08.02.2019 (19.11.1397)
د سولې دښمن معلوم شو
توره بوړه

سوله او د استقرار او اطمینان ژوند زموږ د مؤمن اولس څلویښت کلن ارمان دی، په تیرو څلورو لسیزو کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له کلونو پرته افغان اولس کله هم د سوله ییز ژوند نعمت نه دی څکلی. یو ځل شوروي اشغال، ورپسې د داخلي جګړه مارانو شر او فساد او بیا امریکایي اشغال هغه څه و چې زموږ له اولسه یې د امن ستر نعمت اخیستی و. په وروستیو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د جنګ عامل بهرني امریکایي ځواکونه ول، دا چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د مخلصانه جهاد او ورپسې مؤثرې ډییلوماسۍ په مټ اوس اشغالګر دې ته آماده شوي چې زموږ له هیواد څخه ووځي، زموږ د جګړه ځپلي اولس لپاره لوی زیری دی نو ځکه یې د بل هر وخت په نسبت پرأمنه ژوند ته هیلې ډيرې شوي دي.
خو په داسې حال کې چې د جګړې اصلي عامل بهرني اشغالګر د تلو په حال کې دې، د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکو په خاص ډول اشرف غني د جنګ شعارونه پیل کړي او پرته له دې چې خپله مدعا او دلیل سره پیوند کړي، پوچو شعارونو، غالمغال، پیغورونو او بدګویۍ ته لاس اچولی.
د روانې فبروري میاشتې په پنځمه او شپږمه په ماسکو کې د اسلامي امارت د استازو او ګڼ شمیر داخلي سیاستوالو، د ګوندونو استازو او شخصیتونو تر منځ تفاهمي غونډه داېره شوې وه، چې افغان اولس یې نه یوازې په پراخه کچه هرکلی وکړ بلکې د دغسې تفاهمي لیدنو د دوام هیلې هم څرګندې شوې. خو د درست هیواد په کچه یوازینی کس چې زموږ د ځوریدلي اولس د سولې ارمان ته یې په سپکه وکتل، د سولې په فضاء کې یې د جنګ ګواښونه وکړل او د خپلې کم ظرفۍ مظاهره یې وکړه، د کابل د ادارې مشر اشرف غني و. نوموړي د دې په ځای چې په څلویښت کلن جنګ کې د ځپل شوي اولس هیلو او ارزوګانو ته درناوی وکړي د راتلونکي جوړجاړي ټوله پروسه یې وغندله او یوازې یې د خپلې واکمنۍ په دوام ټینګار وکړ.
موږ نه پوهیږو نوموړی په کومه واکمنۍ دومره ټینګ دی چې حتی د ټول افغانستان استقرار ترې قربانوي؟ هغه واکمني چې مشروعیت یې د یوه پردي هیواد د وزیر خارجه له لاسلیکه اخیستی. هغه واکمني چې تر واک لاندې اولس ته یې له ظلم، غصب، فساد، حق تلفي او قسما قسم بدمرغیو پرته بل ارمغان نه دی درلودلی او که هغه بې معنی او تش په نوم اقتدار چې د رژیم د لومړني شخص فرمان یې د ادنی مامورینو لخوا رد کیږي او په میاشتو میاشتو یو والي له دندې نه شي ګوښه کولای.
اسلامي امارت باور لري، لکه څنګه چې زموږ د مؤمن اولس د ارادې په وړاندې د جګړې بهرني عوامل محو او په له منځه تلو دي همداسې به په داخلي کچه هم د اسلامي سوله ییز افغانستان داعیه د جګړې او فساد په اوربلوونکو غالبه کیږي او د مؤمن اولس د نیکمرغه راتلونکې په وړاندې ټول خنډونه به له منځه ځي. نو بناء د اشرف غني په شان د جګړه پالو غالمغال باید مهم ونه ګڼل شي، په دې شرائطو کې د دوی دغه وړ اقدام یوازې د سولې په وړاندې د دوی دښمني څرګندوي او دا خبره د اولس او تاریخ په وړاندې روښانوي چې د سولې اصلي دښمن څوک دی؟

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 09. Februar 2019 07:06)

    مسلمانو افغانانو ورونو !
    کرزی تر غنی په مداریتوب کی دمخه وو، امریکایانو په موقتی دوری سربیره دوه دورو د پاره وکاروو، خو د دوهمی دوری په اخرکی یی خپلو بادارانو ( میړونو ) په ضد ګډی وډی شروع کړی تا به ویل چه غلام خپلواکه شوی مګر هغه ورته د بادارانو له خوا دستور ورکول شوی وو چه د شاه شجاع حیثیت پاکولو د پاره زمونږ په ضد انقلابی شعارونه زمزمه کوه چه څوک دی مړ نه کړی او هم کیدی شی دبلی دوری د پاره بیا غلام ریس جوړ شی .
    ورته خبره د غنی سره هم ده مګر دا چه غنی له یوی خوا کم عقل او له بلی خوا د جسمی او روحی کمزوریو او ناروغیو سره مخ دی دغه یوه دوره ریاست یی هم د عبدالله سره په ګډه په ډیرو سختیو ترسره کړو نو د کرزی په شان ورته اجازه شوی چه زمونږ کړنو په ضد شعارونه زمزمه کوه چه له غنی څخه هم د کرزی په شان اتل او قهرمان جوړ شی

  • غلام حضرت (Montag, 11. Februar 2019 04:12)

    طالب جانه
    ګوره شریکه
    زه هم پښتون یم هم مسلمان
    خو
    نه د طالب د سیاسی اسلام پر حقانیت باور لرم
    او نه
    د نشنلیسټ پښتون د افراطی مبارزې پر حقانیت

    بناً شکر دی د دواړو د مبارزې! د احتمالی ماتو د خپګان د منګلو څخه می ژغورنه په برخه ده
    امّا طالب جانه
    ته د پښتون د تباری مبارزې په وړاندی خنډ ئې
    او
    پښتون ستا د اسلام! د تسلط په وړاندی خنډ دی
    دا ځکه چي
    پښتون داسی احساس کوی چي ته د پنجابی او پښتون تر منځ د مشروع مبارزې په منځ کی د پنجابی د سپر پتوګه رول اداء کوې
    او ته داسی احساس کوې چي پښتون ستا د خوښی د اسلام د تسلط په وړاندی خنډونه رامنځته کوی
    ستونزه په څه کی ده؟
    ستونزه پدې کی ده چي
    نشنلیسټ پښتون ته پښتونولی مقدمه ده تر اصیل اسلام
    او
    تاته د پنجاب او انګرېز رضائیت مقدم دی تر اصیل اسلام

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind