30.10.2016 (09.08.1395)

د نااټکل شوو حالاتو په اړه د ناټو خبرداری د جګړې نوې پروژه ده

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) خبرداری ورکړی چې دوی په افغانستان کې نااټکل شوو حالاتو ته باید چمتو اوسي.

د ناټو سرمنشي «جینز سټولنبرګ» په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي:«په افغانستان کې به جګړې دوام کوي، موږ بايد نا اټکل شوو حالاتو ته تيار واوسو، خو افغان ځواکونه د ناټو په ملاتړ ټولو ګواښونو سره د مقابلې کولو وړتيا لري.»

هغه وايي چې په افغانستان کې د ناټو سازمان تر ټولو زيات پوځي شتون ددې څرګندونه کوي چې دغه سازمان له نړيوالې ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دى.

نوموړي ويلي:(( موږ په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې شتون هم درک کړى، چې ددې ډلې شتون سره په افغانستان کې د ناټو ماموريت نور هم ارزښتمن شوى دى. ))

د ناټو سرمنشي ويلي چې دوى د افغانستان حالات له نږدې څخه څاري  او له خپلو متحدينو سره په هره سيمه کې د داعش پر ضد فعاليتونه ترسره کوي.

د نوموړي په وينا،  د افغانستان حالات ننګونکي دي، افغان ځواکونه له ګڼ شمېر ګواښونو سره مخ  او د طالبانو په ګډون د بېلابېلو ترهګرو ډلو لخوا ننګول شوي دي .

د ناټو سرمنشي په ډاګه کړې چې افغان ملي دفاعي ځواکونه په دې توانيدلي، چې په يو شمېر برخو کې پرمختګونه وکړي او طالبانو ته يې اجازه نه ده ورکړې چې پراخې سيمې او ښارونه ونيسي.

خو شنونکي وايي چې لوېدیځ په افغانستان کې د دوامداره جګړې لپاره تیاری نیسي او دا ځل غواړي په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په پلمه خپل پوځي حضور توجیې کړي.

په دې وروستیو کې له روسیې سره د پراخېدونکي ټکر او د سیمه ییزو رقابتونو له امله افغانستان ته د ناټو او امریکا پام زیات شوی دی.

په افغانستان کې دا انګېرنه اوس عامه شوې چې لوېدیځ قدرتونه په افغانستان کې د داعش په نوم د جګړې نوې لوبه پرمخ بیايي.

د شنونکو په وینا که له نااټکل شوو حالاتو څخه د ناټو هدف دا وي چې داعش به د طالبانو ځای نیسي، نو ښايي افغانستان په یوه یوه بله ناپایه جګړه کې ښکېل کړل شي.

شنونکي په دې اړه په ځانګړې توګه د ناټو د سرمنشي دا خبره چې «جګړه به په افغانستان کې دوام کوي» ډېره د تامل وړ ګڼي.

داسې هم ویل کېږي چې امریکا د روسیې له وېرې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي او د جګړې مسوولیت به داعش ته سپارل کېږي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش جنګیالیو د راتګ لړۍ چټکه شوې ده. دا هغه اندېښنې دي چې ښيي په افغانستان کې په لوی لاس ددغې ډلې پیاوړې کېدو ته زمینه سازي کېږي.

سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder