07.01.2018 (17.10.1396)
د ‎«لوی پاسوال» عبدالرازق اصلي څېره وپېږنئ
عبدالحسیب حکیم 

ځيني خلک غواړي په خپلو لیکنو کې د ټوپکسالارانو یاغی والیانو او قومندانانو د قانون ضد اعمال چې په حقیقت کې د اسلامی او ملی ګټو سر ه په ټکر کې دي، توجیه کړي او دغه منفورې څېرې ټولنې ته سپین چرګان وروپېږني. دوی تل په سیمو کې د دې والیانو او قومندانانو په هکله لاسته راوړنو ته په خاصه توګه په امنیتي برخه کې اشاره کوي او وايي چې که دا والی یا قومندان صاحب نه وای، نو نه به  چا اقتصادی وده لیدلې وه او نه به هم امنیت راغلی وای. دا چې دې ظالمانو ولس په اسارت کې نیولی او ولس د دوی دقدرت د جزیرو د ساتلو دپاره څومره مالي او ځاني قرباني ورکړې او ورکوي او یا هم ولس په دې لاسته راوړنو کې څومره ونډه لري، هیڅ کومه اشاره هم نه کوي.

پرون مې د روهی په ویبپاڼه کې یوه لیکنه د لوی پاسوال عبدالرازق عتيق زي تر عنوان لاندې ولوستله. زما په آند محترم لیکوال له ماشینی جنرال عبدالرازق څخه سم شناخت نلري که نه خویي دا  یاغی قوندان سپین چرګ نه معرفی کاوه. خو زه به محترم لیکوال ته د ماشیني جنرال یا د لیکوال په خبره لوی پاسوال رازق خان اصلي څېره وروپیږنم.

عبدالرزاق اڅکزی چې مستعار نوم يي رازق خان او  په کال ۱۳۵۸ د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې زیږیدلی دئ، د کندهار په دویم ګورګین هم شهرت لري. ویل کېږي چې د ټوپکیانو په وخت کې یې د کندهار میدان ته نږدې یي د قومندان منصور په پوسته کې شپې تیرولې ، کله چې طالبانو کندهار ونیو منصور په خپل فیجارو موټر کې د ریګ په خوا وتښتیده او غوښتل یي چمن ته واوړي په ریګ کې د منصور موټر بند سو او طالبانو ته په لاس ورغی، طالبانو منصور اعدام کړ او د میدان مخې ته یي د ټانګ په میل راځوړند کړ او رازق چې له منصور سره په فیجارو کې ګیر شوی و، ځکه یي پریښود چې بلوغ ته نه ورسیدلی او غیرمکلف و. رازق له هغه وروسته کوټې ته ولاړ هلته د لوچکانو او قاتلانو د بانډ غړی سو او کله چې امریکایان راغلل، بیرته کندهار ته راغی او امریکایانو ورته په بولدک کې د پي آر ټي په تشکیل کې ځای ورکړ.

رازق په بولدک کې هم سخت ظلمونه او قتلونه وکړل، له دې جملې د چمن د هغو څوارلسو ځوانانو قتل عام د یادولو وړ دی چې د نوروز میلې ته تللي او بیرته د راګرځیدو په وخت رازق اختطاف کړل او بیا یي مړه جسدونه وموندل سول.

که پخوا د رازق د وحشت سیمه یوازې بولدک،ارغسان او معروف وه مګر اوس یې ټول کندهار او حتی زابل ته سرایت کړی دئ، رازق د امنیه قومندان په حیث له ټاکل کیدو وروسته د ټول کندهار قدرت په لاس کې اخیستی او د مړتت والي او نورو چارواکو له بي حسۍ څخه یي ښه استفاده کړې ده.

رازق په کندهار باندې بشپړ پولیسي او استبدادي نظام قایم کړی دئ، دده ځانګړي استخبارات، ځانګړې څارنوالي او څانګړې صحرایي محکمه لري، چې د خپل شخصي وحشي بانډ د غړو په مرسته هرچا ته یي چې خوښه سي نیسي او بیا یي په ډیر قساوت وژني.

د جنرال رازق د ښاري بانډ د شکنجو شخصي ځایونه د امنیتي حوزو پوستې، په امنیه قومندانۍ کې د نظارت خانې په نامه کانتینرونه او له منډیګک ماڼۍ سره مخفي زندان دئ، چې د کندهار اوسنی ګورګین او د هغه قساوتګر چوکران په کې دانسانیت په ضد جرائم ترسره کوي.

د جنرال رازق له دغو مخفي زندانونو څخه داسې کیسې راوتلې دي چې سړی یي داوریدلو تاب نلري، د کندهار یو دلیسې زده کوونکی چې د رازق وژل سوي جلاد جاجو دنامعلوم جرم له امله نیولی و، وایي چې په دغو مخفي شکنجه ځایونو کې په انسانانو له ډول ډول شکنجي نیولې تر جنسي تیریو پورې سزاګانې عملي کیږي، د دغو سزاګانو یوه یي په تناسلي اعضاوو پورې د درنو وزنونو ځوړندول دي، د رازق له زندانه ژوندي راوتلي ښاریان وایي، چې رازق انسانان بربنډوي، بیا په داسې حال چې دیوال ته یي لوڅ درولی وي، په تناسلي اعضاوو پورې یوکیلویي اوسپنې ځوړندوي، که په یوکیلویی وزن دده خبرو ته ځواب ورنکړي، نو وزن زیاتوي او دوه کیلویي کوي همداسې تر لس او پنځلس کیلو پورې وزن اضافه کوي، تر څو ګرفتار سوی شخص په نه کړیو جرمونو اعتراف ته مجبور کړي.

د «هستي محمد» په نامه د کندهار د شپږمې ناحیې یو اوسیدونکی چې زده کوونکی دئ، د جنرال رازق لخوا ورڅخه په همدې ډول په اختطاف کې دلاس درلودلو اعتراف اخیستل سوی او په دې توګه د اختطاف اصلي مجرم ته چې د رازق د بانډ غړی دئ برائت ورکول سوی او جرم یي په بي ګناه «هستي محمد» تاوان سوئ.
د کندهار یو بل اوسیدونکی چې د رازق کسانو ورڅخه په جبر اقرار اخیستی وایي: ما په هیڅ جرم کې لاس نه درلود، د رازق په يوه مربوط زندان کې ډیرې شکنجې راکړل سوې خو اقرار مې ونکړ،آخر یي ډوډۍ راباندې قطعه کړه، څو ورځې یي ډوډۍ رانکړه بله ورځ یي یوه لویه هندوانه راته راوړه،
زه چې وږی وم ټوله هندوانه مې وخوړله، د رازق کسان راغلل جامې یې رانه وایستې لاسونه یي ترشا راوتړل او زما تناسلي آلت یې په یوه ربړ باندې مضبوط وتاړه، تر څو بولې ونه کړای سم ، ما چې هندوانه ډیره خوړلې وه د بولو کولو ضرورت راته پیښ سو، خو داچې تړل سوی وم نو مثانې مې سخت درد شروع کړ، د همدې درد په حالت کې یي راته وویل چې ومنه دغه خبره چې موږ یي درته وایو کنه په همدې درد کې به مړ کیږي، ما له سخت درد سره سره ورته اقرار نه کاوو، خو په پای کې بي هوښۍ ته نږدې سوم او د مرګ خطر مې و نوځکه له مرګ څه دنجات له امله مې ورته په دروغو اقرار وکړ. دغه بندي وایي د رازق په زندان کې هیڅکله ډیر خوراک او څښاک مه کوئ کنه دغسې ظالمانه سزا به درباندې عملي کوي.

د کندهار د معاصر ګورګین جنرال رازق د شخصي زندانونو او څارنوالیو خبره مو وکړه خو دا مو ونه ویل چې د رازق شخصي محکمې چیرې دي؟

د رازق د محکمو لپاره باید له ښاره ووځئ، ځکه د رازق محکمې ښاري نه بلکې صحرایي محکمې دي په کندهار کې د ریګ او دامان دښتې دغه راز په خاص ډول د میان کوه سیمه هغه ځایونه دي چې رازق په کې مظلوم کندهاریان چارماري کوي او بیا یي په سکواټورونو تر خاورو لاندې کوي.

د میان کوه سیمه اوس مشهوره ده، کله چې د کوم کندهاري زوی یا د کورنۍ کوم بل غړی ورک سي، نو سمدستي یې په میان کوه کې تلا ش کوي، مظلوم پلرونه هره ورځ د خپلوځوانو زامنو د جسدونو دترلاسه کولو لپاره میان کوه ته ځي، ترڅو یي په سوري سوري غورځول سوي جسد باندې پیښ سي .

په ملګرو ملتونو کې د ربړونې ضد کمېټې مشر جینز موډویګ د تېر کال د غویي میاشتې په ۲۳ نېټه ویلي: « داسې راپورونه شته چې د کندهار امنیه قومندان جنرال  عبد الرازق شخصاً په خپله مستقیماً د زندانیانو په ربړونه کې لاس لري.»

د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې په راپور کې ویل شوي چې کمېټه د هغو ادعاوو له امله ژوره اندېښنه لري چې وايي د کندهار پولیس له زندانیانو سره زور زیاتی کوي لکه دا چې د برېښنا شاټونه ورکوي، د خصیو ټکول، زندۍ کول او د زندانیانو معدې ته په زور د اوبو ننویستل.

دغه راز تور لګول شوی چې د کندهار پولیس په یو کسیزه خونو کې د زندانیانو په ساتلو، په زور د ورکولو، له تفکیک پرته د کسانو په نیولو او له قضايي اجرآتو پرته په نښتو کې د وسله والو په وژلو کې لاس لري.

رازق خان رښتیا وايي چه دی هیڅوک برطرفه کولی نشي، ځکه دی هم د جمعیت یا د نظار له داړه مارانو په شان یو اوباش او یاغی قومندان دئ. انشاءالله چې د ټوپکسالارانو، اوباشانو، بدماشانو، خپلسرو چاقوکشانو، غاښماتونکو زورواکانو، دغلو او رهزنانو دوران په ختمیدو دئ.

په پای کې باید وویل سي چې رازق خان یواځینی زورواکی ندئ چې د مرکزی حکومت پر مخ خنډ دئ. که ولشمر غنی واقعاًغواړي چې ولس پر ده باندې بروسه او اعتماد پیدا کړي، نو غوره به دا وي چې د دې خپلسرو زورواکانو لکه رازق خان، لالی، ظاهر قدیر، حضرت علی همایون همایون، دوستم، عطا نور او جنګسالار محقق ته د اساسی قانون د احکامو مطابق داسې یو سبق ورکړي، چې په راتلونکي کې هیڅ دولتی مامور، افسر، والی یا هم د ولسي او مشرانو جرګو وکیلان دا جرئت ونکړي چې د یوه منتخب حکومت په مقابل کې له بغاوت څخه کار واخلي. که ولسمشر او حکومت ددې یاغیانو مقابل کې عملي ګامونه اوچت نکړي، د حکومت او د خلکو تر منځ به واټن نور هم ډېر سي او د مرکزي حکومت له شتونه سره سره به په ټول افغانستان کې ملک الطوایفی حاکمه سي.

پای

یادونه : په ټول افغانستان وېبپاڼه کي لیکني د لیکوال نظر څرګندوي، د وېبپاڼي د ادارې موافقه شرط نه ده.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 08. Januar 2018 08:16)

    ناپیژانده لیکونکی صاحب سلامونه مو ومنۍ!
    ستاسی د لیکنی د یو اړخ سره چه رازق هلکو د وحشت او حیثیت په اړه مو معلومات لیکلی حتی اوس هم لا نیمګړی دی دا خو د هغه د یوی ورځی یا د یوی اونۍ د وحشتو معلومات هم نه دی مګر څه چه دی لیکلی رښتونی معلومات دی لیکلی .
    مګر دلیکنی دا اړخ چه له ملحد او غلام غنی ته قانونی ولسمشر وایاست د خوب او خیال خبره دی راته ښکاری ، د ځینو وحشیانو د وحشت سهم د همدی رازق او عطا په وحشتو کی نغښتی وی ، څومره چه کرزی او غنی وحشت ترسره کړی او د نورو د وحشت سبب شوی او دوحشت په راست کی قرار لری عطا ، رازق ، دوستم او نور نه دی .
    دا سمه ده چه رازق هلکو د کرزی مهره ده مګر دوستم خو غنی او ټولو نړیوالو او هیوادوالو ته معلومه څیره وه د کمونستی دوره کی یی د ګلیم جم لقب ترلاسه کړی وو . خپل منځی جنګو په لویو وحشیانو او قاتلانو کی شمیرل شوی، د طالبانو وخت کی یی د طالب په نوم بی شمیره پشتانه په شهادت ورسول او د دوهم اشغال ( دمورکراسی ) وخت کی که یی ځانله د کانترو شهیدان حساب کړی شپاړس زره ته رسیدل د ا( د امریکایانو د خولی چه قفعه جنګی کی تسلیم شوی وو .
    غلام، کمونست ، عیسوی او سکولریست غنی هغه ټول نالیدلی پريشودل د دی په ځای چه ملی او بین المللی محکمه کی یی محاکمه کړی د جمهوری ریاست لمړی معاون یی وټاکلو.
    د دندی په لمړی ورځ او لمړی شیبه کی یی د ځان او د هیواد د غلامی تړون لاسلیک کړو ،
    د درغلنو هغه ټآکنو په اخر کی چه ډیرو پکی ګوټی غوڅی شوی هغه رایوی حکندازو ته وغورځول شوی او د امریکا د خارجه وزیر له خوا د امرکیا په سفارت کی د بل یو سره په ګډه ریس وټاکل شو بیا هم تاسی یی ولسمشر نوموی ، جان کیری ته ( ولس ) وایاست ؟

    حتی په دی اړه زه د خاینانو او وحشیانو عطا او رازق هلکو لنګه کوم . و غیر مشروع ریس څه حق لری چه نور غیر مشروع له دندی لیری کوی ؟

  • محمد (Dienstag, 09. Januar 2018 12:54)

    عجبه دا ده چي هر یاغي د قانون د نفاذ په پلمه په زوره وځپل سي نو ښاغلئ غني به دا قانون په چا عملي کوي. د هیواد زیاته برخه یې اوس هم ولسي یاغیانو په لاس کي نیولې ده چي د غني صاحب د نافذه قانون څخه بیزاره ښکاري. دا چي په لیکنه کي یاد سوي افرادو هواداران هم یاغیان سي نو ښاغلي غني صاحب ته به یو کابل ورپاته وي چي هغه به هم د محاصرې په حال کي وي. ډاکټر غني احمد زی د ډاکټر نجیب احمدزي پر لاره راوان سوئ دئ بلکه تر هغه یې هم اړولې ده. ډاکټر نجیب احمدزي ته یوازي پښتانه یاغیان وه. ډاکټر غني احمدزي ته به د پښتنو تر څنګ تاژک، اوزبک او هزاره هم یاغیان وي. داسي ښکاري لکه ډاکټر غني او حکمتیار صاحب چي یو ځل بیا د پاکستان څخه د افغانستان د حکومتداري او ملي ارزدو د انحلال نوې پروژه اخیستې وي.

  • Hasib Hakim (Sonntag, 14. Januar 2018 12:05)

    جناب الحاج بیانزی صاحب سلام علیکم!
    هیله ده چې په ټولو اموراتو کې بریالي اوسی. زه تاسو سره همنظره یم چې د دوستم په شان وحشی او جلاد سړي سره د غني ائتلاف د هر وطنپال مسلمان افغان دپاره دشرم خبره وه، د ګلمجم دوستم قصاوت او ظلم له کبله ما خپل د کورنۍ نږدې عزیزان له لاسه ورکړي. داهم تاسو سره منم چې افغانستان یو اشغال شوی ملک دئ او دیوه اشغال شوي ملک ولسمشر به طبعاْ چې د اشغالګرو لاسپوڅی وي، او دا هم جوته خبره ده چې د «ملی یوالي» حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری په وساطت جوړ شوی دئ. خو تاسو د ولسمشر غنی په هکله چې کوم قضاوت لرئ، هغه زما په آند په احساساتو ولاړ قضاوت دئ. تاسې وایاست چې غنی کمونست دئ، آیا تاسې دخپلې دې ادعا د ثابتولو دپاره کوم ثبوت لرئ؟ که غني سکولاریست وي، نو کرزی هم یو سکولاریست و. نن چې دغه ټول یاغيان او باغیان لکه دوستم، نور، رازق، ظاهر قدیر، لالی، حضرت علی او سل ها و نور بدماشان او لوټماران وینی، دا ټول دکرزي د حکومت په دوران کې بګیل شوي دي. او تاسو باید د یوه مسلمان وطنپال لیکوال په توګه یو جلاد چې دوستم وي، بل جلاد چې رازق خان دئ، ورته برائت ورنکړی. د رازق خان لاسونه د سل ها وو بی ګناهو وطنوالو په خاصه توګه د قندهاریانو په وینو سره دي. رازق خان له ګلمجم نه د طالبانو په قتلونوکې که ډیر ظلم نه وي کړی، کم ظلم یي هم ندئ کړی.
    عبدالحسیب حکیم

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind