورې بلا نه خلاص کړل او ځانونو ته ېې ابدي افتخار وګټلو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder