27.02.2018 (08.12.1396)
د قطر دفتر که د طالبانو لنګه غوا؟
لیکنه: خوشحال آصفي

د قطر دفتر د تړلو لپاره د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې وروسته اوس د افغانستان سولې عالي شورا هم د دغې دفتر له تړلو سره موافقت وښود. د سولې شورا وياند سيد احسان طاهري تېره ورځ د يو خبرې کنفرانس له لارې خلکو ته وويل چې افغان حکومت غواړي چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وتړي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې کب مياشتې په اتمه او نهمه نېټه په کابل کې د افغانستان سولې اړوند د کابل پروسې غونډه ترسره شي. له دغې غونډې به يوه مياشت وروسته د سولې اړوند بله غونډه به په تاشکند کې ترسره شي.

په قطر کې د طالبانو دفتر له ننه کابو شيږ کاله وړاندې د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي په ۲۸ نېټه د مازيګر په شاوخوا شپږ نيمو بجو رسما پرانيستل شو. هغه مهال د دې دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او وسله والو طالبانو استازو او د قطر چارواکو برخه اخيستې وه. په قطر کې د سیاسي دفتر پرانيستلو اړوند وسله والو طالبانو ويلي ول، چې ياد دفتر يې له نړيوالو سره د خبرو کولو او اړيکو د ښو کولو په موخه  پرانيستى دى. دوی ويل چې په قطر کې د دفتر له پرانيستو سره به له افغانانو سره ليدنې کتنې وکړي او د ملګرو ملتونو، نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او غيرحکومتي موسساتو سره به اړيکه ټينګه کړي.

خو د شپږو کالو په تېرېدلو دغې دفتر يواځې دومره وکړل چې له نړيوالو سره د طالبانو اړيکې پېاوړې کړې، دغې ډلې ته يې نوي ملاتړ کوونکي پيدا کړل. نور نه يې له سولې سره مرسته کړې او نه يې کوم طالب له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته هڅولی دی. کله چې افغان حکومت درک کړه چې د قطر دفتر د افغان حکومت پر ځای له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړيکې ټينګې کړې نو يې د تړلو ګواښ وکړ. څه موده وړاندې ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې وويل چې که سوله ونه کړي نو دوی به يې د قطر دفتر وتړي. همداراز د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم وويل چې د قطر دفتر بايد وتړل شي. خو طالبانو په بار بار د قطر دفتر له تړل کېدو سره مخالفت کړی او تل يې حکومت د سولې لپاره په نيت نه لرلو تورن کړی دی.

 

طالبان ولې د قطر دفتر له تړلو سره مخالفت کوي؟

طاليبانو ته د قطر دفتر ګټې:

  • طالبانو ته په کلني ډول په سلګونو ميلونه ډالر چنده راټولول او دلته پرې وحشت ته دوام ورکول
  • د نړۍ له لويو استخباراتو سره د طالبانو نوې يارانې زمينه برابرول
  • په نړۍ کې د طالباني نظام ژوندي ساتلو لپاره لابي ګيري کول
  • مسکو، ايران، ترکيه او نورو هېوادونو ته د طالبي مشرانو د سفرونو همغږي کول
  • طالبانو ته روحيه ورکول چې مالي منابع يې نه وچيږي او خپل جنګي ماشين بايد وچلوي

اصلاً نه طالبان د سولې نيت لري او نه هم د قطر دفتر د سولې لپاره کار کوي. دغه دفتر خو يواځې د طالبانو د جګړې د تمويل لپاره د مالي منابعو پېدا کونکې مرجع ده او بس.

په همدې اساس د ولس لويه برخه د قطر دفتر د تړل کېدو غوښتونکې ده. سمه ده چې د قطر دفتر په تړلو سره به خلک داسې وانګېري چې ګويا حکومت د سولې نيت نه لري ځکه خو يې د قطر دفتر وتړلو. همدا ډول د قطر دفتر تړل به وسله والو طالبانو ته د خونړيو بريدونو ترسره کولو يوه بله پلمه هم په لاس ورکړي، ځکه دغه دفتر خو د دوی د مالي سرچينو پيدا کولو اساسي مرکز و.

خو که د مسالې ژورو ته ښکته شو نو معلوميږي چې د قطر دفتر د دې تر څنګ چې له سولې سره يې کومه ګټه نه ده کړې؛ بلکې اضافه يې طالبانو ته نور مالي ملاتړي او جنګ تمويلوونکي پيدا کړي دي. دغې دفتر د طالبي نظام د ژوندي ساتلو لپاره په نړيواله کچه لابي ګيري کړې ده نو په همدې اساس يې تړل ګټول ګام دی. حکومت بايد د قطر دفتر تړلو سره د سولې دروازې ونه تړي بلکې له بېلابېلو لارو دې له وسله والو مخالفانو سره د خبرو دروازې خلاصې پريږدي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Dienstag, 27. Februar 2018 22:28)

    لمړی : ددی لیکنی عنوان بی مورده دی ( د قطر دفتر طالبانو ته لنګه غوا جوړه شوه؟ )
    د قطر دفتر یو کوچنی دفتر او څو کسه طالبان پکی هستوګنه لری د کابل غلامانو د ګیډړانو په شان بغاری وهلی چه طالبان ادرس نه لری د چا سره خبری وکړو اوس چه یی ادرس پیدا شو د کابل د غلامانو او بادارانو د پاره لنګه غوا چوړه شوه چه د دی هیواد اصلی وارثانو سره د روغی جوړی خبری وکړی شی. دی کی شک نشته چه طالبانو ته به هم ګټه ولری مګر دیره ګټه یی د کابل غلامانو او بادارانو ته ده .
    دوهم : د طالبانو دفتری کابل کی وی دجال د ۴۸ هیوادون ( نړیوال کفر ) په مټ ورله د هیواد خپلواکی ونړوله او په ځای یی د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره وټومبله یعنی د جال ورته دجالی جنتونه ( معاشونه او مقامونه ) ورکړل په حقیقت کی طالبان د کابل غلامانو ته لنګه غوا جوړه شوه که طالبان نه وی د کابل مافیی دغه مقامونه په خوب او خیال کی هم نه وو لیدلی
    د خندا وړ وایی دروغحن حافضه نه لری تاسی لیکلی چه د سولی شوری هلته د قطر د دفتر مخالفت وکړو چه مشر دجال ( ټرمپ ) مخالفت وکړو نوری دلایل که ایسته کړو همدا دلیل د کابل د غلامانو د د غلامی د پاره بسنه کوی څه چه ورته باداران دیکته کوی یعنی د څه کولو او نه کولو چه ورته وایی هماغه کوی یا نه کوی .
    دریم : داخبره چه د خارجه وزارت څوک پکی وو غلطه ده، حتی هغه وخت هم کرزی د قطر دفتر د کلیمی طیبی د بیرغ په لوړولو وتړلو ، طالبان قطر کی د هغه دفتر له مخی نشته ( په دی چه کرزی او حزب د طالبانو او امریکا د سولی له پروسی نا خبره پریښودل شوی وو ) .
    څلورم : دا خبره چه د کابل غلامان به د خپلو با دارانو په مټ قطر کی د طالبانو د فتر وتړی د قطر د حکومت خپلواکی هم د پوشتنی لاندی راولی .
    پنځم : د طالبانو سره له الله ج غیره څوک مرسته نه کوی څه وسلی یی له مخکی لرلی ، څه دازاد مارکیت رانیسی او ډيره برخه یی د کابل له غلامانو او بادارانو په جنګو کی غنیمت کړی . نور هیوادونه که ورسره مرسته کوی هغه به داسی مرسته وی لکه د پرونو مجاهدینو سره چه امریکا کوله کمونیزم د دواړوه دشمن وو ځینی هیوادونه به طالبانو سره په همدغه حساب مرسته وکړی او لا به یی کړی وی مګر نه داسی مرسته لکه امریکا چه یی د کابل غلامانو سره د خاوری ، خلکو او خپلواکی د پلورلو د پاره کوی مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder