13.02.2019 (24.11.1397)
د ماسکو د دوهمی غونډی ارزونه
الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم
افغان مجاهدینو پرون د روسانو سره او نن د امریکایانو سره څو لسیزی په بریالیتوب ډغری ووهلی، د سر په کوپړیو کی یی اوبه ورکړی او د لوی قدرتو د هدیری ویاړنه یی له اوله تر اخره خوندی وساتله، د صلیبی جنګ سپه سالار نړیوال د حق او باطل په دوه وو محاذو وویشل او ویی ویل چه:
 [ زما سره او یا زما دشمنان یاست. د طالبانو سره هر ډول خبری د طالبانو په رسمیت پیژندل دی. طالبان به په اونیو او لا میاشتو کی محوه او مهاروو]
الله ج هماغو کمزورو او کم شمیرو طالبانوته دومره زړورتیا او پیاوړتیا ورپه برخه کړه چه د ټول پرمختللی نړیوال استعمار په ضد ۱۸ کاله په پوره بریالیتوب وجنګیدل او جنګیږی چه نه یی شمیر، نه یی وسلی او وسلی ورسره د مقایسی وړدی، د بوش هغه د اونیو او میاشتو د محوه کولو او مهارولو لاپی په کلونو او لسیزو بدلی شوی او د دی په ځآی چه طالب مجاهدین محوه او یا مهار کړی شی نړیوال استعمار مهار شوی او که له هوښیاری کار وانه اخلی د شوروی اتحاد د برخه لیک سره به مخ شی، ( د طالبانو سره هر ډول خبری د طالبانو رسمیت پيژندنه ده ) برخلاف، د طالبانو سره د روغی جوړی د پاره نن واسطی ګوری او ننواتی کوی. له ډیرو ننواتو او واسطو وروسته، طالبانو ورسره د روغی جوړی خبری په پوره احتیاط شروع کړی.  الله ج فرمایی مسلمانان به کله هم کفارو ته د سولی وړاندیز نه کوی (چه له امله یی کفار زړور او مسلمانان کم زړه کیږی ) که کفار ورته د سولی وړاندیز وړاندی کړی  وړاندیز وکړی په احتیاط سره به یی منی. د همدغه مبارک ایت د حکم له مخی طالبانو د کفارو د سولی وړاندیز ته په پوره احتیاط لبیک وویلو او  قطر کی یی ورسره مذاکرات شروع کړل. هغه څه چه کفار په جنګ کی نه شی ترلاسه کولای په سوله کی یی ترلاسه کوی.
 په مذاکراتو کی د کابل اداری شاملول 
 لمړی: اشغال او کابل اداری ته د مشروعیت ورکولو د پاره اشغلګرو پلان کی لرله چه قطر کی د طالبانو سره د کابل اداره هم په مخامخ خبرو کی کینوی، مګر طالبانو یی په جدیت سره دغه غوښتنه ونه منله
 دوهم: د اماراتو شیخانو ګوډ شیطان ته په مذاکراتو کی د کابل د اداری د کینولو ډاډ ورکړو، ګوډشیطان ځکه بله غونډه په اماراتو کی وړاندیوینه وکړه او طالبانو هم ورسره سهوا ومنله، په کوم کی کوم ته چه د کابل د غلامی اداری هیت هم د اماراتو له خوا رابلل شوی وو مګر طالبانو هغه هییت ته اجازه ورنکړه. د ذلت سره کابل ته ستانه شول.
دریم: دریم ځل محمد بن سلمان ګوډ شیطان ته په جده کی د غونډ‌ی جوړولو او خبرو کولو کی د کابل د غلامانو شاملولو ډاډ ورکړو، مګر د سعودی فرعون د طالب استاذو په مقابل کی یو کودتایی پلان نظر کی نیولی وو چه طالب استازی به  یرغمل او په زوره  به یی د غلامی اداری د استازو سره کینوی که یی بیا هم مخالفت کولو د داعشیانو په واسطه به یی په شهادت ورسوی مګر طالبانو په جده کی له خبرو کولو ډډه وکړه.
څلورم: ګوډ شیطان د طالبانو سره بیا په قطر کی د بلی مهمی غوندی د پاره اماده ګی وښودله چه له پاکستانه ورته څه مهم طالبان هم باید راغلی وی، پلان کی وه  چه د طالبانو الوتکه به سقوط کوی مګر د پاکستان استخبارات د هغه الوتکی دپرواز مخه نیسی او هغه دسیسه شنډیږی.
 پنځم : ګوډ شیطان هند ته ته سفر کوی  چه د هند له خوا به په پاکستان فشار راوړی تر څو طالبان د کابل اداری سره خبرو ته کینوی، له هغه وروسته اسلام اباد کی دری ورځی په دی انتظار تیروی چه طالبان به ورسره اسلام اباد کی خبری کوی او ګوډ شیطان به بله کومه مانوره په کار اچوی مګر طالبان د ګوډ شیطان په حیلو پوهیږی او منفی ځواب ورکوی.
 شپږم : له اسلام اباد وروسته ماسکو ته ځی د روسانو سره په تفاهم روسیه کی  افغانی اتحادیی ته دنده سپاری چه د کرزی په مشرۍ د غلامی اداری مخالفینو او طالب استازو ته ماسکو کی د بین الافغانی مفاهمی د پاره بلنه ورکړی، کرزی او د طالبانو استازی د بین الافغانی مفاهمو د پاره ماسکو ته سفر کوی.
    د ماسکو د غونډی ارزونه 
 طالبانو به تل دا ویل چه له اشغلګرو سره له مذاکراتو وروسته بین الافغانی  تفاهم او ورسره ګډ حکومت جوړولو ته تیار یو د قدرت انحصار نه غواړو مګر د کابل غلامی اداری سره ( چه واک او صلاحیت نه لری ) په حکومتی چوکات کی خبری نه کوو. مګر خلیلزاد دا ګڼله چه که امریکا له هیواده ووځی طالبان بیا خپل پخوانی اسلامی امارت جوړوی او په قدرت کی څوک له ځانه سره نه شریکوی، د طالبانو د دغه راز ښکاره کولو او افشا کولو د پاره یی د ماسکو د غونډی جوړولو هڅه وکړه، په دی فکر که طالبان له دی بین الافغانی غونډی انکاروکړی، دا معنی چه طالبان راتلونکی امارت اسلامی کی څوک له ځانه سره قدرت کی نه شریکوی، د خپلی شیطانی میدیا په واسطه به تبلیغات وکړی چه طالبان په قدرت کی له ځآنه سره څوک نه شریکوی په دی واسطه به طالبان د هیواد بار دننه منزوی یعنی د مظلوم اولس او نړیوالو سره به یی په واټنو فاصله ایجاد کړی او هم به د کابل شړیدلی اداری شړیدلی کړي یو له بله سره وتړی.
  که احیانا طالبانو په بین الافغانی غونډه کی بلنه ومنی او ونډه ولری او د هغوی سره د راتلونکی بین الافغانی ګډ حکومت جوړولو د پاره ژمنی وکړی د امریکایانو د پاره به دا هم د اووړو پوزه جوړه شی چه د سوچه الهی نظام مخه به یی نیولی، دموکراسی به پوره نفی نه شی، د راتلونکو لاسوهنو مخه به یی هم نه وی نیول شوی او اوسنی اشغال به هم مشروعیت ترلاسه کړی.
 دا هم له یاده مه باسی چه روس او امریکا اوس هم  یو له بله سره پټی دشمنی، حساسیت، حسادت، استعماری رقابت او غچ اخستنی لری. روسانو ته هغه وخت ښه یاد دی چه د همدی افغانانو په مټ یی له افغانستانه وویستل، له سوپرپاورۍ یی وغورځوول نوم او بیرغ یی ورله بدل کړل اوس امریکای اشغال په هماغه هیواد کی هماغو شیبو کی قرار لری د کوم سره چه روسان مخامخ شوی وو، د غچ اخستنی مناسب فرصت دی، لاهو شوی بیچاره هر خس او خاشاک ته لاس اچوی لکه پرون چه روسانو د ځآن ژغورنی د پاره امریکا ته پناه یووړله امریکایان هم روسانو ته پناه وړی.
 روسانو ته یی ګټه دا ده چه هم به یی له امریکایانو څه نا څه پرونی غچ اخستی او هم به یی د افغانانو له مغزو د پرونی وحشت بدی خاطری لږی ویستلی او کمرنګه کړی وی که پرون مو ستاسی دوه میلونه بی ګناه خلک په شهادت ورسول مګرنن مو د امریکایی وحشت ضد له تاسی څه ناڅه دفاع وکړه، په راتلونکی حکومت کی به خپل پخوانی غلامان ځآی په ځای او د راتلونکو لاسوهنو د پاره به زمینه سازی وکړی.
د ماسکو د غونډی ګټی او تاوانونه
 امریکایانو د طالب مجاهدینو سره د روغی جوړی د پاره روسانو، هندوانو، چیناییانو او عربانو ته هم په سجده شول، فکر کوم د ماسکو وروستۍ غونډه هم د  امریکایانو او روسانو په ګډ تفاهم جوړه شوی وه  چه د بین الافغانی روغی جوړی  د پاره پکی زمینه سازی وشی، معلومه نه وه چه طالبان به پکی بلنه ومنی که نه، مګر له نیکه مرغه طالبانو بلنه ومنله او دایی په ډاګه وویله چه په راتلونکی خپلواک حکومت کی به ټول افغانان ګډون ولری. له هیواده په راغلو کی دریم شاه شجاع ( کرزی)، د شوری نظار ځينی مهم غړی لکه ( عطا نور، اسمعیل خان،  قانونی او نور )، ځینی کمونستان لکه ( اتمر، تهاڼی، علومی او داسی نور ) او د وحدت ګوند مشر ( محقق ) او د ملا ضعیف، متوکل، مطمن، مژده او داسی نورو په شان بیطرفه افغانان هم پکی راغلی وو یعنی لږو بدو او ډیرو ښو پکی ګډون کړی وو.
 له بده مرغه د کابل غلامی اداری د بادارانو په دستور د ماسکو د بین الافغانی تفاهم دغه مهمه غونډه نااهله، ناچله او ناتوانه یاده کړه او په ضد یی هر ډول تبلیغات او شعارونه زمزمه کړل ( غلامی اداری ته پکی بلنه نه وه شوی ) په دی تبلیغاتو به ګډونوالو، هیوادوالو، نړیوالو او طالبانو ته به د غونډی اهمیت زیات چه له امله به یی طالبان د هیواد څخه راغلو ګډونوالو سره به پوره یا لږ تر لږه  نسبی تفاهم ته ورسیږی که غنی په رښتونی د دی غونډی سره مخالف وو د سفر مخه یی ورله نیولی شوه.
طالبانو ته د ماسکو د غونډی ګټی
د طالبانو د قدرت انحصار: د اشغلګرو په شړلو کی یی نه یواځی دا چه ونډه وانه اخستله بلکه طالبان یی ردول او اشغلګر یی تاییدول خو طالبانو د اشغلګرو د شړلو هغه ستونزمن کار د الله ج په نصرت ترسره کړو اوس ټولو ته اسانه ده چه ووایی ( چه طالبان به حکومتی قدرت کی څوک له ځآنه سره شریک نه کړی ) او  مګر سره د دی هم طالبانو په ډاګه وویل چه مونږ د قدرت انحصار نه کوو د اشغلګرو له ویستلو وروسته به افغان شموله حکومت جوړوو چه ټول پکی خپل ځان ووینو، که طالبانو ته اشرف المخلوقات نه وایو اشرف المخلوقات به هډوله شتون نه لری.
  د غلامی اداری منزوی کیدل: د کابل اداری به د طالبانو د منزوی کولو او وحشی ښودلو د پاره تل ملی او سیمیزی اجماع دایرولی. خو د ماسکو د دوهمی غونډی په دایرولو( چه د طالبانو د منزوی کولو په غرض جوړه شوی وه ) برخلاف د کابل غلامان او باداران غیر مشروع، منزوی او ځآنله شول او طالبان پکی رشتونی د الهی نظام قایمونکی او خپلواکی ګټونکی معرفی شول او دا پکی په ډاګه شوه چه د کابل اداره د ملت نمایندګی نه شی کولی.
د احتمالی خپلمنځی جنګو مخنیوی: ډيرو به همدا ویل چه د اشغلګرو له وتلو وروسته به د تیر په شان خپلمنځی جنګونه رامنځته شی د ماسکو دوهمی غونډی اکثریت هماغه د تیرو خپلمنځو جنګو جنګ سالاران رابلل شوی وو، چه هر یو یی ښکاره او پټی وسلی لری، چه مخکی له مخکی یی ترمنځ د طالبانو په واسطه توافق رامنځته شو د اشغلګرو له وتلو وروسته به د بیا احتمالی خپلمنځی جنګو امکان له کومه شی.
  د قومی او ګوندی غچ اخستنو او کرکو مخنیوی: د ماسکو غونډی ته راغلو اکثریت خپلو کی یو له بله سره دشمنی لرلی د اسلامی حکومت د جوړولو په مخرج د اوس او خزرج په شان له قومی جګړو ډډه کوی تیری کرکی او دشمنی هیروی ټولو قومونو او پرګنیو ولیدل چه طالبانو کی ټول قومونه او ګوندونه  متناسب شتون او واک لری داسی نه ده لکه جمعیت چه له تاجکو، حزب له پشتنو، جنبش له ترکمنو او وحدت تنها له هزارووو جوړ دی. اسلامی امارت کوم ګوند نه بلکه د هغوی د اسلامی حکومت نوم وو او دی طالبان د مدرسو استادان او شاګردانو ته وایی چه په ټولو قومو کی طالبان په لږ یا ډير تناسب شتون لری.
  د هیواد له پولو او الهی نظام ساتنه: د طالبانو د پرونیو ملوک الطوایفیو او د نننی امریکایی اشغال په ضد دفاع او په هیواد کی د امنیت او شریعت پلی کول دا په ډاګه کوی چه طالبان د الهی لارښودنو په رڼا او الهی نصرت د هیواد د خپلواکی، الهی نظام پیاده کول او ساتنه کولای شی، زمونږ هیواد ته یی یو ځل بیا د لویو قدرتو د هدیری لقب او ویاړنه ترلاسه کړه. نو د دی وړتیا نه لری چه رښتونی ملی او اسلامی وحدت هم رامنځته، د الهی عدالت په پلی کولو د امن، سولی او هوساینی تضمین وکړی طالب مجاهدین الهی پیرزونه او الهی رحمت دی.
 د طالبانو اراده، میړانه او تواضع: طالبان چه ټول نړیوال استعمار په ګونډو کولای شی داخلی جنګسالاران او غلامان به د توت د پاڼو په شان له قدرته وڅنډی او اسلامی امارت به بیا په پښو ودروی او باید همداسی شوی وی مګر د مظلوم اولس د وینو د تویدلو د مخنیوی د پاره یی د زهرو ډکه لویه پیاله په سر رااړوی  پرونی دشمنان د ورونو په شان غیږو کی نیسی دشمنانو سره راتلونکی خپلواک او اسلامی حکومت جوړوی.
د نورو هیوادو سره د ښو اړیکو ټینګیدل:  طالبانو چه دننه په هیواد کی د خپلو داخلی دشمنانو سره د حکومت واګی شریکی کړی دا د نورو هیوادو سره د طالبانو د ښه ګآونډیتوب تضمین دی، چه له امله به یی نزدی او لیری هیوادونه به ښی اړیکی ورسره ټینګی کړی او ټول به یی ډیر ژر په رسمیت وپیژنی او بیا جوړونه کی به ورسره لاس اړونه ولری او لاسوهنی به یی کمی وی.
 د ماسکو په غونډو د اشغلګرو د سولی جدیت: په استعماری رقابت کی روسان د امریکایانو سیالان دی، امریکایانو پرون د روسانو په مقابل کی ښکاره د مجاهدینو سره هر اړخیزی مرستی کولی روسان هغه نه شی هیرولی که د هغوی په شان د هغوی په مقابل کی ښکاره نه شی دریدلی جلا خبره ده مګر سیاسی سوړمحاذ کی خو به د امریکا څخه په افغانستان کی د غچ اخستنی هڅی ولری. تاسی ولیدل چه د ماسکو د لمړی غونډه په دایرولو امریکا سمدلاسه طالبانو سره قطر کی مخامخ مذاکرات پیل کړل، په دوهمه غونډه به هم د امریکایانو جدیت تر پخوا لا زیات شی الله ج فرمایی ځینی کفار د ځینو نورو سره دشمنی لری د رقابت ګټه یی تاسی ته رسیږی.
 د ماسکو د غوندی بدی پایلی
کشکی شرایط داسی وایی چه طالب مجاهدینو د اسلامی حکومت جوړولو او شریعت پلی کولو د پاره د هیواد هر خس او خاشاک ته اړه نه لرلی طالبانو به ټولو ساحو کی د پام وړ ډیری لاسته راوړنی ترلاسه کړی وی ( وایی تشه لاسه ته می دشمن یی ) په هر صورت د ماسکو د وروستی غونډی احتمالی بدی پایلی هم کیدی شی له ځانه سره ولری چه ځينی یی په لاندی ډول دی:
لمړی: د شرعی حدودو د عملی کولو په ځای به له مصلحتو او واسطو کار اخستل کیږی.
دوهم : ملی او بین المللی مافیاوی به یوځل بیا اړیکی ټینګوی، جهاد، الهی نظام او مجاهدین به بدنام او اولس به یوځل بیا د هر ډول بدمرغیو سره مخ شی.
دریم : طالبان به د تیرو مجاهدینو په شان د نفس مقابل جهاد کی د ماتو سره مخ، د خلکو سره به فاصلی ولری او خلک به پری بی باوره شی امریکا دا کار په تیرو مجاهدینو هم عملی کړی وو.
 یادونه
 څه وخت د مخه مو په دی اړه طالب مشرانو ته څه وړاندیزونه لیکلی وو چه تر ټولو دمخه د رسمی مجتهدو علماوو شوری جوړه کړی، هغه شوری باید په ټولو مواردو کی د الهی اصولو له مخی مناسبی او منظمی لایحی جوړی او حکومتی چاری د قومی او ګوندی ویش پر ځای اهلو، متقی او متدینو مسلکی  کسانو ته وسپاری، له ټولو غیرمسولو وسلوالو څخه وسلی ټوله شی، د حکومتی ثبات له راوستلو وروسته الهی عدالت په هر چا بلا استثنی پلی او بیا د هیواد  نورو چارو ته یو د بل پسی پاملرنه وشی.
و من الله التوفیق

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind