19.11.2016 (29.08.1395)

د ماشومانو نړۍ واله ورځ

عزیز احمد عزیزي

وايي كومه ورځ چې په نړۍ کې د ماشومانو ورځ لمانځلیده ، نو د ځنګل اوسیدونکو 

ژوو ( رعيت ) تصمیم ونیوه چې خپل پاچا ( زمری ) هم دماشومانو دخوشحالي په خاطر

داسي یوه نیک کار ته ولمسوي . هغه ول چې ګیدړه یې توظيف کړه ترڅو ولاړه سې او 

 پاچاته د هغه درعیت عرض تقدیم او هوکړه ( OK ) يې ترلاسه کړي .

پاچاچې د ګیدړي په وکالت د رعیت عرض واورید ، نویې تصمیم ونیو ترڅو پخپله هم په دي

خوشحالي کي له رعیت سره یوځاي ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي . نو هغه ول چي گيدړي ته یې دنده

وسپارله تر څو رعیت دپاچا له دي پریکړي نه خبر او د پاچا د دربار میدان ته یې راغون‌‌‌‌‌‌ډ کړي .

ګیدړي دپاچا امر تطبیق او رعیت یې په ټاکلي میدان کي دپاچا حضورته راغون‌‌‌‌‌‌ډ کړ .

پاچا پس له یوي  لن‌‌‌‌‌‌ډي وینا چې د ماشوم دنړۍ والي ورځي دتجلیل په هکله یې وکړه نو یې 

د دربار چوپړ والو ( خدمو ) ته امر وكړ تر څو دماشوم دورځي دتجلیل په خاطر د دربار دمیدان په سرکي

یو تخت سینګار او د ماشوم د کشیناستو په خاطریې په یوه درباري څوکۍ سنبال کړي .

اوس نو چې د ماشوم د لمانځني دورځي ټول شرایط اماده شول نو پاچا ځيږګی ( خارپشت ) ته درعیت په 

نمایندګي وظيفه ور وسپارله تر څو ولاړسې او د رعیت د ما شومانو  له ‌‌‌‌‌‌ډلي نه یو داسې ګلالی ،

پستکی او په قد او قامت برابر ماشوم انتخاب او دلته راولي چي موږ یې بیا د ټولو ماشومانو په

وکالت د سینګار شوي تخت پر درباري څوکۍ کشینوو او په غاړه کي یې دګلانو اميلونه ور واچوو.

څيږګی د پاچا له امر سره سم په هغه لوري روان شو چیرته سي د دربار په میدان کي ماشومانو ته

بیل شوی او ماشومان پکشي راغون‌‌‌‌‌‌ډ شوي ول .

او س نو ځيږګي باید دپاچا له امره سره سم  دماشومانو له منځه داسي یو ماشوم غوره کړی واي ،

کوم چې دپاچا غوښتنه وه یعنې یو ګلالی ، پستکی او په قد او قامت برابر ماشوم .

ځيږکي د داسې یوه ماشوم د پيداکولو په خاطر ‌‌‌‌‌‌ډيره هڅه وکړه او ماشومان یې ټول سره لټ په لټ 

او هریو به یې تر خپل نظره تیراوه ، ترڅوچې سترګي یې ( د ده په نظر) په داسي ماشوم ولګیدي چه

کولاي یې شول د پاچا ټولي غوښتني پوره کړي او دا ماشوم د ځيږګي زوي وه .

داده ځيږګي د پاچا له غوښتني سره سم ماشوم (خپل زوي ) د دربار ‌‌‌‌‌‌ډګر ته حاضر او پاچا ته یې

په داسي الفاظو ور معرفې کړ ؛ اعلیحضرتا داده هغه ماشوم چې تاسویې غوښتنه در لوده - پستكی ،

ګلالی او په قد او قامت برابر .

پاچا چې کله ماشوم ته ځير شو ، او ويلیدل چې ځيږګي خپل زوي را پر مخه کړی او له هغه خصوصیاتو

چې د ده غوښتنه وه بې برخي دی ، نو یې ځيږګی دي ته اړکو ، ترڅو ولاړ سي او دماشوم په انتخاب کي 

له سره غور وکړي . ځیږګی چې ولاړ ، نو د دوهم ځل لپاره یې بیا خپل زوي را پر مخه کړاو دپاچا حضور ته

یې راووست . دي لړۍ تر هغه دوام وکړ چې ځيږګي د دریم ځل لپاره بیاهم خپل زوي  د پاچا دربارته ، خو

له دي واره له یوه مخلصانه عرض سره حاضر کړ او هغه عرض داچې ، دی نشي کولاي د اعلیحضرت غوښتني ، کوم چې یو ماشوم باید له هغوي نه بر خور داره وي ، په نظر کي ونه نیسې او دا ستاسې عليجناب غوښتني دي چې ما دي ته اړباسې تر څو هر وار همداسې یو ماشوم ستاسې حضورته تقدیم کړم . اعلیحضرتا ما په ټولو ماشوامانو کي تر دي بل پستکی ، ګلالی او په قد او قامت برابر ماشوم پيدا نه کړ .

په دي کیسه کې خبره ټوله په ځيږګي کې ده . څکه داچې کنایه حامد کرزي ته ده ، اشرف غني ته ده 

او همدارنګه عبدالله او رباني ته ده .

اوس نو لپاره ددي چې کنایه مو پر ځاي ویلي وي نو لازمه ده چې زما هغه لیکني ته سر ورښکاره کړو

چې د " دولتهاي شخصي " تر عنوان لاندي ليكل شوي او په مختلفو سايټو او همدارنگه په فيسبوك كي

لا پخوا نشر ته سپارل شوي .

ما پر دي خپره شوي لیکنه کي کوښښ کړي ترڅو د موثقو اسنادو پر بنا د اسلامي نړۍ یو له اصلي

خن‌‌‌‌‌‌ډونو څخه ، چې د اسلامي نړۍ پرمختګ یې ‌‌‌‌‌‌ډب کړی او هغه پر دي هیوادو کي د ملي دولتو نه شتون

او پرځاي یې دشخصي ( خانداني ) دولتو را منځته کول دی برملا او په ګوته کړم . 

په اسلامي نړۍ کي یو له خورا کرغیړنو دودونو او رواجونه داده ، چې قدرت ته رسیدل دخداي "ورکړه "

بولي او په مجردچې یو څوک ( مهمه نده له كومي لاري ) قدرت ته رسيږي نور نو دولت شخصي ملکیت ګڼي او دولتي څوکۍ د خپلو خپلوانو ، دوستانو او قبیلي په منځ کي ویشې چې بربن‌‌‌‌‌‌ډ مثالونه یې د قذافي ، مبارک ، صدام ، بشارالاسد، زین العابدین بن علي ، آل سعود ، رباني ، کرزي او اشرف غني رژيمونه ول او دي ، چې ما لا پخوا د درو مستندو لیکنو په ترڅ کي تر دي عنوانو ( " دولت هاي شخصي " ، " صد مورد اتهاماتي را كه بالاي رئيس جمهور كرزي وارد ميدانند " ، شوراي نظار لشكري از اوباشان ... " ) لاندي نشر او خپرولو ته سپارلي .

 دمثال په توگه ؛ كله چي حامد كرزي ، رباني ، اشرف غني ، عبدالله ، دوستم ، خليلي ، محقق ، سرور دانش ، محمد خان ، فهيم ، سپنتا ، ستانكزی او داسي نور قدرت ته ورسیدل نو هر یوه یې تر ټولو مخکي هڅه وکړه ترڅو خپل اقارب او هم قبیله اشخاص په دولتي مقاموکي ( بيله دي چي تحصيل او اهليت يي په نظر كي ونيسي ) ځاي پرځاي کړي . دلته یوشی دیادولو وړ ده هغه دا چې زموږ په هیواد کي بیله هغه هم ماسیوا له غازي امیر امان الله خانه ، بل چا پر داسي دولتي ویش چې د اقاربو پر منځ کي ویشل کیږې ، صرفه نده کړي ، خو هغه چا چې د شخصې دولت په را منځ ته کولو کي یې ټول نورمونه تر پښو لاندي کړل او د دولتي څوکیو پر ویش کي یې ( د اقاربو ، دوستانو ، نژدي قوميانو او همفكرانو پر بنا ) دتاريخ په اوږدوکي د بل هرچا په پرتله خورا ‌‌‌‌‌‌ډير افراط وکړ ( باد دسقاو له زويه ) هغه د نظار شورا او حامد کرزی ول .

د نظار شورا بر سیره پر دي چي داوطن یې څو واره خرڅ او زیر بناوي یې ور وراني کړي ، قدرت ته له رسیدو سره سم یې دولت د خپل ځان شخصي ملکیت وګاڼه او دولتي څوکۍ یې صرف د خپلو سقوي ملګرو په منځ کي ( دميم زور ما ، ټوله زما دفرمول پربنا ) داسې وه ویشلی چې حتا روڼ اندي تاجکان لا ورته ګوته پر غاښ شول .

 داچې عبدالله دا دسقو دزوي خلف کوم هغه رذالت وه چې د باندنیو چارو په وزارت کي یې د سفارتو 

د ویش په هکله ترسره نه کړ دا لا بل ناورین دی چې دلته نه پر غږیږم .

په دي هکله زما ‌‌‌‌‌‌ډيره ګیله له کرزي او اشرف غني څخه ده چي دواړه پښتانه او دلوړو تحصیلاتو 

خاوندان دي او دواړه یې دخلکو په تيره بيا د روڼ اندو حمایت له ځان سره درلود او حاضر شول پر

دوي اعتماد وکړي تر څو شخصي دولتو ته دپاي ټکی کیږدي او پر ځاي یې داسی یو ملي دولت رامنځته 

کړي چې بالاخره زموږ ځوریدلي ملت وکړاي شي د هغه تر سیوري لاندي دسولي او امنیت په فضاکي

خپل ژوند ته ادامه ورکړي . 

حامد کرزي قدرت ته په رسیدو سره سم ، تر بل هرچا مخکي دخپلي کورنۍ څلرويشت ( ٢٤ ) كسه پر مختلفو دولتي څوکیو سپاره کړل او د دي لپاره چې ځان یې د جنګسالارانو او د نظار دشورا له انتقاده 
( نه دبل چا له انتقاده ) بچ کړی وي ، نویې هغوي ټول د دولتي څوکیو په کوَټه ( خرمن ) راټول ترڅو هريو د دي ناولو جنګسالارانو څخه وکړاي شي له دي کوټي څخه دخپلي خوښي څوکۍ تر لاسه او بیایې پرځان او خپلي کورنۍ پسي قید کړي .

 البته داسي یې قید کړي چي له احتمالي مرګ نه باد ، همدا څوکۍ دهغه میراث خواره ته بیله کومه

قید او شرطه ، هغه هم دخاصو مراسمو په ترڅ کي دنظامي او ملکي رتبو په وربخشلو سره ترلاسه کړاي شي ، چی د رباني ، فهیم ، داود داود ، احمدشاه مسعود .............. او داسي نورو زامن او دفهيم ، مرحوم حاجي قدير او خليلي وروڼه یې خورا ښه بیلګه ده .

داسي تر سترګو کیږي چه اوس دوهم متفکر هم د کرزي پر پله ، خپل پل ږدي او غواړي څه ناڅه د هغه لاره

تعقیب کړي ترڅو وکولاي شې د خپل زعامت ؟ دوره وغزوي . 

اول خویې دا سهوه وکړه چې ګټلی قدرت یې د عبدالله په یوه پټکه او ګوتڅن‌‌‌‌‌‌ډنه له هغه سره چې دنظار دشورا نماینده ده سم نیمایې کړ . دا پداسې صورت کي چې د انتخاباتو په جریان کي یې ملت ته وعده سپارلي وه، چې سهامي شرکت به نه جوړي . دوهم داچي له خلکو سره یې وعده کړي وه چي کار به د هغه اهل ته سپاري او په دي برخه کي به معیار صداقت او لیاقت ټاکي . دا وعده او قول یې هم پرځاي نه کو او تر ‌‌‌‌‌‌ډيره حده یې له مصلحت او تعصب نه کار واخیست چې خورا شه مثال یې په فسبوک کي د احمدزیو ، ستانکزیو او لغمانیو بیروبارده چې څوک یې د ده ، څوک یې د ستانکزي چې اوس رئيس د امنیت ده او څوک یې دحنیف اتمر له خوانه دقرابت ، قبیلوي او سمتي تعصب پر بنا دلته او هلته پر مختلفو وظيفو ګمارل شوي .

په دي هکله غواړم چې دیوه سپينږیري کوچې د سترګو لیدلی حال چې له دي وضعي سره سرلګوي ګرانو

لوستونکوته د راوي له خولي نه ټکي په ټکي بیان کړم .

قصه ( كيسه ) داسي وه ؛

څرنگه چې هموطنان معلومات لري ، زموږ کوچیان چې اکثره یې پښتانه دي ، کوچیاني ژوند لري او له دي

خاطره چې مالداره دي نو همیشه د معتدلو منطقو په لټ کي له یوه ځایه وبل ځاي ته کوچ کوي ترڅو د خپلو

رمو لپاره څړځایونو ته لاس رسی پيداکړي . د دي کوچیانو یوه لویه برخه د ناور او چمن ترمنځ لاره وهي یعني ژمی دچمن او دوبی دناور خواته کوچ کوي . دالاره د غزني په ولایت کي د دوو ولسوالیو یعني مقر او جاغورو له سرحدي سیمو څخه تیریږي یعنی له شماله دمقر او له جنوبه دجاغورو څخه .

 

هزاره ګان چې کوچیان یې ازاریږ بولي په دي سیمه کې له کوچیانو سره خورا نژدي د راکړي ورکړي اړیکي

لري او د یوه اوبل په دودو ، رواجو او مذهبي عقیدو خبر دي . هزاره ګانو چه په ګوته کړي وه ، کوچیان پر

زیارتو ‌‌‌‌‌‌ډيره ټينګه عقیده لري نو را ولاړ سول د کوچیانو دلاري پرسر یې دخره پر هډوكو زيارت جوړ کړ ، چې یاندي ( گواكي ) دلته كوم سيد او يا شهيد خښ دی . دوي دي زیارت ته دومره تبلیغات وکړل چې ټوله منطقه یې پرسر واخسته او داسې اوازي یې خپري کړي چې ړانده ، بینا کوي او شلان پر من‌‌‌‌‌‌ډو ترینه وزي ، خو شرط یې دا وه چې کلنګ یې باید درشیرله داسې تورپسه وي چې له صحت نه بر خورداره او غوږ یې نه وي پري شوي

په واقعیت کي کیسه داسي وه چي دوي به له خپله منځه یو ړوند اوبل شل جوړ ( جعل ) كړ او بیابه یې په زیارت کي چیغي کړي چې دادی تر پرونه ړوند او یا شل وه خو دزیارت له برکته دادی ړوند بینا او شل په خپلو پښو روان شو .

 اوس نو په دي هکله راوي چې دمقر په بازار کي دوکانداروه دا قصه له هغه ځایه را بیانوي چې دوکان ته یې یو کوچې له خپلي شلي لورسره د سودا داخستلو په مقصد سر ور ښکاروي . دی وایې چې له کوچي نه مي وپوښتل چې له کومه راځي او هغه هم له داسي یوي تور سري سره چې خوارکۍ پر لاره سمه نشي تلاي ؟

 

کوچی په داسي حال کې چې ژړه غوڼی شو او په سترګو کي یې اوښکي را ښکاره شو ي د یوه اوږده اسویلي

پر ایستلو سره یې راته وویل چې دا عاجزه مي لورکۍ ده او داده د درو کالو را پديخوا راته شله سوه او اوس نشي کولاي چې په خپلو پښو ولاړه شې او راځو له هغه زیارت نه چې خلکویې ‌‌‌‌‌‌ډير تعریف کاوه چې شلان جوړوي . دو کاندار ویل ، له هغه ځایه چې زما لینګو هم له ‌‌‌‌‌‌ډيره وخته را پديخوا در دونه درلودل نومي کوچې ته وه وویل چې هوکي ، ماهم د دي زیارت ‌‌‌‌‌‌ډير صفتونه اوریدلې او غواړم چې ورسم ، که څنګه کوچې ماما ؟ مصلحت راکوي ؟

کوچې دي نه وړي نه دي راوړي په زغرده یې راته وویل چې هوش کوه چې ورنسي ، ما چې ولیدل لغړ ازاریږ جوړوي ، دپښتنو مورهم نه غ ی ې . 

دي لیکني ته په کتو سره باید ووایم چې زموږ په هیواد کي هم همدا د ځيږګي او زیارت کیسه روانه ده .

هرڅوک چې قدرت ته ورسید یایې د ځيږګي په شان خپل اقارب ترلاس نیولي او په دولتي څوکیویې کشینوي او یا دهزاره وو د زیارت په شان چې لغړ خپل خپلوان جوړوي او دنورو په قصه کي هم نده.

اوس نو چې زموږ په هیواد کي خبره همداسي ده او د ځيږګي او نوموړي زیارت کاني ترسره کیږي ، نو

باید له داسي چلند سره عکس العمل وښودل شې .

زما په اند غوره به داوي چې یو څوک په افغانستان ، اروپا او امریکا کي پيداشې او دا عکس العمل د 

احتجاج په توګه تنظيم او رهبري کړي .

اول ؛ په افغانستان کي . هغه څوک چي غواړي داسي یو احتجاج تنظيم کړي باید د انترنیت له لاري ځان

معرفي او ټولو هغوته چې دیپلومونه یې په لاس ، خو چارواکي یې په قصه کي نه دي او بیکاره ګرځي 

د احتجاج وسیله چې د ديپلومو د "کاپي ؟"سوځل دي ور په ګوته کړي . بیا دي نو دوي د دیپلومو له کاپي سره په یوه ټاکلي ورځ د امریکا د سفارت چې د همدي اجیر دولت حامي دي مخي ته را دعوت او داحتجاج په توګه دي ديپلوموته په داسي حالت کي اور ور واچوي چې ټول خبریالان له خپلو کامرو سره حاضر وي اوبیا دا احتجاجیه غون‌‌‌‌‌‌ډه د امریکا سفارت ته د یوه اعتراضیه پریکړه لیک په استولو ختمه او د رسنیو له لاري یې له خپلو ټولو مستندو شواهدو سره نشر ته وسپاري

دوهم ؛ په اروپا او امریکاکي . هلته هم کیداي شې چې په همدي صورت احتجاجیه غون‌‌‌‌‌‌ډي د امریکا دسفارتو او په واشنګتن کي د سپيني ماڼی مخته د دیپلومو د کاپي ګانو  په سوځولو سره رامنځ ته شې .
 په پام كي ولرۍ چې ؛
لمر هغه وښو ته خپل نور ( انرژي ياقوت ) ور بخشي ( وركوي ) چې سریې له خاورو را ایستلي وي .

حرمت :  ١٩/١١/١٦