نورالمشایخ حضرت فضل عمر مجددي، دعد ليې وزارت پخوانی وزير
محمد ایاز نوری آزادي

07.05.2017 (17.02.1396)

د غازي امیر امان الله خان اعتماد او د مجددیانو غداري

افغان محقق احسان لمر ته یې ډالی کوم
محمد ایاز نوري آزادي

 

دروند افغان لیکوال او د تاریخ څېړندوی شاغلي احسان لمر د افغان جرمن انلاین د نظریاتو په کړکی کښې زما په پته، ۲ د می د مجددي د کورنی د یوه غړي شاغلي شاه آقا مجددي له کتاب « مختصری پیرامون زندگی نامه حبیب الله کلکانی  »، څخه دغه په زړه پورې یو بشپړ ناروا او درواغ تحریري تهمت د افغانستان د خپلواکي د محصل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان ( رح ) د آزادیپال شخصیت د تخریب لپاره، درج کړی دۍ، چې په تاریخي لحاظ مهم ده، لمر صاحب لیکي:

« من تا کنون سه کتاب از ایشان بدست دارم، کتاب محترم داکتر فضل غنی ، محترم شاه آقا مجددی بنام (مختصری پیرامون زندگی نامه حبیب الله کلکانی) و(خاطرات سیاسی حضرت محمد صادق خان مجددی)، در هیچ یک نهضت مشروطیت و امانیه نه تنها که تائید نشده بلکه به شدت مورد تاخت و تاز هم قرار داشته به گونه مثال جناب شاه آقا مجددی غبار و محی الدین انیس را خلعت گیر؟؟؟ نظام نادر خان دانسته می نویسد: " شاه (امان الله خان) به مجرد رسیدن به مسکو مورد استقبال شخص لینن قرارگرفته و در شوروی از شاه افغانستان استقبال گرمی به عمل آمد... دماغ و مغز او در کار خانه کثیف لینن از عقاید اسلامی شست و شو گردید و..."؟؟؟

قابل یاد آوری است که ولادمیر ایلیچ لنین بنیانگذار حزب و دولت شوروی سابق در(21جنوری1924) درگذشت Vladimir Illich Oulianov Lénine {22اپریل.1870ـ 21.جنوری 1924.} ولی شاه آزادۀ افغان چهارسال بعد از مرگ لینن به شوروی سفر نموده بودند یعنی از تاریخ (14 الی 29 ثور1307 ش مطابق 3 تا 18 می 1928 م).

در کتاب (خاطرات سیاسی) مخالفت شدید به معارف، به خصوص تعلیم برای نسوان، قوانین یا قانون گذاری دورۀ امانیه، آزادی مطبوعات و خصومت بی انتها با بیدارگران همچو محمود طرزی، انیس، داوی، میر سید قاسم و صدهای دیگر به صراحت به ملاحظه می رسد که شما قصۀ کامل خوانید از این مجمل. در آینده نزدیک چند سطر دیگر هم در این باره به نشر خواهم رسانید ان شاء الله

زه منلي لمر صاحب ته عرض کوم، چې بلی صاحبه، دغه خدای وهلي لیکوال او د تاریخ دقیق؟ څېړندوی شاغلي شاه آقا (مجددي) د شوروي اتحاد د دولت موسس ولادیمیر ایلیچ لینین د ( کا لینین ) سره غلط کړی دۍ...؟!، یا هم فکر کوم عمداً د دې لپاره، چې د هغه په باور د دې لپاره، چې خپل قول وزین کړي او د انګلیس د استعمار ګرو د زیاد رضایت د حصول لپاره  د مشر غازي شخصیت کلک تخریب کړي، نو د شوروي د موسس نوم یې ذکر کړی. زه به دلته د خپل د خاطرو د ثبت د آرشیف څخه د مشر غازي د وراره حقوق پوه مرحوم کبیر الله خان ( سراج ) دغه توضیح لمر صاحب او خپلو هیواد والو ته تقدیم کړم.

 سراج صاحب په تیلیفوني خبرو کښې، اګست ۲۰۱۰ز کال، داسی فرمایل: « دا د ۱۹۵۱ز کال اوړی وه او زه د ایټالیا د روم په سفر د خپل کاکا غازي امان الله په کور کښې ورسره وم. یوه ورځ د مازیګر مل وه او زه د غازي سره بهر په قدم وهلو ووتم. د خبرو په ترڅ کښې کاکا وویل، کله، چې زه د افغانستان پاچا وټاکل شولم په هم هغه پیل کښې دغه د مجددي د کورنی غړي له یوې مخې ماته شاهي ارګ ته راغلل او ټولو په اوو قرانونو زما سره قسم یاد کړ، چې مونږ به تاته خیانت نه کوو!، زه مسلمان وم، ما د هغوی پر قرآن کولو باور وکړ، لاکن بیا معلومه شوله، چې د هغوی قسم خوړل رښتیني نه وه.»

دري متن: « زمانیکه من پادشاه افغانستان انتخاب شدم، در همان آغاز همین اعضای خانواده مجددي از یک سر به ارگ شاهي نزد من آمدند و به هفت قرآن با من قسم کردن که ما بتو خیانت نمیکنیم، مه مسلمان بودم، قسم به قرآن ایشانرا باور کردم، لاکن پستر معلوم شد که قسم شان راست نبود.»

هیله مند یم، چې افغانان خصوصاً نوی ځوان نسل ښه متوجه اووسي، چې د هغوی د اسلامي عقیدې څخه ناوړه استفاده هم پخوا شوې ده او اوس هم کیږي، له هغې جملې دغه پورتني سند ته وګوری، چې د یوې مشهورې دیني کورنی یو غړی حضرت شاه آقا مجددي په لیکلي توګه درواغ وايي او زمونږ د ملي اتل د رټلو لپاره نا حقه تهمت ته هم لاس اچوي او غازي امان الله خان باندې د یوه ملحد کمونست تور پورې کوي او د کور نور غړي یې نیوکه هم پرې نه کوي او ځانونه غلي نیسي، معنی دا چې ته حضرت صاحب شاه آقا ښه کوې، په هره ناروا وسیله هم،  چې وي دغه افغان عظیم او ویاړمن زعیم باید تخریب کړو. که په تاریخي اسنادو او له هغې جملې د سقاوي حکومت په مقابله کښې د غزني څخه د غازي امان الله خان  بیرته رجعت ته ځیر شو، د هم دغې د مجددي د کورنی یو غړی فضل عمر ملقب په نورالمشایخ په هدایت د هغه وسله وال مریدان ول، چې اماني قواء ته یې ملا ورماته کړله. زه د یوه افغان په توګه د مجددي د خاندان د یوه کس ته، چې ځان حقیقت ویونکی بولي دا پوښتنه ورته مخته کوم، چې دغه حضرت نورالمشایخ دا صحنه د سر په سترګو لیدله، چې د اماني مستقل دولت سقوط د یوې انګلیسي ملي ورانکاری لړی ده او دا يې هم لیدل، چې جنرال نادر خان د انګلیس د یوه موظف په حیث د بادشاهي مقام ځانته غصب کړ، دا حضرت بیا څنګه د نادرشاه په حکومت کې د عدل وزیر مقرر شو، یا دغه خدای پرسته حضرت ولې په انګلیس راوستلي دولت ګښې په شعوري توګه دا مقام قبول کړ او که دئ  هم د انګلیسي استعمار یو توظیف شوی کس وه او د نادرشاه سره یې هیڅ ستونځه نلرله...؟!.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • A. Halim Hakimi (Montag, 08. Mai 2017 09:59)

    A great practical topic by Mr. Nori-Azadi with the following additional thought:

    If there ever were a group that harm the interest of Afghanistan big time, Some of Al-Mojaddidis' are in lead in all categories. Afghanistan is divided as territories between them, operating as Pashtuns in eastern, Tajik in western and northern and Balouch in border region of Afghanistan making leech style living in the absence of any real productivity. Almost all of them utilizing a simple deception technique of locally called " Ouff O Chuff " filling coffers freeloader style, keeping the community they are in backward.

    Pass through the pages of history, easily trace them brought into Afghanistan as " sleeper cell " and due to non-analytical thinking of most Afghans presented successfully as holy personalities.

    Some members of Mojaddidis' clan are so bold that in exchange for the right reward, issuing an " Estekhara " nationwide to oust a progressive king successfully century ago and again another one to help seat a president recently.

    An enemy within is always more dangerous than the enemy without.

  • A. Noori Azadi (Montag, 08. Mai 2017 20:57)

    Thanks a lot mr. Hakimi.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder