01.04.2018 (12.01.1397)

د طالبانو وسله وال مقاومت ته زما رجوع
محمد ایاز نوري آزادي

محترمو زما هېواد والو د طالبانو د تحریک غړو ، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

په درنښت سره دا، چې ستاسو د مشرتابه هئیت سره له نژدې نه پېږنم، لاکن زه ستاسو یو وطنوال او یو دینی ورور یم. موږ او تاسو افغانان یو او یو شریک هيواد تاریخي افغانستان زموږ د پلارونو او نیکونو څخه اوس موږ ته په میراث راپاتې دئ. زه لکه یو خپلواک افغان سړی هم لکه تاسو او هر وطنپال افغان د خپل پلارني کور په دغه جاري له ملي مصیبته ډک حال باندې د زړه له کومې خفه یم. زه کلک په دې عقیده یم، چې دغه لیکنه که زه د ځان لپاره او دنیائي ګټې او یه هم د کوم بد نیت لپاره کوم، نو زما حکیم خالق به د حساب په ورځ زما څخه پوشتنه کوي.

درنو وروڼو! دغه اوس مازیګر نا وخته د پردیتوب په ټاټوبي کښې له ورځني ستړي چار څخه کور ته راورسیدم. د یوې افغاني نشراتي خپرونې څخه مې واورېدل، چې د ګران هېواد افغانستان زموږ په سرو وینو لړلي هلمند میشته زموږ خورانې او وروڼه د لشکر ګاه څخه تر موسی قلاء پورې تاسو ته د سولې په خواست در روان دي. ما د هغه یو هلمندي زموږ ځوان ورور ژړا او کوکې د جنګ له لاسه واوریدې، چې ډیر ورته خفه شوم. بناً زه تاسو ته د اوسني جاري ملي مصیبت د درولو لپاره داسی وړاندیز کوم، چې تاسو سر له نن څځه یو اړخیز ډز بندي یا اوربند د افغان حکومت او د ناتو قواوو سره اعلان او عملي کړئ. په تعقیب په یوه مناسب ځای کښې، چې تاسو ته غوره وي، د امریکایانو او افغان حکومت سره د خبرو تیاری اعلان کړئ. د خبرو د میز پر سر خپلې ټولې غوښتنې لکه د بهرنیو قواوو وتل ویش او نور مسائل ورسره مطرح کړئ. دا به یو بهترین حالت د یوه آزمایش وي، چې نور بیا څوک زموږ ګران افغانستان کښې جنګ او جګړه غواړي، څوک زموږ د هیواد بربادي غواړي او څوک زموږ د وطن او خلکو خیر غواړي. خپل اوربند ته تر یوې میاشتې دوام ورکړئ! هیله ده که دغه ترتیب زموږ د مظلوم افغان ولس او ګران افغانستان د نجات سبب وګرځي. دغه زما یو وړاندیز تاسو محترمو وروڼو ته وه، نور ستاسو اختیار دئ.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Sonntag, 01. April 2018 02:02)

    دروند ورور محمد ایاز نوری صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی
    ستاسی په دی ځل ښکلی خط په عنوان او لیکنه کی ډير وزن شتون لری زه باور لرم هغه غوښتنی چه بی ریا او بی شیطانته وی الله ج یی موثریت زیاتوی او اجرونه ورکوی . زه باور لرم چه طالبان به یی هم ومنی ، زه هم د رشتونی سولی غوښتونکی او داعی یم .
    راځه چه د همداسی رشتونی سولی پلویانو او دا عیانو یوه کمیته جوړه او ورو ورو دغه دایره منظمه ، پرامه او تیزه کړو .
    مونږ مخکی له مخکی هڅی پیل کړی او تر ډیری کچی مو د طالبانو پاور ترلاسه کړی .اوس د اشغالګرو د باور په ترلاسه کولو اخته یو کوم چه د لوبی اصلی اړخونه دی .
    تاسی چه د ازادی رادیو چلوونکی یاست کیدی شی تاسی هم پکی موثر رول ولوبولای شی زما ایمیل له رحمانی صاحب واخله زما سره په ایمیل اړیکه ټینګه کړه بیابه یو بل ښه وپیيزنو چه څه کولای شو مننه

  • sheraqa bayanzay (Samstag, 07. April 2018 02:09)

    دروند ورور داځل می ستاسی د لیکنی محتویات او ادبیات خوښ شول مننه او ستاینه یی کوم ۴۰ کلو جنګ روغه که به ۴۰ کلو کی هم ترسره شی خوشاله اوسه جنګ ورانیدل او روغه ودانیدل دی ورانیدل او جوړیدل په مساوی وخت کی نه ترسره کیږی .
    مونږ باید دالله ج له رحمته ځانونه ناهیلی نه کړو الله ج هر څه د کن فیکن په سیګنال ترسره کیږی مګر مظلومان ازمایی او ظالمان ته لمړی د توبی ویستلو وخت او جانس ورکوی که نه دوسیی یی پیړی او د لا ډیری سزا په انتظار کی پاتی کیږی .
    په دی اړه د نورو په شان مونږ هم هلی ځلی لرو وخت ناوخت مو د ټولو ښو او بدو اړخونو سره اړیکی نیولی د پام وړ ګټه یی نه ده کړی ، زمونږ هیواد کی دومره مضره کړۍ دی چه امریکا هم سوله وغواړی دوی یی مخالفت کوی او دسولی ضد شرایط زیږوی .
    تاسی رحمانی صاحب ته اجازه ورکړی چه ستاسی ایمیل مونږ او یا زمونږ ایمیل تاسی ته درکړی او له نزدی اړیکی سره ونیسو په عملی بڼه کی باید لمړی سوجونه ، بیا پلانونه او له هغه وروسته اړیکی او اخره کی تصامیم ونیول شی مننه

  • محمد ایاز نوری آزادي (Sonntag, 08. April 2018 10:52)

    دیر محترم ورور حاجی صاحب، شیر آقا بیانزی صاحب، السلام علیکم
    مننه ستاسو له حسن نظر او تبصری څخه مو زما د لیکنی یا درخواست په باب محترمو طالبانو ته...
    زه عرض وکړم، چی زه اوس د رادیو ازادی برحال مامور نه یم، خیر دا موضوع دومره مهمه هم نه ده. ستاسو دغه حاضره مختصره خو ډیر له معنی ډکه تبصره ما هم دیره خوشه شوله.
    محترمه زموږ ټپي افغانستان کی د سولی راوستل هم دا کوم اسان کار نه ده، لاکن هر افغان پخپل وس دغه ولس ته مسول ده، او دا ستاسو فرموده بالکل یو الهی آزمایش هم ده. زه وایم چی عجالتاً ته جناب او ملګری مو چی څومره وس لری د جنګ ټولو فریقو ته د «اوربند« خواست مخته کړئ، دا لومړی اساسی قدم دئ.
    زه فی الحال د افغان جرمن د ویب سایت له لاری هم د دوو نورو وروڼو لکه الله محمد خان او حسیب الله خان سره په سوله کار کوو، که ته جناب د هغه سایت د نظریاتو کړکی ته مراجعه وکړی، زیاد معلومات به درلاسه کړئ، عجالتاً موږ په یوه لیک د جرمنی صدراعظمی ته کار کوو، چی لکه یو مقتدر دولت افغانستان کی د اوربند لپاره رول بازی کړي، خیر
    زه له درانه ورور مدیر صاحب رحمانی څخه خواهش کومو زما هغه د )ام ایاز ۳۳( ایمل آدرس تاسو جناب ته درولیږي. تماس به کوو، ولی نه

    مننه کوم
    ایاز

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind