12.01.2018 (22.10.1396)
د شمال د آئتلاف د اظهاراتو تحلیل
عزیز احمد عزیزي

راسۍ د شمال د ائيتلافیانو دا ادعا په عيني شكل تحقيق او بررسي كړو .، چې وایې :
» اشرف غني يك پشتون فاشست ، شوونيست وهژمونيست است وحقوق اقليتهارا درنظر نه گرفته نخبه هايش را از دستگاه دولت بدور ميراند‎«

دا واقعيت ټولو هیواد والو ته څرګند دی چې د لمړي پړاو د انتخاباتو په نتیجه کي هیڅ یوه نوماند ونه کړاي شول چي ٥٠+١ رايي تر لاسه كړي او هغه ول چې انتخابات دوهم او نهایې پړاو ته د دوو هغه نوماندانو

تر منځ چې تر نورو نوماندانو یې ‌‌‌‌‌‌ډيري رایې تر لاسه کړي وي مخه کړه ، چې په نتیجه کي یې ، سره له ‌‌‌‌‌‌ډيرو

ناخوالو دا څرګنده شوه چي اشرف غني په حدود د يومليون رايو له عبدالله نه مخكي ده ، خو گلمرجان 

دا ونه منل او وي غوښتل چي رايي بايد له سره وشميرل شي . اشرف غني د عبدالله دي غوښتني ته هم غاړه

کیښوده او خپله موافقه یې اعلان کړه . هغه ول چې درایو له سره شمیرنه د یوه معتبر ګ‌‌‌‌‌‌ډ ملي او بین المللي کمیسیون له خوا شروع شوه . عبدالله چې ولیدل او په دي پوه او خبر شو چې له سره دوهم ځلي شمیرنه یې يو مخیځ له صحني نه باسي نویې له عطا او نورو نظاري ملګرو سره په لجاجت لاس پوري کړ او هغه ول چې په نتیجه کي د جان کري په "منځګړيتوب؟ " د " ملي وحدت دولت " را منځ ته شو . 

اوس نو راشۍ چې د دي دولت شکل ، مضمون او ساختار را وسپړو ، تر څو پوه شو ، چې د نظاریانو دغه

ادعا چې ګواکي اشرف غني یو ، هژمونیست او فاشیست پښتون ده ، حقیقت لري او که د دوي د دتیر په شان دلجاجت د سلسلي برخه تشکیلوي .

د دولتي هرم ساختار دشکل له مخي  ؛

اشرف غني - په حیث د جمهور رئيس او دوه معاونان یې .

-  عبدالله د اجرایه رئيس په توگه او دوه معاونان یې .

د دولتي هرم ساختار د مضمون له مخي ؛

-  اشرف غني پښتون ، معاونین یې -  ازبک او هزاره . ٥٠ ٪ دولتي قدرت

-  عبدالله تاجک ، معاونین یې پښتون ؟ او هزاره . ٥٠ ٪ دولتي قدرت 

اشرف غني خپله هغه برخه چي د ٥٠ / ٥٠ له لاري یې دځان کړه ، له خپلو دوو معاونینو سره داسي شریکه کړه چې هر یوه ته د ٥٠ په سلوكي له برخي نه تقريبا ١٥ برخي چې حاصل دجمع یې ٣٠ برخي كيږي ور وه رسیده په دي حساب اشرف غني ته له پنځوسو برخو څخه شل برخي ورپاته شوي .

دلته ده چې دنظار شورا بل کفتار ( احمد ضياء ) د اشرف غني د ٥٠ په سلوكي دبرخي ديوڅه مقدار دراخپلولو په هیله دستوري له خپلي ‌‌‌‌‌‌ډلي جلا کیږي او د اشرف غني له ټيم سره یوځاي کیږي او اشرف غني هغه د عبدالله په شان د یوه فرمان له لاري په داسي حال کي چې صلاحیت به یې د ده د دومعاونانو او اجرایه رئيس سره په تول کي برابر وي د خپل فوق العاده نماینده په توګه داصلاح او ښي حکومتوالۍ د چارو په برخه کي مقرروي .

احمد ضیاء پر ځاي د دي چې خپله ورسپارل شوي دنده تر سره کړي تر هرڅه مخکي د خپلو ملګرو د تقرر

سوال له اشرف غني سره رامنځته کوي او اشرف غني چې په ټول کي شل برخي لري ، نشي کولاي احمد ضیاء ته له همدي شلو برخو څخه دومره برخي چې خپلو معاونینو ته یې جلا کړي وي ورکړي ، خو بیایې هم پر پنځو برخو خوله ور خوږوي چې د احمد ضیاء د قناعت وړ نه ګرځي او هغه ول چې مناسبات یې سره خراب شول او احمد ضیاء د دولت ضد موقف نیسي . دا ده اشرف غني ته په ټول کي  د ٥٠/ ٥٠ په حساب ١٥ برخي پاته شوي .

اوس نو اشرف غني  په دي ١٥ برخو باید له یوي خوا د خپل ټيم ملګري را خپل او راضي کړي او له بلي خوا د خارجي سفارتونو په سرکي د امریکا او انګلیس سفارتونو فرمایشات او همدارنګه دمتنفذینو له هغه جملي نه د سنا او ولسي جرګي رئيسانو  ، خلیلي ، کرزي ، قیام الدین کشاف ، ګیلانیانو ، مجددیانو پخلا شوي طالبانو ، اسلامی ګوندونو ، تکنوکراتانو او داسي نورو ‌‌‌‌‌‌ډيرو خواهشات او غوښتني په نظر کي ونیسی . ځکه دا ټول واړه د خپلي برخي طمع له اشرف غني څخه کوي ، چې جمهور رئيس ده ، نه له عبدالله څخه چې له پنځوس سلنی څخه یې څلویښت (٤٠) برخي تنها د جمعیت _ نظار شوراته ورکړي او متباقې یې چې لس برخي کیږي دوي (٢) برخي ، محمد خان او اته (٨) برخي یې د رایو په تناسب محقق ته ورکړي .

هغه ده چې اشرف غني له خپلو پاتي ١٥ برخو څخه ١٠ برخي پورته نومول شوو سفارتو او متنفذينو ته وركوي او صرف ٥ متباقي برخي ځان او خپل ټيم ته پریږدي چې په دي ٥ برخوكي هم صاحب د اختيار نده او د خپلو ملگرو په تعيناتو كي بايد دعبدالله موافقه له ځان سره ولري چې د دګرجنرال لودين  پيشنهاد یې د ملي دفاع وزارت ته خورا ښه مثال دی چې اشرف غني ونه شواي کړلاي  لودین د ملي دفاع دوزیر په توګه مقرر کړي . 

اوس به راسو د اشرف غني پاتي ٥ برخوته ، دري برخي یې داقلیت او په تیره بیا د تاجک قومو هغه چاته ورکړي چې په انتخاباتو کي یا د ده دټيم غړي ول او یا یې له ده نه حمایت کړی وه ، چې په آخره کي ده ته فقط دوي برخي پاته شوي چې له دي جملي نه یې یوه برخه له خپل ورور او میرمني سره تقسیم کړه او دا بله برخه یې اتمر او ستانکزي ته د ټولو پښتنو په نمایندګي ورکړه او هغه ده چې نه اوس خپل دخوښي قوي ټيم لري او نه هم د پښتنو حمایت له ځان سره او سره له دي یې نظاریان پښتون فاشیست او شوونیست هم بولي .

اوس به راسو چې د ٥٠/ ٥٠  پورتني محاسبې پر بنا هر قوم ته څومره برخي رسیدلي دي ؛ 

_ پښتنو ته ؛ دوي (٢) برخي د اشرف غني له خوا جمع دوي (٢) برخي د عبد الله له خوا د محمد خان خپل معاون په حساب چي هغه هم د عبدالله له منافعو دفاع كوي ، خو په هرصورت حاصل د جمع یې څلور (٤) برخي .

تاجكوته !؟ ښه به داوي چې ووایو د جمعیت _ نظار شورا غړو ته ؛ څلویښت برخي د عبدالله له خوا جمع پنځه (٥) برخي د احمدضياء له خوا جمع دوي (٢) برخي د اشرف غني له خوا چي حاصل دجمعي یې کیږي اووه څلویښت (٤٧) برخي.

خو دا هغي برخي نه دي چي زما دقناعت وړ وګرزي او هغه هم په دي خاطر چې زه یو پراګماتیک او محاسب یم . 

هر جمهور رئيس تګلاره او کړنلاره لري او د ا تګلاره او کړنلاره د خپلو هغه ملګرو له لاري وطنوالو او باندنیانو د کورنیو او باندنیو چارو د وزارتو له لاري د اساسي قانون د پلي کیدو او باندنۍ پالسي د عملي کیدو له لاري ته پلي کوي ، چې متاسفانه دا ارګانونه په ٥٠/٥٠ كي دواړه د نظار د شورا په برخه شول چې په نتیجه کي سفارتونه چې د باندنیو چارو په وزارت پوري اړه لري د نظار دشورا ملکیت وبلل شوو ، او هغه ده چې نوي په سلو کي (٩٠٪) سفیران او دسفارت كاركونكي د نظار دشورا غړي دي ، ان تر هغه حده چې په متحده مللو کي د اشرف غني د پالیسي ویاند ( محمود صيقل ) یو نظاري ده . اوس نو که دي امتیاز ته ځير شو نو د نظار دشورا برخي باید د ٥٠/ ٥٠ له تقسيماتو نه دباندي محاسبه او بيا د اجرايه رئيس پر عمومي برخو ور علاوه شي چي دا د عبدالله ٩٠ هغه برخي دي چي د اشرف غني د لس په سلو ( ١٠٪ ) كي لس برخي تشكيلوي . همداسي د كورنيو چارو وزارت چي د ولاياتو د شمير په اندازه بايد هلته د قانون دحراست نمايندگۍ ولري چې امنیه قومندانان یې په سر کي قرار لري او هغه ده چي بعضي یې د

جمهور رئيس امر ته غاړه نه ږدي . دا ارګان (وزارت) هم دباندنيو چارو دوزارت په شان ٩٠ د لسو (١٠) په مقابل كي د عبدالله په گټه ده. هزاره وو ته ؛ پنځلس برخي د اشرف غني له خوا د دوهم معاون له حسابه جمع یوه برخه د خلیلی له حسابه جمع اته برخي د عبدالله له خوانه د محقق په حساب چې حاصل دجمع یې کیږي ١٥+ ١+ ٨ = ٢٤ برخي .

- ترك تبارو ته ؛ پنځلس برخي د اشرف غني له خوا د دوستم له حسابه + یوه برخه د ترکمن تبارو دمتنفیذینو او ترکیې دسفارت له حسابه چې حاصل دجمع یې کیږي ١٦ برخي .  

اوس نو له پاره د دي چي چټيات مو نه وي ویلي باید له دي برخونه سلوته ځان ورسوو ؛

٤ برخي ( پشتانه ) + ٤٧ برخي (تاجكان!؟) + ٢٤ برخي ( هزارگان ) + ١٦برخي ( ازبكان ) + ٩ برخي ( سفارتونه جمع متنفذين ، اسلامي گوندونه ) = ١٠٠ برخي . 

اوس نو كه واقعيت او حقيقت همداوي ، چي ده ، نو نظاريان ولي بیځایه پښتانه د هغه اشرف غني له خاطره فاشستان او شوونیستان بولي چې پښتنو ته یې په داسي حال کي چې دافغاني ټولني غوښنه برخه یعني له  ٦٠ نه زیات سلنه تشکیلوي.  په ټول کي له سلو څخه دوي برخي ورکړي ؟ 

خاطره ؛ په دي محاسبه کي ما  د متنفذینو هغه دوه دري برخي چې ممکن د عبد الله او اشرف غني له خوا ، پښتنو ته ورکړ شوي وي په نظر کي په دي خاطر ونه نیولي چې هغوي صرف دخپلو ځانو او کورنیو د اعضاوو مقرري په نظر کي لرلي دي او هیڅ وخت د پښتنو په غم کي نه ول لکه جلالي چې په المان کي سفیر ده او یا شیر زوي چې د سرحداتو او قبایلو وزیر دی .

مګر داسي نه ده ؟

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind