16.01.2018 (26.10.1396)
د ملګروملتو دفتر ته د ډاکتر نجیب د پناه وړلو بهیر  - دریمه برخه

کریم رحیمزی

د شپې ۲:۲۲ بجې. مونږ د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته ورسیدو. اوني تر اوسه د بیننسیوان سره په موبایل رادیو کی خبرې کوي. دوی په دوامداره توگه یو بل سره په اړیکه کی دي او په ترکي ژبه خبرې کوي. بیننسیوان پوه شو چې مونږه بیرته راوگرځول شوو او نجیب مونږ سره د ملگرو ملتو په مرکزي دفتر کی دی.
نجیب او جنرال توخی لمړۍ د اوني دفتر ته او ورپسې د بیننسیوان دفتر ته ځي. د دوۍ بکسونه په گاډو کی دي. [ اوني وروسته ما ته ووییل چې نجیب غوښتل په دهلي کی خپلې میرمنې ته زنگ ووهي او ورته ووایي چې د کابل نه د ده د وتلو مخنیوۍ وشو خو اوني ټینگار کوو چې نجیب لمړۍ یو د هغه جنرالانو نه چې ده ته تر اوسه وفادار دي زنگ ووهي چې بیننسیوان چې په الوتکه کی بند ساتل شوۍ او په خطر کی ده خوشې کړي.]

د شپې ۲:۴۵ بجې. بیننسیوان د الوتکې څخه زنگ وهي او وایي چه دۍ تر اوسه په الوتکه کی ده. الوتکه پرواز نشي کولای او د الوتکې نه ازبکان چارپیر دی.

د شپې ۲:۵۰ بجې. بیننسیوان بیا زنگ وهي. درې جنرالان ظاهرا د نجیب په غوښتنه هوایي ډگر ته په یو میرسیدیس Mercedes کی ورسیدل. بیننسیوان دوۍ ویني او په دوۍ کی یې جنرال عظیمی او جنرال دلاور وپیژندل. دوۍ د ملیشو سره په هوایي ډگر کی خبرې کوي. دوۍ پوهیږي چې د دوۍ د نجات لویه هیله په ملگرو ملتو کی ده نو بیننسیوان باید ضایع نشي.
نجیب هم د ملي امنیت د وزیر غلام فاروق یعقوبي سره لنډې خبرې وکړې او د دغه پیښې د دلیل پوښتنه یې ترې وکړه. یعقوبي ورته ووییل چې بیرته به د دغه پوښتنې د ځواب د پاره زنگ ووهي. [ یعقوبي هیڅ زنگ و نه وهلو او سبا ته د ده د ځان وژنې راپور خپور شو. هغه افغانانو چه موږ ورسره اړیکي درلودې، ووییل چې یعقوبې وژل شوۍ، خو خداۍ خبر. کیداۍ شي یعقوبې د محکومیت نه ځان وژنه غوره گڼلې وي او یا دا هم کیداۍ شی چې د ده کوم لاس لاندي دۍ وژلۍ وي تر څو خپل ځان د دغه کار په بدل کې په راتلونکي کې د ممکنه محاکمې او جزا نه وژغوري. په هر صورت، مرگ خپل باج واخیسته.]

د شپې ۳ بجې. بیننسیوان او د هغه مرستیال اندرو گیلمور Andrew Gilmore ته د الوتکې نه د وتلو اجازه ورکړل شوه. دوۍ به سمدلاسه د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته راشي. الوتکه تر اوسه په هوایي ډگر کی ده او ملیشه ترې چاپیر ده. زه د نجیب او جنرال توخي سره د بیننسیوان په دفتر کی ناست یم. نجیب ماته په گوډه ماته انگلیسی ژبه وایي:” ته گوره ورته، دا همغه افراطي عناصر دي چې ما یې په هکله خبرې کولې، او دا یې لا یوازې پیل دۍ.” [ نجیب خپل ځان د زاړه فیوډالي رژیم او دغه نوی افراطیانو په منځ کی اعتدال خوښونکۍ گڼي.]

د شپې ۳:۱۵ بجې. د ملگرو ملتو د الوتکې پیلوټ په موبایل کی موږ ته ووییل چې هغه ته د الوتنې اجازه ورکړل شوه. موږ ورته ووییل چې کله هوا ته شو نو موږ ته خبر راکړي.[ په حقیقت کی موږ دا ومنله چې نجیب به نن شپه پرواز ونه شي کړۍ.] په څو دقیقو کی الوتکه په بریالیتوب سره په هوا کیږي. موږ د ملگرو ملتو په دفتر کی د خپل پیټې سره یو.

د شپې ۳:۲۰ بجې. بیننسیوان د جنرال عظیمی سره د هوایي ډگر نه راورسید. اوني لا د مخه د هند د سفارت سره په اړیکه که شوۍ و تر څو نجیب ته د سیاسي پناه ورکولو غوښتنه وکړي. زموږ په اټکل موږ دوه ساعته نور وخت د سهار تر رڼا پوري، کله چې د ملگرو ملتو سیمیزه کارکونکي دفتر ته راځي، درلود. او هغه وخت به ټول ښار او ټوله نړۍ خبره شي چې څه پیښ شویدي.

د سهار ۴ بجې. بیننسیوان د پاکستان سفارت عمومي مدیر ته زنگ ووهه تر څو د مجاهدینو سره داسې پلان جوړ کړي په کوم کی چې د نجیب بهر ته د خوندي تگ په بدل کی، د کابل د واک چارې یوې نظامې شورا ته د جنرال عظیمی په مشرۍ سمدلاسه وسپارل شي. او بیا به دغه نظامي شورا واک بیطرفه شورا ته وسپاري. بیننسیوان غواړي د قدرت انتقال په سولیزه توگه ، لکه څنگه چې پدې ورستیو کی په شمالي ښارونو کی پاۍ ته ورسید، تر سره شي. بیننسیوان په تیلفون کی عمومي مدیر ته د نظامي شورا د غړو نومونه اخلي.

د سهار ۴:۲۰ بجې. د نظامي شورا مفکوره مخ په ړنگیدو ده. بیننسیوان د عظیمی سره بیا خبرې وکړې. هغه خلک چې د عظیمی په نوملړ کې و، ځینې یې تښتیدلي او ځینو یي پخپله د بل چا سره خبره جوړه کړې.

سهار ۴:۳۰ بجې. بیننسیوان په نیویارک کی جیانیي پیکو Gianni Picco ته زنگ وهي او د پیښو نه یې خبروي. بیننسیوان خپله اندیښنه چې ښایي د ملگرو ملتو په دفتر حمله وشي جیاني ته څرگندوي او په شفري بڼه وایي،” پېټي مو تسلیم نشو کړۍ. موږ سره یو ساعتي بم دۍ. دا خلک قصابان دي.”
په همدغه سهار په نیویارک کی د ملگرو ملتو عمومي منشي بوتروس غالي
Boutros Ghali په یوه خپره شوې وینا کی په کابل کی د اپریل په پنځلسمه شپه ( چې سبا ته شپاړسم د اپریل کیږي) د پیښو په هکله خپل خپگان څرگند کړ. او زیاته یې کړه چې تمه لري د ملگرو ملتو د کارکونکو خوندیتوب ته درناوۍ وشي او د خپلو دندو د ترسره کولو په وجه، دوۍ ته د هیواد نه د وتلو او ننوتلو اجازه ورکړل شي.

د سهار ۴:۳۵ بجې. د هند شازدفیر راورسید او وایي چه فکر کوي نجیب ته به د هند په سفارت کې پناه ورکړۍ شي خو لمړی باید د نوي دهلي سره په دې هکله وغږیږي او بینسیوان باید په رسمې توگه دغه غوښتنه د هند د سفارت څخه وکړي. اوني لاړ تر څو دغه غوښتنه ولیکي.

د سهار ۵:۱۵ بجې. د هند سفیر د بد خبر سره راغی. نوۍ دهلي په دې اندیښنه کی ده چې که نجیب ته پناه ورکړي، په کابل کی ښایي په هندي اوسیدونکو باندی د غچ اخیستنې یرغل وشي. د هند سفیر زړه نا زړه ده.

د سهار ۵:۳۰ بجې. بیننسیوان د څو نورو سفارتونو سره اړیکه نیسي تر څو نوری لاری چاری ولټوي. موږ د سهار په راتگ سره په ویره کی یو چې د ښار خلک به په پیښو خبر شي. موږ دا انگیرله چې اوس به د وخته د وطن گوند غړي چې سیمیزه رسنۍ یې تر کنترول لاندي دي خلک د نجیب د ناکامه تیښتې په هکله خبر کړي وي. همدا راز د ښار اوسیدونکوي د سهاره خپلو سیمیزه جوماتونو ته د لمانځه لپاره ځي او معلومات تبادله کوي. جومات خصوصا په داسې بحراني حالاتو کی د ټولنیز او سیاسي خبرو ځاۍ ده.

د سهار ۶:۱۵ بجې. موږ ټول وارخطا یو، هیچا ته خوب نه ورځي. د هند، ترکیې، ایران، فرانسې، پاکستان، چین او ایتالیا پلاوي راورسیدل. بیننسیوان په بله کوټه کی په تیلفون کی خبرې کوي. دوۍ زما نه پوښتنه کوي چې ولې دلته راغوښتل شویدي. زه دوۍ ته وایم چې بیننسیوان به په څو دقیقو کی د دوۍ سره خبرې وکړې خو دوۍ ټینگار کوي چې زرترزره دوۍ په حال پوه کړي. دوۍ دومره سهار وختي د خوبه ویښ کړل شوي او د دغه کار د دلیل توضیحات غواړي. زه دوۍ ته وایم چې موږ د کابل څخه د نجیب په ایستلو کی پاتې راغلو او اوس نجیب موږ سره دلته ده. دوۍ هک پک شول.
بیننسیوان د بلې کوټې نه راغۍ او پلاوي ته یې وویل چې ده غوښتل د نجیب سره هند ته لاړ شي خو د ملگرو ملتو الوتکه په هوایي ډگر کی د کیناستو سره سم محاصره شوه. ده د دغسې هر کلي تمه نلرله. په هوایي ډگر کی یو کس هم انگلیسي خبرې نشو کولاۍ او ژباړن هم نه و. دۍ او د ده خلک د بندیانو په شان و. په پاۍ کی عظیمي راغۍ او بینسیوان ورته وویل چې دۍ حاضر دی چې په کابل کی پاتې شي خو په دې شرط چې د ملگرو ملتو الوتکې ته د پرواز اجازه ورکړل شي. هغه د الوتکې د کارکونکو د امنیت په هکله اندیښمن و او دۍ پوهیدو چې نن شپه به د نجیب سره یو ځاۍ پرواز ونشي کړۍ. د عظیمي په مرسته ملیشو هوکړه وکړه او د ملگرو ملتو الوتکه بیرته پاکستان ته والوته.

د سهار ۶:۴۵ بجې. پاکستان وړاندیز وکړ چې نجیب ته به د پاکستان په سفارت کی پناه ورکړي. موږ یو زغره گاډي تیار کړ تر څو نجیب او ورسره مل کسان د پاکستان سفارت ته ورسوي. د دوۍ لیږدونه به څو دقیقې ونیسي او مخ کی له دینه چه ښار ویښ شي، دا کار به سرته رسیدلۍ وي.

د سهار ۶:۵۵ بجې. بیننسیوان د پاکستان وړاندیز نجیب ته وایي. د بیننسیوان په دفتر کی د ما، اوني ، نجیب او بیننسیوان سربیره د پاکستان او ایران استازی هم شته. اوني د ژباړې دنده اخلې .
د نجیب بڼه په احساساتو کی ډوبه شوه. لمړۍ یې په ټینگ خو آرامه غږ خبرې کولې . په دقت یې د خپل اوریدونکو ارزونه کوله او په وقار ، لکه یو هیواد مشر، سیاسي تحلیل یې په خپلو خبرو کی تشریح کولو. په داسې حال کی چې خپل احساسات یی تر کنترول لاندې راوستل، ځان او هیواد یې د خپل کنترول نه د باندې قواوو او ښایي د نړیواله دسیسې قرباني وبلل، خو په څو دقیقو کې یې احساسات د کنترول څخه وځي او غصه یې زیاتیږي.نجیب د دوه متضاده احساساتو سره مخ دی ، له یوې خوا خپل عزت او د وطن پرستی او هیواد ته د وفاداری حس او له بلې خوا د ځان ژغورنې غریزه او د خپلې کورنۍ د بیا لیدو د لیوالتیا حس.

نور سبا ...................

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind