09.12.2018 (18.09.1397)
د غني غټه اشتباه؛ په ماشومانو يې چوکۍ ليلام کړې
لیکنه : خوشحال آصفي

وروسته له هغې چې د ولسمشر غني په حکم يوه ۲۶ کلنه نجلۍ د کورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژۍ د معينې په توګه ټاکل شوې؛ ګڼ شمېر خلکو د ولسمشر غني ياد اقدام خندونکی او د هيواد په زيان بللی دی. د راپورونو له مخې حکومت په تازه اقدام کې حسنا جلیل د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ معینه ټاکلې ده. حسنا جليل ۲۶ نجلۍ ده چې له دې وړاندې د کانونو او پطروليم وزارت د پاليسی رياست سرپرستې په توګه يې دنده ترسره کړې ده. د ولسمشر لخوا په يو مهم سياسي لوړ پوست باندې د يوې ۲۶ کلنې او کم تجربې نجلۍ ټاکل کېدو؛ پر حکومت او په خپله پر ولسمشر غني د خلکو لخوا تندو نيوکو ته لا زمينه برابره کړه.

څو پوښتنې چې بايد ولسمشر غني يې ځواب کړي

که څه هم د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ مقام چې يو مهم کليدي او سياسي پوست دی؛ پرې د يوې ميرمنې ټاکل نوښت دی او نيک اقدام دی، اما د حسنا جليل ټاکل کېدو چې د عمر او تجربې له مخې بيخي ماشومه حسابيږي؛ د خلکو په ذهنونو کې ډيرې پوښتنې پيدا کړې دي.

  1. خلک پوښتنه کوي چې آیا د ملي يووالي په حکومت کې د کدرونو قحط الرجال دی چې يوه ماشومه او بې تجربې نجلۍ ته حکومت مجبوريږي او په مهم بست يې ګماري؟
  2. آیا دا پوست دومره بې ارزښته او د مسوليت له مخې دومره کم دی چې يوه ماشومه او کم تجربې نجلۍ ته يې صلاحيت ورکول کيږي؟
  3. که د حسنا جلیل عمر په نظر کې ونه نيسو نو آيا نوموړې له کوم نظامي پوهنتونه فارغه ده چې د امنيتي بنسټ (کورنيو چارو وزارت) په مهم سياسي پوست ګمارل کيږي؟
  4. آيا حسنا جليل په نظامي برخه کې د کال يا کم تر کمه د يوې مياشتې قدر هم تجربه لري؟
  5. آيا دغه اوسنۍ معينه صاحبه د ستراتيژۍ او پاليسۍ په تعريف او قوانينو پوهيږي؟
  6. آیا حسنا جليل د افغانستان له حالاتو خبرداري لري د افغانستان په اړه د سيمي د استخباراتي کړيو له نيت خبره ده؟
  7. آیا دغه نوې ګمارل شوې ماشومه معينه پوهيږي چې طالب څوک، داعش څوک، القاعده څوک او څنګه په کابل کې بريدونه پلانوي؟
  8. يا دغه بيچاره ګۍ نوې معينه کولی شي چې د افغانستان يوې نا امنه ولايت يا کم تر کمه د کابل یوه ولسوالۍ ته سفر وکړي؟
  9. د کورنيو چارو وزارت هغه جنرالان او نظامي لوړ رتبه چارواکي چې د پاليسۍ او ستراتيژۍ د معين له لاس لاندې کار کوي او ياد معينیت ته راپور ورکوي؛ څنګه کولی شي يوې ۲۶ کلنې ماشومې ته سلامي ووهي؟
  10. آيا دا د يو جنرال او يا بل نظامي چارواکي لپاره توهين نه دی چې يوې بې تجربې او کم عمرې نجلۍ ته سلامي ووهي او راپور ورکړي؟

حسنا جليل څنګه په لوړ پوست ګمارل شوې؟

په داسې حال کې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ټول احتمالي نوماندان سر له اوسه د خپل ځان لپاره کمپاينونه کوي او ولسمشر غني هم په غير مستقيم ډول ځان ته کمپاين پیل کړی دی؛ نو ډير احتمال شته چې د کورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژی معينيت په پوست باندې د حسنا جليل د ټاکل کيدو تر شاه هم سیاسي معامله موجوده وه. امکان لري چې حسنا له داسې يو چا څخه ولسمشر غني ته معرفي شوي وي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې اشرف غني ته کمپاين وکړي. بل احتمال بيا بهرني فشارونه کيدلی شي چې ممکن اشرف غني د بهرنیانو د فشارونو په نتيجه کې حسنا جليل ته ياد پوست ورکړی وي. ځکه حسنا جليل هغه څوک ده چې په امریکا کې يې زده کړې کړي دي.

حسنا جليل به څومره اغېزمنه وي؟

دا سمه ده چې افغان ولسمشر غني تر ډېره هڅه کړې چې ځوانانو ته په کابينه کې ونډه ورکړي؛ اما دا په دې معنا نه ده چې د کورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژۍ په څېر په لوړ سياسي پوست دې کم عمره نجلۍ وګمارل شي. او دا هم سمه ده چې آغلې حسنا جليل په امریکا کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې دي اما د حسنا زده کړې نظامي نه بلکې نوموړې د ادارې او تجارت برخه کې لوړې زده کړې کړي دي. که همدا نجلۍ د تجارت په وزارت کې په همدې پوست ګمارل شوی وای نو بیا هم ممکن دومره نامناسبه نه وای، اما په سياسي پوست يې ګمارل د غني لويه اشتباه ده.

ځکه د افغانستان په شان هيواد کې چې په خپله د ملي يووالي د حکومت د مشر اشرف غني په وينا په کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعاليت لري، په داسې يو هيواد کې چې د نړۍ د قدرتونو او د سیمي د استخباراتي کړيو د نيابتي جګړو په ډګر بدل شوی وي او په داسې هيواد کې چې روانه جګړه ترې د ورځې په لسګونو شهيدان اخلي؛ د کورنيو چارو وزارت د ستراتيژۍ او پاليسی معينیت په شان په لوړو سياسي څوکيو د حسنا جلیل په شان د ماشومانو ګمارل له ناکامۍ او شرمندګۍ پرته بله نتيجه نه لري او حکومت بايد ژر تر ژره په خپلې دغې ګمارنې له سره غور وکړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Dienstag, 11. Dezember 2018 09:27)

    زموږ هم عجیبه ساده خلګ دي. بیځایه او ناحقه اعتراضات کوي. ولس مشر او وزیر ښه پوهیږي چي د اړوند موقف لپاره د څه ډول تجاربو او قابلیتونو ضرورت سته. او ساده لیکواله ته څه خبر یې چي ددې چوکۍ مسئول به کوم کوم کارونه اجراء کوي. دا تا چي پورته لازمو قابلیتونو ذکر کړئ دئ هغسي نفر ته هغه مهال اړتیا وه چي زموږ استخباراتو بهرني ملاتړي نه لرلای. اوس خو اړوند کارونه ټول بهرني استخبارات راته کوي. موږ باید داسي معینه ولرو چي دا بهرنیان یې وخ ته وګوري خوند ورکړي. اوس نو چي ته یو ببر بریتور ورته کښینوې خارجي مربیان به ملاقات ته لا نه ورته راځي. خو زه حیران ودې ته یم چي غني بابا به رولا ادې ته په رشوت کي څه ورکړي وي چي په دې مقرري خوا بده نه کړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind