02.11.2017 (11.08.1396)

د  لـېـوني حکـومت بل شر او شرم

«اسـلام او افغـان» په هویـتپاڼه کې رد شول

ډاکتر رحمت  ربی ځـیـرکیار

                                                    Zirakyar1234@yahoo.com

لاندې دوه  راپورونه ما ځیرکیار ته نن(۳۱  اکتوبر ۲۰۱۷) د کلیفورنیا په مهال د مازیګـر  په ۳ او ۵ بجو له کابل ښار نه راورسیدل. پاس عنوان او دا ۲کرښې زما »ځیرکیار«  دي!

۳۱ د اکتوبر: اسلام او افغان رد شول 

دا د ولسمشر اشـرف غـنـي تقـنینی فرمان و چی پارلمان  ته د تایید یا رد لپاره لیـږل شوی و.

دا فــرمان پرون ولسی جــرګه کې رد شو یعنی افغان او اسلام دی تذکرو کی نه لیکل کیږی!

اصولي د خوست وکیل  وايي: نن د ننګرهار ظاهر قدیر او د کـُنړ مولوي شاهد هم پـارلمان کې د افـغانـيت او اســـلاميـت خلاف رایه ورکړه او وايي تـذکره کې باید اسلام او افغان ونه لیکل شي.

د پکـتیکا وکیل نادر خان کټـوازی بیا پوښتنه کوي چې د تذکرو په اړه د  ولسمشر

فرمان ولې د ولسي جرګې له خوا رد شو؟

۱ـ د ولسي جرګې يوه بدنامه کړۍ چي د افغان له کلمې سره دښمني لري

۲ـ د حکومت بې تفاوتي، چي هيڅ ډول لابي يي د فرمان د ګټو په اړه ونکړه 

۳ـ د ګڼ شمير هغو وکيلانو غيرحاضريدل، چي هيله کيده د فرمان د تاييد له لپاره به خپله رايه وکاروي

۴ـ د يوه ځانګړي قوم د وکيلانو له خوا د فرمان په ضد کمپاين ځکه په تذکرو کي وشو چې د قوم د ليکلو په صورت کي دوي يو مخ په لږکيو کي راتلل 

۵ـ ځينو داسي وکيلانو چي د فرمان په تاييد کي يي د قام ګټي خوندي کېدې ، نه پو هيـږم چي د کومو عواملو په اساس يي د رد رايه ورنکړه 

۶ـ د بهرنيو څارګرو لاس هم نه شو رانیولی؛ او نيمګړتيا ټوله په موږ کي ده، ځکه په داسي مسايلو کي ډيری بې تفاوتۍ  شته

د پکتیا وکیل عبدالقادر ځاځي وطندوست بیا وایی چې ده  ټولو وکیلانو ته زنګونه وهل چې د فرمان په اړه پریکړه کیـږی چې اکثره پښتانه وکیلان حاضر نه شول

چې لیست یی له دی برشنالیک سره مل کوم

دارنګه به د شمشاد تلویزون پوره راپور پدی اړه  در ولیـږم. م.ا.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Freitag, 03. November 2017 05:36)

    حیرانوونکی خبری اورم او څیری وینم !
    افغانستان ټول لوڅ شوی او د امریکا او ناتو د خیټو او خوټو لاندی دی څه چه یی زړه غواړه هغه ترسره کوی مګر زمونږ ساده ډاکترصاحب د افغانستان د یوه لاس حتی د یوی ګوټی یا نوک په غم کی دی . په هماغه ورځ د افغان او اسلام کلیمه حذف شوی چه دا هیواد اشغال شوی ، مظلوم اولس یی په ضد ملی او اسلامی مقاومت پیل کړی په ځانو او اولادو جهاد کوی او تاسی لا خبر نه یاست چه افغان او اسلام رد شوی یا افغانان د افغانیت او اسلامیت له هویت ( خپلواکی ) بی برخی شوی ، مګر هغه څوک چه د هغه خپلواکی تر لاسه کولو د پاره د کابل د غلامانو او بادارانو وینی بهیوی هغوی ته تاسی د کابل د بادارانو او غلامانو به دستور د پاکستان او نورو جاسوسان وایاست او بیا هم ځانو ته روښنفګران وایاست میرمنی تر تاسی ډیر شرف لری. .

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder