21.01.2018 (01.11.1396)

د ملګروملتو دفتر ته د ډاکتر نجیب د پناه وړلو بهیر  - شپږمه  برخه

کریم رحیمزی

د یوې پوښتې په ځواب کی بینان اعتراف وکړ چې د بی پلوه تعریف تر اوسه هم تر خبرو لاندې ده خو لکه څنګه چې ټول پوهیږي په تعریف کی څه ستونزه نشته. ستونزه په خیانت، غچ اخیستنه او د قدرت لپاره په هڅو کی ده. مسله دا ده چې څوک به د مخدره مواد ګټور تجارت تر خپل کنترول لاندې ونیسي.

ورپسې د ترکیی شازدفیر په لوړ غږ د اففانستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکيل د پرونۍ شپې وینا، چې په ملي رادیو کي یی کړې وه، لنډیز ولوست. وکیل وویل چې د افغانستان پخوانۍ جمهور ريس د تیښتې هڅه وکړه خو د مسلح قواوو لخوا یی مخه ونیول شوه. ( د چا مسلح قواوی؟ ماته پوښتنه پیدا شوه). نجیب باید د افغانانو ځینی پوښتنو ته ځواب ورکړي. دولت د نجیب د وژلو نیت نلري، که داسی وۍ د پوستې عسکرو به دۍ وژلې وۍ، خو دا کار یی ونکړ. وکیل وایی افغان دولت تر اوسه د ملګرو ملتو د سولې د پروسې نه ملاتړ کوي او افغان دولت غواړي چې بی پلوه شورا زرترزره جوړه شی. افغان دولت هڅه کوی چې یوه نظامي شورا جوړه کړي تر څو د کابل کنترول تر هغه وخته چې بی پلوه شورا جوړيږي په لاس کی واخلي.

ورپسي غونډي یوه کميټه د چین، ايټاليا، پاکستان، هند، روسیه، ایران او يو این ډي پي UNDP د استازو نه جوړه کړه تر څو د اړتیا په وخت کی د بيړني وتني لاری چاری ولټوي. بله غونډه سبا ته پلان شوه.

د اپرېل ۱۸ کال ۱۹۹۲

د سهار ۶ بجې. پرون بینان ټینګار وکړ چې زه خپل کالي او سامان د ملګرو ملتو مرکزي دفتر ته راوړم. بینان غواړي د ملګروملتو د سولې ټول کارکونکي په دغه ودانۍ کی وي. ما شپه په یوه وړه ملايي کوټه کی تیره کړه. کوټې پردې، بخارۍ او فرنیچر نلرل. هوا سړه وه خو ما ښه خوب وکړ. د ریګ بوجۍ د کڼکیو مخې ته ایښودل شوې وې، کوټې ته لږ رڼا راتله. تشناب او شاور چې دسمالونه پکی نه و د یوه تنګ دهليز په بله خوا کی و. زه نن باید خپل اپارتمان ته لاړ شم او خپل خيرن کالي او یو څو دسماله ځان سره راوړم. دغه کوټې ما ته هغه کوټه را په یاد کړه چې ما په تین دوف، الجزایر Tindouf, Algeria کی شپې په کی کولې، چیرته چې زه په یوه سوله ساتي ماموریت باندی په غربي دښته Western Sahara کی وم. هلته هوا توده وه. په دښته کی د دغه مرکز نه فرانسوي پوځيانو کار اخیست. دوی یو کلچه پخونکې درلود چې هر مازدیګر په څلورو بجو به یی خوندورې کلچې پخولې. سخت مرال اوچتونکۍ خوراک و. او بیا ستوري، د دښتې په اسمان کی دود نشته نو ستوري دومره ډیر ځلانده ښکاري چې ته به وایی چې چا ستا د سترګو کسي پالش کړي. دوۍ ډیر ښایسته ښکاریدل. [ خيرن کالي، یوه ورځ به څوک په انقلابي حالاتو کی د خیرونو کالیو په ونډه د خاطراتو یو کتاب ولیکی. ته هيڅکله نه پوهیږې چې کالي د چیرته دي. اکثراً دوۍ په درې څلورو بیلابیلو ځایو کي وي. مونږ د یو ځای نه خوځیږو خو خپل کالی هلته پریږدو. دا به ښه وي چې موږ یو ځل مصرفه کالي ولرو. هغه عسکر چې په جګړه کی دی، دوۍ د کالي مينځلو لپاره وخت نلري. دوۍ د ډیرو خولو نه بوی کوي.
که څه هم داسې ښکاري چې ټول حقایق دا څرګندوي چې موږ د یو ممکنه ويجاړۍ په څنډه ژوند کوو، زه تر اوسه هم دا باور نه کوم چې زه په یوه وژونکي خطر کی یم. ښایی زه به د انکار په حالت وم. زه دا خیال نشوم کولای چې زه به ووژل شم، سر به مي غوڅ شي، په راکټ به والوزول شم، او یا د جاوسوۍ په تور د یو ډلګۍ په لاس وویشتل شم او یا ونیول شم او په زندان کی واچول او شنکجه شم یا په مين می پښه برابره شي او والوزول شم. د دغه خیالونو څخه یو هم زما نه ستونۍ ډکوي، نه می په ګونډو کوي نه می دعاوو ته اړ باسي او نه می خپل آخري وصیت ته مجبوروي. په یقین سره، دا غیر عادي نه ده چې د مرګ څخه ونه ویریږې، او دا کار د زړورتيا نښه هم نه ده. ما ته د ایرنست بیکر
Ernest Becker کلاسيک اثر “The Denial of Death د مرګ څخه انکار” را په یاد شو. بیکر باور درلود چې د انسان اصلي هڅه د مرګ څخه انکار او یا د مرګ څخه نه ویریدنه ده. نو په دې وجه انسان دومره ډیر سیستمونه، نظریې، جوړښتونه او خيالونه جوړ کړي دي. آیا زه هم په همدغه وجه د خیرنو جامو په هکله فکر کوم؟ ]
اوني او اندریو لږ څه مخکي د ملګرو ملتو ودانۍ ته کډه کړې. د بینان ذهنيت ایسار ده. تر پرون پوری زه په هغه کور کی چې ببنان کرایه کړۍ او د ملګرو ملتو د ودانۍ څخه یی یوازی لس دقيقی د پښو واټن درلود اوسیدم. دا یو لوی کور ده چې څو د خوب کوټې لري. بینان زما د امنیت په هکله اندیښمن ده. بینان ویره لري چې مجاهدین به په نیمه شپه کی په ده پسې راشي. کچیرې مجاهدين دغه کور ته ننوزي او زه هم هلته وم، زه به ښایی په خطر کی وم، یا به می یرغمل ونيسي او با به می ووژني. بینان اندیښنه کوی چې ښايي مجاهدین به په ملګرو ملتو او شخصاً په ده باندې په غصه وي ځکه دوۍ فکر کوی چې ملګري ملتونه د نجیب الله ساتنه کوي.

نجیب پوښتنه کوي چې که دۍ د سولې په لار کی لوۍ خنډ و، نو اوس چې ده استعفا کړې ولی سوله نشته.
په دغه شیبه کی بینان راورسید. نجیب د بینان په لیدو خوښ شو. د نجیب لپاره د کابل څخه د ژوندی وتلو يوازينۍ هیله بینان ده. بینان د نجیب سره ستړی مشې کوی او کيني. نجیب ډيرۍ د هغه خبرو چې ما ته یی وکړې، بینان ته یی تکراروي. ورپسې نجیب د یوې مرستې غوښتنه کوي. نجیب داسې آوازې اوریدلي چې میرمن او ماشومانو څخه یی، د انتقامي حملی د ګواښ له وجې ،غوښتنه شوی چې د دهلي څخه ووځي او په اروپا کی کوم ځاۍ ته لاړ شي. نجیب غواړي پوه شي چې دغه آوازه ریښتیا ده که نه. د دغه آوازې د اوریدو راهیسې، نجیب د خپلې میرمن سره خبرې نه دی کړې. نجیب د بینان څخه غوښتنه کوي چې کچیرې دا آوازه ریښتیا وي، بینان دې د دوۍ د امنیت غم وخوري. نجیب بینان ته وایي،“ غم مه کوه، مونږ د ټکټ توان لرو.”. بینان نجیب ته وايي چې سبا به د هر څه نه مخکې د دغه آوازې په هکله معلومات واخلي.

بیا نجیب د یوې بلې مرستې غوښتنه کوي. هغه یوې عامه محاکمې ته حاضر ده. د وطن ګوند ټول غړي د میز یوې خواته او يوازې نجیب د میز بلې خواته تر څو چې نجیب د هغو کسانو سره خبره سپینه کړي چې په ده تورونه لګوي. نجیب د دغسې محاکمې د جوړولو مرسته له بینان څخه غواړي. [ دا معلومه خبره ده چې لکه هر ښه مشر، نجیب هم د ګوند د هر غړی په هکله معلومات ټول کړي. یو د دلايلو څخه چې دوۍ غواړي نجیب مړ کړي، همدغه ده.] بینان خبره په بله اړوي او د نجیب څخه د هغې د هوساینې په هکله پوښتنې کوي. ډوډۍ د خوړلې؟ خوب د وکړ؟ جوړ یې؟

د اپریل ۱۹ کال ۱۹۹۲

د سهار ۷:۱۰ بجې. د ورځو هیڅ توپیر نه کیږي او داسې یو بل سره یو ځاۍ روانې دي لکه د باران څاڅکي چې د کړکۍ په ښیښه ښکته روان وي. يو د هغه څيزونو څخه چې زه یی په دوام داره توګه ځان سره لرم زما د خاطراتو کتابچه ده چې ماسره د پیښو په پوهيدو کی مرسته کوي.

نن د ایستر سنډې ده Easter Sunday ( د عیسی ع د بیرته ژوندې کیدو ورځ چې عیسویان یی لمانځي) . بی بی سی خپلو چټیاتو ته دوام ورکوي. هسی یو څو خبرونه یی د ورځپاڼې د لیونتوب سره ګډ کړي. یوه لیوال ۲۵ کلن د بی بی یی خبریال ما ته په نژدی ورستيو کی وویل چې هر کله د دوۍ رپوټونه د مهمو خبرونو په سر کی راشي، دوۍ ته بخششي یا انعام ورکول کيږي. هغه په کابل کی د یوی راتلونکې جګړې په هکله خبری کوي او وړاندوينه کوي چې د کابل نه به یو بل بيروت جوړ شي.

د دې سره په مقايسه کی، جګړن نولن Nowlan په کابل کی د آرامۍ راپور ورکوي. د بی بی سی تلویزون په کابل کی د راکټونو د لګیدو تصويرونه ښيي خو دا تصويرونه دوه کاله زاړه دي. ملګري ملتونه او ځایی اوسيدونکي د دغه تحلیل پخلی کوي او دغه تصويرونه پیژني. دا سمه ده چې په دې ورستيو ورځو کی په کابل کی راکټونه ولګیدل، خو ډیر لږ، او په یقین سره د ۱۹۸۸ کال په پرتله کله چې روسان د افغانستان څخه ووتل او همدا راز د نوموړي کال راهيسې، په کابل کی لږ راکټونه لګیدل.
د نړيوالي خوسا رسنۍ د ريښتينولۍ په هکله همدوره خبرې بس دی.

د سهار ۱۰ بجې. د ایران په سفارت کی د استازو غونډه.
داسې آوازه ده چې څوک د موقت جمهور ريس په توګه تعین شویدی. د څو کسانو نومونه په دې هکله اخیستل کيږي. د امریکا غږ رادیو په جلال آباد کی د جګړې راپور ورکوي. د کابل شمال ته دوه ښارونو پرته له جګړی د جوړجاړۍ په بنا سقوط کړۍ خو دا معلومه نده چې دا ښارونه کومو مجاهدينو نيولي.

کومو میزو ته چې دغه ځل مونږه ناست یو د کافی مربع شکله ښيښې میزونه دي چې د پیستې، کلچو او خرما قابونه پرې ايښې دي. چاۍ او کافي، بوره او شیدې سمدلاسه د سپین زرو په پتنوسونو کی راوړل شول. که د باندې هر حال ده، خو چاۍ به راوړل کيږي او میلمه پالنه به کيږي. ځينې دودونه حتی سياسي ناورین تر خپل اغیز لاندي راوستلی شي. زه د ايرانيانو د دغه دود او سلیقی درناوی کوم.
[ د ګډوډۍ او د پیښدونکی ناورین ګواښ په ریښتیا شته او سړی یی د حاضرينو په خبرو او محتاطتانه چلند کی احساس کولی شی. په هر صورت، سړی باید یوه بد حالت ته چمتو شي او د افغانستان تاریخ هم په زړه سوي او بښنه کی بډای نده. غچ، خیانت او د جګړې د ګټونکي ستاینه د افغانانو خاصیت ده. په یوه حساب، دوی انجيلي دی، ښایی دوی د نوی انجیل په پرتله ډیر زاړه انجيل ته ورته وی په کوم کی چې خدای خپل دښمنان مجازات او نابود کړل.
په عین وخت کی قومندان مسعود د سولی او ايتلاف خبری کوی. افغانان افسانوي سوداګر دي، دوۍ هر وخت معاملې کوي. پوښتنه دا ده چې دغه ځل به څوک ګټونکې شي ،جنګيالي او یا سوداګر.]

۱۱:۲۰ بجې. تر اوسه د ایران په سفارت کی. استازي رارسیږي. مونږ د لرګی یوه مستطیلی اوږده میز ته خوځیږو. د ایرنۍ سربیره دلته هم د پیستې، جلغزو، خرما او شرینیو قابونه په میز ايښې دي او موءدبه خدمتګاران چای او کافي راوړي.
نور سبا ............

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder