23.08.2016 (02.06.1395)

د غني او عبدالله شیطاني ‌‌‌‌‌‌ډرامه!

ادریس ستانکزی

دوه کاله وړاندې د هیواد د اساسي قانون خلاف د امریکا په سفارت کې د ملي وحدت حکومت په نامه یو هوکړه لیک لاس لیک شو چې له حکومت څخه يي مشروعیت او له مشرانو څخه يي محبوبیت واخیست.

له دوه کلونو وروسته د حکومت د بې کفایتۍ او دواړو مشرانو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو له کبله د افغانانو او نړیوالو لخوا پر حکومت د نیوکو ګراف ورځ تر بلې په لوړیدو دی. آن تر دې چې پدې وروستیو کې یې حکومت د راپرځولو له ګواښ سره مخ کړی وو. چې دا کار د ارګ او امنیت شورا د سټراټیژیکو چارو سلاکارانو په تېره بیا انګریزانو اندیښنې را وپارولې ځکه یې حکومت ته د کاذبو پرمختګونو، لاسته راوړنو او شخصیت سازي او تبلیغاتو مشوره ورکړه او ښه بیلګه يي د نیویارکر د مجلې مقاله وه چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت کارکونکو لیکلي وه او د خپرولو لپاره یې افغان حکومت نوموړې مجلې خورا ډالري کڅوړې وسپارلې، چې له نیکه مرغه موده وروسته د سناریو اصليت د کابل نیوز لخوا په ډاګه شو.

په تیرو دوو کلونو کې وړه اختلافات حکومت کې معمول وو خو تیره اونۍ د ځوانانو د لمانځ غونډې په ورځ ارګ او اجرایه ریاست یو بل ته د توندو نیوکو مورچلې ونیولې او د دواړو مشرانو منځ کې د ژور اختلافات خبرونو ټول ولس اندیښمن کړ! اما دا اختلافات د ولسمشر او اجرایه رئيس لخوا د افغانانو د غولولو او فریب لپاره یو مخکي جوړ شوي پلان وه.

د حکومت مشروعیت، لویه جرګه، د هلمند جګړه، د جمعیت کنګره او د پښتنو غوصه باید شنډ او له مطبوعاتو لیري شوي واي نو ځکه ولسمشر غني او اجرایه رئيس عبدالله عبدالله د ژور اختلافاتو موضوع مطبوعاتي کړه او د خلګو او رسنیو اذهان يي له اساسي مسایلو او غوښتنو واړول.

تیرو دوو کلونو کې د ولسمشر غني د خیانتونو او غلط سیاست له کبله حامد کرزي، رحمت الله نبیل، نورالحق علومي، جمعه خان همدرد، ظاهر قدیر، داود شاه صبا، جیلاني پوپل او په لکونو ځوانان او سلګونو قومي مشران د ارګ حمایت نه لاس په سر شول؛ او په دې برخه کې اجرایه رئيس عبدالله عبدالله هم له ولسمشر کم نه دي او د مفکورې او کمپاین ملګرې يي ټول له ځانه خفه کړل؛ تر دې حده رسیدلي ول چې عبدالله عبدالله خپل د نږدې ملګرو لکه عطا محمد نور، امرالله صالح او یونس قانوي پر ضد مجالسو کې ‌‌‌‌‌‌ډير څه ویل او جمعیتانو هم دا فیصله کړي وو چې نور به د عبدالله پر ضد د جمعیت په کنګره کې چې څو راتلونکو ورځو کې جوړیږي موقف نیسي، عبدالله عبدالله ته دا هم ویل سوې وه چې نور به پينجشیر ولایت ته نه راځې. نو دواړو مشرانو خپل طرفدارانو کې د ملاتړ د بیا جلب لپاره یو بل ته د بهرنیانو په سلاء ‌‌‌‌‌‌ډرامه يي سنګرونه ونیول او خلک يي یو ځل بیا وغولول.

دری کې یو متل دی: آزموده را آزمودن خطاست. او افغانانو څو ځلې په وار وار دا خطا او اشتباه کړي چې د غني او عبدالله په شان مشرانو باندې لا هم باور کوي. بیده ولسونه که ویښ نه سي نو هلاک کیږي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder