10.03.2019 (19.12.1397)
د صلحي په لاره کي پرمختګ
عبدالستار ایوبي

زموږ ګران هیوادوال چي د امریکایانو او طالبانو مستقیمي خبري اوري نو حیران دي چي اوس ودې ته پرمختګ ووایي او که نه. پر پرمختګ باندي مطلق منکریدلای ځکه نه سي چي د دواړو طرفینو په سلوک کي ډېر زیات تغیر راغلئ دئ. چیري ها د پخوا خبري چي یوه طرف دا بل طرف تروریست باله چي د تروریسټانو سره خبري نه کیږي دوئ باید ووژل سي او بل طرف به بیا دا طرف حربي کفار بلل. اوس چي هغه دئ کله په دوهه کي سره ناست یي بانډارونه کوي او کله هم په دوبۍ کي سره ناست یي د پیتاوي مجلسونه کوي، سره خاندي، کله کله یوه ټوکه هم سره شریکه کړي. امریکایان خو حتی خپل د نازولو پر افغانانو د سوټي په زور منل سوي ملي یووالي حکومت ته هم د طالبانو په مقابل کي هیڅ وخت نه ورکوي. دواړه خواوي د صلحي کلیمه په خولو کي اړوي را اړوي چي ګوړه ګوړه وایه خوله به دي خوږه وي. همدا سبا به صلحه وکړو یا دا بل سبا. دا که پرمختګ نه دئ نو څه دئ. بل طرف ته چي وګورو بیا په مطلق ډول یې پرمختګ ځکه نه سو بللای چي په افغانستان کي عملاً په شرایطو کي چنداني بدلون نه دئ راغلئ. هغه چاپې دي، مرګونه او ترورونه دي. سیاسي او جنګي اسیران خپلو کورنیو ته نه دي سپارل سوي.  پښتانه هغسي د سیاسي حقوقو څخه محروم دي. اوس هم د ټولټکانو شفاف نظام نلري. په خپله خوښه ملکان، وکیلان او ولس مشر نه سي ټاکلای. د خپلو وزیرانو، معینانو، والیانو ، ولسوالانواو قومندانانو هر ډول خیانتونه او جفاوي د لیدلو سره سره د هغوئ د دندو څخه د لیري کولو وس نلري. اوس هم د هیواد د ۷۵٪ څخه زیات نفوس سیمي د امریکا د سورپوستکو د استوګني د ریزرویشن کیمپونو منظره وړاندي کوي. اول خو د رایي ورکولو د حق څخه محروم ساتل کیږي او بیا چي په وچه کلکه سپین سترګي او سر په سودا د رایو تر بکسه ځانونه ورسوي او رایه ور هم کړي، چي د رایي بکس یې د شمیرل کیدو لپاره تر کابله رسیږي رایه په نهه واري بدله سوې وي. اوس هم د کابل وزارتونو د پښتون میشتو سیمو څخه خپل خدمات سپمولي دي، په دې پلمه چي بد امني ده. اوس هم پښتون میشتي کلي د هغه زړې تکراري ډرامې تیاتر دي چي ملي امنیتي ځواکونه د عملیاتو په پلمه کلو ته ورشوه کیږي. د کورونو یا مساجدو د څنګه نامعلوم اشخاص یو دوه خطایي ټکه پر کوي او تښتي. زموږ نادیده ملي امنیتي ځواکونه د شپږي نوم باجه خانه ور ایږدي او طیارو یا توپونو ته کورډیناټ ورکوي چي بمبار یې کړئ دلته د دښمن قرارګاه ده. سبا او بل سبا بیا د ګل په شان ښایسته ماشومان په کفنونو کي داسي پیچلي لکه ګلدستې د فیس بوک پاڼو صفحات په ښایسته وي. هغه پاک لمني میرمني او پیغلي چي لیور او د اکا زوی به یې هم څهره د ۷۰ او ۸۰ کلنۍ وروسته لیدله، پردي خارجي نارینه عسکر تالاښۍ پکښي کوي. د سیمي زورور یې د قاچاقو او غیر قانوني معدن د استخراج د لاري په ملیارډونو ډالر ګټي په لویو ښارونو کي یې بنګلې درولي دي، اولادونه یې په خارجي پوهنتونونو کي زده کړي کوي او عام خلګ ددوئ ددې فعالیتونو د زمینه سازي په خاطر جوړي سوي بدامني د لاسه خپلي میراثي ځمکي نه سي کرلای او د سلهاوو کلونو پخوانۍ میني یې پرې ایښي دي اولادونه یې په ښارونو کي فقر کوي. سل په سله یې څنګه پرمختګ وبولو؟ ډیری خلګ بیا دا وایي چي افغان ولس د ملي یووالي حکومت نامشروعیت ته متوجه سوي وو او په دې هم خبر سوي وو چي هغه برطانوۍ سیاسي پورن مجلې چي زموږ عقلدانې ته د نړۍ دوهم مفکر لقب ورکړئ وو، د لمړي مفکر لقب حقداره یې د شوروي ویلادي میر پوټین بللئ وو. دا چي ویلادي میر پوټین ددې عزت افزایي حق اداء کولو لپاره په سوریه کي د سني مسلمانانو ویني وبهولې نو د افغانستان پښتانه یو څه وارخطا سوي وه چي موږ هم سنیان یو او په افغانستان کي د نړۍ د دوهم مفکر د اتڼ حرکتونه په سوریه کي د لمړي مفکر د اتڼ د حرکاتو سره ډېر ورته والئ لري. دا ګنګوسې هم په خلګو کي عامي سوي وې چي د طالبانو دوهم پاڅون د اسلامي نظام د تفاذ لپاره نه وو بلکه د هیواد په اطرافو کي روان د کوکنارو د کښت، مخدره توکو او فاحشو د قاچاک او غیر قانوني معدني استخراج فعالیتونو ته د زمینه سازي لپاره پیل سوی وو. نوري ډیري خبري هم وې چي د خلګو هیڅ سر نه په خلاصیدئ. مثلاً دا چي کله پاکستان د طالبانو د حکومت د ړنګولو پر سر د امریکا سره هوکړي ته ورسیدئ او تر دې حده یې همکاري ورسره وکړل چي د امیر المومنین په امر طالبانو د اسلامي امارت د قلمرو دفاع پریښودل او هغه شمالي ټلوالي ته تسلیم سول چي اوه و اته کاله ورسره جنګیدلي وه نو پر دې ولي هوکړه نه وسول چي د افغانستان اسلامي امارت منحل سي. داخو داغسي کار دئ لکه یو شخص را ولاړ سي او پر بل باندي خپل کور په عرفي قباله باندي خرڅ کړي او شرعي قباله ورنه کړي. څو ورځي بعد بیا دعوه پسي راواخلي چي ما خو دا کور پر تا نه دی خرڅ کړئ، شرعي قباله یې دغه ده زما سره ده. دا خو تا قبضه کړئ دئ. وځه که نه حکومت ته دي معرفي کوم. دلته د پاکستان څخه ګیله نه ده سوې چي ولي دي امریکایان خطا ایستل. دلته ګیله د امریکایي چارواکو څخه ده چي تاسي ولي دومره ساده ګان یاست. ټوله نړۍ په ګوتو رقصوئ او دلته مو بیا د خپل ملت په ملیارډونو ډالر مصرف کړل او جایداد مو د قانوني اسنادو پرته رانیوئ. اوس بیا وایي چي دا قصه نوره جنجالي سوې ده موږ دا په ملیارډونو ډالرو رانیولی سرای بیرته خپل مالک ته ورپریږدویا نیم په نیمه فیصله ورسره کوو، ځکه چي موږ په لمړي سر کي خطاوتلي وو چي د ملیارډونو ډالرو ورکولو له مخه مو د جایداد شرعي قباله نه وه اخیستې (پکه دا یې لا بله سپکه). خلګ په داغه موضوع کي یو اته و لس کاله ګنکس وه چي دا شپږ یا اوو کاله وړاندي دا اوازه نشر سول چي د هیواد جنوبي شپاړس ولایتونه امریکایان طالبانو ته ورپرېږدي. څنګه یې ورپرېږدي؟ هلته یې پر دا سر سر ولي. محبسونه یې ځني ډک کړل، چي یو طالب وژني لس داغسي ورسره وژني چي ولي مو سلامالیک ورسره کړئ وو، بل ځای بیا دومره پر مهربانه دي چي شپږ ولایتونه ورپرېږدي؟؟؟؟ د خلګو زړه ته نه لویدل، تر هغه وخته پوری چي حنیف اتمر پاکستان ته ولاړئ او دلته اشرف غني اعلان وکړ چي د طالبانو سره صلحه کوو او په دې لړ کي د جنوبي افغانستان شپاړس ولایتونه طالبانو ته ورخوشي کوو او دا ولایتونه به د صلحي د ولایتونو په نوم ونومول سي. په جواب کي یوازي د خوست خلګو ددې کار هرکلی وکړ او حاضر سول چي خوست لمړی د صلحي ولایت وبلل سي. اوس که د هندوستان لخوا د خوستوالو وراسته چلغوزي په ګرانه بیعه رانیولو موضوع مخفي ساتل سوې وای نو امکان یې لاره چي د جنوبي افغانستان نور ولسونه هم خطا وتلي وای او د سي آی اې دا پلان کامیابه سوئ وای. دا چي هر څه د میډیا په مخ کي وسول. افغانان هم حیران وه او پاکستان هم حیران وو چي دا څه روان دي. پاکستان ته د افغانستان شپاړس ولایتونو د سپارلو په پلان کي هند همکاري کوي. هغه هند چي د امریکا او غني سره یو ځای د منظور پښتون د ډرامې د پروډیوسرانو د ټیم برخه وال هم دئ. طالبان هم حیران وه چي دا شپاړس ولایته چي موږ واخلو په څه به یې ساتو. پاکستانیان په پیښور، اسلام آباد، کراچي او لاهور کي  خپلي خوندي او لوڼي راته رقصوي خو زموږ یو څو ځوانان یې تر پایه را پیلوټان نه کړل، د رادار په اداره کولو یې نه کړه پوه. دا یې ونه کړل چي زموږ یو څو قومندانان په خپلو حربي پوهنتونونو کي را جنرالان کړي. خپله پرمختللې هوایي ټیکنالوجي راسره شریکه کړي. موږ دا شل پنځه ویشت کاله ورته وجنګیدلو خو دومره اعتبار مو پکښي پیدا نه کړ چي په دې بارامچه کي یوه کوچنۍ رن وې راته جوړه کړي او یو څو ایف شپاړس طیارې راکړي چي کله کله مو پر ارګ ور په هوا کولای. څومره خوند به یې کولای چي د بارامچې څخه طیارو پرواز کولای او ارګ یې بمبارولای. د سیمي ځوانان به څومره تشویق سوي وای چي د طالبانو صففو ته ورګډ سي. اوس دا شپاړس ولایتونه چي ځني ومنو، ساتو به یې څنګه. هره ورځ به د سي آی اې ډرون الوتکي والیان، ولسوالان او قومندانان را په نښه کوي. خو وایي د زورورو اوبه په لوړه خیژي. امریکایان په وچه کلکه بیشرمي طالبانو ته اړم دي چي دا شپاړس ولایتونه به قبلوئ او نور به زموږ د ملي یوالي حکومت نه زوروئ او بل دا چي ستاسي پر هر چارواکي زموږ لاس پروت وو، هغه چي هر څه کول ږغ به نه ورته کوئ. د طالبانو یې کور ودان چي تر اوسه پوري دومره وځپل سول، ووژل سول، بندیان سول، شکنجه سول خو تر اسلامي او افغاني ارزښتونو پر سر اوس هم معاملې ته نه دي حاضر. هغه مشران یې چي په شخصي او فامیلي چوکاټ کي کافران سول او پر الهي اوامرو یې د سي آی اې، آی ایس آی او موساد اوامرو ته ترجیح ورکړل هغه دانه په دانه افغانانو ته ورمعلوم دي. دا چي افغانان د طرفینو تر منځ د صلحي غوښتونکي دي، علت یې دا دئ ددوئ د جګړې په دواړو طرفینو کي د هغو مرتدینو سره حساب ته زمینه برابره کړي چي داخلي جګړې ته لمن وهلو او د ځانمرګو د پروژې په عملي کولو کي همکاره وه او دي. طالبان دي خوشحالي نه کوي چي ددوئ په نیابت افغان ملي امنیتي ځواکونه په صفوفو ننوتلي دي او هغوئ قتل عاموي. داغه منافقین پرون د اسلامي امارت په صفوفو کي ناست وه د طالبانو د قتل عام دسیسې یې عملي کولې. ددوئ داغه کاروبار دئ چي دپلار او نیکه څخه ورپاته دئ چي په دولت کي ځای ونیسه او د دولت د مخاله سره ګوتي پټي ساته. لکه هغه بدلمنه ښځه چي د یوه عمر خوړلي سروتمند سره واده کوي او یو بیوزله ښایسته ځوان سره پټه یارانه ساتي. د یوه نارینه په کور کي د بل نارینه حرموني ځیږوي. ډیری افغانان، حتی هغه چي خپلوان یې په دې ځانمرګو بریدونو کي ولاړل، نن هم د ځانمرګو د پروګرام پړه پر عادي طالبانو نه وراچوي. دا جاسوسي کورنیاني هم لږ لږ په ځان پوه سوي دي چي اولس که په خوله څه نه وایي خو په ډیر څه یې سر خلاص سوئ دئ نو ځکه یې د افغانانو د دلاسایني لپاره د صلحي ډرامه په لاره اچولې ده خو پشلا چي وس یې رسیږي خاشې پکښي ماتوي. کله چي په انډونیزیا کي د نړۍ د علماوو غونډه راوغوښتل سول، هغوئ په عوض ددې چي د کوم فریق ملاتړ وکړي، یوه خبره وکړل... چي افغانستان د اسلامي نړۍ په دوهم فلسطین باندي بدلیدونکی دئ. ددې لپاره چي په دې شفر پوه سو نو باید د فلسطین او اسرائیل پر حقیقت باندي غور وکړو، په تاریخچه یې ځان خبر کړو چي د فلسطین عربو باید څه کړي وای چي د اسرائیل د تاسیس مخه یې نیولې وای. فلسطینیان عرب وه او د ترکي مسلمانانو لخوا اداره کیدل. ترکیې په لمړي نړیوالي جګړې په ترڅ کي د جرمني طرف ونیوئ. انګلیس چي د جرمنیانواو ترکانو حریفان وه د عربو مشرانو سره یې پټ استخباراتي تعاملات پیل کړل او ورته وې ویل چي موږ غواړو عرب د ترکانو د غلامي څخه ازاد سي. هلته یې د یهودي مافیاوو سره پټه معامله وکړل چي زموږ سره مالي او استخباراتي مرسته وکړئ، موږ به د فلسطین ځمکه تاسو ته درکړو. عرب ټوله د ترکانو پر ضد د انګلیس سره ودریدل خو په داسي متفرقه توګه چي په خپل منځ کي یې سیاسي مرکزیت نه وو ټاکلئ. انګریزانو ته زمینه مساعده سول چي د هري عربي ډلي سره حسب ضرورت معامله وکړي، داسي لکه نن ورځي چي صرافان ځانونه پر ډیوالیتوب واچوي. ها زورور او سور سترګي خپلي پیسې ځني وباسي او مظلوم او ساده مخلوق په امیند ورته ناست وي چي هر وخت یې پیدا کړې، حق به مي راکړي. آخر مسلمان دئ اخرت ته به خپل قرض ونه ساتي. د بیت المقدس مفتي د فلسطین عرب خطا ایستل چي فلسطین ته د ترکیې څخه ازادي ورکوي خو دا یې بیا ورته ونه ویل چي د ترکانو د غلامي څخه مو باسي او د اورپایي کالونیسټانو غلامي ته مو تړي (د باران څخه یې ولاړ کړل ناوې ته یې کښینول). د فلسطین د عامو مسلمانانو د مصروف ساتلو لپاره یې کاذب او هرف ته نه رسیدونکي د خپلواکي تحریکات رامینځ ته کړل چي رهبري یې د موساد د جاسوسانو څخه تشکیل ده او کشران یې په ځانو خبر هم نه دي. اوس دلته هم داغه قصه ده. یوازي په دې لوی کندهار کي د نورزو مشران جلا خپلي اړیکي د بهرنیو استخباراتو سره پالي، د بارکزو دا جلا ورسره لګیا دي، پوپلزي او اڅکزي مشران جلا ورسره اخته دي، علي زي او اسحاقزي مشران مشران ځان ته تعاملات ورسره کوي. هر یو د خپله سره څخه اور وژني او اولس یې د محوه کیدو د ګواښ سره مخ دئ. فقر دئ، لوږه، بېسیوادي ده او د ملکانو، اربکیانو، ملایانو و پیرانو ټګۍ او برګۍ دي. د زابل، پکتیکا او غزني پښتانه قومونه ډیری په خپلمنځو رقابتونو کي د بریا لپاره د بهرنیو استخباراتو سره تعاملات سرته رسوي. که د مشرقي خوا ته ورتیر سو هلته بیا احمدزي، ستانکزي، نیازي او نور داسي د پاکستان آی ایس آی او سي آی اې په نیابت د نورو ځایي اکثریتي قومونو پر سر خپل نفوذ برقراره ساتلو هڅي کوي. د کنړ ساداتو ته که وګورو تر کلونو کلونو پوري یې پر خلګو خپل څاښتونه، خوردې او دمونه وپلورل، چي کله یې د نړیوال سیاست په تګلوري کي بدلون ولیدی تر هرچا وړاندي سلفیان سول. د تاجک، اوزبک او هزاره ناقلینو څخه خو ګیله نسته ځکه چي هغوئ هیڅکله هم پښتنو ته د ریښتني دوستي لاس نه وو وروړاندي کړئ. که یو پښتون ددوئ په غوړو غوړو خبرو غولیږي، ګناه د هغه پښتون ده. دلته ددې مثالونو راپورته کولو مقصد دا نه دئ چي د افغانستان په میشتو قومونو او ملیتونو کي یو د بل پر ضد نفرت وپارول سي یا د هغوئ سپکاوی وسي. دلته مقصد د خلګو هڅول او متوجه کول دي چي حقایقو ته غاړه کښیږدي. حق د خدای ج نوم دئ. د حق منکره د خدای منکره دئ. موږ باید پر حقایقو باندي اقرار وکړو او نامطلوب او ترخه حقایق محوه کړو او خواږه حقایق رامنځ ته کړو. دا مافیایي کورنیاني که دا فکر کوي چي دا ګټمن کاروبار به یې تل ادامه ولري نو غلط دي. پردیو ته ددوئ جاسوسي و ملت ته غمیزي ځیږوي او غمیزي ملت را بیداره کوي. دا چي ټرمپ خلیلزاد ته دنده ورسپاري چي د صلحي پروسه پر مخ بوزه او دی د میډیا په وړاندي د صلحي ملاتړ کوي او بلي خواته دده چپه لاس (اسد الله خالد) د جګړې د شعار سره پر یو داسي موقف مقرریږي چي راساً روانه وروروژنه د هغه موقف څخه رهبري کیږي، ایا افغانان نه په پوهیږي. حکمتیار چي دولت ته تسلیمیدئ، افغانان پوره یو کال وړاندي په خبر وه چي دی تسلیمیدونکی دئ. دا چي اشرف غني او عباس ستانکزي یو او دبل په مقابل کي بیانونه سره تبادله کوي، خر لا په پوهیږي چي د پردې شاته پر ږغیدلي دي چي ته به دا ووایي او زه به بیا په مقابل کي دا ووایم. ایا غني او عبدالله اوس هم ځان په دې فکر خطا باسي چي ددوئ په پرله پسې ملي خیانتونو افغانان نه دي خبر. ایا پښتون، بلوڅ، تاجک، اوزبک، هزاره، پشیي، نوریستانی او ټول هغه ملیتونه چي زموږ په ملي سرود کي یې یادونه سوې ده اوس هم په دې نه پوهیږي چي د ګوتو په شمیر لوچګان او سیکسورکران د بهرنیانو سره ددوئ پر سرنوشت معاملې کوي؟  افغانان اوس نور په هر څه خبر دي خو تنها د غوایي په شان په خپل زور نه دي خبر. افغانان اوس په دې نه پوهیږي چي د منسجم سیاسي فعالیتونو د لاري څومره ستري لاسته راوړني درلودلای سي. خو ددوئ د سیاسي دلالانو د دې رسوا چهار بازار سیاسي او استخباراتي لوبو په خاطر کور ودان چي عامو افغانانو ته په دې بخش کي عملي زده کړي ورکوي. دوئ دي د هغي ورځي څخه وویریږي چي د کندهار څخه تر کندوزه، د پکتیکا څخه تر هراته او د نیمروز څخه تر بدخشانه پوري عام افغانان د یوې ساده ایجنډا پر سر سره متحد سي چي سیاسي حقوق به په مساواتو سره ویشو، که د کوم بل هیواد لخوا داسي وسله پر افغانانو استعمال سول چي دفع یې زموږ د وزارت دفاع سره نه وه نو د هغه وخت وزیر دفاع او ستر درستیز به اعدامیږي، که دولت مصارف تر ملي عوایدو زیات سول نو اولس مشر او کابینه به بې محاکمې اعداموو، که په هر ولایت کي څوک د لوږي، تندي یخ یا ګرمي څخه مړ سو د هغه ولایت والي به په هغه ولایت کي محاکمه او اعدامیږي، په ټولټاکنو کي چي هر بکس د رایو ډکیږي، هغه ګړی به د رایه ورکونکو په موجودیت کي رایي حسابیږي او پایلي به اعلانیږي او دا چي اساسي قانون ته یوه ماده وراضافه کیږي چي د قرآني احکامو او د اسلامي شریعت د حنفي فقهي سره منافي هر قانون، مقرره او د بهرنیانو سره تړون پیشنهاد کونکئ چارواکئ یا وکیل به لا حاکمه او اعدامیږي رسمي کیدل خو یې لا لیري خبره ده؛ بیا به دا خایني کورنیاني چیري ځي. دلته به څنګه ژوند کوي. باور دي وکړي چي دا هر څه امکان لري. د امریکا، برطانیې، روس، جرمني، فرانسې، روس او چین اصل واک د نړۍ د سرمایه دارانو په لاس کي دئ. په افغانستان کي هر هغه ځواک دوئ ته قبول دئ چي په افغانستان کي د معدنونو د استخراج او تولیدي فابریکو په تاسیس، ارزانه کاري ځواک او امنیت کي مرسته ورسره وکړي. د ملي یو والي حکومت په دې چاره کي پاته راغلئ دئ. افغانان ټول اوس د جمیعت، حزب اسلامي، جنبش، حزب وحدت، خلقیانو او پرچمیانو د احمقانه سیاستونو څخه تر پوزي  دي. که چیري په داخل کي میشت او د هیواد څخه بهر روشنفکره افغانو ډلو، د حکومت او وسلوال اپوزیسیون متوسط او ټیټه طبقه غړي پر ملي ایجنډا سره متفق سي نو لاندي پیښي تظاهر کولای سي. لمړی به د سیاسي او جنګي اسیرانو په ملاتړ یو ملیون نفري لاریون د ولایاتو څخه د کابل پر لار حرکت وکړي او ددوئ د بې قید وشرط خلاصون غوښتنه وکړي، د هغه سره سم به د ناقانونه اسلامي امارت او ملي یو والي حکومت دواړو د انحلال غوښتنه وسي چي یو موقت حکومت رامینځ ته سي چي د شفاف سیاسي نظام، غیر سیاسي او کاملاً مسلکي دولتي اداره را منځ ته کول او شفافي ټولټاکني به یې عمده هدف وي. په افغانستان کي ښکیل بهرني دولتونو په قلمرو کي میشت افغانان به د هغه ځای د هغه سیاسي ډلو سره په همږغي په افغانستان کي د سیاسي اصلاحاتو په ملاتړ لاریونونه او سیاسي فعالیتونه پیل کړي چي ولي په افغانستان کي د مصارفو پالیسي پر مخ بیایاست، داسي سیاسي پالیسي ورته غوره کړئ چي عواید ځني لاس ته راوړئ. د هغوئ مشران به لیونیان وي چي نه یې ورسره ومني. ټرمپ خو پخوا لا شین څراغ ورکړئ دئ چي دداسي بدلون ملاتړ به کوي چي د امریکا دولت ته د هغه ځای د معدنیاتو په استخراج کي زمینه سازي وکړي. د کابل اوسني واکمني ډلي باید په دې پوه سي چي دا امکان نلري چي کابل دي تل د شمالي د لوچګانو په ولکه کي وي. په ډېره لنډه مده کي ډیر زیات افغان متنفذین په دولتي امکاناتو وژل سوي دي او افغانان نور نه سي زغملای چي ددوئ د حقوقو هر مدافع دي د شهید سردار محمد داود خان، شهید ملابورجان، شهید جنرال اکرم خاکریزوال، شهید احمد ولي خان کرزی، شهید مطیع الله خان، شهید جنرال عبدالرازق او داسي نورو په شان تل وژل کیږي. که د بهرنیانو جاسوسان ترور کولای سي، نو آخر افغانان هم مجبوره کیږي چي د څپیړي جواب په سوک ورکړي. پخوا که ددوئ د بدبختیو افغان عاملین نامعلوم وه، اوس د صلحي د خبرو ډرامې ټول افغانانو ته بربنډ کړل چي د جګړې د بندیدو او خپل واک د تمدید لپاره هلي ځلي کوي.

د ډیورنډ د کرښي موضوع

تر کومه ځایه پوري چي د ډیورنډ د کرښي موضوع ده، پاکستانیان د افغانانو په هکله په سوء تفاهم اخته دي. پاکستانیان دا فکر کوي چي افغانان تنها پر نیمایي پاکستان باندي د ملکیت دعوه لري او ددوئ د هیواد تجزیه غواړي، خو موږ غواړو چي پاکستانیانو ته ووایو چي موږ پر نیم پاکستان نه پر ټول پاکستان باندي د ملکیت دعوه لرو او زموږ دعوه برحقه ده او دوئ هم په رسمیت پیژندلې ده. عام افغانان د احمدشاهي افغانستان د احیاء ارمان په زړونو کي پالي او پاکستانیان تر افغانانو ښه پوهیږي چي د احمد شاهي افغانستان پلازمینه کوم ښار وو او حدود یې تر کومه ځایه وه. موږ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان تر څنګ پر کشمیر، د هندي پنجاب ځینو برخو، مشهد او نیشاپور پر سیمو او اولسونوهم  د ملکیت دعوه لرو. که یې څوک راسره سپینوي ورسره سپینوو یې. زموږ لپاره کابل او اسلام آباد دواړه مشروعیت نلري او که کابل او اسلام اباد غواړ چي د پلازمینو په صفت خپل حیثیت برقراره وساتي نو پښتانه او بلوڅ دي د خپلو ناروا ګټو لپاره نه ځپي بلکه هغوئ ته دي د خپلو دولتي خدماتو کیفیت او کمیت کي ښه والئ راولي. په سیمه کي هر نوعه اولسي ښورښ ددواړو دولتونو بیخ او ریښه راباسي. ددواړو هیوادونو د تجزیې متمنیان هغه نمکحرامه فرقې دي چي پر دولتي امتیازاتو چړچې کوي او پټ د . د ځایي اکثریتي ولسونو د ځپلو پر ځای دي هغوئ په حکومتوالي کي ورسره شامل کړي نو دا به ډیر د دې حکومتونو ډیره په ګټه وي.  

امریکایان وځي؟

موږ غریب خلګ یو زورور ته نه سو ویلای چي درواغ مه وایه. البته داسي د خواخوږي مشوره ورکولای سو چي لږ منتقي درواغ ووایه. که نور افغانان د امریکایانو په دې خبره وغولیږي چي دوئ وځي، لږ تر لږه د لوی کندهار ولسونه نه خطا وځي. موږ امریکایان ددې لنډ یرغل د وختو څخه نه پیژنو، موږ امریکایان د هغه وخته پیژنو چي په دې حوزه د ظاهرشاه منشیانو د چرسو او کوکنارو د قاچاک ټېکې ورسره وهلې. که چیري بیا هم دا خبره حقیقت وي بیا هم د افغانانو بدبختي او نیکبختي ددوئ د وتلو یا پاته کیدو سره نه ده تړلې. د افغانانو لپاره تر ټولو مهمه مسئله د نړۍ د ملتونو په قطار کي د یوه مستحکم او سرلوړي ملت په توګه د ځای موندلو ده چي د یوه پیاوړي اقتصاد، اولس محوره سیاسي نظام، په عصري ټیکنالوژي سمبهال امنیتي ځواکونه او د اولس اړتیاوو ته موثره جواب ویونکي ملي دولت رامنځ ته کول دي. دا چاره موږ ته ګوري، طبیعت زموږ څخه دا تقاضا کوي. نن که غافله او لټان یو. د خپلي لټي او غفلت څخه به په مصایبو او غمیزو کي لویږو. هغه چي ځان د مصایبو او غمیزو سره  ځانونه نه عیاروي، محوه کیږي به په خپل ژوند به خپل اولادونه ښخوي، خپله چي مړه سي مړي به یې ټپوسان خوري. کړي، هغه چي ځانونه ددې مصایبو سره عیار کړي،  پیاوړي به سي او خپل نسل ته به وده ورکړي. د مړیني وروسته به یې خپل اولادونه په عزت ښخ کړي او په میراث به یو اباد وطن واخلي. نن یې موږ په دیده سترګو وینو. هغه کلي هم وینو چي کنډواله دي او خلګ یې فراره دي. هغه کلي هم وینو چي د ملي پیوستون او ملي تړون په پروګرامونو خپل ژوندونه هوسا کوي. خو یوه پوښتنه دا راته پیدا کیږي چي آیا موږ ټول رښتیا مسلمانان یو او که ناحق د نړۍ کفار راباندي خطا وتلي دي چي عدر راڅخه کوي؟ د مسلمانانو پر یوه بام خو دوې هواوي نه وي. که رښتیا جهاد فرض وي باید ټول په جهاد کي ولاړ وي او که رښتیا مستضعفین یو بیا ولي خپل ساده ګان د جګړې سرو لمبو ته ورټیل وهو؟

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind