19.01.2018 (29.10.1396)

د ملګروملتو دفتر ته د ډاکتر نجیب د پناه وړلو بهیر  - پنځه برخه

کریم رحیمزی

لایق: تاسي پخوا زموږ نه وپوښتل چې موږ د ملگرو ملتو د لارې یوې موقتې ادارې ته د قدرت انتقال ته حاضر یو. مونږه هوکړه وکړه، مونږ د ملگرو ملتو د سولې پلان ومنو. ملگري ملتونه کولۍ شي یوه بې پلوه شورا جوړه کړي. د شورا د غړو شمیر مهم نده. دغه شورا د موقت حکومت تر جوړیدو پورې د چارو اداره په لاس کی واخلي.

سیوان: ما درته وویل چې کچیرته ملکي اداره دغه شورا ته ونسپارل شي، د سولې پلان به کار ونکړي. د یوې شورا شتون حتمي ده.

لایق: هو، خو که یوازی ملکی اداره انتقال شي، نو دلته به دوه گونی قوی وي. د نظامي قدرت د انتقال اړتیا هم شته. یوازی د ملکي اداری انتقال کافي نده. کچیرې تاسې غواړی، موږ کولاۍ شو د قومندانانو یوه شورا جوړه کړو تر څو د نظامي قدرت انتقال ته چمتو والۍ ونیسي.

سیوان: هو، دغه امکان شته.

لایق: موږ به د قومندانانو د شورا نوملړ چمتو کړو.

سیوان: تاسې د دغسې معاملې امکان چې په مزارشریف کی وشوه په کابل کی گورۍ؟ موږ کولاۍ شو د وینې تویدنې مخه ونیسو؟

لایق: دا نه اټکل کیدونکی ده. هیچا دا اټکل نه کوو چې نجيب به استعفا وکړي او نور څه به پيښ شي.

سيوان: تاسې به يوه بې پلوه شورا چې د وطن ګوند په کی استازيتوب ونلري ومنۍ؟

لايق: زمونږ ګوند د ګوښه کولو ګټه څه ده? دا به ګډوډي رامنځ ته کړي.

سيوان: دا به د شخړې پاۍ ته رسول آسانه کړي .موږ ټول په دې پوهيږو چې مجاهدين په شورا که د کمونستانو شتون نه غواړي, او موږ ټول په دې هم پوهيږو چې د وطن ګوند اوس هيڅ د چنې وهلو لپاره څه نه لري. د دغه جګړې ګټونکي اوس بايلونکو ته د څه ورکولو لپاره حاظر نه دی. په داسې حال کې چې بينان هڅه کوي چې د ممکنه راتلونکې آفت اغیز کم کړي, په حقيقت کې لايق غواړي خپل ژوند وژغوري. دا د الیس د هدس په فلم کی کیسه ده. ” بی وسلی کول” د وطن ګوند اوس داسې ده لکه د يو مړ مار نه چه نيښ وباسې

لايق: دا به انارشي منځ ته راولي.

بینان: ما همدغه اوس یو ښه خبر د پاکستان نه تر لاسه کړ. دوۍ وايي چې د لسو کسانو په نومونو يي د بې پلوه شورا لپاره هوکړه وکړه. که دا خلک کابل ته راشي, ستاسې وزيران به استعفا وکړي?

لايق: هو, يقينا [ نورو حاضرينو هم د هوکړې سر وخوځوه.]
دا هغه څه دي چې بايد وشي. شورا بايد سر د اوسه د تصميم صلاحيت ولري. دا به حالات د ثبات لور ته راولي.

بينان: ډير ښه, نو همدغه زموږ هوکړه ده. اوس به د نجيب الله موضوع ته راشو. لکه څنګه چې تاسي پوهيږۍ, نجپب د سولې په ټولو خبرو کې يو لوۍ خنډ و. ما د ډيرې مودې راهيسې هڅه کوله چې دغه خنډ لېرې کړم. دا آسانه کار نه و, خو په پاۍ که زه په دې بريالۍ شوم چې نجيب په دې قانع کړم چې استعفا وکړي او په بې پلوه شورا او موقت حکومت کې برخه وانخلي. که څه هم ټول ګروپونه په رسمي توګه د نجيب د استعفا غوښتونکي و, موږ دا اړينه ګڼله چې نجپب د استعفا سره بايد د قدرت د خلا مخنيوۍ وشي. د نجيب الله شتون په کابل کې به د سولې پروسې ته ګټور نه وي. مخالفين به په دې ټينګار کوي چې که څه هم نجيب د خپلې څوکۍ نه ګوښه شوۍ, خو دۍ په سياسي پروسه کې ګوتې وهي. نو دا اړينه ده چې نجيب زرترزره او په خوندي توګه له هيواد څخه واپستل شي. که ده ته څه پيښ شي, دا به په افغانستان بد انعکاس ولري. کچيرې د سولې بريا غواړۍ, د نجيب بهر ته دخوندي تګ ضمانت بايد وشي.

لايق: د بيګاه پیښه او دا چې تاسو هڅه وکړه چې نجیب د هيواد څخه وباسۍ, مناسب نه و, په تيره بيا چې نجيب وکړۍ شول ملګري ملتونه په دی کې دخیل کړي. د نجیب عمل چې غوښتل یې لکه غل په نیمه شپه د هیواد څخه ووځي خواشینې کونکۍ ده ځکه ده نه د ګوند سره او نه د دولت سره مشوره وکړه او ده حتی ستا ژوند په خطر کې واچوه. نجیب د بیرته خپل کور ته ولیږدول شي. تر څو چې موږ دا پریکړه کوو چې نجیب چیرته د تګ اجازه لري، موږ یې په کور کې د خوندیتوب او روغتیا ضمانت کوو.

بینان: تاسې ملګري ملتونه په سخت حالت کی اچوۍ.نجیب الله په ملګرو ملتو کې پناه اخیستې ده. که موږ یې پرینږدو، دا به د سولې پروسې ته ښه نه وي. موږ باید دغه ستونزه حل کړو او کنه دا به یوه داسې لویه نړیواله پیښه شي چې هیڅوک به یې د پایلو اټکل ونشي کړۍ. سربیره پر دې، زه به څنګه د بې پلوه شورا غړو ته قناعت ورکړم چې په کابل کې د دوۍ امنیت تضمین دۍ په داسې حال کې چې زه د جمهور ریس نجیب الله د امنیت تضمین نشم کولاۍ. یوازینۍ دلیل چې ملګري ملتونه په دغه ستونزه کې ښکیل شول دا و چې ملګري ملتونو غوښتل د سولې په لاره کې یو لوۍ خنډ لېرې کړي. که دغه موضوع زرترزره حل نشي، نو لویو ستنونزو ته به هم د حل لاره نه وې. تاسې باید پریکړه وکړۍ چې د دغو څخه کوم یو مهم ده، د کابل نه د نجیب الله د وتلو مخنیوي او یا د سولې پروسې ته دوام ورکول. دا ستاسې پریکړه ده.

لایق: موږ باید د نجیب الله په هکله مخکې له دې نه چې دغه حالت راشي خبرې کړې وۍ.

بینان: موږ او تاسې هوکړه کړې وه. موږ ته د خوندي تګ ضمانت شوي و. تاسې ولې زموږ ګاډو ته اجازه ورنکړه چې د پوستې نه تیر شي؟

لایق: موږ ځینې کړنلاری یا طرزالعملونه لرو چې نه یوازې ستاسې بلکې په هره موضوع کی باید د هغوی په بنا عمل وکړو.

بینان: مګر موږ او تاسې هوکړه کړې وه.

لایق: دلته یوه غلط فهمي شوې. لکه څنګه چې ما وویل، مونږ ځینې طرزالعملونه لرو چې په هر حالت کی باید تر سره شي.[ که څه هم بینان داسې ښیي لکه چې لایق زموږ هوایي ډګر ته د مخنیوي امر ورکړي وي، خو دا واضح نه وه چې چا زمونږ مخه پرون شپه ونیوله. ښایي دا به د دوستم کسان و چې موږ یې پرینښودو چې نجیب د هیواد څخه وباسو، خو بینان ډاډه نه و او دا د وطن ګوند و چې د بینان سره یې هوکړه کړې وه، نه دوستم. ما ته د دن کیورک خبره په یاد شوه چې وې وییل، د آخري پوستې د عسکرو یونیفورم د مخکینیو پوستو د عسکرو د یونیفورم سره توپیر درلود. ما ګمان وکړ چې لایق غواړي هسې وښیې چې ده په دې کار کې لاس درلود تر څو د خپل ځان او خپل ګوند پرستیژ یا حیثیت زیات کړي. اوس چې نجیب قدرت نه لري او د یو مجرم په سترګه ورته کتل کیږي، لایق غواړي په دغه خبرو خپل کریدت یا اعتبار ډیر کړي

سیوان: نو د نجیب په هکله څه وکړو؟
بینان هڅه کوي معلومات راغونډ کړي. هوایې ډګر به د څومره وخت لپاره تړلۍ وي؟ هوايي ډګر د چا په لاس کی دی؟ موږ هم ورو ورو ناکراره کیدو، ناکراره چې زرترزره د نجیب نه ځان خلاس کړو. موږ د معلومات ټولولو په هڅه کی يو. موږ لکه بی وسلې ژوند ژغورونکي د یوه ډوبیدونکي د ژغورلو لپاره د شارک څخه ډک سمندر کی لامبو کوو.]

لایق: نجیب الله کولی شي تاسې سره پاتې شي خو تر څو چې د ده په هکله پريکړه نه ده شوې چې چيرته لاړ شي، ده ته باید اجازه ورنکړل شي چې د ملګرو ملتو د ودانۍ نه ووځي. ښاغلې سیوان، ته چې کله په کابل کی وی، ځان خوندې نه احساسوې؟ دا د دې معنی لری چه موږ د امنیت ضمانت کوی شو.

سیوان: زه د دې لپاره کابل ته نه راځم ځکه چې ځان خوندي احساسوم. زه دلته راځم ځکه چې ستاسی هیواد په ما ګران دی خو غواړم دا هم در په یاد کړم چې زما دفتر په راکټ لګيدلۍ او زما الوتکه دوه اویا ځایه مرميو سوري کړیده.

لایق: دا ريښتيا ده چې تاسی غټ خطر په ځان منلی ده خو د ملګرو ملتو د پاره د لوی پرستیژ او درناوۍ هم ترلاسه کړی. په هر صورت، زمونږ قواوو ستا په دفتر او الوتکه ډزی نه دي کړی. موږ ملګرو ملتو ته درناوۍ لرو او هیڅکله به ډزي پری ونکړو.

سیوان: اوس اصلي اندیښنه دا ده چې سوله څرنګه هيواد ته راولو. تاسې به د نجیب په نه پريښودلو هیڅ لاسته رانه وړۍ. دا به يوازې د سولې په لار کی خنډ وګرځي. یوه بله خبره، اوس چې تاسې د امنیت چاری په لاس کی لرۍ، زه هیله مند یم چې تاسې ماته دا ډاډ راکړئ چې د ملګروملتو مرکزي دفتر مخی ته به لوۍ لاريونونه نه کيږي. د ملګروملتو په ودانۍ یرغل به ټولو ته لویه ستونزه جوړه کړي. په دغسې وخت کی لکه اوس، موږ باید احساسات پرې نږدو چې برلاسي شي. تاسی باید په دی پوه شۍ چې کله د یو هیواد اولسمشر زما د مرستې غوښتنه کوي، زه مجبور یم چې خپله ژمنه تر سره کړم. لکه څنګه چې اولسمشر نجيب الله خپلی استعفا ته حاضر شو او د هیواد نه د وتلو غوښته یی وکړه، ما دا ګڼله چې تاسی سره به یی مشوره کړی وي. زه هیله مند یم چې تاسی به زما حالت درک کړۍ. د لاریونو مخنیوي به تاسی وکړۍ؟

لایق: ډاډه اوسئ. د ملګروملتو ودانۍ مخې ته به هیڅ لاریون نه کيږي خو موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو چې تر څو موږ نه دی ویلی، نجیب الله د ملګروملتو د ودانۍ څخه بل ځاۍ ته و نه خوځوی.

سیوان: تر څو چې دغه موضوع نه ده حل شوی، زه کابل نشم پریښودی. داسی پلان و چې زه نن مزارشريف ته لاړ شم، خو تر څو چې دا موضوع حل نشي، زه نه ځم. هیله مند یم چې دوۍ دا ځانته سپکاوی ونه ګڼي. د نجيب الله په هکله یوه بله خبر، لکه څنګه چې ډیر افراد او ډلې غواړي نجیب لاسته ورشي، تاسی د نجیب د تګ په مخنیوي سره
په کابل کی ترينګلتيا هڅوۍ.
[ په دغه شیبه کی بینان د نجیب الله استعفا لیک د اجرايه کميټی ته سپاري. استعفا لیک په لوړ غږ لوستل کیږي.]

لایق: موږ دغه لیک په رسمیت نه پیژنو نو مونږ به یی په ملي رادیو کی خپور نکړو.

بینان: ملګري ملتونه به یی هم خپور نکړي، خو نړیواله رسنۍ د دغه استعفا لیک کاپي لري. دوی به یی خپور کړي.

لایق: د کابل اوسيدونکي آرامه دي، د نجیب د استعفا خبر یی نه خپه کوي. همدا راز ته هم د ځان د امنیت په هکله ډاډه اوسه، د ښار امنیت ښه ده. هو ريښتيا، جنرال يعقوبي، د ملي امنیت وزیر، ځان وژنه کړی. سبا ته یی جنازه ده. [ ماته سمدلاسه شک پیدا شو چې دا به ریښتیا ځان وژنه وي.]

سیوان: سبا به نهو بجو به بیا سره وګورو.

لایق: سمه ده.

د اپریل ۱۷، کال ۱۹۹۲

۱۱ بجې: د ترکیی سفارت، معلوماتی غونډه، د غونډې موضوع: که اړتیا پیدا شوه، د هیواد نه د ملګروملتو د کارکونکو د بیړنۍ وتنې د امنیت تیاری. په مزارشريف کی د ۱۴ تنو په ګډون، ملګري ملتونه ۹۱ کارکونکي چې ډيرۍ یی د بشری مرستو کارکونکي دی په افغانستان کی لري. سربيره پر دی، د ملګری ملتو ۱۴ کارکونکي چې د سولې په کارونو بوخت دی په مرکزي دفتر کی دي چې ټول ۱۰۵ کسه کیږي. [ تاسی فکر وکړئ ، څورلس کسان هڅه کوي د یوه لوۍ ناورین مخه ونیسي او په زرهاوو ټوپکوال کرار کړي. دا زړورتوب یا ليونتوب ده؟]

بینان خپلی خبری د نجیب الله په استعفا پيل کوي او وایی چې د نجیب الله پرونی استعفا په بشپړه توګه د هغه اعلاميې سره برابره وو چې ده د مارچ په اتلسم وویل چې استعفا به وکړي. د نجیب الله استعفا د ملګرو ملتو د سولې پلان سره پوره سمون درلود. ټولې خواوې دغه تفاهم ته رسيدلې وې چې دا به ډیر ښه وي که نجیب استعفا وکړي او هیواد پریږدي. داسی په نظر کی وه چې د ده استعفا به هیواد ته یوالۍ راولي. دا کومه غيرمعمولي سناریو نه وه. طمع کیده چې یو اېتلاف به د ده ځای ونیسي او د پخلاينې پروسه پیل شي. خو چا چې د نجيب الله د خوندي تګ ضمانت کړی و، په آخره دقيقه کی نظر بدل کړ او دغه پروسه یی ضعيفه کړه. اوس که څه هم افغان دولت نجیب غواړي، بینان دوی ته په زغرده وویل چې نجیب ملګرو ملتو ته پناه وړې او ملګري ملتونه به یی ساتنه وکړي. که چا د ملګرو ملتو په ودانۍ د یرغل هڅه وکړه، دا به لویه نړيواله ستونزه جوړه کړي او د سولې پروسې خنډ به وګرځي. ملګري ملتو غوښتنه وکړه چې نجیب ته د هیواد څخه د وتلو او یو ځای ته د تګ اجازه ورکړل شي چیرته چې ده ته سياسي پناه ورکول کیږي. بینان د څو هیوادو څخه غوښته کړې چې د افغان دولت نه په رسمي توګه د نجیب د خوندي وتنې غوښتنه وکړي. تر څو چې دغه موضوع حل شوی نه وي، د سوله پروسه به مخ ته لاړه نشي او بینان به په افغانستان کی پاتي شي. بینان تر اوسه د یوې بی پلوه شورا جوړیدو ته هیله مند دي.
نور سبا ...................

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder