04.03.2021 (14.12.1399)

د سولې انتقالي يا مؤقتي حکومت  - آیا طالبان به دا ومني؟

زرغون شاه شینواري

دا د نن ورځې نوی تود خبر يا هغه طرحه ده چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په دريځ کې ور څخه يادونه شوې ده. ويل کيږي همدا پلان په کابل کې خليلزاد د اوسني حکومت او د بن د کنفرانس د ګډونوالو سره منځ کې اچولی دی. سبا يا بل سبا به امريکائي پلاوی قطر ميشتو طالبانو سره هم په دې او نورو مسئلو خبرې پيل کړي. دريم پړاو کې به خليلزاد مسکو، پيکينګ، ډهلی او اسلام اباد ته ولاړ شي. د ايران دولت به هم د مسئلې په جريان کې وي. که حالات همدا ډول مخکې ولاړل نو امريکايي هيئت ترکيې ته هم درومي ترڅو د هغې لوې غونډې تابيا ونيول شي چې دغه مؤقتي حکومت ته د عمل جامه ور واغوندي

دا چې دا خبر ترکومه بریده سم یا ناسم دی، خو د تصور نه پورته هم نه دی. نوموړې طرحه زمونږ لاس ته راغلې. په دې کې ډير داسې مسايل شته چې د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس شريکانو ته په يوه يا بل ډول په حکومت کې د برخه خورو په توګه ځای هم شته او تدريجي تصفيه هم لري. مګر يو مهم سوال دا دی چې آيا طالبان به دا پلان په دې بڼه ومنئ؟ د طالبانو (۱۰) ورځې مخکني دريځ ته په پام دوی به ېې يا ونه مني او که یې ومني، نو د طالبانو پيشنهادونه به همدومره وي لکه دا طرحه (مونږ د طالبانو د ويندويانو سره د مرکو پر بنسټ دا خبره کوو). ياده طرحه ډير اړخونه لري.  حتا د دې امکان هم شته چې په دنوموړې يا دې ته ورته طرحه باندې امريکا او طالبانو پخوا خبرې کړې وي، ځکه د ټول شموله اسلامي حکومت جوړيدل د قطرموافقه کې هم شته.  د دې څخه طالبانو او امریکا دواړو يادونه کولّ. يواځينی شی چې طرحه کې د طالبانو د پام وړ به وي هغه د قطر د موافقې سره برابر په قضيه باندې د طالبانو او امريکا بر لاسی په خپل ځای ساتل دي. په هر حال تر ټولو ستو نزمن کار د حکومت په سټه کې برخه ورکونکو ته د برخو ورکولو معيارونه دي. د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس کې دا پوښتنه د امريکې يرغل حل کړې وه. حتا امريکا دا پوښتنه هم ځواب کړې وه چې د دې برید څخه وروسته جوړيدونکی حکومت به څوک ساتي. همدا چې امريکا ځنې جهادي ډلو، مليشه يی مشرانو، قوماندانانو او نورو اداري کسانو ته و ويل چې ستاسو ترمنځ ونډې د قوم، ژبې، مذهب، ډلې او بهر سره د پيوندي اړیکو په معيار برابريږي، د يو پلوه ستره غلطي وه چې تکرار به پې د کبيره ګناه څخه کم نه وي او د بله پلوه هغه وخت امريکا او ناتو افغانستان ته د جنګ لپاره يو په بل پسې راروان وو، مګر اوس خو وايې چې د سولې د راتلو لپاره د افغانستان څخه وځو.

نن ورځ د افغانستان کورنی حالت، سيمه یيزه وضعه او نړۍ وال شرايط داسې نه دي چې کابل کې يو لنډی بوچی په نامه حکومت دې دغو غوښتنو ته ځواب و ويلی شي. دلته د سولې سراسری کول، د امنيت راوستل، د افغانستان په جغرافيه کې د خپلواکۍ تامين، د لومړۍ درجه بیوزلۍ سره مخامخ ۱۸ مليونه وګړو ته ډوډۍ، په نشه يي توکو د (۶) میليونه روږدو کسانو غم خوړل، د هغو مليشو تش لاسي کول چې تر شا يې زمونږ ګاونډي رژيمونه يا اوږده لاسونه دي او نهايت کې دلته زمونږ د جغرافيوي ملي اړتیاوو پر بنسټ داسې دولت ته اړتيا ده چې ملت د دولت په مقابل کې د مکلفيت او دولت د ملت پر وړاندې مسئوليت په غاړه واخلي. داسې يو دولت چې د ځان د سمبالول په ځای د سيالانو سره د افغانستان سمولو ته یې ملا تړلی وي

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind