24.02.2019 (05.12.1397)
د لاجوردو ترانزیتي دهلیز، اقتصادي، جیوستراتېژیک او جیوپولیتیک اهمییت - څلورمه برخه

محمد عارف رسولي

د لاجوردو لارې او اقتصادی دهلیز په مسیر کې ستراتېژیکې سیالۍ

د لاجوردو دهلیز شریکان له افغانستانه پیل، ترکمنستان، آذربایجان، ګورجستان او د ترکیې هېوادونه دي. زموږ ګانډی هېواد ترکمنستان چې د لاجوردو په دهلیز کې شریک هېواد دی، اقتصاد یې د ګازو په صادرولو تکیه و خو د صادرولو په سمه لاره پسې لا لهانده دی. له روسانو سره په بیه جوړ نشو، ایرانیانو هم په وخت د ګازو قیمت په وخت  نشوی ورکولای، اوس یې یوازې چین ته صادروي او له ازبکستان او قذاقستان څخه یې نل لیکې تیرېږي، غوښتل یې چې پراختیا ورکړی خو له یو شمېر تخنیکی ستونزو سره یې کار مخ شوی، نو غواړي د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته خپل ګاذ صادر کړي چې ټاپي پروژه یې بولو او دا هم وخت غواړي.

نو اوس ترکمنستان د ګاذ په صنعت کې له ننګونو سره مخ دی او بل غواړي خپل اقتصاد ته تنوع ورکړي او خپله تکیه د غازو په سکتور کمه او په نورو اقتصادي بنسټونو یې زیاته کړی. ترکمنستان له همدې کبله د خپل ټولنیز او اقتصادي ملي پراختیايي پلان ( 2011- 2030)  په بنسټ و پتېیله چې د کسپین (خزر) سمندرګي (بحیره) او تور سمندرګي (بحیره) د یوه اقتصادي دهلیز په واسطه سره ونښلوي او د ترانسپورت په بنسټونو یې زیاته پانګونه کړي ده. له همدې کبله د خوښۍ ځای دی چې د لاجوردو د ترانزیتی او اقتصادی دهلیز نښلول دې کسپین او تورې بحېرې له دهلیز سره نښلول د ترکمنستان د ملي ستراتېژۍ برخه هم ده او د افغانستان له ستراتېژيکو ګټو سره هم سمون خوري. دا دهلیز به ترکمنستان له قفقاذ سیمې سره وصل کړي او زیات اقتصادي او تجارتي فرصتونه به ورته برابر کړي.

په ټول کسپین سمندر ګي کې د لاجوردو د سوداګریزې او ترانسپورتي لارې په سیمه کې د آذربایجان، ګرجستان او ترکیې وصل له اروپا سره د دې لارې اهمیت نور هم زیاتوی او هم آذربایجان په جیوستراتیژیک لحاظ د سويلي قفقازپه نښلولو کې مهم رول لري. دا هم زموږ په ګټه ده، ځکه چې هر څومره چې هېوادونه وتوانېږي چې خپلې ستراتېژيکې لارې او اقتصادی دهلیزونه له زیاتو هېوادونو سره وصل کړي په همغه کچه زیات به بریالي وي او له حریفانو به سیالي ګټي. د مثال په توګه که چین او پاکستان غواړي چې د چین-پاکستان اقتصادی دهلیز او د ګوادر بندر تقویه کړي دا به یې په ګټه وي چې زیات ملکونه یې د خپل تجارت لپاره وکاروي. خو همدارنګه، هند او ایران هم هڅه کوي چې د چابهار بیا داسې وکاروي چې زیات ملکونه سره وتړي.

په سیمه کې د ورته دهلیزونو د رامنځته کېدو سیالۍ هم شته: لمړی، د ایران، اذربایجان او روسيې سره پکې د شمال – جنوب ترانسپورتي دهلیز فکر او خبرې دي. دغه لاره چې له ځمکې او سمندر تېرېږي موخه يې د ایران، سوېلي قفقاز او روسیې له لارې له اروپا سره د هند نښلول دي.

د لاجوردو اقتصادي دهلیز د ګورجستان له لارې له ترکیې سره وصل کېږي. ګورجستان ترکيې ته د آذري تیلو او ګازو د لېږد یوه لاره ده. دوهم، آذربایجان، ګورجستان او ترکیه خپلو منځو کې د نښلولو په لارو چارو تمرکز کوي. په دې کې د سويلي قفقاز د ګازو پايپ لاین، د باکو-تېبليسي سیهان د تېلو پایپلاین او باکو-تبليسي – کرس اوسپنې پټلۍ د اذربایجان، ګورجستان او ترکيې لپاره د نوو اقتصادي فرصتونو لاره پرانستې. دغه پرمختګونه د سويلي قفقاز په سيمه کې د ترکيې پر روسيې د برلاسي کېدو او نفوذ ښودنه کوي. دغه هېواد د باکو-تبلیسي کرس د رېل لارې ته مخکې له مخکې د ورېښمو د نوې لارې نوم ورکړی چې دا له هغې خوشبينۍ سرچینه اخلي چې وبه کولای شي شمالي افریقا او په وچه کې ایساره مرکزي آسیا سره ونښلوي.

ترکیه هم غواړي چې
په سیمه کې د منځنۍ اسیا او قفقاذ سره اروپا د انرژۍ د لیږد دهلیز شي، ریل لارې او سړکونه یې یا رامنځته کړي او یا يې پلانوي. روسیه خو اوس هم د اروپايي تولنې د تیلو او ګازو ستر تأمینوونکی هېواد دی. خو غربي هېوادونه هڅه کوي چې په دې اړه په روسیه تکیه راکمه کړي. نو غربي ملکونه هڅه کوي اروپا د نابوکو ګاز نل ليکې په څېر نوښتونو ملاتړ وکړي چې له کسپین او منخني ختیځ څخه اتریش او مرکزي اروپا ته ګاز لېږدولای شي او ترکيه هم د انرژۍ د لېږد په مرکز بدلولای شي. د اروپایانو ګټه به دا وي چې دوی به اړتیا نلري انرژي له یوه ملک څخه تر لاسه کړي او د یوه ملک لکه اوس د روسیې تر انحصار لاندې به نه وي او تل ورسره داسې چمونه وکړي لکه پاکستان چې له افغانستان سره کول.

د پورته یاد شوي جیوپوليټيک وضعيت په پام کې نيولو سره لاجورد دهلیز د سيمې د یو شمېر هېوادونو له ملي ستراتېژیکو لومړيتوبونو او اقتصادي دهلیزونو سره اړخ لګوي. دغه اقتصادي دهلیز د غړو هېوادونو اقتصادي او سياسي اړيکې هم نږدې کولای شي او په اوږدمهال کې د ترانز-کسپین د ګازو نل ليکې په څېر د نوښتونو عملي کېدو ته هم لاره هوارولای شي. په پای کې ویلای شو چې دا د زیاتېدونکې نښلونې او اقتصادي همکارۍ له لارې سيمه ييزه پراختيا تامینوي، د ګڼو ملکونو ستراتېژیکې ګټې سره تړي، له سولې او ثبات سره مرسته کوي او هم دا په سيمه کې پر ټولیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګ هم مثبت اغېز ښندلای شي.

افغانستان او سیمه ایزې ورته سیالۍ

په ورته لوبو کې لوبغاړي یوازې غریب ملتونه او بې خبره چارواکی او دولتونه یې ډېر څه نشي کولای، بلکه قوي

نړیوالو اړیکو، ستراتېژیکو نړیوالو قوی ملګرو، ملي ثبات، ښې حکومتولۍ، ستراتېژیک لرلید او سترو ملي مشرانو او فعالې دېپلوماسۍ ته اړتیا وي چې مسئلې له سوچونو او پلانونو راوباسي او په عمل کې یې د حریفو ملکونو له خنډونو اچولو خوندي او د ملګرو ملکونو له ګټو سره یې همغږې کړي. دا د هر سیاستوال کار نه دی او په دې شطرنج لوبه کې یې ګاونډیان تېرباسي. نړیوال او زیات افغان کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د نیابتي جنګونو یو اصلي لامل همدا دی چې موږ له ورته فرصتونو پاته او د ځان په ګټه لوبه ختمه کړي. له همدې کبله موږ د څو لسیزو په بهیر کې له دې سیالیو وروسته پاته شوو، له خپلو اوبو مو ګټه وا نه خیسته، لوېې لارې او اقتصادي دهلیزونه مو رامنځته نه کړل او په ګاونډیانو مو تړاو زیات شو.

 

یو وخت په مرکزي اسیا کې د امو سیند د اوبو په مدیریت یو نړیوال سیمینار رابلل شوی و، د افغانستان نماینده پکې نه و، یو ژورنالست له کوم چارواکي وپوښتل چې د افغانستان خاوره تر ۲۵ سلنې د امو سیند اوبه برابروي، د هغوی نماینده ولې نه دی رابلل شوی، هغه په خندا ورته ویلي و چې افغانان په خپلو منځونو کې په شخړو بوخت دي او داسې غونډو ته نه وخت لري او نه ېې وړتیا لري نو موږ ملامت نه یو.

 

له همدې کبله زموږ ګاونډي حریص هېوادونه په تېره پاکستان او ایران تل زموږ وړتیا لرونکی مشران له پښو غورځوي او خنډونه ورته راپورته کوي. خو ماشا الله افغانستان په دې وروستیو کې په دې اړه ښې بریاوې درلودې، که له منځنۍ اسیا تر سویلي اسیا د کاسا ۱۰۰۰ برېښنايي مزي دی، که له ترکمنستانه تر پاکستانه د برېښنايي مزي غزول دي، که د افغانستان له لارې له ترکمنستانه تر پاکستان او هند پورې د ټاپي په نامه د غازو نل لیکه ده، یا د لاجوردو د ترانزیتي او اقتصادي دهلیز له لارې تر اروپا او ازادو نړیوالو اوبو پورې د هېواد تړل دي، که د چابهار بندر له لارې له هند او نورې سویلي اسیا او منځني ختیځ سره د هېواد وصل دی، او که د چین هېواد په نوښت او لګښت د یوې حلقې او یوه سړک سره زموږ د هېواد د سړکونو او ریل لارو په مرسته ممکنه وصل دی، افغانستان په سیمه کې د نوري فایبر د راکړې ورکړې مرکزیت کېدل او نور زموږ سترې لاسته راوړنې دي. خو باید پوه شو چې دا د پټي سر دی او پتي کښته سورور دی. ورته لوبې او سیالۍ لاختمې نه بلکه نور زور یې هم اخیستی او موږ باید ورته ځان تیار کړو.

نور بیا.....

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind