محمد عارف رسولی

13.02.2019 (24.11.1397)

د لاجورد تجارتي او اقتصادي دهلیز، جیوستراتېژیک او جیوپولیتیک اهمییت
محمد عارف رسولي

(لمړۍ برخه)

له نړیوالو مارکیټونو سره د وصل اهمیت او زموږ تېر حالت

ترانزیتي او تجارتي لارې او اقتصادي دهلیزونه د یوه ملت د اقتصادي، تجارتي، د نظریاتو د راکړې ورکړې، کلتوري ودې او ټولنیزې پراختیا لپاره د شا رګونو حیثیت لري، هغه ملت له سترو نړیوالو لارو، اقتصادی او تجارتی مرکزونو سره تړي.  زر او ارزانه خپل تولیدي او تجارتي توکي تر مهمو نړیوالو بازارونو په ارزانه بیه رسوي او د خپلو اړتیاوو وړ مالونه په اسانه واردوي، تولیدوونکي یې هڅول کېږي چې د تولیداتو کیفیت لوړ او رقابت وکړي، دولت د اړوندو مقرراتو اصلاح، ساده کولو او شفافیت ته پام کوي، له فساد سره مبارزه اسانېږي او په دې توګه انفرادي او ملي اقتصاد ته زیاته ګټه رسوي. له همدې کبله ولسمشر غنی په هرات کې د لاجوردو د دهلیز په پرانېست غونډه کې وویل چې افغانستان په فصل نه بلکه په وصل باور لري.

د په وچه کې بند افغانستان ستونزه  تر اوسه دا وه چې موږ له وصله محروم وو، زموږ دا شارګونه د حریفو هېوادونو په لاس کې وو، موږ هغوی ته اړ وو، خو زموږ ګاونډیانو موږ ته هېڅ کومه مهمه او ستراتېژیکه اړتیا نه درلوده، زموږ شارګونه یا نړیوالو اوبو، لویو لارو او نړیوالو مارکیټونو ته تجارتي او ترانزیتي لارې یا بندې وې او یا به تل تر فشار لاندې وې او په افغانانو به تل د اقتصادي فشار حمله راتلله.

ځینو ګاونډیو هېوادونو زموږ له دې مجبوریته د اسلامي او ګاونډيتوب د اصولو خلاف د ځانونو په ګټه بده سیاسي او ستراتېژیکه ګټه اخیستله. په دې کې د هغوی راز راز موخې وې. ترټولو سترې شیطانې موخې او هدفونه يې داوو چې:

  1. افغاني میوې، خام مواد او نور مو د دوی په ملکونو کې په نیمه بیه  وپلورل شي او بل ځای ته د صادرولو لاره ونه مومي

 

  1. زموږ غالۍ، جنغوزي، پسته، چارتراش، قیمتي ډبرې او نور دوی پخپل نامه بهر ته په زیات لوړ قیمت صادر کړي

 

  1. دوی غوښتل چې افغانستان د نورو هېوادونو له تولیداتو محروم کړي، ورته قیمته تمام شي او د تل لپاره یې د خپلو بې کیفیته تولیدي توکو مارکیت وګرزوي

 

  1. افغانستان ونه توانېږی خپلې اوبه مهار کړي او اوبه مو د تل لپاره دوی ته ورشي

 

  1. افغانستان ونه توانیږي چې موږ د سړک او ریل له لارې له بحر او نړیوالو مارکیټونو سره وصل او خپل طبیعي منابع راوباسو او بهر ته یې صادر کړو

 

  1. غوښتل یې لویې پروژې او ترانزیتي لارې د دوی له ملکونو تېرې شي او افغانستان چې د مرکزي اسیا او سویلي اسیا د وصل تر ټولو لنډه او اقتصادی لاره ده له دې پروژو محروم کړي.

 

  1. په دې توګه دوی هڅه کوله چې افغانستان دا توان و نه مه مومي چې په اقتصادي ډګر کې په پښو ودرېږي او زموږ زیاتې بدبختۍ هم همدې شومو هڅو رامنځته کړې.

که څه هم د هېواد د آبادۍ ریښتیني ملي قهرمان ډاکټر صاحب عبدالوکیل موږ ته د اصلاح شویو مڼو، زردالیو او نورو هنر او پوهه راوښودل خو په تجارت کې په پردیو تړاو، خپلمنځي جنګونو، د دولتي او خصوصي سکتور د کمزورتیاوو او یو شمېر نورو لاملونو له کبله موږ په مارکیت موندلو کې پاته راغلو. زموږ د هېواد مڼې او زردالو، خربوزې او نور د خاورو په بیه د سړکونو په غاړه پلورل کېدل، زموږ د لوګر پیاز او د بامیان کچالو زموږ بزګرانو ته د کرنې لګښت نه پوره کاوه، زموږ کشمشو، پستو، جنغوزو یا بهر ته لاره نه موندله او یا د نورو ملکونو په نامه خرڅېدل. په پایله کې، موږ په خپله کرنه، د اولاد په روزنه او نورو کارونو پانګونه نشو کولای، د خپلو پستو او جنغوزو ونې مو پرې کولې ځکه ګټه یې راته ښکاره نه وه، او موږ هم بې وزلي او نورو ته محتاج پاته شو.   

د لاجوردو ترانزیتي او اقتصادی دهلیز

د لاجوردو لاره او اقتصادي دهلیز ځکه ورته وایي چې پخوا په دې لاره د افغانستان قیمتي ډبرې لکه د بدخشان لاجورد تر قفقاذ، روسیې، مصر، منځني ختیځ، شمالي افریقي او بالکان  پورې رسیدل، د لاجوردو د لاري نوښت هم د افغانستان و او ځکه  ورته د لاجوردو نوم چې په انګریزي کې  د لاجوردو لاره ( The Lapis Lazuli Route) ورته وایي، ورکړ شو.

د لاجوردو اقتصادي دهلیز د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو د آقينې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیلېږي، د ترکمنستان ترکمنباشي بندر ته رسېږي، له کسپین بحيرې تېرېږي، د آزربایجان پلازمینې باکو او وروسته د ګورجستان د پلازمينې تبليسي له لارې په توره بحیره کې د هغه هېواد د پوټي او باټومي بندرونو له لارې د قارص بندر له لارې د ترکيې هېواد د استانبول، ازادو نړیوالو اوبو او اروپا سره نښلول کېږي. په دغه ترانزیتي او اقتصادي دهلیز کې د سړک، رېل پټلۍ او سمندري ترانسپورتي اسانتیاوې شته وروسته به له ټولو کار واخیستل شي. د لاجوردو لاره تر دری کلونو بحثونو او څېړنو وروسته د غړو هېوادونو تر منځ رامنځته شوه او وربابندې هوکړه وشوه.

افغانستان ته د لاجوردو اقتصادي دهلیز ګټې

اقتصادي ګټې. افغان ولسمشر اشرف غني وايي په راتلونکو دريو کلونو کې به اروپا ته د افغانستان نژدې ۸۰ سلنه صادرات او واردات د لاجوردو له لارې کېږي. دغه لار د منځنۍ اسيا د هېوادونو په منځ کې تېرېږي او د ترکيې له لارې ازادو اوبو ته رسېږي.

اوس د لاجوردو اقتصادي، تجارتي او ترانیزیتي نښلوونکی دهلیز نه یوازې دا چې موږ ته د تجارت لپاره یوه بدیله لاره راکوي، د هېواد ولسمشر وایي تر راتلونکو دریو کلونو پورې به زموږ ۸۰ سلنه صادرات او واردات له دې لارې وي او د یوه یا دوو هېوادونو له تړاو څخه به مو وژغوري، بلکه د کارپوهانو په قول هېواد مو د آسیا په څلور لارې بدلوي او له منځنۍ اسیا، قفقاذ، شمالي افریقا، ازادو نړیوالو اوبو او اروپا سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان تر ټولو لنډه، ارزانه او باوري لاره بلل کېږي.

لاجورد لاره اروپا ته زموږ تجارتي توکي بې له ګمرکي لګښتونو په غړو هېوادونو لکه ترکمنستان، اذربایجان، ګورجستان او ترکیه کې تر اروپا پورې د لاریو، ریل لارو او سمندر له لارې په اسانۍ سره رسوي. د لاجوردو له لارې به د افغانستان تجارتي توکي نړیوالو بازارونو ته د کراچۍ د بندر په پرتله دری یا څلور ورځې کم وخت غواړي او په هره لارۍ به د دوه نیمو زرو او دریو زرو ډالرو تر منځ کم لګښت راځي.  دا نه یوازې د ترانزيت، سوداګرېزې راکړې ورکړې لپاره مهمه ده بلکه له سیمې سره د افغانستان د پیوستون او د سوېلي اسیا، مرکزي آسیا او منځني ختیځ د بازارونو د نښلولو لپاره د یوه مرکز په توګه د افغانستان د راتلونکي تضمین په لور یو ستراتیژيک ګام بلل کېږي. دا ځکه په راتلونکي کې به افغانستان د یو مرکز په توګه د چابهار بندر له لارې سویلي اسیا او د هند بحر  د لاجوردو له لارې له منځنۍ اسیا او اروپا سره او په منخنۍ اسیا کې د چین هېواد د سړک او کمربند له لوېې لارې سره ونښلوي او اټکل کېږي له ګوادر بندر سره هم افغانسان وصل شي ځکه دا به د چین او پاکستان په ګټه هم وي. نو زموږ انګور، انار، پسته، کشمش، کښتې، مڼې، جنغوزي، چارمغز، غالۍ، معدني مواد لکه د مرمر ډبرې او نور به تر اروپا، هند او خلیج هېوادونو پورې په اسانۍ ورسیږي، بیه او ګټه به یې څو ځلې زیاته شي. دابه موږ ته موکه راکړي چې په خپله کرنه، باغدارۍ، مالدارۍ، ځنګلونو، معدني توکو او نورو سکتورونو کې زیاته پانګونه وکړو او په ارزښت (Value Chain)  یې ورزیات کړو.

د تولیدي توکو د کیفیت ښه کېدو ګټې. کله چې زموږ تولیدات او لاسي صنایع نړیوالو بازارونو او اروپاته په اسانه او ارزانه لاره ومومي، ښه بیه به ورباندې تر لاسه کړي، اقتصاد به يې ښه شي، د خپلو تولیدي توکو د کیفیت د ښه کولو لپاره به زموږ په خلکو کې یوه نوې انګېزه او نوی هوډ رامنځته شي او دا به د هېواد د صنعتي کېدو، د یوه سالم رقابت، د پانګونو د هڅونو، د ثروت او د کار په خلق کولو کې زیاته مرسته وکړي.

زموږ د طبیعي سرچینو څخه ګټه اخیستل به اسانه، ممکن او اقتصادي کړي. د هر بل ملک په څېر یوازې د طبیعي زېرمو او کانونو لرل زیاته ګټه نه لري. بلکه د کانونو د ایستلو او ګټه اخیستنې لپاره بیخبنا لکه سړکونو، ریل لارو، انرژۍ، اوبو، ماهرو کارګرانو، تخنیکي مهارتونو او د ټولنیزو او چاپيریال ساتنې مدیریت کولو ته اړتیا وي. ګورو چې تر څو د لارې او انرژۍ غمه مو نه وي خوړل شوې د مس عینک، حاجیګک او نورو کانونو څخه ګټه اخیستنه به اسانه نه وي.

ستراتېژیکې ګټې. ستراتېژیکې ګټې به یې داوي چې کله موږ په رښتیا له نړیوالو مارکیټونو سره وصل شوو بیا به په وچه کې بند هېواد نه بلکه د سترو اقتصادي سیمو او بازارونو د نښلولو د پله حثیت  به ولرو، افغانسان به یو ستراتېژیک لوبغاړی هېواد شي، د اوس په پرتله به زموږ تړاو په نورو ملکونو کم او د نورو ملکونو ستراتېژیکې اړتیاوې به راباندې زیاتې شي او په اړیکو کې به مو زموږ په ګټه زیات توازن رامنځته شي. د زیاتو ګاونډیو ملکونو لکه ترکمنستان او د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا او نورو اقتصادي او جیو ستراتېژیکې ګټې به زموږ په سوله، سوکالۍ او پرمختګ کې خوندی شي او د افغانستان له ملي ثبات سره به مرسته وکړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind