13.07.2019
(22.04.1398)
ډاکټر عبدالرحمن زمانی
د عين الدوله شهزاده امان الله خان عدالت او سخاوت
(د هيواد د خپلواکۍ د گټلو د سلمې کليزې د رارسيدو په مناسبت د بريتانوي هند د اسنادو له آرشيف څخه)
د شهزاده امان الله خان په هکله د کابل د امير حبيب الله خان په دربار کې د بريتانوي هند د استازي حافظ سيف الله خان د استول شوي يوه سياسی – استخباراتی رپوټ پښتو ژباړه:
حافظ سيف الله خان د ۱۹۱۶ ميلادي کال د جولای د اتمې نيټې په خپل رپوټ کې ليکلي چې « دغه لاندې کيسه د عين الدوله شهزاده امان الله خان د عدالت او سخاوت څرگندونه کوي:
ويل کيږي چې يو مظلوم هزاره د اوږدې مودې دپاره د په کابل کې سرگردانه ؤ، او د وسيلې او پيسو د نه درلودو له امله يې خپل هغه فرياد او عرض د چارواکو غوږونو ته رسولای نشو، د کوم دپاره چې کابل ته راغلې ؤ.
نوموړي هزاره يوه ورځ شهزاده امان الله خان په لاره کې په آس سپور وليدو او خپله پگړۍ يې د هغه مخې ته په ځمکه وويشتله، کوم چې د سخت خپگان او پريشانۍ څرگنده نښه وه.
شهزاده خپل آس و درلولو تر څو د هغه پر ستونزې ځان پوه کړي او هغه ته يې وويل چې د ده کور ته ورشي. خو بې وځله هزاره وايي چې څه شته او زر نه لري چې د هغه د څوکيدارانو لاسونه پرې غوړ او د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي . شهزاده ورته د زرو دوه کابلۍ روپۍ ورکوي. تر هغه وروسته هغه سړی د شهزاده کور ته ځي او څوکيدارانو ته د سرو زرو د سکو په ورکولو سره د ننوتلو اجازه تر لاسېه او خپل هدف ته رسيږي.
هغه شهزاده ته وائي چې د سرو زرو د دوو سکو په ورکولو سره يې د راتگ اجازه تر لاسه کړې ده. پدې خبره شهزاده څوکيداران راغواړي، لټوي يي او د سرو زرو د سکو په راويستلو سره امر کوي چې مخونه يې تور او تر وهلو ټکولو وروسته يې له خپلو دندو گوښه کړي».
(پای)
سرچينه:
Afghanistan & North West Frontier Diaries (L/P&S/10/202). Diary of the British Agent at Kabul Hafiz Saifullah Khan. Foreign & Political Department No. 1136-17.7.16-26.
ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .
Your comment will be published after review by Directorate