21.04.2019 (01.02.1398)
د قطر غونډې د ځنډیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

د روانې اپریل میاشتې په شلم او یوشتم تاریخ په دوحه کې د بین الافغاني کانفرانس اهتمام شوی و چې اوس لغوه شو.
د دي موضوع په اړه لاندې وضاحت ضروري بولو:

۱ ـــ د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۶ مه نېټه د ماسکو په کانفرانس کې فیصله شوې وه چې بل دا ډول کانفرانس به په قطر کې جوړیږي.
اسلامي امارت تر ننه په خپل هغه دریځ او وعده ولاړ دی، چې هغه ډول کانفرانس دې دایر شي؛ بلکې اسلامي امارت د قطر په کانفرانس کې د ماسکو د کانفرانس په پرتله د څوچنده زیاتو ښځینه او نارینه هیوادوالو د ګډون سره هم موافقه وکړه.
ټاکل شوې وه چې په کانفرانس کې به ګډونوال د افغانستان د قضې په اړه خپل خپل شخصي نظریات بیانوي؛ خو د کابل ادارې چارواکو هڅه وکړه چې له دغه کانفرانس څخه د کابل ادارې او اسلامي امارت ترمنځ د مذاکراتو غونډه جوړه کړي، هغه څه چې د کانفرانس له تګ لارې سره یې سمون نه خوړ.

۲ ــ د ماسکو په غونډه کې ګډونوالو په شخصي ډول برخه اخستي وه او د قطر راتلونکي کانفرانس لپاره هم له لومړۍ ورځې په همدې دریځ کار پیل شوی وه.
د کانفرانس تنظیمونکو او د قطر هیواد دا خبره په وضاحت سره کړې وه، حتی د ګډونوالو په بلنلیکونو کې یې هم واضح کړي وه چې د هرچا ګډون به په شخصي ډول وي؛ خو د کابل اداري مشر (اشرف غني او یوبل چارواکي عمر داود زي) په تکرار سره بیانونه خپرول چې ګواکې د دوی د خوښې کسان به د کابل ادارې په نمایندګۍ ګډون کوي، چې دا پخپله په واضحه ډول د یاد کانفرانس د ځنډیدو او سولې ضد هڅه وه.

۳ ــ څرنګ چې د کانفرانس ټول ترتیبات بشپړ شول د کابل ادارې چارواکو په ارګ کې مرموزې غونډې پيل کړې، د سرو کرښو او شرایطو خبره یې را مخې ته کړه، دعوه یې وکړه چې د یاد کانفرانس مشرتوب به هم دوی کوي، د ګډونوالو یو داسې لیست یې تیار او خپور کړ چې نه خو د قطر د غونډې له حال او مقام سره ښایېده او نه یې په غونډه کې د منل کیدو امکان وو، تر ټولو عجیبه یې داوه چې خپل ليست یې د کانفرانس له منتظمینو سره تر شریکېدو، تفاهم او موافقي وړاندي نشر کړ او په لوی لاس یې ګډوډي رامنځ ته کړه.
۴ ـــ په داسې حال کې چې د اسلامي امارت دریځ واضح دی، چې د مذاکراتو په سلسله کې به لومړی د مسئلې خارجي بعد حل کیږي او هغه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو وتل دی او د کابل له ادارې سره چې بې واکه او شړیدلې اداره ده مذاکرات د وخت ضایع کیدل دي.
له دې دريځ سره سره مو بیاهم د قطر کانفرانس په ليست کې تر دیرشو تنو ډیر د کابل ادارې د سولې شوری غړي او نور مامورین ومنل او په مجموع کې د لیست اکثریت برخه د کابل ادارې اوسني او پخواني غړي او خواخوږي شول، چې په شخصي بڼه به یې ګډون کاوه، بل پلو په کانفرانس کې د اسلامي امارت لخوا یواځې د پنځه ویشتو کسانو ګډون په پام کې وو؛ خو بیا هم د کابل ادارې چارواکو د دوه نیم سوه کسانو په جوړ کړي نا انډوله ليست ټینګار کاوه چې دا مناسبه هڅه نه وه.

۵ ـــ د افغانستان اسلامي امارت خپل ځوریدلي ملت او نړیوالو ته ډاډ ورکوي چې د سولې په روانه پروسه کې اسلامي امارت پوره حوصله کړې، د محترم ملا برادر اخند په مشرۍ د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړو شپه او ورځ خواري وکړه، زغم یې وکړ او تر اخري حده یې په خپل دریځ کې نرمښت و ښود؛ خو داچې د کابل ادارې چارواکو او پټو کړیو دا هڅه له خنډ سره مخ کړه مسئولیت يې هغوی ته راجع دی، د الله تعالی نصرت او د اولس ملاتړ به له موږ سره وي، د سولې دښمنان به په خپله پوه شي چې سهوه او اشتباه یې کړي وه.
۶ ــ په پای کې موږ له ټولو اشخاصو، جهتونو، خصوصا د قطر هیواد له درنو چارواکو د شخړو او بشری مطالعاتو د مرکز له مسئولینو او د هیواد دننه د سولې له مخلصو فعالانو څخه مننه کوو چې د دې پروسې په برخه کې یی مرسته کوله او تر اخره یې خپل وس وکړ الله تعالی دې ټولو ته اجرونه ور کړي، خصوصاهغه شخصیتونه چي دې کانفرانس ته یې د تګ تیاري وکړ، ځینو قدرمنو حرکت وکړ له ولایاتو کابل ته ور غلل حتي یوشمیریې دوحي ته ورسیدل موږ د ټولو د زحمتونو قدرونه کوو او دراتلونکو هڅو لپاره ښه حوصله ورته غواړو.
اسلامي امارت به د واقعي سولې د راوستو او افغان شموله اسلامي نظام ترقیامه پورې خپلې برحقې مبارزې ته دوام ورکوي، ان شاءالله تعالی

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • razmohammed mohmend (Montag, 22. April 2019 04:24)

    afghangoverment is represent of all afghanistan,a few warlord/corrupt+karzai teammate can not be represent of all afghans.if talibs really not soldout of isi.why do not want to do peace process in kandhr/herat/jabd or kabul.we knows talibs are in hand of pakistan
    zendabad afghanistan

  • ایاز نوري ازادي (Montag, 22. April 2019 10:28)

    شاغلی ذبیح الله مجاهد

    السلام علیکم
    ستاسو توضیح د قطر د وروستی افغاني غونډې د معطلیدو په باب ما ولوستله، تاسو حق په جانی یاست او اجراعات او موقف مو یو رغنده موقف دئ. دلته پړه په افغان حکومتي مسوولینو ورځي. خیر دلته مسله دیره لویه او د یوه مظلوم ولس د برخلیک موضوع مطرح ده. ستاسو دغه موقف سره هم زه موافق یم، چی لومړی باید د افغان کشالی بهرنی اړخ د ناتو د عسکرو د بشپړ وتلو موضوع روشانه شي او بیا داخلی اړخ ته رجوع وشي. د ژر سولی د راتګ په هیله... ان شاء الله تعالی

    په درنشت
    ایاز

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind