12.04.2019 (23.01.1398)

د سی آی اې پخوانی لوړ پوړي – دوګلس وایزر- ضد او نقیض خبري
الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم
د نن ټکی اسیا پانی کی می د ( دوګلس وایز ) په نوم  د سی ای ای د اداری د یو پخوانی لوړپوړی چارواکی یوه لیکنه ( چه نن ټکی اسیا له خوا ژباړل شوی وه  چه د اشغال په اوایلو کی یی افغانستان کی استخباراتی ماموریت ترسره کړی وو، ولوستله. په جملاتو کی یی د ګوډ شیطان ( خلیلزاد ) په شان ضد او نقیض ټکی شتون درلود، لازمه راته شکاره شوه چه هغه ضد او نقیض جملی یی هیوادوالو سره شریکی او ځوابونه ولیکم هغه  په لاندی ډول دی:
ښاغلی دوګلس وایز په لاندی دول ضد او نقیضو ناولتیاوو هم د خپلو، هم زمونږ او هم د ټول مظلوم بشریت  د ذهیتونو مغشوشولو هڅه کړی.

   اول:  ډګلس وایز وایی، د افغانستان د پریښودو وخت رارسیدلی
ځواب: باید ویلی یی وی چه د افغانستان پريښودو ته مجبور شوی یو ، د هر اړخیزو ماتو او ناکامیو سره مخ دی حتی ناتو سره یی وحدت فکری او عملی له منځه تللی، د ( د لوو قدرتو دپاره د هدیری هیواد ) سره ډغری وهل یی د وتلو سبب شوی، که له هوښیاری او چالاکی کار وانه اخلی د دوی برخه لیک به د شوروی اتحاد او د غلامی اداری برخه لیک به یی د نجیب د برخه لیک به شان وی..
دوهم:  دګلس وایز وایی  افغانستان کی د امریکا اهداف تر سره شوی نور باید ووځی
ځواب : یعنی تروریستان محو او مهار شوی، په دموکراتیکو، شفافو ټاکنو، قانونی او اولس ته د منلو وړ مصلح اداره جوړه شوی، امنیت قایم شوی او داسی نور او نور .... په داسی حال کی چه دوی یاد شوو اهدافو ته رسیدلی نه دی بیشمیره نوری ستونزی هم پری د پاسه بار شوی  هم دی.  د ناوړی، فاسدی او غلامی  اداری د شړیدلو د پاره خپلو کی بسنه کوی طالبان ته اړه نه لیدل کیږی د نشه یی توکو تولید او قاچاق اخری کچی ته رسیدلی، د شځو، بشریت او نورو ټولو حقوق د پښو لاندی کولو کی یی د نړی لمړی مقام ترلاسه کړی.
د اشغلګرو اصلی او عمده هدف زمونږ استثمارول او غلامول وو د همدی هدف د پاره یی زمونږ الهی نظام ( چه د استثمار او غلامیو مخنیوی کوی  لیری او په ځای یی د دموکراسی دجالی نظام ( چه د استثمارولو د پاره ګډوډی او جنګونه رامنځته کوی ) پلی کړو او د دی ټولو د قانونی کولو د پاره نړیوال حکومت تاسیسوی او اعلانوی. له بده مرغه د میړنو هیواد کی یی دغه  ارمانونه د خاورو  لاندی شول..
دریم:  ډګلس وایز وایی، دنده یی د افغانستان اشغال وخت کی له افغانستان څخه د القاعدی او طالبانو د وتلو مخنیوی وو.
ځواب : دا معنی چه د بشری حقوقو خلاف یی قتل عام کړی، څومره بی ګناه او بی دفاع انسانان به یی په شهادت رسولی ( والله اعلم )، که پاکستان ته یی د القاعدی او طالبانو  مخه نیولی وه نو پاکستان ولی تورنوی دا چه په اتیا سلنه خاوره یی سپین بیرغونه رپیږی او الهی شریعت یی پکی قایم کړی دا طالبان له کومه شول دغه د اتیا سلنی واک دا به ډاګه کوی چه ټاسی د مظلوم اولس سره په جنګ کی یاست او طالبان د مظلوم اولس دفاع او نمایندګی کوی. 
 څلورم:  ډګلس وایز فرمایی، سره د د ی چه د ډونالډ ترمپ سره مخالف مګر د ځواکونو وتلو سره توافق لری 
ځواب : د امریکا د پردی دمخه د ټرمپ، اوباما، بوش او نورو حکومتونه او د پردی شاته یا اصلی مدبره او با صلاحیته حکومت د نظم نوین جهانی حکومت دی غړی یی د یهودانو او عیسویانو لوی سرمایداران او سیاستمداران دی نظم نوین جهانی د امریکا او ټولی نړی د پاره اصلی پلان جوړونکی او او تصمیم نیونکی دی اصلی حکومت [[ نظم نوین جهانی ]] او د  ترمپ، اوباما، بوش کلینټ، ریګن او د نورو فرعی حکومتونه او د نظم نوین جهانی پلانونه عملی کوی نو د افغانستان څخه د ځواکونو وتل د نظم نوین جهانی له خوا ترسره کیږی ترمپ، بل او بل خوښ او که ناخوښ،  توافق لری که یی نه لری، ځواکونه به وځی او طالب مجاهدین نظم نوین جهانی د ځواکونو وتلو ته مجبوروی حق په زور اخستل کیږی په خوښه نه ورکول کیږی.
پنځم:  ښاغلی ډګلس وایز وایی، ترمپ اعلان کړی چه د ځواکونو شمیر له څوارلس زرو نه ۷ زرو ته راشکته کوی
ځواب : اوباما هم په اوایلو کی د مظلومو او بی دفاع افغانانو د وژلو او ډارولو په خاطر د اخری وحشت تر سره کولو د پاره ۳۰ زره نور نوی عسکر افغانستان ته راوستل مګر کله چه د مجاهد اولس د سرسام اور مقاومت سره مخ شول اوباما تر ڼورو په ځانګړی ډول تر بوش څه نا څه هوشیار وو ماغزه یی سرته راغلل چه افغانان په زور چا نه دی لاندی ایستی په قرار یی فرار ته ترجیح ورکړه مګر نظم نوین جهانی ورته د ټولو عسکرو د وتلو اجازه ورنکړه. ترمپ هم د نظم نوین چهانی په قومانده د وتلو به ځای یی ځواکونه او پرله پسی بمباری زیاتی کړی تر څو په دی ډول  زمونږ مجاهد او میړنی اولس له دی وحشت وداریږی او تسلیم شی. مګر د الله ج په نصرت یی نور یی هم د پام وړ بریاوی ترلاسه کړی او له اویا تر اتیا سلنه زیاته خاوره یی د خپل واک لاندی راوستله اوامریکایی ځواکونه یی یو ځل بیا وتلو ته واداره کړل او د روغی جوړی د پاره یی ننواتی پیل کړی طالب مجاهدینو یی بلاخره ننواتی ومنلی او د روغی جوړی خبری یی ورسره په دوه اجنډاوو ومنلی چه د افغانستان څخه به په نورو هیوادو تیری نه کیږی ( ، په کار خو دا وه چه امریکا هم دا تضمین کړی وی ) او د اشغلګرو ځواکونه به په مناسب وخت کی له افغانستانه وځی
 شپږم:  ښاغلی وایز اعتراف کوی چه ملت د طالبانو سره ملتیا لری یعنی طالب مجاهدین د ملت نمایندګی کوی
ځواب:  ستاسی د ګوتو په شمار ناوړه، فاسده او غلامه اداری څخه  مجاهد اولس تر اخری کچی کرکی او دشمنی لری له افغانیت، اسلامیت او انسانیت یی بی برخی کړی یعنی دغه غلامانو ته افغانان، مسلمانان او حتی انسانان هم نه وایی چه د څو ډالرو د پاره یی اشغلګرو ته قضایی مصونیت هم ورکړو یعنی هر څه چه یی خوښه هغه به ترسره کوی د غلامی اداری غلامان به د شکایت حق هم نه لری حتی د دوی په کورونو کی به اولیت لری سره مخ ده که اشغلګر ییی له ځانو د مخه  له افغانستانه ونه باسی ممکن د نجیب د برخه لیک سره مخ شی طالبان به ډیر ژر انشالله خپلواکی ترلاسه او د دموکراسی په ځای به الهی نظام پلی کوی ټول مظلوم اولس ته یی مبارکی وایم
اووم:  بیچاره  دګلس وایز یوځل بیا خپله ناهیلی په داګه کوی وایی،  که طالبان واک تر لاسه کړی هیواد به یو ځل بیا د ترهګرو ځاله شی د نظم نوین مشرانو ته یی غوږباسی  چه دی هیواد کی د  دایمی  هډواو خزانو ساتلو اړه ده  
ځواب: ایا تاسی په دغه ۱۸ کلو کی زمونږ په مظلوم اولس پتاسی ورولی؟ او د خزانو دروازی مو د غلامانو په مخونو بندی کړی وی؟ څه ګټه یی درته وکړه؟ چه له دی وروسته به هډی او خزانی بیا خخی کړی؟
یادونه:
 د نن ټکی اسیا پاڼی چلونکو اخره کی د ډوګلس وایز ارزونه داسی تعبیروی چه ( طالبانو له افغانستانه بهر پر کوم امریکايي برید نه دی کړی د طالبانو حکومت جوړیدل فرق نه کوي، امریکایان که د سعودي حکومت منلی شي د طالبانو حکومت دې هم ومنی)
 د نن ټکی اسیا د برداشت سره توافق نه لرم .
مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • لوګي (Samstag, 13. April 2019 17:10)

    طالبان خو هره ورځ دا بي وزله او بي ددفاع افغانان وزني ۰
    دا به څوک او په چا ومني جه په يوه تيروريستي حمله کي جنرال رازق په کندهار وژل کيږي او په عين وخت کي د جنرال رازق په اړخ کي امريکايي جنرال هم روان دي او هغه نه په نښه
    کيژي
    افغان اولس نور تاسي جهاديان ملايان او طالبان نه غواړي
    افغان نور صلح او ارامه شپه تيرول غواړي۰
    افغان اولس نور د عشري ورکولو زور نلري
    افغان پيغلي او ځوانان علم او معرفت غواړي نه دا تپلي
    پنجاپي جهاد۰

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind