17.01.2018 (27.10.1396)
د ملګروملتو دفتر ته د ډاکتر نجیب د پناه وړلو بهیر  - څلورمه برخه

کریم رحیمزی

نجیب: ما درته وویل چې کچیرې زما استعفا جگړه پاۍ ته رسوي او په کابل یرغل نکیږي، زه به د ملگرو ملتو د سولی پلان سره سم استعفا وکړم. ما تا ته دا خبرداری هم درکړ چې که زه مخکی له دېنه چې یو موقت حکومت جوړ شي استعفا وکړم نو د قدرت خلا به منځ ته راشي. دا دي اوس همغه څه پیښیږي. ما د دغسې حالاتو سره دا درې کاله مبارزه کړې. زه پوهیدم چې یو ځل د قدرت خلا منځ ته راشي، نو د نظم او امنیت مسولیت به د چا په غاړه وي؟ نیوازي د نجیب الله غرور او عزت بلکه د ملگرو ملتو عزت هم په خطر کی ده. زه پاکستان ته نه ځم! دا دحل لاره نه ده. زه د ملگرو ملتو په دفتر کی پاتې کیدل غوره گڼم. د حل لاره د ملگرو ملتو د سولې پلان او بیطرفه شورا ده چې د یوې انتقالي ادارې په صفت به زرترزره د واک چارې په لاس کی واخلي.
نجیب د خبرو په حال خپله گوته بیننسیوان او د ایران او پاکستان استازو ته څنډي او دوۍ د خپلو وعدو په ماتولو او په افغانستان کې د قومي شخړو په پارولو تورنوي. [ په دغه شیبه کی د نجیب د ملي غرور احساس او سیاسی شعور، د هغه مارکسیستی زده کړې، د هغه د ژوند د بقا په اندیښنو غالب شو. هغه ځان د ملگرو ملتو په دفتر کی خوندي گڼي او نه غواړي په داسې هیوادو کی پناه واخلي چې د ده په هیواد کی لاسوهنې کوي او تشدد پاروي. د ایران او پاکستان د استازو څخه د نجیب کرکه واضح ښکاري. دغه کرکې لکه د تیزابو وریځ فضا نیولې ده .]
د نجیب د اندیښنې په هکله چې په کابل به د ده د استعفا له امله یرغل وشي، د ایران استازي وایي چې دوی به هڅه وکړي چې د مجاهدینو په کابل باندې د یرغل مخه ونیسي او خپله خواشینی یې په ایران د نجیب په لفظي حمله څرگنده کړه. ایران دوه میلیونه افغانانو ته پناه ورکړې او ایران یو ملگری هیواد دی.
بیننسیوان نجیب ته وایي: زه ډاډه نه یم چې ته به دلته خوندي وې ، ته به د دغه ځاۍ په پرتله په یو سفارت کی ډیر خوندي وې. [ بیننسیوان غواړي نجیب زرترزره د ملگرو ملتو د ودانۍ نه وباسي او کنه لکه څنگه چې ده په تیلفون کی پیکو ته وویل، ویره لري چې د ملگرو ملتو په مرکزی دفتر به یرغل وشي. داسې یرغل به د ملگرو ملتو کارکونکي په خطر کی واچوي, د ملگرو ملتو کار به ستونځمن کړي او بی له شکه د نجیب ژوند به په خطر کی وي. په دې سربیره، که نجیب د ملگرو ملتو په ودانۍ کی پاتې شي، د سولې په خبرو کی به د ملگرو ملتو موقف ته زیان ورسیږي او ملگری ملتونه به د ستونزې یو اړخ وگڼل شي، نه د ستونزې د حل یوه برخه. موږ به نیوازې د نجیب ساتونکي بلکه د هغې د سیاسي نظر پلونکي وبلل شو.]

نجیب ( ټولو ته په خطاب کی). هغه ضمانتونه چې مجاهدینو او د دوۍ پلوی هیوادو لکه پاکستان او ایران ورکړي، بې گټې دي. په شمال کی د مجاهدینو قومندانانو قسم کړی چې د کابل رژیم به په ظالمانه توگه تباه کوي. دوۍ وایي چې دا وړاندیز شوې بې پلوه شورا د غربي پلوه او د پخوانی پاچا د پلویانو نه جوړه شوې. دوۍ همیشه د ملگرو ملتو د پلان سره په مخالفت کی بهانې کوي. زه د ملگرو ملتو د پلان عملي کول غواړم. ښاغلی بیننسیوان د هغه څه چې ما مخکې ویلي شاهد ده. ما وویل کله چې د قدرت انتقال پیل شو، زه به استعفا وکړم خو ده وویل چې نه، زه باید مخکې استعفا ورکړم. ما خبرداری ورکړ چې که زه مخکې استعفا ورکړم ، د قدرت خلا منځ ته راځي. دا دي همغه څه اوس کیږي. د دغه ورستیو کړنو موخه د ملگرو ملتو د پلان ناکامول دي. مجاهدین ادعا کوي چې د ملگرو ملتو پلان غربي او شاهي پلوه دی. دا چټیات دي. ما پخپله هیڅ شرط د بې پلوه شورا په نوم لړ کینښود. ملگری ملتونه باید په ټولو غاړو فشار واچوي چې د ملگرو ملتو پلان ومني. که داسې ونشي، شمال به بیل او افغانستان به تجزیه شي.
ورپسې، نجیب د لاسونو په خوځولو او په ډیره ترخه ژبه، چې تندوالۍ یی ایران ته ډیر وو، د پاکستان او ایران په غندلو پیل وکړ. که څه هم دا په هیڅ وجه کمیدي حالت نه و، خو نجیب ما ته په دغه شیبه کی د
Incredible Hulk فلم هیرو را په یاد کړ چې د هرې جملې په ویلو سره به غټیده او لکه یو زهرجن مار به دومره وپړسید چې سړي به ویل چې اوس به وچوي.
نجیب: پاکستان هره ورځ وایي چې جگړه نه غواړي، خو گورو چې د مجاهدینو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. او ایران هر څه چې وایي بیا هم د مجاهدینو ملاتړ کوي.
نجیب په ایراني استازیي باندیې، چې په ونه ټیټ او جسامت کوچنی و، چیغې وهي. ما ته یو ځل ویره پیدا شوه چې نجیب به په خپل غټو لاسو دا سړۍ راونیسي او د نژدې کړکۍ نه به یی حویلی ته واچوي [ ښایي که مونږ نه‌وۍ، نجیب همداسې کړي وۍ.]

نجیب ( بیننسیوان ته یې مخ دی): نن ما د افغانستان جمهوری دولت د ریس او د وطن گوند د مشر په توگه استعفا ورکړه. اوس ملگری ملتونه مسولیت لري چې خپل پلان عملي کړي. که څوک د ملگرو ملتو په ودانۍ یرغل وکړي، زه حاضر یم چې خپل ځان قرباني کړم کچیرته دا زما هیواد ته د سولې په راتگ کی مرسته وکړي. زه دغه لویې قربانۍ ته چمتو یم.
دغه خبرې څو دقیقې دوام کوي ، خو ډیرۍ یې یو شان خبرې دې. د پناه ورکولو وړاندیزونه کیږي او رد کیږي، غندنې کیږي، تورونه لگول کیږي او غمجنی وړاندوینې کیږي . ډیری خبرې نجیب کوي. دۍ د ایران او پاکستان د استازو نه کرکه کوي او دوۍ ته کنځا کوې. نجیب لکه یو ډوبیدونکی کس ملگری ملتو ته د ژغورنې لپاره لاس اچوي که څه هم دۍ پوهیږي چې پدغه وخت کی د ملگرو ملتو څه د لاسه نه کیږي او حتی په دغه شبیه کی ښایي بی اعتباره شوی هم وي. [ که جنگي ډلی بی پلوه شورا و نه غواړي، نو دغه شورا به نه وي. سپینه او لنډه خبره. د جنگیالیو څخه یو ډک هیواد کی دا دود ده چې نظامي بریا همیشه د دیپلوماسی نه مخکی کیږي. داسی نه ښکاري چې ملگری ملتونه به وکړۍ شي چې کومه سوله په دوی تحمیل کړي، حتی د یو موقتی اداری نه مخکی یوه بی پلوه شورا.]

بیننسیوان ،اوني او د ایران او پاکستان استازي ځي. زه د نجیب او د هغه ساتونکی سره یوازې پاتې کیږم. نجیب پر ما باندی بی حده ډیر مثبت تاثیر وکړ. زه چې د ده په هکله هر نظر لرم، خو زما د نجیب سیاسی استقلال ډیر خوښ شو. نجیب پاکستان او ایران ته وایي، زه په تاسی باور نه کوم، حرامیانو! زه تاسې ته د پناه وړلو نه مرگ غوره گڼم. بر سیره پر دی، زه باور هم نه لرم چه تاسی به می وساتۍ.
نجیب ما ته مخ اړوي او یو ځل بیا بنسټپال په تندوۍ غندي . نجیب دوۍ ته د خپل اصلي دښمن په سترگه گوري. نجیب دا حقیقت نه یادوي چې متحده ایالاتو دغه خلکو ته وسله ورکوله او د دوۍ ملاتړ یی د شوروی په ضد جگړه کی کوو. نجیب دې ته هم کومه اشاره ونکړه چې روسانو دۍ یوازې پریښود. دۍ د جییوپولټیک مینه وال نه دی، دۍ د لویو قدرتو د سیاست مینه وال نه دی. نجیب دغه بنسټپال د سیمي ثبات ته لوۍ گواښ گڼي. دوۍ په شمالی افریقا، لبنان، هند او کشمیر کی ستونزې جوړوي. دوۍ د سولی دښمن دي، د دوۍ باید مخنیوی وشي.
زه نجیب ته وایم چې زه ورسره همغږی یم، هو یم. زه هم په دی نظر یم چې بنسټ پالنه د نړۍ ثبات ته لوی گواښ دی. سړه جگړه پاۍ ته رسیدلی او کمونیزم نور دومره د پام وړ گواښ نه دی.
ما د نجیب غندنو ته څو دقیقې غوږ ونیو. په خبرو اترو کی یوه ښه اسلحه مقابل لوري ته په فعاله توگه غوږ نیول دی او د هغه خبرو ته پوره ځیرتیا ده. په دغه توگه سړۍ د مقابل لوري باور تر لاسه کولی شي.
پس د څه وخته، زه د وتلو اجازه غواړم او نجیب ته وایم چې بیرته راځم. نجیب له خپل ځایه پورته شي او ما ته لاس راکوي او وایي چې په ملگرو ملتو باور لري.

[ یوه آخرۍ یادونه، بیننسیوان وروسته ما ته وویل چې ده دا نیت درلود چې د څو هیوادو استازي د گاډو په قطار کی هوایي ډگر ته ځان سره مل کړي. په دغه کار به د نجیب ښه ساتنه شوی وۍ او ملگرو ملتونه به ډیر واکمن ښکاره شوي وۍ. خو بیننسیوان ډیر ناوخته راورسید ځکه چې ده په یوه زړورې خو بی گټې هڅه کی د بیلابیلو جهادي گروپو سره په خبرو اخته و تر څو د بی پلوه شورا د نوملړ په هکله د دوۍ هوکړه تر لاسه کړي. که بیننسیوان یوه ورځ مخکی او حتی څو ساعته مخکی رارسیدلی وۍ، ښایي نجیب د کابل نه په وتلو توانیدلۍ وۍ خو بیننسیوان څه پوهیدو چې ازبکان به هوایي ډگر ونیسي او هغه به څنگه په پیښور کی تر هغه وخته چې د خبرو د بریا هېلې وې د مجاهدینو سره خبرې اترې پریښې وۍ. په بیننسیوان باندی نیوکه کونکي وایي چې د پیښور اووه گونو سره د هوکړې هیله هیڅکله نه کیده او د نجیب استعفا د وخت نه مخکی وه. خو دا وروسته پوهیدنه د ځان ښودنه ده. ښایي یوازینۍ خبره چې ټولو گوریلایي گروپونه په یوه خوله کوله، د نجیب د قدرت نه لاس اخیستل وو. دغه غوښتنه د سولی د خبرو په محراق کی وه نو څنگه دغه ته پام نه وۍ شوۍ ؟ ]

د ماسپښین ۱:۳۰ بجه. زه او بینسیوان د وطن گوند مرکزی دفتر ته ځو تر څو د دغه گوند د اجرایوي کمیټی سره وگورو. زه په دی وتوانیدم چې څه کم یا زیات دوه ساعته خوب وکړم. زه فکر نه کوم چې بیننسیوان به د پرون راهیسې کله چې د پیښور نه کابل ته را روان شو خوب کړۍ وي.
په خبرو کی زموږ مقابل لورۍ سلیمان لایق دی.

نور سبا..................

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • جمال (Donnerstag, 18. Januar 2018 05:33)

    یاره له ملحد، دوه میلونو قاتل او د روسانو غلان نجیب ګاو څخه دی راته د امان الله په شان قهرمان او اتل جوړ کړو دریمه برخه او څلورمه برخه او په دی برخو له روسانو که امریکایانو کمشنر تر لاسه کوی

  • منګل (Donnerstag, 18. Januar 2018 23:30)

    جمال خانه وروره مجبور نه يې چې ويې لولې دا د افغانستان د تاریخ ډیره سرنویشت سازه مسله ده کیدلی شی چې د افغانانو لپاره په زړه پورې وي، خپل ویده شه، خوب وکړه.

  • لوی افغان (Donnerstag, 18. Januar 2018 23:56)

    جمال صاحب سلامونه وړاندي کوم، که تاسو له دی موضوع سره علاقه نه لری او یا ستاسو پرسیاسی خیال برابره لیکنه نه وی، سمه ده، پوهیږم، خو څنګه چي دا دافغانستان تاریخ دی او د تاریخ په بهیر کي ښي او بدی ورځي راغلی او نوری به هم راشي. نو بیا یې لازم نه بولم، چي په داسی الفاظو نیوکه وشي. ته که یې نه لولی ، هغه ستا شخصي نظر دی، خو افغانستان څه نا څه ۲۸ میلیونه نفوس لري. یو نه یو به یې د تاریخی لحاظه و ګوری. مننه

  • جمال (Freitag, 19. Januar 2018 20:05)

    منګل او لوی افغان صاحبانو سلامونه مو ومنۍ !
    بخښنه کوی که چیری مو له حقایقو او عینی واقعیتونو لیری یا کم و زیات څه لیکلی وی
    نجیب زما همدوره او زه یی له نزدی پیژنم زمونږ سره پوهنتون او عسکری کی یو ځای وو .
    دا چه مونږ د هغه په اړه ( ملحد، قاتل او غلام ) لیکلی زه سوګند یادوم ، که هغه ژوندی وی هغه به هم درته ویلی وی د هغه ورور سره مو مرکه لرله تر دی یی زیات څه وویل . نجیب د خاد مشر او کمونستی اداری ریس وو دا سمه ده چه په دوه میلونو شهیدانو کی به ورسره امین ، ترکی او کارمل هم ونډه لرله مګرزیاته برخه یی د ده وه .
    که نجیب ستاسی په شان دوستان او پلویان لری هغه دوه میلونه شهیدان به هم څوک لرل چه یو یی زه او داسی نور دی .
    خلک د دوه ډول کسانو ډيره یادونه کوی یو هغه چه په ښیګڼو او سپیڅلتیاوو او بل هغه چه په بدیو او ناولتیاو کی شهرت لری نجیب په ناولتیاو کی شهرت لری مګر تاسی یی هغه ناولتیا په سپیڅلتیا وو اړول غواړی دغه د ۳۸ میلونو خلکو کی سمه ده چه د نجیب په شان ملحدین ، قاتلان او غلامان هم اوسیږی مګر هغه دګوتو په شمار دی د دی هیواد اکثریت مطلق خلک پاک خلک دی د نجیب په شان کسانو او پلویان څخه کرکه لری .
    مګر دا چه کمپیوتری پیړی دی د ناولو او سپیڅلو د قوارو او څیرو پیژندګلوی نه کیږی له بل اړخه میدیا ټوله د نړیوال استعمار او سکولریستانو او ماسونیستانو په واک کی ده مونږ نه دی لیکلی چه تاسی د نجیب او نورو قاتلانو په اړه لیکنی کړی بلیدی دموکراسی که تاسی ته چانس د لیکلو درکړی مونږ ته یی هم د تبصری او نیوکو چانس راکړی مګر که له حقایقو زیات او کم څه لیکو هغه زمونږ د انسانیت او رښتونولی پوری اړه لری .

    یادونه :
    زه نه خوابدی کیږم که زه نجیب اوسم او تاسی د نجیب مخالفین یاست زما سره زما په اړه مناظره ولری مګر په انسانی اخلاقو کی رشتونی وغږیږو له تاسی هم دا هیله لرم ، باخدایان او لا خدایان سره مناظری لری که قانع شی یو د بل لید لوری ته تسلیمیږی او که نه خوابدی کیږی نه چه د مناظرو دروازی وتړی . مګر زمونږ د افغانانو دا لویه ستونزه ده چه ( مج په پوزه نه پریږدی ) حتی د خبل لیدلوری مخالف سره د مناظرو حوصله هم نه لری همدی حالت یو دبل نه منل دی ځکه مونږ تل د ابرقدرتو ښکار یو په اسانی راته څوک یو او څوک بل ایزم خوله کی راکوی بیا نو زمونږ وژلو ته د ابرقدرتو اړه نشته مونږ خپله ځانونه وژنو . نجیب د هماغه داود خان کورنی په ډیره بی رحمانه ډول داسی ووژله چه غوښی د ونو په څانکو کی تر ډیره نښتی وی د مرغانو خوراک شوی کوم چه د برچم او خلق کمونستی ګوندو د پاره یی په خبل کا زوی کودتا وکړه چه له امله یی داود خان د کورنی سره لولپه شو او کله چه نجیب د همدی مادر وطن بچیان د روسانو او خپل حکومت د چلولو د پاره ووژل داسی وخت راغی چه نجیب هم د داود د برخه
    لیک سره مخ شو
    بخښنه کوی تبصره راڅخه اوږده شوه که تاسی رښتونی روشنفکران او د مادر وطن پلویان یاست زمونږ سره مناظری ته دوام ورکړی ترڅو مونږ هم د نجیب پلویان او یا تاسی د نجیب له ناولتیاوو خبر شی او د مینی په ځای ورسره کرکه ولری مننه

  • منګل (Samstag, 20. Januar 2018 04:21)

    ښاغلی جمال صاحب ستاسو سلامونو ته وعليکم وسلام ورحمتالله وبرکته وایم هیله ده چې جوړ او خوښ اوسم راځم ستاسو د ګيلو ډکې تبصرې ته.
    کله چې تاسو د ډاکتر صاحب نجیب همدوره یاست او د هغه سره له نږدې پیژني زه یې دومره نه پیژنم لومړۍ دا چې زه د نجیب د قدرت په اخری کال کې د پوهنتون د دوهم کال محصل وم بل دا اګر چې ما د شبږم ټولګی څخه پورته ښونځۍ په کابل کې پدې معنی چې د دیموکراتیک ګوند( خلقيانو او پرچميانو) تر واک لاندې سیمه کې لوستی دی خو د ګوند سره نه یم پاتي شوی، خدای حاضر دی چې زه د نجیب د حکومت مخالف وم که په همهغه وخت د دوه صندقونه د تاکنو لباره چې یو د مجاهیدینو وای او بل د به اصطلاح د کمونستانو نو ما به خپله رایه د مجاهیدینو په صندوق کې اچوله خو خو اوس چې زه په اطلاح مجاهیدینو ته ګورم زه به اوس پر خپله رایه ډیر پیښمانه وای. دوهم بیا هم خدای حاضر دی چې نجیب زما کتاً نه خوښيده عمده علت یې د کفر او اسلام خبره نه وه هغه بل علط وو چې دلته نه غواړم هغه تاسو ته ووایم.
    دا چې نجیب خلک وژلي دی همدا نن اشرف غنی پرون کرزی هغه بله ورځ طالب له هغی وراخوا مجاهد بلاخره نجیب کارمال امین بلا خره تره کوم یو یې نه دی وزلې او یا یې نه وژنی فقط د وژلو ډول یې تغیر کوی نوره ټوله همهغه یوه خبره ده، همدا نن چې یو عسکر د طالب یا برعکس وژل کیږی د دغه مسول اشرف غنی نه دی زما په ګمان خو ټوله یوه خبره ده زه ټول غندم.
    ما چې کومه لومړی تبصره کړی ده هغه پدې معنی نه ده چې زه ګويا د نجیب خواخوږی یم ما واضع لیکلی دی چې دا د افغانستان د تاریخ سرنویشت سازه مسله ده بیا یو خارجې چې د سولې په پروسه کې د ملل متحد لخوا نماینده وو لیکلی دي او له دغه څخه باید افغانان ژور درس واخلي چا دغه مسله سبوتاژ کړه؟ ولي یې سبوتاژ کړه؟ د افغانستان او افغانانو لپاره یې څه پيلې ولرلي؟ ایا همدغه روانه غميزه له همدغه ځایه سرچینه نه اخلی؟
    زموږ د هیواد او ولس دوستان څوک وو دښمنان څوک دي؟ که بیا ورته تاریخ تکراریږی موږ به څنګه ورڅخه درس اخیستی وی یا به یې واخلو.
    جمال صاحب نظر ستاسو عمر او دا چې د ډاکټر صاحب نجیب همدوره واست تاسو سره نه ښايې چې تاسو د افغانستان ملې مسایلو د شخصی عقدو او بعضونو له زاویی وګوری بښنه عوام چې زما عمر ستاسو له عمره ډیر کم دی. موږ باید شخصي ګټی تر ملی ګټو قربان نه کړو ، ستاسو د کورنۍ غړی او یا نور افغانان که نجیب وژلی وی خدای باک د هغه ولسي جنت یې ځای کړي، همدارنګه که مجاهیدینو هم خلک وژلي وی هغه د هم خدای پاک وبښي.
    که بحث ته دوام ورکوی زه وړاندې درسره تیار یم.
    یادونه:
    ما خپله تبصره دوهم وار نه ده کتلی یا لوستلي که غلطی پکښې وی بسنه غواړم همدارنګه که زما خبرې تیزياو ترخي وی هم ما وبښه هر څه چې لیکم ملی ګټی به پام کې لرم او بس د هیڅ چا هیڅ ګوند او ډلې سره مخالف نه یم پدې شرط چې د افغانستان ملی ګتو ته یې زیان نه رسیږی.

    مننه

  • منګل (Samstag, 20. Januar 2018 04:35)

    یو څه چې راڅخه هیر په تیره تبصره کې له یاده ووتل هغه دا دی، پداسي حال کې چي د نجیب د قدرت په وخت کې زه د هغه طرفدار نه وم خو د هغه کړنی يوې خواته کیږدو پدې قسم نه وه لازمه چې مړ شوی وای او د افغانستان لپاره یې ضیاء بولم او که نن بیا د مجاهیدینو او د خلقيانو او پرچميانو لخوا ټاکنی کیدلای ما به خپله رایه د افغانستان د ملی کنړ بخاطر نجیب ته اچوله.
    مننه

  • جمال (Freitag, 26. Januar 2018 08:45)

    منګل صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی
    داسی وخت کی می ستا تبصره ولوستله چه د شپی ناوخته دی دیر خوبولی یم ، کارونه دیر شی کله کله راڅخه پخوانی تبصری لاځوابه پاتی شی د تبصری لږ ځواب او ستا د تبصری ستاینی برخه به درته ولیکم . په اصلی موضع به بل وخت خبری وکړو لا د رحمانی صاحب څخه زما ایمیل واخله په ایمیل به اوږدی خبری او د زړه خوالی درسره وکړو .
    زما ستاسی په شان دوستان او پوهه ورونه خوښیږی حتی که زما د لید لوری مخالف هم وی ماته چه څه مهم دی په مفاهمو یا مناظرو کی توهین او کنځل می نه خوښیږی عقلی او نقلی دلایلو ، اسنادو او شواهدو باندی متکی مفاهمی می ډیری خوښیږی په نورو موضوعاتو به بله تبصره کی درسره د زړه خوالی شریکی کړم او یا تاسی راته خپل ایمیل راولیږی یا زما ایمیل له رحمانی صا-حب واخلی که هغه درنکړو زه به یی بل ځل درکړم مننه

  • جمال (Sonntag, 28. Januar 2018 02:12)

    منګل صاحب د ژمنی له مخی می دادی یوه کوچنی تبصره د نجیب د مرګ پوری اړوندو لیکنه په اړه درته ولیکله اوږدی تبصری به په ایمیل کی درسره شریکی کړو:
    ستاسی خبره سمه ده که نجیب ژوندی باتی شوی وی تر مرګ یی ډیره ګټه لرله
    مګر دا کار د هوش له مخی نه د جوش له مخی شوی مثلا ستا له کوره له یوه زیاتو کسانو غلا کړی او هغوی کی یو کس ونیول شو که هغه یو کس وساتل شی د هغو نورو غلو په اړه به هم معلومت تر لاسه شی او که هغه ووژل شو ممکن هغه نور غله نوری ستونزی پيښی کړی ، که وژل کیدی باید د یو رسمی محکمی له مخی باید ورته سزا ټاکل شوی وی .
    مګر مونږ د وخت د اهمیت له مخی د نجیب د مرګ په اړه د لیکنو سره مخالفت کړی ، او بیا کشکی دغه لیکنی د بیطرفو سیاسیونو له خوا لیکل کیدلی دغه لیکنی د نجیب د پلویانو له خوا د طالبانو د ملامتیا په خاطر لیکل کیږی او پلویانو ته یی باداران د دی لیکنو دستور ورکوی . ترکی هم وژل شوی ، امین هم وژل شوی داود هم ووژل شو د هغوی د مرګ په اړه دومره حساسیت نشته لکه څومره چه د نجیب په اړه دی ځکه چه نجیب استعمار او یا د استعمار په اشاره نه دی وژل شوی طالبانو یعنی د اسلامی نظام غوښتونکو او پلی کونکی وژلی نو په دی واسطه د طالبانو د ملامته کولو یو دلیل د نجیب مرګ په خاطر د طالبانو سره د کمونستانو کرکه ژوندی پاتی کیږی . دا چه د کابل په غلامه اداره کی کمونستان هم له سکولریستانو وروسته دوهم مقام لری امریکا هڅه لری چه کمونستانو ته د امریکا او اخوانیانو پرونی دشمنی زړونو کی ژوندی پاتی نه شی د اخوانیانو سره دننه په اداره کی دشمنی او کرکی رانوی نه کړی ( چه رانوی شوی دی ) امریکا هڅه لری چه د نجیب د وژلو خبره کمونستانو ته تل ژوندی او ګړندی وساتی یعنی کمونستان د اخوانیانو په ځآی د طالبانو سره په کرکو کی وساتی
    دوهمه خبره چه زه د نجیب د وژلو د لیکنو په اړه ورسره مخالف یم د وخت ضیاع او دموضعاتو اهمیت دی اوس وخت کی چه ټولو کفری استعماری هیوادو د امریکا په مشری زمونږ د مظلوم اولس په وژلو اشر جوړ کړی دا به ډیره مهمه وی چه د اوسنی نجیب ( امریکا) په اړه تر پرونی نجیب ډیر فکر وکړو کله چه اوسنی نجیب له هیواده وویستل شو خپلواکی تر لاسه ملی او اسلامی هیواد جوړ شو بیا به د پرونی نجیب د مړینی په اړه لیکنی او پوښتنی کوو جه نجیب له محاکمو پرته ولی ووژل شو.

  • منګل (Montag, 29. Januar 2018 20:51)

    جمال صاحب مننه، بلکل د نجیب سره د ډیرو په هکله ډیر څه وو هغه که د هغه پخواني دوستانو وو یا که د هغه پخواني دښمنان ځکه خو د هغه د وژلو چانس ډیر وو.
    موږ بیا داسی فکر کوو چې هغه طالبانو نه بلکی د پاکستان استخبراتو ای اس ای ووژه طالبانو يې هسې غږ وکړ.
    بل دا موږ منو چې د هر چا طرفداران کوشش کوی چې خپل مشر پسې د هغه په ګته شیان وليکې خو همدغه پورته څه چې د کریم رحیمزی په قلم لیکل شوی دی د هغه خپل نه دی د یو بهرنی کس له کتاب څخه یې ژباړه کړی ځکه خو يې اهمیت زیات دی، پداسې حال کې چې زه شخصاً کریم رحیمزی صاحب نه پیژنم.
    زما په اند د کمونستانو لباره بدون د نجیب د خپل ګروپ څخه نورو ته نجیب چندانې د اهمیت وړ نه دی ځکه دوی په خپلو کې همدومره یو بل ته بدبین دی لکه د مجاهیدینو او طالبانو سره چې بد دي،.
    زما په ګمان د نجیب طرفدران ځوان قشر دی کوم چې د کمونستانو، مجاهیدیو او طالبانو يې بد راخي.
    رابه شو د امریکا شتون یا نه شتون ته زموږ په ګمان به دا سمه خبره نه وی چې بدون د ټک او برید د مالوملو امریکا له افغانستان څخه ووزي ځکه موږ د روسانو د وتلو بیا د نجیب د له منځه تللو کالونه په یاد دی ، او بل دا چې موږ د حکومت کولو د یو او بل د منلو زغم کله لرو چې امریکا ووزی موږ به سره جوړ شو، باور وکړی چې دا نن امریکا افغانستان خوشی کړی سبا داسې حال په اففانستان کې وګورې چې نویم کالو خو د هیر شي.
    .
    زما د ایمل ادرس دی:
    mangal_333@hotmail.com

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind