04.03.2018 (13.12.1396)

د طالبانو د تحریک د مشر تابه هئیت ته

محمد ایاز نوري آزادي

درنو وروڼو، السلام علیکم!

زه لکه یو مستقل افغان، خدای پرسته، ستاسو هېواد وال، ستاسو په ارمان او درد کښې شریک دغه عرائض ستاسو محترم مشرتابه ته وړاندې کوم. ستاسو تحریک هغه وخت ګران او ټپي، ټپي افغانستان ته راڅرګند شو، چې د نجیب کمونیستي دولت ړنګ او د افغان مجاهدینو حاکمیت د مرحوم برهان الدین رباني په مشری د کابل تاریخي ښار پخپل منځي جګړو کښې خاص او خاص د حکومتي قدرت په خاطر لوټې، لوټې کړی وه، مظلوم کابلیان د ۶۵۰۰۰ په شمېر وژل او زخمیان او باقي نورو د هجرت مخه ونیوله. ستاسو ظهور او بیا مو په اکتوبر د ۱۹۹۶ز کال د پروفیسور رباني د بی واکه تحمیلي حکومت ته سقوط ورکول او د شر او فساد څخه د بی ګناه ولس ژغورل، ستاسو په مهمو ارزښتناکه کارنامو کښې افغان تاریخ ثبت کړي دي. دا، چې ستاسو په حاکمیت کښې د هر افغان فزیکي امنیت خوندي وه، هم د افغان ولس غوڅ اکثریت ورته معترف دئ.دا، چې له بلې خواء ستاسو شبږ کلن دولتي حاکمیت ځوان وه او د افغانستان په یوه برخه کښې جګړه ایز حالت د راپرزول شوي د جمعیت د تنظیم سره موجود وه، خپل منفي اغېزې يې پر تاسو او ټول هېواد لرلې.

زموږ د شریکې نړی د هغه وخت حالات داسی وه، چې ستاسو حکومت سره صادقانه لاس نیوی خصوصاً په اقتصادي بخش کښې نه کېدلو او بیا خبره تر دې ورسېده، چې ستاسو حکومت تر پایه نریوال رسمیت پیدا نکړ او په ملګرو ملتونو کښې نړیوالو زبرځواکونو هم هغه د رباني ورک شوی حکومت ته رسمیت ورګړی وه. ستاسو په حکومت کښې لکه هر سیاسي حرکت د افغان ملت دښمن هم موجود وه، همداء شان ستاسو په تحریک کښې ډیر صادق وطن دوسته مسلمان مشران هم موجود ول. ستاسو د حکومت هغه غلطو اجراعات د هم دغه پټ په تاسو کښې ننوتلي دشمن اجراعات ول. دا هم واضحه خبره ده، چې تاسو ۶ کاله پر افغانستان حکومت وچلولو، او  بیا په سپتمبر د ۲۰۰۱ز کال د نړی پر یو په هر لحاظ زور مند هيواد متحده ایالاتو د یو شمیر کسانو له خوا،چې افغان تبعه په کښې نه ول، وژوونکې حمله وشوله، چې زیات انساني تلفات ئې رامنځ ته کړل او هغه مغرور هیواد او حکومت ئې سخت په غضب راوستل. نتیجه د دغې حملې دا شوله، چې امریکائي حکومت د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اومه نېټه زموږ په افغانستان وسله وال یرغل پیل او (د افغانستان اسلامي امارت) په نوم حکومت ئې له منځه یووړ او نوي اداره د شاغلي حامد کرزي تر مشری لاندې رامنځ ته شوله. دلته دا خبره هم کیږي، چې د طالبانو د خلع شوي حکومت مشرتابه کوم وخت، چې شاغلی ګل آغا شیرزی د کندهار والي وه، ورته پیغام کړی وه، چې موږ ته مصونیت راکړی، نور موږ تاسو سره کوم برخورد نه لرو! نوموړي والي کابل ته دا پیغام ولسمشر حامد کړزي ته رسولای وه، هغه ورته ویلي وه، نه اوس دې د طالبانو دغه خواست معطل شي. بیا خصوصاً د ۲۰۰۵ز کال نه راپیل د طالبانو وسله واله جګړه د موجود حکومت سره پیل او تر نن پورې په شدت سره روانه ده. زما په نزد یو افغان طالب او یو د ملي اردو عسکر دغه دواړه د افغان ملت بچیان دي، دوی باید په یوه سوله ایز چاپیریال کښې نظر پخپله وړتیا د هیواد د آبادي لپاره ونډه واخلي، نه دا، چې په وسله یو بل ووژني.

اما د اوس زموږ د هيواد ګران تاریخي افغانستان وضعیت داسی راغلی دئ، چې ستاسو د طالبانو د تحریک وسله وال موجودیت هم یو واقعیت دئ، د افغان موجوده حکومت د محمد اشرف غني تر مشرتوب لاندې هم یو واقعیت دئ، د ناټو د نظامي سازمان موجودیت هم زموږ هیواد کښې یو واقعیت دئ، یعنی په ښه یا بد حال ئې دغه درې قوې هلته موجودې دي. اوس په داسی یو حساس او مغلق حالت کښې یو تدبیر او حکمت ته هم سخت ضرورت لیدل کیږي. لومړی مهم خنډ دلته د روانې جګړې درول دي. موږ باید تل د افغانستان ملت او افغان مظلوم ولس له سترګو ونه غورزوو. حکومتونه ځي او راځي، لاکن هغه څوک، چې ثابت دي، او د افغانستان اصلي خاوندان دي، هغه د افغانستان  ولس دئ، افغان ولس په ټول کښې سوله غواړي.

درنو طالب مشرانو! هغه څه، چې یو افغان وګړي او یو افغان سیاسي تشکل ته باید لومړیتوب ولري، هغه د افغانستان مظلوم مبارز او غیرتي ولس او خلک دي، تاسو فکر وکړئ، چې همداء اوس اقلاً دغه رواني تشویش، چې پر خلکو ورپروت دئ، چې هره ورځ یو بل ته وائي، چې ګوره دلته زموږ هیواد کښې امنیت نشته، وسله واله جګړه روانه ده، او امکان شته، چی دغه نن زه ووژل شم...؟!. دا څومره غټ ځور ده. راځی خپلو ګاونډ ملکونه ته وګورو، هلته هم دوی خپلمنځي مشکلات او شخړې لري لاکن دوی او سیاست وال ئې ملک جنګ ته نه ورکوي، دغه پرون په پاکستان کښې یو قدرتمند صدراعظم میا نواز شریف له دندی وشړل شو، لاکن ملک کښې وسله وال جنګ پیل نشو. اوس افغان حکومت دا، چې پخپل وړاندیز کښې تاسو ته د بی قیده او شرطه خبرو او دا، چې هر محل کښې، چې د طالبانو مشرتابه ته قبوله وي، افغان حکومت ورسره خبرو اترو ته رضایت لري، نو زما رایه دغه ده، چې د افغان ولس ته په احترام راځی دا وړاندیز ومنی، ستاسو په خوښه هر ځای مو، چې خوښ وي، خبرو ته حاضر شی، تاسو هم د ویلو لپاره یو څه لری او افغان حکومت هم باید تاسو ته جواب ولري او یو ځای لکه دوه افغان اړخونه باید یوې فیصلې ته سره ورسېږی. نن د ناټو د نظامي سازمان په چوکاټ کښې د بهرني عسکر موجودیت یوه مهم ملي موضوع ده. دوی اوس دلته پخپل ټول قوت راغلي او حاضر دي او معلومه ده، چې دوی هم  د خپل ولس او هیواد لپاره خپل اهداف او خپلې ګټې په نظر کښې لري، ( هغه دري متل دئ، پشک ها خاص به رضای خدا موشها را نمی خورند یعنی دا جنابه پشکه نس هم مړوي)، نو موږ افغانانو ته هم ښائي، چې د خپل ولس رایه او منافع کلکې په نظر کښې ولرو. کله، چې د لوی خدای په نصرت او رحمت یو وار له خیر سره اوسنی ملي مصیبت یعنی اوسنی روانه جګړه هیواد کښې ودریده او مطمئینه سوله ټینګه شوله، ټول افغان سیاسي مشران به سره جرګه شي او خاص دغه موضوع به د افغانستان د خلکو په رایه د مصلحت پر میز باندې واچوي، چې دغه د ناټو د موجوده عسکرو سره څه وکړو؟ د هغوی په شتون کښې زموږ ګټه ده او که په خارج کولو ئې؟ د نورو کورنیو پخوانیو شخړو د حل لپاره،  بیا هر افغان، هر سیاسي تحریک حق لري، په شرعی محکمه کښې خپل عرض و داد یو منصف او اختیار والا قاضي ته وړاندې کړي. خو عدالت خو په جګړه ایز حالت کښې نشي تامین کیدلای. زما په آند په ژوند کښې حتی له کورني ژوند څخه پیل بیا تر لویو لویو ملي مسایلو لپاره «ملي مصلحت» موجود وه او ده. په همدې ارتباط به زه دلته زموږ د تاریخي افغانستان د یوه ملي او شرافتمند زعیم اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان (رح) د ویاړمنې بادشاهی د ایام یوه پېښه را واخلم. کوم وخت، چې افغان نامتو ملي مبارز عجب خان (اپریدئ) د انګرېزانو سره پس له لویو مجاهدو یوې جوړې ته ورسید او یرغمله انګریزه پیغله ایلس (Elsse) ئې بیرته غلیم ته صفا سلامته وروسپارله، په دغه موقع د غازي امان الله په امر اخستل شوې یو ډیره عسکړي وسله د برتانوي هندوستان د کراچی بندر ته رارسیدلې وه. تجربه لروونکي انګلیس له موقع استفاده وکړه او افغان زعیم امان الله خان ته یې پیغام وکړو: « ستاسو عسکري وسله موږ د کراچی بندر کښې قرانطین کړې ده، شرط دغه ده، چې افغان حکومت به زموږ یو خطرناک دشمن عجب خان له برتانوي هند څخه ورغواړي او دا یاغي کس به د افغانستان شمالي برخه کښې اوسیږي٬٬» د دغه خبر په تر لاسه کولو مشر غازي په شاهي ارګ کښې خپل د شوراء مجلس جوړ کړ او ورته ئې وویل، زه خو د مستقل افغانستان یو غازي پاچا یم او دغه د قوي زور غږوونکي انګلیس سره څه وکړم، ستاسو تدبیر او حکمت کوم دئ؟ ډول ډول، چا ډیر احساساتي، چا لږ احساساتي، چا تدبیر مخته کړ، چا حکمت مخته کړ بلاخره افغان پاچا وویل، زه د ملي مصلحت له مخې

عجب خان دلته کابل ته راوغواړم. بیا عجب خان کابل ته مخامخ ارګ ته پاچا امان الله خان حضور ته ورغلو. افغان پاچا هغه په غیږ کښې کلک ونیو او ورته ئې وویل: « عجب خانه! زه نن ستا په باب د خپل مخالف انګریز دا غوښتنه منم. نن زه تا د ملي مصلحت او د هیواد د ملي ګټو د ساتلو لپاره د هیواد شمال ته لیږم. هغه وه، چې دغه باتور د پاچا په فرمان د سل جریبو زراعتي څمکی په اخستلو د خپلې پتمنې کورنی سره د بلخ ولایت مزار شریف ته کوچ شو.( سرچینه، د خوشال خان خټک فرهنګي ټولنه، د عجب خان اپریدي شخصیت او ژوند لیک)

په دې ترتیب افغان حکومت هغه قرانطین شوې وسله د انګریز له منګولو را خلاصه او هیواد ته راورسوله.

بناً د افغان موجوده حکومت سره ستاسو خبرې کول دا ستاسو ناکامي او کمزوړي نه ده، تاسو یو طرف یاست. نن ديره مهمه ده، چې هم افغان حکومت او تاسو د طالبانو وسله وال مقاومت هر خپل قدم د ګران او ټپي افغانستان د ولس د منافعو پر بنسټ ومخته کښېږدئ.

و من الله توفیق

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Montag, 05. März 2018 00:22)

    محترم ورور نوری ( ازادی ) صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ !
    ستا اوسنی انځور د مخکی انځورونو سره توپیر لری
    ستاسی نوم له دی خاطره ازادی دی چه ازادی رادیو چلوونکی یا کارکونکی یاست ؟
    ستاسی له لیکنی مننه او ستاینه په دی کوم چه په انسانی اخلاقو متکی وه تر یوی کچی مو پکی حقایقو ته ګوته نیولی او یوه برخه کی مو شعوری یا غیر شعوری لیار ورکه کړی یا بدله کړی .
    زه طالب نه یم ، طالبان یی کیدی شی ځواب درته ولیکی مګر د افغانستان یو بچی یم لکه تاسی جه د مسولیت احساس کړی طالبانو ته مو یو پرانستی لیک د رابین په شان لیکلی زه مو مننه او ستاینه کوم
    دا چه څرمره سم او یا ناسم دی هغه هم د طالبانو او هم د هر افغان بچی حق دی چه په اړه یی خپلی ارزونی ولیکی او بیا تاسی حق لری چه د هغو ارزونو په اړه ځواب ولیکی .
    فکر کوم چه ددغه ارزونو د پاره یوی بلی لیکنی ته اړه وی تصره اوس هم اوږده شوی مګر په مجموع کی درڅخه ډیره زیاته مننه کوم زما د ارزونی لیکنی ته منتظر پاتی شی مننه

  • A. Noori Azadi (Montag, 05. März 2018 09:49)

    درانه وطنوال افغان صاحب، السلام علیکم
    مننه کوم ستاسو له تبصری څخه، عرض وکړم، چی زما هغه پخوانی عکس په همدی ویب سایت کی د اته کالو پخوا عکس وه او دا اوس تازه عکس ده زه اوس ۵۸ کلن یمو عمر تیریږي او عکسونه او بشره د انسان هم فرق کوي، دا د الله پاک قانون ده. زه په آزادي رادیو کی مامور نه وم او اوس هم نه یم. یو وخت شاغلی اکبر ایازی د ازادی رادیو ریس وه شاید تاسو هغه کس پخپل ذهن کی ولری. د افغان جرمن په ویب سایت آرشیف کی زما مکمله پیږندانه شته. که تاسو طالب اووسی، زما د سترګو تور یاست، افغان او زما دینی ورور یاست، خدای دی راوله. د خدای پاک او خپل وجدان حضور کی درته لیکم، چی ما دغه لیکنه نسبی ولیکله، ما شعوری ونه غوشتل ډیر د خوستوالو په اصطلاح (سپین) ولیکم، ځکه زه سوله غواړم، نو سوله په برګو سترګو چا سره نه کیږي.، بلی دا لیکنه ته هر څوک جرات هم نه کوي، لاکن زه خپله خپلواکي الحمد الله لرم. که تاسو زما لیکنه ته شه متوجه شی، ما په دیرو مسایلو کی په اصطلاح ګذاره کړې ده.، ځکه محراقي عرض د افغانستان د ملي منافعو ساتل دي، له یوه ځایه باید شروع شي، تاسو وکوری، زموږ په هیواد کی خپلمنځي جګړه روانه ده؟ آخر ولي؟ زمونږ په ګاونډ هیواد په ټولو کی سوله جاری ده او هر برخورد سره کوي لاکن وطن او ولس جنګ ته نه ورکوي. خیر زه د هر افغان تبصره په درنشت اورم، زه هم کوم لقمان حکیم نه یم.

    په افغاني مینه او درنشت
    ایاز

  • افغان (Samstag, 10. März 2018 07:55)

    ایاز صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ!
    زه چه ستاسی غوندی مودبو کسانو لیکنی یا تبصری ولولم هیلی می زیږول کیږی،څلور لسیزی د شرقی او غربی استعمار لاسوهنو او اشغال زماپه ګډون زمونږ ټولنه له ډیرو رکودو سره مخ کړی تنی مو لوی شوی مګر د تنو په کچه افغانیت او اسلامیت خو پریږده انسانیت کی مو هم ستونزی شتون لری .
    د زمانی په تیریدو د بشری تفکر د پرمنختګ لړ کی په هماغه کچه چه ساینس او تکنالوچی پرمختګ کړی استعماری او استثماروی فتنو، پلانو او درغلیو هم پرمختګ کړی . له اشغال دمخه په استعماری ایزمو زمونږ د ځوانانو زړونه او مغزونه پریمنځی بیا هیواد نه بلکه زمونږ د ځينو زړونه او مغزونه هم اشغالوی د مقاشونو او مقامونو په ورکولو ورته د خبلی خوښی مطابق عینکی په سترګو کوی هماغه وایی، هماغه لیکی او هماغه کړنی لری چه ورته ویل شوی او ویل کیږی .
    زه بیا ډیره حوصله لرم خلکو ته د هغو ځینی ناسم ټکی نه مخی ته کوم مونږ باید د مفاهمی په اوږدو کی د یو بل ناسم ټکی د سمولو هڅی وکړو په اوایلو کی یی سمول سرچپه اغیزی زیږوی .
    زما لیکنی ته منتظر اوسی کیدی شی ځينو ټکو ته مو پام رااواړوم او زمونږ سره مفاهمموی اړیکی که ولری د دواړو او د هیواد په ګټه به وی انشالله

  • ایاز نوري ازادي (Sonntag, 11. März 2018 08:53)

    محترم افغان صاحب، علیکم سلام او د الله پاک په رحمت کی اووسئ.

    ستاسو فرمایشات زه ټول تایید کوم، په افسوس، چې خصوصاً دغه وروستیو ۴۰ کلنو کی له دغه جګړه ایز حالت څخه د یوې عصبي مزاجه افغاني ټولنی سره مواجه یو. حتی زیادتره برخوردونه مقطعی او غیر ارادي له افرادو څخه صادریږي.. بلی، استعمار پرون هم موجود وه او نن هم پخپل قوت او لوی مکارتوب موجود ده او عمل کوي، زما په تحلیل د مکار استعمار سره د فزیکي برخورد او مبارزی تر څنګ «تدبیر» هم ډیر یړ اړین عنصر کیدلای شي، چی باید همیشه په نظر کی ونیول شي بلی د استعمار یو تاکتیک هم دغه د بی تجربه او احساساتی ځوانانو د افکارو جلبول د مادیاتو وطرف ته دئ. ۱۷ کلن موجودیت د استعمار زموږ په تاریخي افغانستان کی دغه چل په وضوح سره ښيي. دا ، چي تاسو جناب په مسایلو کی د زغم روش ډیر مراعات کوی دا ستاسو د کرکتر یوه بزرګي راښیي او دا روش هر چا کی نه وي او مسایل ورنه خرابیږي. تر کومه، چی زه ګورم، د الهي آزمایش او د دغه دنیا د ژوند فلسفه هم زغم او تحمل باندې راڅرخي. چې وخت او مناسب وضعیت ورته ولری، لیکنه راته وکړی او هغه به زه په علاقه ولوم او تاسو څخه به یو څه زده کړم.
    په مینه او درنښت
    ایاز

  • افغان (Dienstag, 13. März 2018 01:56)

    نوری ازادی صاحب وعلیکم السلام !
    ډیره مننه ، زه هم ستاسی له مودبانه دریز ستاینه کوم د اشغلګرو په مقابله کی له سولی او جنګ کولو دواړو څخه باید کار واخستل شی د جنګ وخت کی سوله او د سولی وخت کی جنګ کول د متعصبو او جاهلانو کړنی دی .
    جنګ که تصادفی او د سوی تفاهم له مخی رامنځټه شوی هغه جنګ باید د جنګ نه د ښه تفاهم له مخی حل و فصل شی او هغه جنګ جه د ستا د ټاټوبی د زمکی لاندی او باندی زیرمو غلا او لوټ کولو د پاره ترسره شوی هغوی بی له زوره نه ووځی .
    تبصره اوږدیږی کشکی مونږ په چاټ یا سکایپ کی مفاهمه یا مناظره لرلی ښه به وو .
    تاسی ماته د دی خبری ځواب رانکړو چه ستاسی دوهم نوم خو نوری دی د ازادی نوم مو ددی امله خوښ کړی چه د ازادی رادیو سره همکاری لری یا یی چلونګی یاست . که د ازادی رادیو سره کار کوی بیا خو نه ګرموم د هغه رادیو دریز او چه له کومه تمویل او د څه د پاره کارول کیږی د لمر په شان ښکاره ده .
    که د ازادی رادیو ته کار نه کوی نو د ( ازادی ) نوم خو د پشتو ګرامر له مخی مونث نوم دی د ازادی په نوم خپلواک نوم خوښ کړه
    بخشښنه کوی دا ستا خوښه چه څه خوښوی او څه نه خوښوی مننه

  • ایاز نوری (Mittwoch, 14. März 2018 20:59)

    محترم افغان صاحب، السلام علیکم
    مننه کوم، ستاسو له توضیحاتو څخه، د موجوده جنګ په باب زموږ په هیواد کی... زما خالصانه منظور دغه ده، چی دلته دغه جنګ چون ملي تباهی په کی روانه ده، په یو معقول شکل درول شوی وای. دغه موجوده جنګ د ودام لپاره درباني د بانډ سقویان او خارجیان ورته رضایت لري، نو څکه زه وایم که دغه مسله د خبرو له طریقه حل شوی وای... نور زه هم نه پوهیږم.
    ستاسو د بلی سوال لپاره زه بیا وضاحت ورکوم، چی زه د ازادي راډیو سره هیڅ کوم تماس له پخوا نلرم. دوه کاله پخواء یو چا په شاغلي ولی احمد نوری پسی سه لیکلي ول هغه نورو فکر کړی وه، چی دا ایاز نوري دئ؟؟ بیا زما یو محترم دوست پروفیسور سید خلیل الله هاشمیان چی یو ادیب او ژبپوه دئ، ماته مشوره راکړه، چی چون دغه د نوري تخلص زیات دئ، ته (خوستی) تخلص وکړه، چی ستا تفریق د نورو نوریانو سره وشي، ماته استاذ ته عرض وکړ، چی زه یو ملي او وسیع خیر خواه فکر لرم، نو دغه قومي تخلص زه ځانته نه خوښوم، بیا لکه علامه فارقه ما د خپل نوم سره د آزادي پسوند هم سنجاق کړ، استاد ماته سه ونه ویل، چی دا تخلص دې غلط یا مونث دئ!! فعلاً استاذ دیر مریض ده او ګوشی نه اخلی کنه ما دغه ستاسو سوال ورته مخته کړای وای. د خپلواک تخلص شه نخلص ده لاکن زیات ده، زه کولای شم، دغه د ازادی پسوند بیخي له خپل نوم نه لری کړم، سه فرق کوي یا ازادي په (آزاد) بدل کړم
    بیا هم وایم چی تر نن پوری ما د ازادی رادیو سره حتی یو تیلیفونی تماس هم نه دئ کړي، په ضمن کی هغه بعضی پروګرامونه ئې لکه د (ورک شویو عزیزانو) ستایم او د افغانستان د مظلومو خلکو لپاره یو شه خدمت دئ.
    د اوسني افغان جنګ د ژر دریدو په هیله

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder