29.07.2017 (07.05.1396)

د شاه امان الله خان زوی وفات شو

احمدالله رحماني
د افغانستان پخوانی شاه امان الله خان زوی شهزاده احسان الله دجمعې په ورځ  
دزمری ۶ نېټه ۱۳۹۶  د۲۰۱۷ کال د جولای ۲۸ نېټه  د سویس په زوریخ ښارکي له

دي نړۍ نه د تل لپاره تل لپاره سترګي پټي کړې.

شهزاده احسان الله په ۱۳۰۶ کال کيزیږېدلی وو، چي اوس مهال د ۹۰ کلونو په عمر وفات شو.  

  ولسمشر اشرف غني او مېرمن یې د شاه امان الله خان له لور سره په ټلیفوني اړیکه کې د هغې د ورور د مړینې له امله ډاډګېرنه وړاندې کړې ده.

شاه امان الله خان څلور زامن او پنځه لوڼی لرلې، چي نور زامن یې د شهزاده احسان الله نه مخکي وفات شوي دي.

شاه امان الله خان د شلمي پېړی په لومړنیو کي د انګریز له مستمرې نه د افغانستان استقلال تر لاسه کړ. د افغانستان په تاریخ کي د یو پر مختګ غوښتونکی شاه په توګه یادیږي. د خپلی دورې پر مهال یې زیات اصلاحات او د یادونی وړ پر مختګونه کړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Es sind noch keine Einträge vorhanden.