17.12.2017 (26.09.1396)

د شیطان په اړه یو څو پوښتنی

محمد صدیق

یوڅو پوښتنې لرم، خو هیله لرم چې پرته له ټاپو او ښکنځلو یې علمي او منطقي ځواب راکړئ 

 
۱ - ایا دا شیطان کوم فیزیکي جسم لري او که یوازې یو بد کرکټر او یا یوه بد عمل ته د شیطان نوم ورکړل شوی؟
  ۲ -  ایا هر انسان بېل بېل شیطان تر خپل څنګ لري او که شیطان همدا یو دی چې د ټولو انسانانو سره دی؟
۳ -  که چېرې له هر انسان سره یو شیطان وي نو دا په کوم وخت کې له انسان سره یو ځای کېږي او څرنګه د انسان وجود ته ننوځي، د انسان د بدن په کومه برخه کې اوسي؟
۴ -  د شیطان مور څوک وه؟ څرنګه پیدا شوی او چې کله انسانان مړه شي نو دا دومره شيطانان بیا څه کېږي؟
۵ -  که چېرې شیطان چې د ملایکو استاد وو د خدای د یوه امر په نه پرځای کولو ابدي رټل کېږي نو انسانان خو یې په زرګونو اوامر نه پرځای کوي نو هغوی بیا ولې ابدي نه رټل کېږي؟
۶ -  دا شیطان څو کاله عمر لري او څرنګه څېره لري، ایا تر اوسه کوم انسان هغه په خپلو سترګو لیدلی؟

۷ -  شیطان څرنګه دومره قوت پیدا کړ چې یو لک څلیرویشت زره پیغمبران، لکونو ملایکو، په زرګونو صحابه او ملایانو زور و نه رسید،چي ختم یې کړي.
۸ -  وروستۍ پوښتنه دا ده چې دا شیطان نر دی او که ښځه؟ واده لري او که مجرد دی؟ ایا اولادونه هم لري که یې لري نو څومره او په څومره موده کې یو ځل بچیان زېږوي؟
 ښه فکر ورباندې وکړئ او ځوابونه یې باید پر علمي اسنادو ولاړ وي نه دا چې د پېتاوي د کوم ملا بابولالې راته وليکئ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 18. Dezember 2017 00:20)

    محمد صدیق صاحب سلامونه !
    ستاسی ځینی پوښتنی ځواب لری او ځینی نوری نه وایم چه معقوله نه دی مګر ځواب نه لری لکه روح څه شی دی اوسنی داکتران ، ساینس دانان او فیلوسوفان هم پری نه دی توانیدلی ،
    قران کی یی هم د ځواب ورکولو څخه چه روح څه شی دی مخنیوی شوی یعنی روح د الله ج امر دی او بس .
    د هغو پوشتنو په اړه چه ځواب هم لری په یوه تبصره کی ورته ځواب ویل ستونزمنه خبره ده ښه به دا وی په هغه برخو پوشتنو چه زه څه کم و زیات معلومات لرم کومه ځانګړی لیکنه کی یی ځوابونه ولیکم .
    مننه

  • razmohammed mohmend (Montag, 18. Dezember 2017 06:36)

    DEAR YOU HAVE TO READ PHILOSOPY
    OR AFANESIF,
    THES CAN ANSWER BY IDEALISM OR
    MATERIALISM IDIOLOGY,
    DANKESHON /TASHAKUR/THANK YOU

  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 19. Dezember 2017 08:38)

    DEAR,
    YOU NEED ISLAM TO ANSWER QUESTIONS ABPOUT EVIL.
    PHILOSOPY,
    IDIALISM AND MATERIALISM IDIOLOGY HAS NOTHING WITH EVIL OR SHITAN. THANKS

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind