01.01.2018 (11.10.1396)
د ملګروملتو دفتر ته د ډاکتر نجیب د پناه وړلو بهیر  - لومړۍ برخه

کریم رحیمزی
د ملګروملتو یو لوړپوړۍ چارواکۍ فیلیپ کوروین
Corwin Philip چې د بینانسیوان سره یوځاۍ په افغانستان کی د سولې په هلوځلو کی او په سوله ایزه توکه یوې بی پلوه شورا ته دډاکتر نجیب الله د حکومت څخه د واک د انتقال په چارو کی دخيل و، په افغانستان کی دملګروملتو د دغه ناکامه ماموریت په هکله د Doomed in Afghanistan کتاب ليکلۍ. د کتاب دوهم څپرکۍ اسلام آباد ته د لیکوال د راتګ څخه پیل کیږي چیرته چه لیکوال د بینانسیوان سره یو ځاۍ د بیلابیلو کسانو او نورو هیوادو د استازو سره ګوري او د سولې په هکله د مجاهدینو د مشرانو د دریزونو په هکله ځان خبروي. دلته لیکوال د رباني دریز هم یادوي کوم چې په اسلام آباد کی رباني د امریکا سفیر ته په ډاکه کړی و او هغه دا چې ربانی په هغه شرط دملګروملتو د سولې پلان مني چې د افغانستان امنیتي ځواک منحل شي.

ورپسې لیکوال کابل ته ځي او هلته د افغانستان څخه د ډاکتر نجیب د وتلو په چارو کی ونډه اخلي. لیکوال دلته د پیښو ټول بهیر په تیره بیا د هغه شپې بهیر چه ډاکتر نجیب د هوایی ډرګر په لور خوځيږي، ساعت په ساعت بیانوي. لیکوال دغه څپرکۍ اسلام آباد ته د خپل بیرته تګ په
هکله پاۍ ته رسوي.
ما دغه څپریکۍ د نوموړې شپې څخه تر پایه وژباړه، او دا ده ستاسې سره یی شریکوم.
د دغه څپرکي په لوستلو ما ته دوه پوښتنې پیدا شوې او ومې غوښتل د اغلې اليزابت (د هغه مطبعی معاونه چې دغه کتاب یی چاپ کړۍ) په مرسته د لیکوال څخه ځواب تر لاسه کړم خو اليزابت په ځواب کی راته ولیکل چه فلیپ کوروین په
۲۰۰۹ کی مړ شو او دوۍ نور داسې څوک نه پیژني چې زما پوښتنې ځواب کړي. دغه دوه پوښتنې می د ژباړې په پاۍ کی لیکلې دي:
زه ویده وم او څه خوب مې لیده. د تیلفون زنگ راغۍ خو زه تیلفون نشم پیدا کولۍ او دا می هیر دي چې د گروپ سوچ چیرته ده او هیڅ نه پوهیږم چې زه چیرته یم . کله مې چې تیلفون پیداکړ، د اونی Avni غږ مې وپیژنده او راته وایي چې موټر یې په ما پسې راولیږه تر څو ما دملگرو ملتو مرکزي دفتر ته ورسوي، نو زه باید زرترزره ځان چمتو کړم. ما په مخ څو لپې اوبه واچولې تر څو سم ویښ شم. خپل پیژندکارت، د یادداشت کتابچه او څو قلمه مې مخکې ترمخه ځان سره واخیستل تر څو هیر می نشی.
د شپې
۱:۳۰ بجې . د ملگرو ملتو موټر راغۍ او موتر چلونکي زه د ملگرو ملتو مرکزی دفتر ته ورسولم. د دغه ځاۍ نه موږ سمدستي د نجیب کور ته روان شوو او په څو دقیقو کی هلته ورسیدو. د نجیب تیره خړه دریشي ، لکه د یو ښاغلي دریشی، چه عمودي لیکې یې لرلې په ځان کی وه او اندیښمنه موسکا یی کوله. د ده سره یې ورور، یو ساتونکۍ ، یو خدمتگار اوجنرال توخي ، د جمهوري ریاست د دفتر مشر، او د هغه میرمن او درې بچیان (دوه لورانې اویو زوۍ) هم و چې ټول د نجیب په گډون ۹ کسه کیدل. موږ کوټی ته د ننه شوو. جنرال توخی او اونی د نجیب په وینا، چې رسما به پکی د وعدی سره سم خپله استعفا اعلانوی، کار پیل کړ.
دوۍ د څو ورځو راهیسی پدغه وینا کار کوي، اوس دومره وخت نه نیسي، ډیر زر به یي بشپړه کړي.

په داسی حال کی چې دوۍ په وینا کار کوی، زه د نجیب سره ناست یم. د ده احساسات په خپله گوډه ماته انگلیسی ژبه ماته سم څرگندیږی. که څه هم نجیب اندیښمن دی خو داسی ښکاري چې اندیښنه یی د ویرې نه بلکه د خپگان نه ده. دۍ غواړی چې یو ځل بیا خپله قضیه ما ته ووایي. دۍ په دې خپه ده چې د افغانستان څخه ځي، د هغه هیواد نه چې په ده گران ده، ده ترې دفاع کړی، دۍ په کی زیږدلی او هغه هیواد چې ممکن د ده بچیان به په کی ستر نشي اوهغه هیواد چې ممکن هیڅکله یی بیا ونه ویني.او نجیب په غصه ده. زه پری پوهیږم. داسی په غصه ده لکه یو توپان، یوه زلزله چې د گاڼو په بکس کی بنده وی او د چاودنی انتظار باسي. هغه د افراطیانو، ځنگلیانو، دسیسه کونکو اومذهبي بنیادگرو له لاسه هیواد پریږدي. د افغانستان په حق کی فیوډالانو او د منځنۍ پیړیوجنگسالرانو د پردیو په غوښتنه خیانت وکړ. ماضی راتلونکی وخوړله. دۍ د کمان یا طاق هغه تیږه ده چه ټول کمان یی ټینگ یو ځاۍ ساتلی، دا کمان افغانستان ده چه ، ممکن ډیر په چټکی، پر مخ روان وو. او اوس نجیب ویریږی چې هیواد به د انارشۍ په لور روان شي. هیواد به بیرته شاته لړ شي.

نجیب ماته وایي چې ده ډیر ځلې ښاغلې بیننسیوان ته ویلي چې دۍ به هر څه حتی خپل ځان هیواد ته د سولې په راوستلو کې قربان کړي . دۍ پوهیږي چې افغانان د جگړې پاۍ غواړي خو ځینې افراطي عناصر د ملگرو ملتو د سولې د پلان ضد دي. هغه ډاډه ده چې یوه ورځ به دغسې خلک تجرید شي او افغانستان به بیا یو آزاد او خپلواک هیواد شي .
زه ورته وایم چې زه هیله لرم ملگري ملتونه به د نورې وینې تویدنې د مخنیوي توان ولري .دۍ د خپلو بچیانو او میرمنې په هکله غږیږي . دوۍ په نوي دهلي کی دي. نجیب د دوۍ دلیدو لیوال دې. [ زه د خپل بچیانو په فکر کی شوم. دوۍ مې څومره ډېر یادیږي، خو زه ډاډه یم چې دوۍ به ووینم. دا به څومره سخته وي چې سړي سره دغه وېره وي چې بیا به هېڅ کله خپل بچیان و نه ویني؟]

زه نجیب ته وایم چې ده ښه کار وکړ چې ځان ېې د سیاسي پروسې نه وایسته. زه هیله لرم چې خلک د ده دغه کړنې ته د قدر په سترگو وگوري.

نجیب وایي کله چې ده وارویدل چې زه کابل ته رسیدلۍ یم، ډیر خوښ شو. دا یو ښه شاگوم و.دۍ زما د لیدنې په تمه و. نجیب د خپل ځاۍ نه ولاړیږي او لاس راته نیسي. زه هم د خپل ځاۍ نه ولاړیږم او لاس ورکوم. نجیب ما ته ټینگه غیږ راکوی. [ کابل ته زما راتگ، افغان دولت او نورو ذیدخله نړیوالو ته په افغانستان کی د امریکا د علاقې اخیستنې او په ځانگړې توگه دافغانستان لپاره د ملگرو ملتو د سولې د پلان څخه د امریکا د ملاتړ معنی ورکوله. که څه هم پاکستان کی د امریکا سفیر د ملگرو ملتو د پلان څخه خپل ملاتړ د مخکېنه څرگند کړۍ و،خو په افغانستان کی امریکا تر اوسه سفیر نه درلود، نو دا چې د ملگرو ملتو یو لوړپوړۍامریکایي مامور په داسی مهم وخت کی کابل ته راغلۍ، د دې څرگندونه کوله چې افغانستان ته د امریکا پاملرنه ډیره شویده. دا ما ته بی معنی وه چې ووایم زه کابل ته د ملگرو ملتو د مامور په صفت راغلی یم، چې حقیقت و، نه د امریکا د استازي په صفت ، ځکه چې افغانانو دا نه منله. زه حتی پدې هم مطمئن نه یم چې بیننسیوان او د ملگرو ملتو نور کارکونکو هم زما دغه خبره منلې وۍ. د نړیوالې ټولنې ټولو غړو دا انگیرل چې د ملگرو ملتو هر مامور خپل دولت ته اړین معلومات ورکوي. د ملگرو ملتو هر کارکونکۍ ته، نارینه یا ښځینه، د جاوسوس په سترگوکتل کیدل، په خاصه توگه هغه مامور چې به په ډیرو ستراتیژیکو موضوعاتو کی ، لکه جگړه، دخیل و او په یقین سره ځینې کارکونکي همداسی و خو ما پخپله په داسی خبرو خپل وخت نه ضایع کولو او نورو چې هره انگیرنه لرله، ما یې پروا نلرله.]

اونی د هغه کوټی نه چې د جنرال توخی سره ناست و راځي او وایي چې هوایي ډگر ته د تگ وخت دی. توخی به د وینا په هکله د نجیب سره په لاره کی خبرې وکړی، نجیب وینا مخکی لیدلې ده نو په وینا کی د غټو بدلونو اړتیا نه وه.

د شپې ۱:۴۵ بجې. بکسونه مو په گاډو کی کیښودل. په درې گاډو کی مو د هوایې ډگر په لورحرکت وکړ. د لمړی گاډي په مخکني سیټ کی زه د ډن کوریک Quirke Dan ,د ملگرو ملتو آیرلندۍ اداري مامور، سره ناست یم. موږ په یو ټیوټا لندکروزر کی ناست یو. گاډۍ ډن کوریک چلوي. د نجیب خدمتگار او ساتونکی د کلشینکوف سره د شا په سیټ کی ناست دي. دوهم گاډۍ سیدان Sedan دی او اوني یې چلوي.
دوهمه برخه سبا..........

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Dienstag, 02. Januar 2018 05:13)

    رحیمزی صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنه !
    زه ستاسی لیکنی ته د یو تاریخی معلومات یا ناویلو حقایقو په حیثیت درناوی لرم یعنی د وخت ضیاع یی نه ګڼم او نه دا وایم چه زه د نجیب دریز او جهانبینی سره مخالف ووم نو په اړه یی لیکنه هم نه لولم .
    مونږ لیکنه له اوله تر اخره ولوستله په اړه به یی څه ارزونه ولیکم، ارزونه د لوستونکو حق دید :
    زه د تنبل او ناخبره پاچا پلوی هم نه یم د هغه تنبلی، بی غوری او خوشباوری ددی سبب شوه چه روسان زمونږ په هیواد کی د کمونیزم تخم وکری او د نجیب، کارمل ، ترکی او امین په شان غلامان پکی وروزی او زمونږ د مظلوم اولس د وژلو ، بی عفته کولو دپاره یی وکاروی ، مګر خاموشی او ارامی یی د کمونیزم او تر هغه وروسته د داخلی جنګو او یا تر اوسنی حالت ډیره ښه وه ، زه نه پوهیږم لیکنه کی د لاسته راوړنو یادونه شوی د دوه میلونو بی ګناه او بی دفاع انسانانو وژلو ته لاسته راوړنه وایی او د دغه وژنو په راست کی نجیب قرار درلود .
    دا سمه ده چه رحیمزی صاحب یی د مظلومیت تصویر او قیصه لیکلی ، مګر د وحشت او ظلم د وخت تصویر او قیصه به یی هم د دوه میلونو شهیدانو وارثانو ته هم وړاندی کړی ؟
    تاسی اوس هم د فیودالیزم یادونه کړی ،افغانستان کی کله فیودالیزم وو د ګوتو په شمار یو څو فیودالان او هغه هم دومره ظالمان نه وو لکه څومره ظلم چه کمونستانو ترسره کړو فیودالانو خو دوه میلونه بی ګناه او بی دفاع خلک نه وو وژلی او اکثره کمونستان د فیودالانو اولاد وو.
    په هر صورت تبصره اوږدیږی ، مګر دی وخت کی د نجیب دغه قیصه زمونږ مظلوم اولس ته څه ګټه لری مګر په زخمونو یی د مالګو دوړول نه دی ؟
    زه نجیب له نزدی پیژنم زما همدوره او عسکری کی هم سره یوځای څه چه یو بارک کی وو تل مو سره مناقشی لرلی ماته د هغه افغانیت ، اسلامیت او حتی انسانیت ښه معلوم دی صدیق الله ورور یی د شځصی ژوند تفصیلی قیصی هم کړی د سرغونی زیږوی مننه

  • pattang (Mittwoch, 03. Januar 2018 22:29)

    هر څوک چې اخر ته نږدې شي کلمه وایې ، نجیب د خپل خاد په ریاست کې او دده تر امر لاندې ډېر انسانان تر خاورو لاندې کړي !!
    هغه یو افغاني اخلاق هم نلرل ! هغه په صنف کې د مازديګر په وخت کې د اناهیتا له لور سره په زور دا غټ کار وکه دوخت شاهد نو کوم کار دنجیب دستایلو وړ دی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind