02.04.2017 (13.01.1396)

د ملتونه ولي ماتیږي؟ کتاب په هکله یو څو خبرې

محمد عارف رسولي

ملتونه ولې ماتیږي؟ « Why Nations Fail » په نامه، د کتاب منځپانګه او موضوع تر ډېره د ځواک، بیوزلۍ او هوساینې د ریښو، په هکله ده. د بحث موضوع داده چې ولې ځینې ټولنې په ډېر نا سم او له ټولنیزه پلوه په نامطلوب ډول سمبال او یا سازمان شوې دي. کله کله یو شمیر ملتونه د کارنده بنسټونو د جوړولو هڅه کوي او اقتصادي هوساینې ته رسیږي، خو له بده مرغه ډېر لږ داسې کیږي او له زیات یې له ستونزو سره مخ کیږي.

د کتاب لیکوالان: دارون عجم اوغلو او جمز رابنسن دي. پښتو ته ژباړن یې محمد نظیم سمون دی. ژباړه یې دومره خوندوره ده چې لوستونکی فکر نه کوی دا کتاب به پرته له سمون صاحب څخه بل چا لیکلی وي. د اکسوس خپرندویه موسسې دا کتاب په خورا ښکلي صحافت چاپ کړی دی.

د خوشال بابا فکري بهیر مسؤلنیو د دې کتاب د مخکتنې په غونډه کې ماته هم بلنه راکړې وه چې ورباندې خبرې وکړم. ما چې د دې کتاب ځینې برخې ولوستې نو کتاب مې زیات خوښ شو، ټولو درنو دوستانو ته یې په غور د لوستلو سپارښتنه کوم.

ټولنیز او سیاسي مسئلې خورا پیچلې دي، په هر کانټکسټ (شرایطو) کې توپیر لري خو بیا هم یو شمیر بنسټیز اصول ورباندې حاکم دی. کیدای شي، موږ په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسئلو کې له کوم لیکل شوی اثر سره سل په سلو کې همغږي وو یا نه وو، خو که کتاب د ملک او ملت په اړوندو خورا مهمو او بنسټیزو مسئلو لکه د ماتیدو، بیوزلۍ او هوساینې په لاملونو وي باید ورته ارزښت ورکړل شي، زموږ پوهان یې باید په غور وګوري چې زموږ په شرایطو کې یې څنګه پلې کړو . همدارنګه، که هغه علمي او څیړنیز اثر زموږ د ملک د سیاسي او اقتصادي بنسټونو د جوړیدو په څرنګوالي، اهمیت او نورو مهمو موضوعاتو د بیلګو او شواهدو سره څیړنیز بحث کوي، نو د علمی کادرونو سره یې ارزونه او تحلیل له ګټو خالي نه دی.   

ملتونه ولې ماتیږي؟ (   Why Nations Fail)

کتاب یو څیړنیز علمي اثر دی چې د نړۍ دوو وتلو پوهانو چې یو یې په سیاسي علومو او بل په اقتصادی علومو کې تخصص لري او د وتلو نړیوالو پوهنتونونو استادان دي، خورا وتلي او له درناوي څخه ډک څیړونکي دي، لیکل شوی دی. د کتاب لیکوالانو دیارلس کاله په نړیواله کچه په هغو فرضیو څیړنه کړې چې پخوا ځینو پوهانو د ملتونو د ماتې او یا بریا او ښیرازۍ لاملونه بلل، هغه فرضیې یې ننګولې او تر ډېره په اصولو کې رد کړې دي. خو په ځای یې داسې بنسټونه معرفي کړي چې ملتونه ماتوي یا یې بریا ته رسوي. دې دوو پوهانو او څیړونکو د خپلو موندنو په بنسټ د ملتونو د ماتیدو او یا بریا او ښیرازۍ لاملونه په ګوته کړې دي او زیات علمی دلایل یې هم وړاندې کړي دي.

د دې کتاب کې مهمه خبره او منځپانګه داده چې: اقتصادي هوساینې ته رسیدل د ځینو بنسټیزو سیاسي مسئلو په حل پورې اړه لري. هغوی د څیړنو په پایله کې دې ټکي ته رسیدلي دی چې، سیاسي او اقتصادي بنسټونه چې کله پرانستي وي، د خلکو جوړونکی مشارکت او اغیزې په کې خوندي وی، خلکو ته هیله او انګیزه ورکوي، د نوښت او خلاقیت مخه یې نه ډب کوي بلکه لا وده ورکوي، نو بیا ټولنه او ملت په خپلو پښو دریږي او له ماتیدو ژغورل کیږي.

څیړونکو د ملتونو د ماتیدو پخوانۍ فرضيې وننګولې

پخوا ځینو خلکو او ان ځینو پوهانو د ملتونو د ناکامیدو او ماتیدو لپاره یو څو فرضیې او تیورۍ درلودې. دا فرضیې، د جغرافیې فرضیه، د کلتور فرضیه، د ناپوهۍ فرضیه وې.

جغرافیايي فکتورونه:

ځینې په دې اند وو چې جغرافیوي موقعیت لکه د استوا خط ته نیږدې والی، چې هوایې خورا ګرمه، خلک یې تنبل او ځمکې یې بې حاصله دي، نو ځکه ملتونه یې وروسته پاته دي او ماتیږي.

نوټ:  لکه پورته په سریزه کې مې چې یادونه وکړه، دلته د تور او سپین خبره، ټوله رښتیا او ټوله درواغ خبره سمه نه ده. که له ځینو نظریو سره سړی سل په سل کې موافق هم نه وي خو په موضوعاتو د ښه پوهیدو لپاره ښه ټکي هم پکې موندلای شي او ورباندې بحث له ګټو خالي نه وي. زما په په نظر د افغانستان په شرایطو کې په جغرافیایي موقعیت کې ستراتیژیک موقعیت هم راځي خو که دا موقعیت زموږ لپاره مهم دی خو له بلې خوایې زموږ لپاره د تایریخ په ځینو دورو کې تاوان هم کړی. که زموږ په سیمه کې د استعماري قوتونو سترو لوبو ته وګورو، چې د هغه وخت نړیوالو قدرتونو روسانو او انګریزانو نه پريښودل افغانان له نورې نړۍ سره راکړه ورکړه ولري، موږ یې منجمد وساتلو، یرغمل یې کړو، مات شول خو دسیسې یې د دوي لخوا او د دوی دګوډاګیانو لخوا نن هم موږ په کراره نه پریږدي. که څه هم موږ په دې غره یو چې موږ دا او هغه مات کړل خو خپله هم له پښو وغورځیدو.

کلتوري فکتورونه

ځینو ویل چې لوړ کلتور بیا ټولنې متمدنه کوي او ټیټ کلتور یې وروسته پاته کوي، د انګریزانو مثالونه راوړل کیدل چې وګوره په آسترالیا، شمالي امریکا او نورو ځایونو کې د انګریز کلتور څه پنځونې کړې؟

د ناپوهۍ فکتورونه

ځینې په دې باور وو چې د بو شمیر ملکونو مشران او سیاستوال نه پوهیږي چې څنګه او د کومو پالیسیو له مخې خپل ملک ته پرمختګ ورکړي.

ډیر لنډ خو زیات توپیر

اوغلو او رابنسن د ملتونو د ماتیدو پورته یادې فرضیې د خپلو راز راز څیړنو او هغو بحثونو په مرسته ننګولې او رد کړې چې په دې کتاب کې ورباندې پوره بحث شوي دی. د کتاب لیکوالان د دوو کوریاوو د پرتله کولو تر څنګ د نوګالس ښار چې د امریکې متحده ایالتونو او مکسیکو د هیواد په منځ کې واقع و، چې بیا د مکسیکو او متحده ایالتونو تر منځ په جکړه کې په دوو شمالي او سویلي برخو وویشل شوې. دوې برخې چې یوازې د یوې وسپنیزې کټارې په مرسته بیلې شوې، یو بل ته له هره پلوه خورا نږدې خو له یو بل سره زیات توپیر لری، پرتله کړې دي. که څه هم د ویشل شوي ښار دواړو برخو خلک ټول یو نژاد او یو کلتور لري، په یوه جغرافیه کې ژوند کوي او ګډ تاریخ لري.

همدارنګه، دوی شمالي او سویلي کوریا ګانې چې تر دوهم نړیوال جنګ پورې یو ملت و، او تر جنګ وروسته په شمالي او سویلي کوریا وویشل شوې، سره پرتله کوي او هغوی هم د ټولو تاریخي ګډو ښکارندو سره سره خورا زیات توپیرونه لري. دا دوه او نور ګڼ مثالونه موږ ته د پورته فرضیو کمښت راښيي.

د یوه نوګالس ښار دوه برخې

د نوګالس د بیل شوي ښار شمالي برخه تر ویش وروسته د نوګالس اریزونا په نامه وبلل شوه او د امریکا د متحده ایالتونو په سویل کې، د اریزونا په ایالت کې واقع شوه، او په اوسپنیزه کټاره له بلې خوا بیل شوه.  دلته د یوې کورنۍ عواید په کال کې دیرش زره ډالره دي، ټول ځوانان چې اتلس کلنۍ ته رسیږي له لیسو فارغ شوي وي، ژوند ته هیله من دي، ښه روغتیایي سیستم لري، جرایم په کې خورا کم دي، د خلکو متوسط عمر ۶۵ کاله دی، د عامه نظم او د قانون حاکمیت په کې خورا ښه دی. خلک د ټاکنو له لارې خپل ښاروالان، سناتوران، د کانګریس غړي، د ایالتي شورا غړي او نور ټاکي که سم کار ونه کړي نو بیا یې لرې کوي.

د نوګالس اریزونا سویل ته تر اوسپنیزې کټارې ور اخوا د مکسیکو پلو ته په نوګالس سونورا کې چې د مکسیکو له ارامو سیمو څخه ده ژوند بل ډول دی، هلته د کورنیو عاید له نوګالس اریزونا څخه دوه برابره لږ دي. زیات اتلس کلن له دولسم ټولګي څخه نه دي فارغ شوي، ماشومان د زده کړو له نعمته بې برخې دي، د ماشومانو مړینه زیاته ده، ناوړه روغتیایي سیستم لري او له ژوند څخه     ناهیلي دي.

د قانون حاکمیت خورا کمزوری دی او د جرایمو کچه لوړه ده. اقتصادي چارې له ننګونو سره مخ دي، د کار د قانوني جواز د لاسته راوړلو لپاره ستونزې زیاتې او پیچلې دي. مشران یې په فساد ککړ او خورا کمزوري دي، خلک د ولسواکۍ سره نوي اشنا کیږي، د ۲۰۰۰ میلادي کال د سیاسي اصلاحتو تر وخته پورې د انقلابي بنسټ فاسد ګوند له خوا دا سیمه اداره کیدله.

دوی سره نږدې دي، یو قوم او د یوه پلار اولاده ده، ناروغۍ هم په اسانۍ سره انتقالیږي، یو کلتور لري، خو اقتصادي او سیاسي بنسټونه یې بیل دي. په حقیقت کې د دې سیمو سیاسي او اقتصادي بنسټونو، د قانون حاکمیت او د  ولسواکۍ شتون یا نشتون دې ستر توپیر ته لاره اواره کړې ده.

د امریکا په لویه وچه کې دوه استعماري قوتونه:

د دې لپاره چې د ستونزو په ریښو ښه یوه شو د امریکا په لویه وچه کې د ښکیلاک په تاریخ یو څه رڼا اچوو. هسپانویانو او انګریزانو دواړو د امریکا په لویه وچه کې د خپل استعمار په وخت کې خلک لوټل، یو یې له بله بد و. خو داسې تاریخي، سیمه ییز، اقتصادي او نور لاملونه وو چې د دوو ښکیلاګرو قدرتونو د کړنو پایلې یې یو ډول نه وې. هسپانویان لمړۍ ځل د امریکا وچې ته تللي وو، په مستعمرو کې یې سره او سپین زر زیات وو، هغوی خلک اجباري کار ته اړ کول، دییل یې کړه بیل یې کړه ستراتیژی یې کاروله، سره او سپین زر یې ورباندې ټولول، پاچاهانو او مشرانو به یې یوه کوټه د سرو زرو او دوې د سپینو زرو ورته ډکې ورکولې او بیا به یې هم ژوند خوندي نه و. تر ښکیلاک لاندې سمو کې که کې که کوم خوځښت رامنځته کیده نو د آزادۍ او سم نظام د جوړولو په ځای په قومي لومو کې نښتل او مخه یې نه شوای ایستلای.

خو انګریزانو وروسته پرمختګ وکړ، امریکا ته لاړل، د زرو لرونکو ساحې لوټل شوې وې او یا د هسپانویانو په لاس کې وې، دوی نورو ځایونو ته چې اوس د امریکا متحده ایالتونه دي لاړل، زر په کې نه وو، خو کرنیزې ځمکې یې زیاتې ښې وې.

هلته د څو ځايي او بومي ډلو یو قوي ائتلاف شتون درلود، چې د انګریزانو مخه یې په ځینو سیمو کې نیولای شوای او په هره سیمه کې یې خپلسرۍ  ته نه پریښودل. که څه هم له لمړي سره انګریزانو هم هڅه وکړه چې د هسپانویانو په څیر خلک ولوټي خو چې دې امکان نه درلود بله لاره یې غوره کړه.

په دوی کې دا فکر پیدا شو چې خلک له انګلستان څخه راولي، ځمکې ورکړي، د ژوند ښه شرایط ورته برابر کړي، د قانون حاکمیت، د شتمنیو خوندیتوب، د مالکیت حق او نور ورته تضمین کړي. هغوي بانکونه رامنځته کړل، په اسانه شرایطو یې خلکو ته قرضې ورکړې، د مفکورو د خلق او د اختراع ګانو د مالکیت حق او امتیاز یې ورته خوندي کړ.

دې کړنلارو او تګلارو په هغو پراخو سیمو کې چې وروسته د امریکا او کاڼاډا هیوادونه شول خلکو ته د ښه کار انګیزه، د اختراع ګانو، سترو  سترو پانګونو او نورو زمینه برابره کړه. همدې کړنو د قانون د حاکمیت، ولسواکۍ  او قوي دولتونو لپاره چوکاټ او شرایط برابر کړل.

خو د هسپانویانو په مستعمرو لکه په مکسیکو کې د هسپانوي ښکیلاک په لاس رامنځته شوې ظالمانه بنسټونه، سیاسي او اقتصادي سیستمونه او نظام د مکسیکو او نورو ملکونو تر آزادۍ وروسته هم په ځای پاته شول او ځایي حاکمانو نه یوازې بدل نه کړل بلکه له یې خراب کړل. په مکسیکو کې چې د پانګونې لاره اواره شوې هغه د انحصار څخه کار اخیستی، لکه کارلوس سلایم چې تل یې د خپل دولت او بې انتها سیاسي او مالي نفوذ څخه کار اخیستی، د قانو د پلي کیدو او د دولتي نهادونو د ټینګښت مخه یې نیولې، ځکه د ځان په ګټه یې نه بلل. له کارلوس سره د مکسیکو د مهمو مشران تل ملتیا وه او اوس هم شته.

په امریکا کې که د غوړیدا لپاره لاره اواره وه، د مالکیت حق خوندي وه خو قانون هم په سختۍ سره پلی کیده. که بیلګیټ ته وګوره په قانوني ډول یې د خپل نبوغ څخه کار واخیسته د مایکروسفت کمپنۍ په مرسته بیلیونر شو، ټولې نړۍ ته یې خپل کار وغزاوه، ورته ګټه یې هم ورسیده. داسې هم نه وه چې بیلګټ هر کار ته آزاد و، د امریکا سترې محکمې په هغه د انحصار غیر قانوني تور پورې کړ او ستره جرمانه یې ورباندې کيښودله.

په امریکا کې که د ټولو خلکو لکه تورپوستو، ځایي بومي خلکو لپاره ټولنیز عدالت نه و، ځینو د غلامۍ او زبیښاک تر شکنجو لاندې په ناورین کې ژوند کاوه، خو بیا هم د له انګریز او اروپا څخه راغلو مهاجرو لپاره پوره آسانتیاوې او د پرمختګ شرایط و. هلته هیڅکله هم د کودتا لپاره هڅه و نشوه او هر حکومت خپله قانوني دوره پایته ورسوله. خو په مکسیو کې بیا له ۱۸۲۴ څخه تر ۱۸۷۶ کاله پورې ۵۲ جمهور رئیسان راغلل.

په امریکا کې بانکونو خلکو ته د کار، پانګونې او سیالۍ زمینه برابروله، په ۱۸۱۸ کې ۳۳۸ بانګونه ول، خو په ۱۹۲۴ کې ۲۷۸۴۶ بانکونو شتون درلود. دې پورته بنسټونو په امریکا کې ستر ستر نوښتونه، شرکتونه او اختراعګانې رامنځته کړې لکه د بیلګټ مایکروسفت.

بنسټونه چې د ملتونو د ناکامۍ او یا بریا لاره اواروي

د پورته بحث په پایله کې او په کتاب کې د نورو نړیوالو تجربو څخه دا لیکوالان او څیړونکي داسې نتیجه اخلي: چې د بازار د ماتې د مخنیوي او د اقتصادي ودې د پالیسیو پر وړاندې اصلي خنډونه د سیاستوالو ناپوهي نه ده، بلکه هغه انګیزې او محدودیتونه دي چې ناکاره او کمزورو اقتصادي او سیاسي بنسټونو زیږولي دي.

بنسټونه پر انسانی انګیزو او کړنو اغیز شیندي، نو همدا بنسټونه دي چې د ملتونو او دولتونو په بریا او ناکامۍ کې مهم رول لري. فردي استعدادونه د ټولنې په هره برخه کې مهم دي. خو دا استعدادونه داسې یوه چوکاټ ته اړتیا لري چې په یوه مثبته قوه یې بدل کړي. بیلګټس او ګڼ شمیر نور بریالي خلک د همدې جوړونکي چوکاټ زیږنده دي، چې د نوښتګرو کړنو په مرسته یې زیاتو خلکو ته کار ورکړی، اقتصادی ودې او د تکنالوژۍ په انقلاب کې ستره ونډه اخیستې ده. خو کارلوس بیا په مکسیکو کې هغه بیلیونر دی چې په حقیقت کې یې د مافیايي کړیو په څیر په ټول نظام اغیزه کړې او د اصلاحاتو مخه یې ډب کړې ده، نظام یې تل له بریا راګرزولي دی. په بل عبارت بیلګټس او کارلوس د همدې سیاسي او اقتصادي سیستمونو او بنسټونو زیږنده پانګوال دی.

د پورته دریو فرضیو د رد نور ښه مثالونه

د جغرافیې د رد شوې فرضیې په خلاف د کتاب لیکوالان استدلال کوي چې، ولې مالیزیا او سنګاپور حیرانوونکی او چټګ پرمختګ وکړ؟ هغه د استوا کرښې ته نږدې دي، د هغوی پرمختګ د جغرافیې فرضیه غلطه ثابتوي. همدارنګه، د دې ملکونو پرمختګ هغه د کلتور فرضیه هم غلطه ثابته کړه. پخوا زیات خلک په دې عقیده وو چې، انګریزان ستر کلتور لري، په امریکا، کاناډا او آسترالیا کې د هغوی کلتور د پرمختګ سبب شوی دی. خو په مالیزیا، سنګاپور، سویلي کوریا، جاپان او نوور ځایونو کې خو دا فرضیه سمه نه ده.

که دواړو کوریا ګانو ته وګورو، سویلي کوریا د  اروپايي ملکونو سره برابره ده، خو شمالي کوریا بیا قحطۍ وهلې، د افریقا د صحرا له هیوادونو څخه هم کښته ده. په دې کې د کلتور، جغرافیې فرضیې دواړه باطلې ښکاري.

دلته مو د جغرافیې او کتلور د فرضیو د رد په هکله د کتاب د لیکوالانو او څیړنکو په دلیلونو پوره بحث وکړ. اوس ګورو چې د ناپوهۍ د فرضیې او تیورۍ په هکله د لیکوالانو څیړنو څه ویلي دي. د هغوی څیړنو ښودلې ده چې د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې چارواکي او سیاستوال تر ټولو غوره نړیوال کارپوهان د مشاورینو په توګه لري، خپله هم ناپوهه نه وي خو بیا هم ملک یې له ماتې نه ژغورل کیږي. د مثال په توګه د افریقا د ګانا په هیواد کې چې جمهور رئیس یې د نوبل د جایزې ګټونکی او نور غوره اقتصاد پوهان د مشاروینو په توګه لرل، په دولت کې یې زیات وړتیا لرونکي کادرونه وو، خو بیا هم ناکام و. لامل یې دا وه چې هغه زیاته هڅه کوله چې په قدرت کې زیات پاته شي او تل یې قضایاوو ته له دې کړکۍ کتل، ونه توانیده چې پاخه سیاسي او اقتصادي بنسټونه رامنځته او غښتلي کړي.  

داسې هم نه ده چې دا پورته نظریې او فرضیې به هیڅ اغیزه نه لري. د کتاب لیکوالان استدلال کوي چې د جغرافیې، کلتور او د ناپوهۍ د فرضیو ترمنځ توپیر دادی، چې د ناپوهۍ فرضیه د بیوزلۍ د ستونزې د حل لپاره چټک وړاندیزونه کوي، او د ملکونو د بیوزلۍ لپاره اوږدمهاله پلانونه په کار وي.

د منځني ختیځ هیوادونه ولې داسې دي؟

دا دواړه څیړونکي او کارپوهان په دې اند دي، چې په منځني ختیڅ کې چې کوم ناکام دولتونه او ملتونه شتون لري دا نه د دین او کلتور له لاسه دي او نه د جغرافیې له کبله، بلکه د دې بنسټیز لامل هغه ورانوونکي سیاسي او اقتصادي بنسټونه دي چې عثماني ترکیې او انګریزي ښکیلاک ورته په میراث پاته دي ځایي حاکمانو هم خپل کړي دي. دا په حقیقت کې د بیل یې کړه او ییل یې کړه، توپیري نظام، د پاړکیو واکمني او اشرافي نظامونه دي چې د قانون په ځای یې دوکه رواج کړې ده.

په موږ مسلمانانو کې به ځینې په دې زړه تنګي شي چې ولۍ یې عثماني خلافت ته د نیوګې ګوته نیولې. حقیقت دادی چې که څوک یې دفاع کوي، د عقل او درایت خاوندان هم وي نو په خپلو ملکونو کې د هغې امپراتورۍ لاسته راوړنې، عمراني کارونه، د ښوونیز او اقتصادی نظامونو بریاوې او نور په ګوته کړي.

که رښتیا ووایو او له حقیقت څخه تیر نه شو، انګریزان که څه هم د هند په لویه وچه کې د زبیښاک او لوټلو لپاره راغلي وو، دوی هم د بیل یې کړه ییل یې کړه اصل په پام کې نیوه، مسلمانان او هندوان یې سره جلا کول، او د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره د هنډ وچه سره وویشله، پښتانه یې سره بیل کړل، او له اختلافاتو یې تر ننه ګټه اخلي او نور. خو په عین وخت کې یې داسې بنسټونه لکه، ولسواکي، په نسبي توګه مدرن قوانین او مقررات، ساینس او علوم، زیربناوې او نور له ځانه په میراث پریښودل چې د نني هند او پاکستان لپاره یې اغیزې مالومې دي.

په دې هیله چې موږ افغانان په خپل ملک کې د داسې غوره سیاسي او اقتصادی بنسټونو په ټینګښت کې بریالي شو چې خلکو ته د پرمختګ لاره اواره کړي او مخه یې ډب نه کړي.

محمد عارف رسولي

خوشال مینه، کابل، افغانستان  

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate