05.02.2017 (17.11.1395)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ګلبدین حکمتیار ټول وضع شوي بندیزونه لېرې کړل
محمد حدیث پردېس

 افغان حکومت او د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د بندیزونو له لېست نه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې ګټور تمام شي. د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو ګډه کمېټه پر ګلبدین حکمتیار د وضع شویو تحریمونو لېرې کول نېک او منطقي ګام بولي. د افغان حکومت له لورې د دغه کمېټې مشر ډاکټر اکرم خپلواک د شنبې په ورځ کابل کې خبرې ناستې ته وویل چې د بندیزونو له لېسته د حکمتیار په لېرې کېدو سره به د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې یو مهم بند عملي شو.
 د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان حکومت له غوښتنې وروسته د جمعې په ورځ د القاعده، داعش او نورو اړوندو ډلو له لېسته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم لېرې کي. د ګلبدین حکمتیار نوم په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل شوی وو. په ورته وخت کې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو په ګډه کمېټه کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم د امنیت شورا دغه پرېکړه منطقي او د سولې د ټینګښت لپاره ګټوره وبلله. ښاغلی کریم وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به د دغه حزب د زندانیانو د خوشې کېدو او د هوکړه لیک د درېیو نورو مادو چې په راتلونکو ورځو کې به پلي شي کابل ته راشي.
"د یو شمېر زندانیانو خوشې کېدل مهم دي ځکه دا امکان نه لري چې ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او یوه مور د خپل زنداني ځوی لپاره لاس په دعا وي، د کډوالو لپاره د ځمکو وېش، امنیت او څلورمه موضوع د هغه د اوسېدو د ځای قطعي تثبیت دی."
 د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وايي چې د بندیزونو له لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم اېستل دا ثابتوي چې د افغانستان د سولې موضوع نړیوالو ته مهمه ده. د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بندیزونو له لېست نه د حزب اسلامي د مشر لېرې کول په افغانستان کې ټولو وسله والو ډلو ته دا پیغام رسوي چې یوازې د سولې له لارې کولای شي خپلو اهدافو ته ورسېږي.
راپور: آزادۍ راډیو

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder