22.10.2016 (01.08.1395)

د طالب، امریکا اوحکومت د سولې پټې او ښکاره خبرې

نظرمحمد مطمئن- لیکوال او شناند

ګارډین او رویټرز راپورونه نشر کړل چې د طالبانو، امریکا او افغان حکومت ترمنځ د سولې پټې خبرې شوې.

افغان حکومت محتاط غبرګون وښود، دا خبرونه یې نه رد او نه هم تاید کړل. دا ډول د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند ښاغلی سهیل شاهین یواځي د امنیت ملي د مشر معصوم ستانکزي سره د لیدو خبرې رد کړي، له امریکا او افغان حکومت سره یې د خبرو تردید نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له معصوم ستانکزي او  د افغان حکومت له چارواکو سره پټې خبرې رد کړي، پداسي حال کې چې د امریکایانو سره یې خبرې نه دي رد کړي.

طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وایې چې له امریکا سره نږدې د روان کال د فیبروري میاشتې  راهیسې د طالبانو خبرې رواني دي، او په دي موده کې څو ځله له امریکایانو سره لیدنې کتنې شوې، دا ډول د ا هم بعیده نه ده چې په یاده موده کې به  د افغان چارواکو سره هم تماسونه نیول شوې وي.

ممکن چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دا ډول افغان چارواکو سره د تماسونو په وخت کې د طالبانو لخوا د بهرنیو پوځیانو د وتلو او یا هم د وتلو مهالویش باندي بحثونه شوې وي، فکر کیږي چې طالبانو ته به تر ډیرو نورو مسایلو د بهرنیانو وتل او یا هم د وتلو مهالویش اړین وي.

دا ډول د یو داسي نظام چې افغان شموله وي، او ښکیلو سیاسي او نظامي جهتون ته د منلو وړ وي، د واک انحصار پکې نه وي، د قطر دفتر په رسمیت پېژندل او له دي سره د طالبانو نومونه له تورلسټ څخه لیرې کول هم هغه مسایل دي چې د خبرو په جریان کې به پري بحث شوی وي.

افغان حکومت او امریکا ممکن د طالبانو څخه د اوربند غوښتنه ولري، داچې په ټول هیواد کې په یو وخت کې د جګړې اړوند اوربند به  مشکل وي، ممکن په ځینو نورو لارو چارو هم فکر شوی وي، البته که مذاکرات مخکې ولاړ شي.

د اوربند اړوند داسي امکانات به هم موجود وي که چیرته له کومې سيمې او یا ولایت څخه په بشپړ ډول بهرني پوځیان وځي، او هغه سېمه امن اعلان شي چې طالب په خپلو سېمو کې او حکومت په خپلو سېمو کې و اوسي،   مثلا هلمند څخه بهرني پوځیان که ووځي، او اوربند باندي خبرې وشي.

دا ډول سيمې د توازن پر بنیاد تر هغه وخت پوري چې په نظام باندي هوکړه کیږي، د محلې ادارو لخوا کنټرول شي، هغې سيمې چې له طالبانو سره دي، هلته به د هغوی واک وی، او چیرته چې مرکزونه او د حکومت کنټرول وی، هغه سيمې به د حکومت تر کنټرول لاندي وي. یو مخیز او په بشپړ ډول اوربند به مشکل وي.

بهرنیان او افغان  حکومت به غوښتنه لري چې په اساسي قانون کې تغیرات مني، ولي ټیګار به کوي چې ځینې فصلونه چې ډیموکراسي او د ښځو حقونه، د بشر حقونه، د حکومت بڼه،  په دي فصلونو کې د تغیر څخه مخنیوی وشي، ولي د طالبانو لخوا منل به یې جنجالي او ستونزمنه مسئله وي.

داچې اوسنی نظام دي له یوې مخې له منځه ولاړشي، فکر کوم هیڅ سیاسي او ښکېل جهتونه به دا ونه غواړي، بلکې د نظام جوړښت او تشکیل وساتل شي، ولي اړین اصلاحات پکې راوستل شي.

ویل کیږي چې د طالبانو لخوا هم د افغان حکومت سره په راتلونکې کې د خبرو او مذاکراتو په تګلاره باندي غور کیږي، ترڅو داسي تګلاره جوړه شي چې د هغې په رڼا کې خبرې دوام پیداکړي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د سولې د مذاکراتو په موخه پرانستل شوی، او طالب استازي د سولې مذاکراتو په موخه هلته تللي دي، داچې په نړیوالو کانفرانسونو کې طالبانو ویلي وو چې د دوی سره د جګړې مهم جهت امریکا ده، باید امریکا مخامخ خبرو ته حاضره شي، او دا ډول بین الافغاني تفاهم ته هم زمینه مساعده شي. ولي په تیرو وختونو کې امریکایان د طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه حاضریدل، دوه کاله مخکې جاپان هیواد کوشش وکړ چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه جوړه شي، ولي په وروستیو شیبو کې امریکایانو وویل چې طالبان باید رسما امریکا ته د خبرو وړاندیز وکړي، هغه څه چې طالبانو ونه کړل، خبرې ونه شوي.

ناروي هیواد هم زمینه برابره کړه، سید طیب آغا د هغه وخت د طالبانود قطر د فتر مشر ناروي ته سفر وکړ، امریکایانو موافقه  کړي وه چې د طالبانو له استازو سره به خبرې کوي، ولی بیا هم امریکایانو غوښتل چې د خبرو وړاندیز د طالبانو لخوا وشي، هغه څه چې طالبانو ونه کړل. او خبرې ونه شوي.

د پګواش دویمه ناسته چې قطر کې وشوه، یو شمیر افغان سیاستوالو ژمنه وکړه چې  د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته به زمینه مساعده کړي، دوی امریکا ته پرله پسې سفرونه وکړل، امریکایانو ته یې ممکن قناعت ورکړی وي، چې بالاخره امریکایان د طالبانو سره د افغان کشالي د حل په موخه په قطر کې کیناستل، او د امریکا له کیناستلو وروسته افغان حکومت هم خپل کسان قطر ته د طالبانو سره خبرو ته ولیږل.

د جهتونو ترمنځ به ممکن منل  شوې وه چې د خبرو دا جریان به پټ ساتل کیږي،  تر څو یو ډول نتیجه پرې مرتب شي، شک کیږي چې امریکایانو به دا خبرې ګارډین او رویټرز ته ورکړي وي. تر څو د خبرو دا لړۍ بیا ځل ودرول شي.

د سولې د خبرو دا يو ښه پرمختګ وو، چې پټې پاتې شوې وای، ممکن د دوو لاندي عوامله له امله خبرې رسنیزې شوې وي.

۱ – داچې جګړه شدت مومي، طالبان پرمختګ کوي، ددي لپاره چې جګړه مهار کړل شي، د طالبانو مورال کې کموالي راشي.

۲ – داچې امریکا کې دوه میاشتي وروسته انتخابات کیږي، د افغانستان وضعیت (جګړه او سوله) د امریکا پر انتخاباتو تاثیر لري، ډیموکراټان غواړي چې په افغانستان کې د سولې برخه کې امریکایې ولس ته خپل پرمختګ وښيې.

د سولې مخ کې خنډونه

هر کله چې د سولې اړوند پرمختګ کیږي، مخکې یې خنډونه په کور دننه، ګاونډیو او یا هم امریکا او نړیوالو لخوا پیدا شوې. د قطر دفتر پرانستل د سولې لپاره مثبت قدم وو، ښاغلي کرزي یې مخالفت وکړ، په دویم بن کې د قطر دفتر درسمي کیدو مخه کرزي ونیوله، له دي مخکې میاشتي میاشتي پاکستان کوشش کاوو چې د طالبانو رسمي دفتر د قطر پر ځای پاکستان کې وي، او دقطر دفتر سره یې مخالفت کاوو.

جاپان او فرانسه کې نړیوال کانفرانسونه وشوو، د طالبانو او حکومت استازو  پکې ګډون درلود، ښکاره پرمختګونه ولیدل شوو، پلان وو چې ترکمنستان کې د طالبانو د رهبري شورا دوه غړي او د قطر سیاسي دفتر دوه غړې ګډون وکړي، بیا هم د کرزي د حکومت لخوا هغه کانفرانس ته اجازه ورنه کول شوه.

ولسمشر غني له پاکستان سره اړیکې دومره چټکې وپاللي چې د ډيپلوماټیکو اصولو مراعت یې هم ونه کړ، د پاکستان د لوی درسیز دفتر ته ورغی، د پاکستان د مري ښار کې مذاکرات یو ډول وشوو، مګر ډیر ژر د ملامحمد عمر مجاهد د دمرګ خبرونه پاکستاني رسنیو ورکړل، او هغه پروسه ټکنۍ او ختمه شوه.

څلور اړخیزې ناستې پېل شوې، امریکا، چین، پاکستان او افغانستان څلور ناستې وکړي، پاکستان ژمنه کړي وه چې طالبان به خبرو ته کینوي، ونه توانیدل، او دا پروسه هم ودرول شوه.

د پګواش دوېمه ناسته وشوه، طالبانو پرې باور درلود، پرمختګ وشو، افغان سیاستوال وتوانیدل چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ ناستو ته زمینه برابره کړي. افغان دولت سره تماسونه  ته زمینه برابره شوه، پاکستان پکې خبر نه وو، کله چې پاکستان د پټو خبرو اړوند معلومات ترلاسه کړل، د طالبانو ځینې مشران یې ونیول او زندان ته یې یوړل.

مولوي احمد الله نانی، د طالبانو د رهبري شورا غړی، چې د یادو پټو خبرو ملاتړی وو، ونیول شو، ثاني ملاصمد او سلیمان اغا د طالبانو دویمه کچه مهم غړي هم پاکستان ونیول،  ممکن دا لړۍ دوام پيداکړي او ځینې نور طالب مشران هم ونیول او یا ستونزې ورته پيداشي، هغوی چې د سولې د مذاکراتو سخت پلوي کوي، او دقطر دفتر سیاسي لاسته راوړنو ته په مثبت نظر ګوري، دوی ته پخوا هم ستونزې پیداشوې او راتلونکې کې هم ممکن په سېمه کې ورته ستونزې پیداشي.

حالاتو ته په کتو سره که پاکستان د طالب مشرانو نیولو ته دوام ورکړي، ممکن طالبان هم سخت غبرګون وښيې او پایلې يې ممکن دواړو لورو ته خطرناکې وي.

سوله د  پاکستان له نظره

پاکستان غواړي چې د افغان سولې اړوند هر ډول خبرو اترو کې داخل او مهم رول پکې ولري، له همدې امله د طالبانو نیول کوي، او پر طالبانو فشار راوړي چې خپل امتیازات په سوله کې خوندي کړي.

د افغان سولي قربانیان د پاکستان او کرزي د حکومت په وخت کې  د طالبانو د دفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند ، ملا برادر اخوند، استاد یاسر او ملا اختر محمد منصور یادولای شو، دا ډول نږدې ۱۲ نور کسان چې د سولې اړوند يې په تیرو  لسو کلونو کې هڅې کړي، هغوی وژل شوي او یا هم له ستونزو سره مخ شوې.

کله چې د طالبانو د سیاسي کمیسون مشر مولوي عبداللطیف منصور په اماراتو کې له کای آی ډي سره د سولې خبرې په ۲۰۱۲ کې پیل کړي، ډیر ژر هغه د پاکستان له لوري ونیول شو، او پرځای یې د طیب اغا  اعلان هغه وخت وشو، چې کله له پاکستان څخه وتلی وو.

طالبان داسي نظریات لري چې د سولې خبرې د طالبانو قطر دفتر له لاري مخکې یوړل شي، مګر په اعتماد کې پاکستان او نور ګاونډي هیوادونه هم باید واخیستل شي، پاکستان غواړي د سولې مذاکراتو کې مطرح وي، ولي طالبانو د سولې مذاکراتو لپاره د اوس مهال لپاره قطر انتخاب کړی.

د پاکستان توقع ده چې د سولې مذاکراتو کې په افغانستان کې  د هند نفوذ کمولو امتیاز ترلاسه کړي، د بلوچستان مسئله یو طرفه کړي، د کشمیر مسئله کې له هند او نړیوالو امتیاز ترلاسه کړي.

د طالب مشرانو نیول به لنډ مهال پر طالب خوځښت منفي تاثیر ولري، ځکه مشران به یې پټ او پاشلي وي، ولي داچې د طالبانو نظامي کسان د هیواد په داخل کې دي ، د پاکستان لخوا یې د نیولو او تهدید ویره کمه ده، او نظامي خوځښتونه او پرمختګونه او شاتګ ټاکونکی وي.

افغان حکومت او افغان ولس ته د پاکستان له خوا د طالب مشرانو په نیولو کې ګټه نشته، د سولې مسئله نوره هم ځنډنۍ کولای شي. او داخبره روښانه ده چې پاکستان د افغان حکومت د ګټو لپاره طالب نه نیسي، بلکي خپل امتیازات اخلي، که داسي نه وی، ملابرادر اخوند به یې د کرزي او یا غني حکومت ته سپارلی وای.

پاکستان  ممکن افغانستان کې سوله وغواړي، او ممکن ویې نه غواړي، که د امریکا ګټې په نظر کې ولري، او امریکا په افغانستان کې د جګړې د دوام تګلاره مخکې وړي، غواړي چې روسیه، منځنۍ اسیا او چین له دي ځایه تر تهدید لاندي وي، دلته د جګړې نوي پروژې مخکې یوسي، په دي صورت کې بیا پاکستان فرا منطقوي ګټې نظر کې نیسي او په افغانستان کې به د سولې مخالفت کوي.

داچې پر افغانستان د امریکا تر حملې وروسته په پاکستان کې هم ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي، د پوځي او ملکي حکومت ترمنځ اختلافات هر وخت مخ په زیاتیدو دي، اوس مهال د پاکستان نږدې ټول سیاسي ګوندونه پرته له عمران خان ګوند څخه د پوځ په خلاف دي، او پوځ هم د ملکي او سیاسي ګوندونو سره ښه روابط نه لري، هغه څه دي چې پاکستان هم له ستونزو سره مخ دی. او که په افغانستان کې سوله رانشي، همدا ستونزې به نورې هم زیاتې شي، او پاکستان به له بحران سره مخ کیږي.

بلوچستان مسئله د پاکستان لپاره د دوی د ۱۶ کلنې ناسمې تګلارې زیژنده ده، بلوچ ازادي غوښتونکې په وازه خوله د هند د مرستو او ملاتړ غوښتنه کوي، که په افغانستان کې سوله رانه شي، پاکستان ممکن د وخت په تیریدو بلوچستان له لاسه ورکړي. دا ډول د کشمیر مسئله هم په دغسي کمزوري حالت کې پاکستان نه شي حل کولای، او د هند د نفوذ او قوت مخه به ونه شي نیولای.

سوله د افغان لورو له نظره

حکومت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، چپې او ښې لوري دا ډول طالبان،  هر لوری د سولې بېلابېل تعریفونه او وړاندیزونه لري.

حکومت کې ټول کسان د سولې اړوند یو ډول نظر نه لري، ځینې یې سوله د خپلو ګټو او تعریف له مخې غواړي، ځینې مطلق له طالب سره د سولې د مذاکراتو مخالف دی، او ځینې بیا د امریکا او بریتانیا لارښوونو ته منتظر وي. په حکومت کې د سولې اړوند پریکړه کوونکي په شمار څو کسان کیدای شي، په پریکړو کې د ډیرو خلکو نظرونه او وړاندیزونه نه اخیستل کيږي.

د سیاسي ګوندونو ځینې مشران د طالبانو سره سوله په موقت حکومت پوري مشروط تعریفوي، ځینې د طالبانو سره د سولې دخبرو مخالف او ځینې بیا داسي نظریات او ړاندیزونه لري چې اصلاً شوني نه وي، او د سولې مخ کې خنډونه ګڼل کیږي.

مدني فعالان چې تر ډیره په هیواد کې دننه فعال دي، د ځینو نړیوالو ادارو سره تماسونه او روابط لري، ډیر لږ یې د سولې پلویان دي، مګر ډیری یې د د سولې په اړه محتاط او حتی ځینې وختونه منفي  غبرګون ښيې.

پخواني پرچمیان، ډیری یې  له طالب او حزب اسلامي سره د سولې پلويان نه دي، اوسمهال په واک کي دي، غني ورته ډیر امتیازات او امکانات ورکړي، د راتلونکې حکومت د مشرتوب لپاره کار کوي، او ممکن راتلونکی مشر د پخواني پرچم ډلي څخه وي، البته که امریکایان او بریتانویان خپل حضورپه ۲۰۱۷ ز. کال کې همداسي وساتي. خلقیان بیا ډیری د طالب او حزب اسلامی سره د سولې پلوي کوي.

پخواني مجاهد مشران تر ډیره په یوه نظر دي، او سوله د حکومت سره داسي غواړي چې طالبان  د اوسني  حکومت  سره جوړ راشي، او د همدي اوسني نظام او حکومت له ټولې کمزورتیا سره بیا هم د اصلاح او سمون هڅې یې وشي.

طالبان بیا داسي سوله غواړي چې د اوسني حکومت پرځای داسي حکومت اعلان شي چې ډیری افغانانو او ښکیلو لورو ته د منلو وړ وي، تر ډیره د موقت او سرپرست حکومت خبره کوي، د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالویش له تضمین سره معلوم شي، د نظام شکل او استقلالیت تعریف شي، چې د افغان ولس ډیری برخه هم د همدغسي  سولې او نظام غوښتونکې دي.

سوله د امریکا او اروپا له نظره

امریکا غواړي چې په سېمه کې جګړه توده وي، تر څو چې ډیر فشار پري نه وي راغلي، ممکن هغه ډول سوله ونه مني  کوم چې طالبان یې غواړي، امریکا په افغانستان کې پر خپل نظامي حضور باندي ټینګار کوي، او نظامي حضور څخه یې د ځینو نورو موخو ترڅنګ ممکن داهم وي چې د پاکستان اټومې بټۍ تر کنټرول لاندي راولي، دا ډول امریکا به پر پاکستان فشار زیاتوي، هند ته به په سېمه کې نفوذ ورکوي، چین به د امریکا د هند د نفوذ زیاتولو له تګلاري سره مخالفت کوي، چین به په لوبه کې عملي اقدام ته مجبوره کیږي، او په دي ډول به امریکا د چین پر وړاندي د هند ملاتړ کوي.

ډیری پوهان په دي نظر دي چې روسیه په سوریه کې له امریکا سره ګډې ګټې لري، داچې امریکا د سوريې د خرابولو او تجزیه کولو کې له خپلو عربو متحدینو سره ستونزه لرله، نه یې شوای کولای مخامخ داکار وکړي، روسیه چې له عرب هیوادونو سره ملګرتیا نه لري، له دي لاري امریکا  او روسيې په ګډه د سوريې د پوځ له منځه وړلو پروژه عملي کړه، او د سوریې د تجزيې پلان لري.

دا ویره هم شته چې ممکن افغانستان په یو بل سوریه واوړي، او دلته به روسانو ته د مداخلې او جګړه کې د ښکیلتیا لپاره زمینه برابره شي، ترڅو پاکستان او چین د امریکا او روسیې لخوا په ګډه کمزوري کړل شي، ایران به هم د امریکا او روسیې ترڅنګ ولاړ وي.

ولي دا امکان هم شته چې روسیه د داعش پروژې د مخنیوي لپاره له امریکا سره مخالفت کې واقع شي، او په افغانستان باندي د سوريې په ډول حملې پېل کړي،  په هره برخه کې زیان افغانان ویني، ګټه به یې امریکا او روسیې ته ځي.

اروپایې هیوادونه ځینې يې په افغانستان کې د سولې پلویان دي، مګر د امریکا له ګټو څخه نه شي تیریدای، او ځینې بیا کاملا د امریکا تګلارو ته په افغانستان کې ترجیح ورکوي، امریکا هم توانیدلي چې اروپایې هیوادونه په روسیې وویروي، هغه روسیه چې په ۱۹۹۰ ز.کلونو کې له منځه تلونکي وه، مګر امریکا په پښو ودروله، له روسیې سره یې ډیرې زیاتې اقتصادي مرستې وکړي،  ترڅو اروپايې هیوادونه د امریکا مقابل کې کله هم د ازادي او خپلواکو پریکړو خاوندان نه شي.

ټول افغان جهتونه باید متوجه شي چې زموږ په هیواد کې هیڅ یو پردي سوله نه غواړي، ګاونډي هیوادونه، د سيمې هیوادونه، امریکا او روسیه خپل اهداف مخکې وړي.

د سولې وړاندیز

د ښکیلو جهتونو، افغان سیاستوالو، د ولس له رښتینو استازو سره له ناستو او نظرونو شریکولو له امله زه په پوره ډاډ سره ویلای شم که افغان جهتونه د سولې اړوند انعطاف وکړي، بین الافغاني تفاهم ته ترجیح ورکړي، د پردیو د شومو اهدافو څخه ځانونه وژغوري، او د تلپاتي سولې لپاره لاس په کار شي، کومې د سولې هڅې چې پېل شوې، ننګه یې وکړي، او د کامیابې لپاره یې له خپلو شخصي ګټو او حرص څخه تیر، ملي ګټو او سولې ته د رسیدو لارو چارو ته ترجیح ورکړي، حتما به مثبت نتیجه ورکړي، او د سولې توقعات به مو تر ډیره حده پوره شوې وي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder