03.08.201 (11.05.1396)
دمطمئن نیولو دموکراسی لوڅه او بربنډه کړه
 الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم
د دروند ورور مطمن صاحب دوهم ځل نیول د د موکراسی د بیان د ازادی عملی بیلګه ده په خپلو سترګو مو عملی بڼه کی ولیدله،  د کابل غلامان او باداران طالبان وسله والی مخلفین بولی داسی نه ده چه حکومت به تل په حقه او مخالفین به تل په ناحقه وی او  بیا دغه حکومت چه په رڼا ورځ سره ډولي کی د شاه شجاع او کارمل په شان ( چه بن کی یی د امریکایانو سره نکاح تړل شوی وه ) کابل ته راوړل شو. دغه غلام حکومت چه په غلامی سربیره بی کفایته او فاسد هم دی د کوم یو خصلت سره یی د افغانستان غریب او مجاهد اولس جهاد وکړی ؟
که فرض کړه دا هم ومنو چه د کابل غلامی، ناوړی او فاسدی اداری چارواکی  نه د چا غلامان، نه بی کفایته او نه مفسدین دی، مګر په حکومتی کړنو کی یی د کومو شرعی دلایلو له مخی ورسره توافق نظر نه لری، د مخالفینو استدلال او غوښتنی هم نه منی چه منطق ختم شی جنګ شروع کیږی هغوی وسلی ته ځکه لاس کوی چه حکومت هم له زور، وسلو او زندانو کار اخلی. اوس نه د مظلوم اولس حق دی ملامت او سلامت په ګوته کړی رسنۍ د همدی امله دی چه د ښو او بدو یا ملامت او سلامت توپیر وکړی، ځینی به د حکومت د کړنو یادونه او ځینی به د مخالفینو د کړنو یادونه  او مقایسه کوی لکه مطمن صاحب او نور سیاست پوه خپلواک او غلام افغانان چه یی کوی.
مګر د کابل غلامه، ناوړه او فاسده اداره له هماغه زور کار اخلی چه پرون یی د وسله والو مخالفینو سره د روغی جوړی په ځای له زور ، زندانو او وژلو کار واخست او هغه یی وسلو اخستلو ته اړباسل او نن یی ستاسی د بادارانو د ملاتړ سره سره درنه زیات افغانستان خپل کړی، د هغو سیمو خلکو د هغوی اسلامی نظام او شریعت منلی ( هلته د خلکو حکومت ، د خلکو له خوا په خلکو دی) هغه خلک د دی اړه نه لری چه امریکا او ناتو د هغوی حکومت په رسمیت وپیژنی، د کابل د غلامی اداری حکوومت د خلکو له خوا نه د امریکا او ناتو له خوا په رسمیت پیژندل شوی او د مظلوم اولس له درنو څپیړو یی ژغوری. نو چه مطمن صاحب په شان بیطرفه او خپلواک ژور شناند او لیکونکی د دغه دوه ډلو تر منځ د یو اړخ پلوی هم نه دی د سولی هلی ځلی کوی چه مظلوم اولس له دی وژنو، بی عزتیو ، لوږو او تندو وژغورل شی ، د دی په ځای چه مطمن صاحب ته مکافات ورکړی مجازات ورکوی.
دوی دا په ډاګه کوی چه سوله د دوی د پاره د دوی ځان وژنه ده په دوی د ډالرو سیلاب دریږی او دغه مقامونه چه څوک ایله او څوک وتړه او یا د خلکو زمکی غصب کړه ، رشوت او درغلی وکړه، غلا ، دروغ او د پاکدامنو افغانو میرمن عزت او عفت لوټ کړی د سولی په صورت کی خوبه اهلو خلکو ته دندی سپارل کیږی دوی به نه یواځی دغه واک او ځواک له لاسه ورکوی بلکه له شرعی محکمو ډاریږی چه د مرګ سزاوی به ورته واورول شی، له دندو خو به خامخا لیری شی ښه مثال یی نواز شریف په ښکاره د پاکستان قاضیانو د غیرقانونی لاسته راوړنو په تور له دندی لیری کوی نو دوی نه غواړی چه د نواز شریف د برخه لیک سره مخ شی. ځکه د مطمن په شان سوله غوښتونکی فعالان زندانو ته اچوی خوله ور چوپوی.
مګر نا خبره له دی چه دوی هغه ورځ ته ډیر نزدی شوی چه د داکترنجیب د برخه لیک سره مخ شی هغه خو له روسانو غیره دری کاله حکومت وکړی شو  د دوی دحکومت مثال خو د هوایی ودانی مثال دی چه د امریکا او ناتو په اوږو ولاړه وی هره ثانیی چه هغوی اوږی خالی کوی دوی د زمکی سره زمکه دی، حتی هغوی هم دوی د پولۍ ټق ته کینول او د شرمیدلی ناکامیو سره یی مخ کړل، هیتلر نه چا پوښتنه کړی وه چه په خپلو مفتوحه هیوادو کی دی څوک خوښ او څوک ناخوښه وو هغه ورته وویل هغوی چه مونږ سره جنګیدل هغوی می خوښ ( د خپلو خلکو، خاوری او خپلواکی یی د فاع کوله ) او هغوی چه زمونږ غلامی یی منلی وه اوزمونږ د پاره د خپل مظلوم ولس مقابل کی جنګیدله له هغو کرکه لرم، هغوی چه نن خپل اولس د یو څو روپو یا مقامو د پاره وپلورلو که په مونږ یی وس برشی مونږ هم پلوری ، نو له دوی ډیره کرکه لرم .
 
د افغانستان غلامه اداره تل د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ویستلو د پاره د سولی سولی شعارونه زمزمه کوی،مګر عمل کی   د سولی داعیان نیسی، هغوی چه د سولی دپاره هلی ځلی لری غیر فعاله او ډاروی او لا به یی د تطمیع کولو هڅی هم ولری چه د دوی په ګټه خبری او یا چوپ پاتی شی. زه باور لرم چه دوی به مطمن صاحب ډیر ونه شی ساتلی، ځکه هغه اوس یو پیژندل شوی فعال او سیاسی شخصیت دی غلامان څه چه باداران یی هم زندانو کی تر دی زیات نه شی ساتلی.
کمونستی تیوریکی او د دموکراسی عملی کفر رامنځته کوی:
کمونستانو به د کور،کالی ډوډی شعارونه زمزمه او خلکو ته به یی د کور کالی ډوډی ورکولو ژمنی کولی مګر کله چه به یی هغه هیوادونه خپل کړل بیا به یی په ډیر وحشت له هماغه مظلوم دهقانانو او کاریګرو د خولی مړي او د تن جامی ویستلی او کورونه به یی ورله په کنډوالو بدل او له هیواده به یی وشړل په لکو او میلونو به یی ووژل ، معیوب او په میلونو به یی وشړل.
کمونیزم د کاپیتالیزم په مخالف قطب کی نه بلکه د دجالی استعمار دوهمه الحادی مرحله وه، هغوی خلکو ته حکومتی دندی د کمونست ګوند په غړیتوب او غړیتوب یی په الحاد او لاخدایی تکیه لرله. یعنی د تیوریکی کفر او الحاد مرحله وه یو شمیر خلک یی ملحدین او بی لیاری کړل، مګر کاپیتالیزم د عملی مادی الحاد د پاره هلی ځلی کوی چه هغه د ټولنو طبقاتی کول دی د ګوتو په شمار غلامان میلونر او بیلونر او نهه نوی سلنه خلک د فقر او پوهی له کچی ښکته ساتی، په دی واسطه مظلوم اولس د لوږی له امله د هغه یو سلنه غلامانو د پاره عسکری، پولیسی او داسی ی نوری خشره کاری ترسره کوی د هغوی بزنسونه او کارخانی چالان ساتی یعنی هغه یو سلن خلکو ته په سجده او هغه یو سلنه خلک خپلو بادارانو ته د خپلو دغو مقامو د ساتلو او سرمایی لازیاتولوو د پاره په سجده دی.
د دموکراسی عمده دروغین او درغلن شعارونه
لمړی : د خلکو حکومت، د خلکو له خوا په خلکو باندی یعنی ټاکنی .
 
مونږ او تاسی مصر، فلسطین، ترکیه، الجزایر او په دغه خپله هیواد کی د دوی دخلکو حکومت، د خلکو له خوا په خلکو باندی له دروغو او درغلنو ډکی ټاکنی مو په عملی بڼه کی ولیدلی چه ( د امریکا حکومت، د امریکا له خوا په مظلومو اولسونو ) ته دموکراتیکی ټاکنی وایی، یعنی د همدغه دموکراتیکو ټاکنو په مټ  خپل غلامان ( بندګان ) چارواکی کوی.
 
مونږ او تاسی دننه خپل هیواد کی ولیدل چه لمړی زمونږ هیواد په اخری وحشت اشغال شو په اشغال شوی هیواد کی ټاکنی هغه مظلوم اولس ته لا توهین دی. په هر صورت هغه تش په نامه    دری ځل ټاکنو کی څومره دروغ، غلا او درغلی نه وه چه ترسره نه شوه مګر په دریم ځل حتی خپله بادارانو ته نړیواله تاریخی رسوایی وزیږول شوه او هغه دا چه د افغانستان له نیمایی زیاته خاوری د ملی او اسلامی مقاومت تر اداری اوتسلط لاندی او هغه پاته برخه کی هم دخپلی مړی ډوډۍ د پیدا کولو او سرساتنی په غم کی دی او نه هلته امنیت شتون لری چه د رایو صندوق ته د سکولریست او کمونست غنی ته د رایو ورکولو د پاره ولاړ شی  ( یوه لسیزه وجنګیدل اوس ورته رای ورکړی؟ ).
 
د تصویرو اخستلو د پاره د ګوتو په شمار په بیه اخستل شوی څو رایوی چه یی تر لاسه کړی وی( چه له امله یی د ځینو ګوتی پری شوی) هغه هم د د جالی بادارانو له خوا په ډیره بی حیایی حکندازو کی وغورځول شوی او سفارت کی د هغه هیواد د وزیر په خوښه د یوه په ځای دوه د ملی وحشت دوه سری حکومت جوړ شو یعنی دا یی وښودله چه ستاسی باداران اولس نه مونږ یو مونږ مو مقرر او برطرفه کوو. د کابل اصلی ریسان لمړی درجه د امریکا سفیر، دوهم درجه خلیلزاد اودریمه درجه رولا غنی دی.
 
دغه ده دموکراسی، او هغه وه کمونستی.
 
د مصر، فلسطین، ترکیی، الجزیری اخوانیانو ( چه اسلام او دموکراسی یی په یوه تله او ترازو تلل ) هم د اجتهادی تیروتنو او که د سیاسی قدرت وږی وو د همدغه دموکراتیکو ټاکنو په زور یی تر ټولو شفافی ټاکنی وګټلی سیاسی قدرت یی تر لاسه کړو مګر د څه برخه لیک سره مخ شول ؟ ځینی یی د کودتاوو او په ځینو یی د افغانستان او عراق په شان یرغل وکړو او هغوی یی اشغال کړل، د خلکو حکومتونه چه د خلکو له خوا یی د خلکو د پاره خدمت کولو هغه یی نسکور او هغوی ته دهشتګر وایی. دغه ده دموکراسی او هغه وه کمونستی.
 
پاکستان کی چه کله د ملکی شریف اړه وه شریف صدراعظم او چه کله د نظامی مشرف اړه وی د شریف سره په تفاهم او یو بیلون ډالرو سعودی ته لیږی او د افغانستان په اشغالولو کی مشرف ته یو بیلون ډالر ورکوی مشرف تر اړین وخت کاروی، کله چه بیا د ملکی شریف اړه وه هغه یی راووست او اوس چه بیا د شریف په مشرف بدلولو اړه ده ( یعنی تر دی وروسته بله کومه دجالی فتنه په مخه کی ده )  دا دوهم ځل دی چه شریف په مشرف بدلیږی رابدلیږی. د پاکستانی جنرالانو او قاضیانو په واسطه سپینه کودتا کوی . یعنی ورځ له بلی د دموکراسی له مخه  د شیطانی دین او نظام  نقاب لیری کیږی چه د اسلامی نظام سره په مخالف قطب او رقابت کی قرار لری.
دوهم : د بیان د ازادی په نوم د بیان غلامی
مونږ او تاسی یی په رڼو سترګو ګورو چه نننی یهودی او دجالی استعمار د مظلوم بشریت نه یواځی نظامی، مالی، سیاسی بلکه میدیا هم په خپل لاس او واک کی نیولی یعنی هغه چه د دوی خپلی رسنۍ دی لکه بی بی سی، امریکا ږغ او یا په افغانستان کی طلوع، تلویزون یک، او داسی نوری ، مګر هغه چه نور یی مالکین دی هغوی ته بیا د دوی دنظریاتو مطابق خپرونو د پاره سپین چیکونه ورکوی چه هلته نه یواځی د دوی په خوښه او د دوی په ګټه خپرونی او تبلیغات وشی بلکه خپلواکو او هدفمندو  سیاست پوهانو ته د څه ویلو چانس نه ورکوی حتی په ضد یی ناوړه تبلیغ کوی حتی هغه د ګوتو په شمار نیمه خپلواکو رسنیو کی یی ځینی معاش خواره او کمیشن کارانو ګمارلی چه د هغوی د لیکنو او څه ویلو په اړه په هماغه رسنیو کی منفی یادونه او ستناد وکړی.
مګر د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ویستلو دپاره وخت ناوخت دمطمن صاحب په شان خپلواکو ولی هدفمندو ژورنالستانو او سیاست پوهانوو ته هم چانس ورکوی چه څه ووایی مګر تر هغی چه دوی هضمولی شی او لابه په دی وسیله هغه خپلواک سیاست پوهان په ګوته کوی چه له امله به یی د زندانو تورو کوټو ته اچوی او هلته به ګوری چه دوی ته سجده کوی یعنی دوی یی تطمیع کولای شی چه د دوی په ګټه او یا لږ تر لږه چوپ پاتی شی او داسی نور .....نور بیا 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • A. Halim Hakimi (Donnerstag, 03. August 2017 02:54)

    I personally don't agree with a lot of views Mr. Nazar Mohammad Mutmain politically express, but his opinions, nonetheless, followed by a good number of Afghans. In the absence of proven committed crime by him, he should be released right away especially if such action related to his writings as expected.

  • پاچا خان (Freitag, 04. August 2017 18:14)

    موضوع ساده وو، خو لیکوال په خپلو ببو لالو اوژده او بی خونده کریو. دومره چتیاتو ته ضرورت نه و

  • قاسمیار (Freitag, 04. August 2017 18:24)

    یاره خو ماغزه دي را خراب کړه. موضوع دي په خپله بېمنطقه لیکنه بې خونده کړي. چي لیکنه نه شي کولای، ولي څه لیکې. خدای دي پوه کړه. مننه

  • اقبال (Samstag, 05. August 2017 01:45)

    لیکنی یو کس نه لولی ، مونږ هم ولوستله په دی اړه لری چه د چا په سترګو کوم ډول عینکی دی خپلواکو ته یی معقوله او بلواکو ته غیر معقوله وه
    په کار داو وه چه د حکیمی صاحب په شان خو مو د یو لیکوال په اړه هم څه لیکلی وی
    د هغه په اوږدده لیکنه کی چاته توهین او کنځل نه دی شوی لکه څومره چه ستاسی په کوچنی دوه جملو یاد شوی لوستونکی ستاسی له توهین او کنځلو ستاسی دشخصیت او حیثیت ارزونه کوی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder