محمد ایاز نوری آزادی

30.10.2019 (08.08.1398)

د لمریزکال ۱۳۰۸د میزان په ۲۳ د نادر خان پاچا کېدل

محمد ایاز نـوري آزادي

درنو افغانانو! دغه زما تحلیلي لیکنه د قتل شوي نادر شاه په حقیقي پېږندلو کې په  دقت سره ولولئ، تاسو د ګران افغانستان د ننۍ غمیزې اصلي ريښې او جرړې ته رسېږئ.

٭٭٭٭٭٭٭٭٭

تاریخي وقایع، چې د یوه ملت په برخلیک مخامخ اثر کوي، د هغه ملت په راتلونکې هم خصوصاً په سیاسي بدلونونو کې مهمه برخه لري. د ګران زمونږ افغانستان حاضره جاري غمیزه هم خپل تاریخي تسلسل لري، دا، چې مونږ افغانان پخپل معاصر یا تازه پاتې تاریخ کې لس کلن (۱۹۱۹-۱۹۲۸ز) اماني ویاړمن پړاو لرو، چې رهبري او سروالي ئې یو په ملت او د افغانستان په ترقي مین شرافتمند شخصیت، اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان کوله. دا هم ګورو، چې همدغه اماني دولت پس له لسو کلنو ملتپاله حکومت کولو (۲۴ جدي ۱۳۰۷ل - ۱۴ جنوري ۱۹۲۹ز کال) د کورنیو پټو خاینانو او د انګلیسي استعمار د ماهر پټ لاس په ذریعه د سقوط سره مواجهه کېږي او د امان الله غوندې یو عظیم انسان او ډېر اخلاصمند غیرتمند افغان پر ځای یو بی سواده عجیبه کس په نوم دې حبیب الله خان مشهور په بچه سقاو د خادم دین رسول الله د ابلیسي شعار لاندې د کابل په شاهي ارګ کې نصب کېږي، چې هغه وخت دغه کرغیړن بدلون د هر پتمن افغان په مخکې د افغان ملت یوه تاریخي غمیزه او ناکامي وبلل شوله. بیا دغه د غلو سقاوي حکومت صرف نهه میاشتې (۲۷جدی ۱۳۰۷-۲۳ د میزان ۱۳۰۸ل) کال پورې عُمر وکړ او په (۲۳ د میزان ۱۳۰۸ل) کال سقاوي حکومت معدوم او سپه سالار محمد نادر خان، چې د غازي امیر امان الله خان یو افسرعسکر وه، په داسی حال کې، چې هغه شهریارغازي امان الله لا ژوندی او د اروپا د ایټالیا هېواد پلازمینې روم کې ئې د پردیتوب ورځې شپې سبا کولې،خو بیا هم دغه عسکر خلاف د خپل قسم په قرآن مجید، چې د سقاوي حکومت د سقوط نه پس به زه محمد نادر خان د افغانستان د شاهي مقام بیرته غازي امان الله خان ته تقدیم کوم، ځان د افغانستان بادشاه اعلان کړ...؟!. په حاضره زما تحلیلي لیکنه کې اصلي خبره په همدې موضوع راڅرخېږي: "ولې نادر خان د سقاوي حکومت د سقط څځه پس د غازي امان الله خان په موجودیت کې د افغانستان بادشاه شي"؟ راځی لومړی لږ سه دغه جنرال نادر خان وګورو،چې دئ څوک وه.

زمونږ د تاریخي کابل ښار د مرکزي برخې ختیځ ته د مرنجان د غونډی په سر یو لویه له مرمرینو تیږو څخه په لوی پولي مصرف جوړه شوې یوه ګنبده ولاړه ده، دغه ګنبده د وژل شوي پاچا نادر خان مقبره ده او شاه او خواء ئې د آل یحیی د خاندان د نورو مهمو غړو لکه سردار هاشم خان، شاه محمود خان، سردار عزیز خان او نورو نارینوو او ښځینوو جلګه پرته ده.افغان مشهور تاریخپوه او ملي مبارز مرحوم میر غلام محمد خان غبار پخپل کتاب، افغانستان در مسیر تاریخ، دوهم ټوک ۲۳ مخ کې داسې راوړي: «سردار محمد نادر خان د سردار محمد یوسف خان زوی ده، چې په ۱۸۸۳ز کال کې د هندوستان د دیره دون په ولایت کې دنیا ته راغلی. پلار ئې بیا د سردار یحیی خان زوی او یحیی خان د سردار سلطان محمد خان طلائي زوی وه. انګرېزانو دغه خاندان د امیر محمد یعقوب خان د حکومت په پای کې له افغانستانه برتانوي هندوستان ته تبعید شول، چون دوی هلته کومه شخصي شتمني نه لرله، نو په هم هغه د انګرېز په جیره باندې ئې ایله ګذاره سره کوله. نادر خان تر اتلس کلنی پورې هلته هند کې لوی شو، اردو او انګرېزي ژبه ئې زده کړله. دغه خاندان بیا د امیر عبدالرحمن خان د بادشاهي پر وخت ۱۹۰۱ز کال بیرته هیواد ته راغلل او ورو ورو د دربار مقربان شول. نادر خان د امیر حبیب الله خان د اقتدار پر وخت د سپه سالار رتبې ته ورسید او ان امیر حبیب الله خان د نادر خان یوې خور سره نکاح وکړله.» نادر خان لکه یو منافق سړی او زیرک افسر هم هغه وخت د پاچا زوی امان الله خان سره نژدې اړیکي تامین کړي ول او کله،چې امان الله خان پاچا شو (حوت ۱۲۹۷ل)، نادر خان ته ئې د حرب مهم وزارت وسپاره. امیر امان الله خان د افغان او انګرېز په دریمه جګړه کې د خپل د یوه باوري ملګري خان ببرک خان ځدراڼ په خواهش او غوښتنه ،جنرال نادر خان د جنوبي - خوست او ټل د عسکري او جهادي جبهې لومړی قوماندان وټاکه. د استقلال د حصول څخه پس نادر خان د قطغن او بدخشان د تنظیمه رئیس مقرر شو، لاکن کار ئې موثر نه وه. نادر خان د ۱۹۲۲ز کال په ختم کې بیرته کابل ته راوغوشتل شو. پس له دې د پاچا او نادر خان اړيکې پسې سړېدل او نوموړی د حرب د وزارت څخه عزل شو. نادرخان د پاچا سره په کورني او بهرني سیاست کې مخالفت درلود او د انګلیس سره دوستي ته ډیر لیوال وه. بالاخره پاچا امان الله خان په ۱۹۲۴ز کال نادر خان له افغانستان څخه طرد او د فرانس هېواد ته ئې سفیر ولېږه. د سقاوي بغاوت پر وخت غازي امان الله خان جنرال نادر خان ته فرمان ولیږه، چې د شوروي اتحاد له طریقه هېواد او کندهار ته پاچا ته ورشي، اما نادر خان بر خلاف د برتانوي هند له لارې د پکتیا ولایت ته راداخل شو. نادر خان کوم وخت، چې برتانوي هند راداخل شو، مسلسل ئې هندو او مسلمان او پشتنو ته همداء ویل، چې زه د افغانستان د بادشاهي د نیولو لپاره راغلی نه یم، زه د غازی اعلیحضرت امان الله خان په احوال خفه یم. (هم هغه منبع ۳۰ - ۳۷ مخونه) نادر خان د برتانوي هند د پېښور ښار کې خان عبدالغفارخان سره پخپل ملاقات کې په لوی منافقت سره هغه ته ویلي ول، زما کار او مبارزه ټوله د امان الله خان د بیرته پاچا کیدلو لپاره ده ( خان غفار خان، زما ژوند زما مبارزه، کتاب)

اما اصلي او ډېره مهمه پېښه

 جنرال نادر خان د پکتیا ولایت ته په راسېدلو د غازي امان الله خان د یوه سرتېر او ډېر مُخلص سپاهي او کومانډرغنډ مشر یار محمد خان وزیري سره د ځاځیو د علیخیلو په سیمه کې لیدنه او کتنه کوي. یار محمد خان سره دغه موقع د څلور زرو په شمېر د وزیرستان جنګیالي موجود وي، چې د غازي امان الله خان په امر ئې د کابل د نیولو او سقاوي حکومت د محو کولو لپاره د وزیرستان څخه راوستلی وي او جنرال نادر خان هلته پکتیا کې تش لاس او بې کسه پروت وي. یار محمد خان پخپلو خاطراتو کې لیکي،«د ۱۳۳۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني یوویشتمه نېټه وه، چې د سهار په لسو بجو زمونږ او د نادر خان تر منځ د ځاځیو د علیخیلو په چوڼي کې غونډه جوړه شوله». په دې جرګه کې د نادر خان او غنډ مشر یار محمد خان تر منځ یو ۱۵ ماده ایز تړون لیکل کیږي، چې ۵ ماده کې داسې ثبت کیږي: « د وطن د نجات نه وروسته دې اعلیحضرت غازي امان الله خان سلطنت کولو ته راوغوشتل شي او یا دې د ده د خېلخاني څخه وبل اهل ته سلطنت وسپارل شي.»غنډ مشر یار محمد خان وزیری بیا لیکي: « همداء د ځاځیو د علیخېلو د غره، چې د سفرغره په نوم یادېږي، جرګه کې نادر خان زمونږ مشرانو سره په قرآن لاسلیک وکړ، چې د جرګې ټولو پرېکړو او فیصلو ته به غاړه ږدي او له حبیب الله سره به هیڅکله مصالحه نه کوي...» رجوع وشي ( د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ، کتاب، لیکوال جرنیل یار محمد خان وزیرۍ ۲۵۳ مخ نه پیل تر ۲۶۱ مخ پورې) ورپسې غنډ مشر یار محمد خان او نور قامي لښکر د سقاوی حکومت پر ضد مخ په کابل حرکت کوي او د ۱۳۰۸ ل کال د میزان د میاشتې په شلمه همدغه یار محمد خان د کابل شاهي ارګ محاصره کوي او بیا وسله وال یرغل ورباندې وروړي... او د سقاو زوی حبیب الله د شپې په تیاره کې د ارګ د شمالي ور څخه د پروان ولایت په استقامت فرار کوي. دا وخت نادر خان په پکتیا کې لا انتظار وي او درې ورځې پس کابل ته تشریف راوړي او په ۲۳ د میزان په یوه له مخه پلان شوي وضعیت او خلاف د خپل قسم په قرآن مجید ځان د افغانستان پاچا اعلان کوي. د میزان د میاشتې په ۲۵ همداء امانیست غنډ مشر یار محمد خان د پاچا شوي نادر خان سره لیدنه کوي او ورته وايي، چې باید د علیخیلو د جرګې په فیصلو عمل وکړو؟ نادر خان د یار محمد خان لاس پخپل لاس کې نیسي او ورته وایي: « یار محمد خانه! ان شاء الله و تعالی چی درست کارونه به قدم په قدم درست شي. د اعلیحضرت امان الله خان سره به مونږ په تماس کې شو، چې خپل وطن ته راستون شي او دا کار وخت غواړي.» ( ۳۲۳-۳۳۶ مخونه پورتنی منبع)

په دې ترتیب مونږ د افغانستان ولس دلته په واضحه توګه ګورو، چې بد قوله نادر شاه په یو لوی منافقت سره تر ۴ کلونو پورې، چې د افغانستان بادشاه وي، غازي امان الله خان بیرته هیواد ته را ونه باله، د خپل قرآن کریم په قول ئې پښه کېښودله او بلاخره خپل د سنګر ملګری غند مشر یار محمد خان او نورو قهرمانو ملګرو ته ئې تر پایه درواغ ویل او منافقت ئې کولو.

پائله او نتیجه

که نادر خان او ورونو ئې هاشم خان، شاه محمود خان، شاه ولیخان او عزیز خان د افغانستان قهرمان ملت ته صداقت لرلای او په خدای پاک ئې رښتینې عقیده لرلای او د قیامت د ورځې د حساب څخه ئې خوف لرلای، د انګلیس د استعمار جواسیس او توضیف شوي کسان نه وای، دوی باید په پوره صداقت او امانت والي د سقاوي غله حکومت د محو کولو څخه پس په یوه خاص درنښت خپل ملي او مظلوم مشر غازي امان الله خان، چې ورسره بې مثاله غدر او ظلم شوی وه، بیرته د ایټالیا د هیواد څخه وطن ته را دعوت او د بادشاهي مقام ئې ورته تقدیم کړی وای. دا نادر خان ته یو دنیوي او اخروي سعادت وه، چې بیا ئې په ګډه د امان الله خان سره د افغانستان د قهرمان او خپلواکي پال ملت د ترقي او سوکالي لپاره کار کړای وای او د افغانستان په تاریخ کې به ئې یو لوی نیک نوم تر لاسه کړای وای، اما دغه د غازي امان الله خان (رح) مغرور او عقده ای تربور دا کار ونکړ. نادر شاه ۴ کاله لکه د افغانستان یو مکار تحمیلي بادشاه، په دغه موده کې دغه خطرناک انسان ډېر شرافتمند او مبارز افغان شخصیتونه بدون د شرعی حکم څه ووژل لکه عبدالرحمن خان لودین، محمد ولی خان دروازی، میرزا محمد اکبر خان، امرالدین خان، جنرال پنین بیګ خان، عبدالطیف خان کوهاتی، محمد نعیم خان کوهاټی، عیسی خان قلعه سفیدی، تازه ګلخان لوګری، سلطان محمد خان مراد خاني، محمد حکیم خان چهار دهي وال، احمد شاه خان کنډکمشراحتیاط، دوست محمد خان غند مشر پغمانی، سید محمد خان کندکمشر قندهاری او غلام نبي خان څرخي او نور وطنپال او پتمن امانیستان (غبار دوهم ټوک ۶۱ مخ)  نادر شاه پس د ۴ کلنو له ظلمونو او ناحقه قتلونو د اجراء کولو، د (۱۳۱۲ل کال د عقرب د میاشتې په ۱۶) نېټه په دننه د شاهي ارګ کې د یوه عادي اما یو متعهد امانیست محصل عبدالخالق خان له خواء د توپانچې په ډزو ویشتل او ځای پر ځای ووژل شو او د لوی ملي مسوولیت سره خپل خدای ته ورغی. په دې ترتیب مونږ د افغانستان مظلوم ولس خپل یو ملي اتل او ډیر وطنپال زعیم او د هېواد د استقلال محصل غازي امان الله خان د دغه نادر خان د ملي ضد احساس او منافق چلند له کبله دوهم ځل او دا وار د تل لپاره هم د لاسه ورکړ. پس له دغه ملي خیانت څخه هیڅ افغان د غازي امان الله خان د نوم د اخیستلو حق او جرات نه درلود. د افغانستان د استقلال محصل هم جنرال نادر خان معرفي کېدلو او بیا د د هغه د زوی محمد ظاهر خان په وخت کې هم هیڅ افغان د غازي امان الله نوم نشو اخستلای او د استقلال او وطن د غازي او شهید په توګه صرف نادر شاه ذکر کېدلو. بهرني رسمي مېلمانه به د مرجان تپې ته د نادر خان مقبرې ته بیول کېدل او هلته به ئې د ګلانو ګېډئ ورباندې اېښودلې، او د غازي امیر امان الله خان قبر هلته په جلال آباد ښار کې خوار او زار، بې څښتنه او متروک او له خاورو او ګردو ډک پروت وه، چې دا لړی د ثور ۱۳۵۷ل کال د کودتا پورې لا روانه وه. سالم قضاوت دا وښودله، چې د ګران هېواد افغانستان غمیزه او سیاسي او اقتصادي انحطاط د هم هغه۲۴ د جدي ۱۳۰۷ل کال مطابق د ۱۴ د جنوري ۱۹۲۹ز کال د اماني دولت د سقوط څخه پیل، د نادر شاه په غیر حقه بادشاه کېدلو، بیا د ظاهر خان ۴۰ کاله له مصیبته ډک دور او ۵ کاله د سردار داود خان د درواغو جمهوري؟ دولت، د ثور ۱۳۵۷ کودتا بیا په ۱۳۷۱ل کال کې د نجیب د حکومت سقوط او د اسلامي تجارانو د حکومت او تر نن پورې په مسلسله توګه دوام لري. دغه ول زما عرایض د ۱۳۰۸ل کال د میزان د میاشتې د ۲۳ نېټې د مهمې او ټاکونکې کرغېړنې واقعې په مناسبت، چې خپلو وطنوالو ته مې د تاریخي شواهدو پر بناء تقدیم کړل زه همدلته هر هغه افغان ته، چې خپل ګران افغانستان ته مُخلص ده، زمونږ د نني ټپي ټپي افغانستان د دغه ډېر مهم سیاسي څپرکي سره یعنی د انګرېزي پلان په اساس د جنرال نادر خان تحمیلي پاچا کېدل د کافي معرفت حاصلولو لپاره د مرحومینو او ملي مبارزینو جرنیل یار محمد خان وزیري او میر غلام محمد خان غبار لیکلو کتابونو ته د جدي مطالعې بلنه ورکوم. باقي قضاوت، هر افغان پوی شه او مسوولیت ئې پوی شه.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind