08.09.2016 (18.06.1395)

د سقاو زوی چا اعدام کړ؟

محمدانورآڅړ

د ۱۳۰۸،ل،ل، کال د تلې په(۱۹) نیټه وروسته له هغې چې د پکیتاوالو او وزیرو لخوا، ارګ د توپونو د سخت اور لاندې ونیول شو، د ارګ یو ټینګ دیوال سوری شو او د ارګ وسله تون اور واخیست د اور لمبې پورته شوې او تر ماښامه پورې برید کوونکي، د ارګ تر برجونو او دیوالونو پورې رسیدلي وو، حبیب الله بچه سقاو له خپلو ملګرو سره د ماښام په تیاره کې د ارګ له شمالي دروازې څخه وتلي او کلابندې یې ماته کړي وه، بچه سقاو لومړی کوهدامن او بیا چاریکار ته ولاړ. (میرغلامحمد غبار؛ افغانستان د تاریخ په اوږدو کې،۲۱، مخ؛ پښتو ژباړه)

... د یوې هفتې په اوږدو کې حبیب الله سقاو دې ته چمتو شو چې د ده او د ده د ملګرو د ژوند د تضمین په صورت کې او په قرآن باندې د نادرشا په قسم خوړلو او ژمنې کولو سره به، پرته له جګړې تسلیم شي، نادرشاه دغه ژمنه ومنله او د بچه سقاو د باور کولو لپاره یې په خپله شاه محمود خان، د تلې په(۲۵) نیټه چاریکارو ته واستاوه، هغه په ډېره اسانۍ سره دغه بې سواده جګړه مار تابع او غلی(تسلیم) کړ او پرته له درنګه یې کابل ته راووست. (د لړم لومړۍ.) (میرغلامحمد غبار؛ افغانستان د تاریخ په اوږدو کې،۲۲، مخ)

پاچاه امر وکړ چې حبیب الله دې راولي، حبیب الله، پرته له کوم لږ تغیر څخه کوټې ته ورننوت او پاچاه ته یې سلام وکړ، له ناستو کسانو څخه هېڅ کوم له ځایه ونه خوځیدل او څه یې ونه ویل، پاچاه سر راپورته کړ او حبیب الله ته یې وکتل او بیا یې په لاس سره د کیڼې خوا په صف کې اشاره وکړه او په ظاهري نرمۍ سره یې وویل کېنئ، د لیکې په منځ کې یې د کښېناستو ځای ورکړ، حبیب الله کښېناست او په مجلس کې ژوره خاموشي خپره شوه ... پاچا په سوکه ترې وپوښتل:«ښه حبیب الله خانه، تا له دې ټولو وینو بهولو او ویجاړیو څخه چې په افغانستان کې دې تر سره کړې، څه موخه درلودله؟.»

بچه سقاو وویل:«تر څو چې ما واک درلود او کوم شی مې چې د افغانستان په خېر ګاڼه ترسره مې کړ، اوس چې تاسو د افغانستان واکمن شوي یاست څه چې د افغانستان لپاره خېر ګنئ هغه شان وکړئ.»

پاچا وویل؛ ښه ده، اوس تاسو یو څو ورځې دمه وکړئ، بیا به سره وګورو.»

حبیب الله او ملګري یې په موټرو کې د ارګ زندان ته ورسول او، لس ورځې یې په دې(میلمستون) کې تېرې کړې... د لړم په(۱۱) د مازدیګر په مهال، د پاچا په امر، دغه بندیان له زندان څخه راوایستل شول او د ارګ له شمالي دروازې څخه خارج کړی شول، د ارګ تر شمالي برج لاندې، د خندق په دیوال باندې یې ودرول، په داسې حال کې چې دولتي ټوپکوال له وړاندې څخه د تیارسۍ په حالت کې ولاړ وو، څو ثانیې وروسته د ټوپکو د اور غږونه پورته شول او هر یو:

۱ـ حبیب الله سقاو.

۲ـ حمیدالله د سقاو ورور، سردار، علي.

۳ـ سیدحسېن، د جنګ وزیر.

۴ـ شېرجان، د دربار وزیر.

۵ـ محمدصدیق خان، د پکتیا د جبهې قوماندان.

۶ـ ملک محسن، د کابل والي.

۷ـ عبدالغني، کودامني، د بچه سقاو قلعه بیګي.

۸ـ محمدمحفوظ، هندوستانی، د جنګ مرستیال وزیر، ووژل شول او سبا یې جسدونه د کابل په حضورې چمن کې په سولۍ باندې وځړول شول. (میرغلام محمد غبار؛افغانستان د تاریخ په اوږدو کې، ۲۴، مخ)

دا وو د ښاغلي میرغلامحمد غبار مالومات چې د سقاو او ملګرو د اعدام په اړه یې لیکلی دي، خو امریکایۍ ژورنالسته او لیکواله (ریه تالي ستیوآرت) په دې هکله، بیا بل څه وايي، چې زموږ د مشرانو له شفاهي روایاتو او مالوماتو سره کټ مټ سمون لري، داسې چې، موږ له خپلو استادانو او مشرانو څخه اوریدلي دي چې، نادرشا نه غوښتل سقاو اعدام کړي خو خلکو اجازه ورنه کړه چې ژوندی پاتې شي او په پای کې د خلکو له خوا اعدام شو.

زما مرحوم کاکا، حاجې عبدالستار آڅړ، پخپلو یاداښتونو کې لیکي: غازي نادرشا، نه غوښتل د سقاو زوی او انډیوالان یې اعدام کړي، ځکه چې د قرآن په لمن لیک کې یې په لیکلي توګه ژمنه ورسره کړي وه او قرآن یې مهُر(ټاپه) کړی ؤ، خو کله چې وزیر او پکتیاوال خبر شول، چې د سقاو زوی پاچا بښلی دی، نو کلک مخالفت یې وکړ، لومړی یې له نادرشا څخه د خپلو تنخواګانو غوښتنه وکړه او بیا یې ورته وویل چې، که ته سقاو نه وژنې نو موږ یې وژنو، که تا سقاو بښلی وي، موږ نه دی بښلی، سړي یې له موږ څخه وژلي دي او بښنه ته ورته کوې، لنډه دا چې سقاو باید ووژل شي.

کله چې پاچا د خلکو دا ډول غبرګون ولید، له ناچارې یې وویل: په خزانه کې یوه پېسه هم نه ده پاتې، ټوله شتمني یاغیانو وړي ده او زما سره هم پېسې خلاصې شوي دي، چې تاسو ته یې درکړم، پاتې شوه د سقاو د مرګ خبره، زه نوموړی نه شم وژلې، ځکه چې په قرآن باندې مې لوړه ورسره کړي ده، موږ به سقاو تاسو ته در وسپارو، ستاسو خپله خوښه ده، چې هر څه پرې کوی. هغه ؤ چې سقاو یې وروسپاره او د قومونو لخوا ووژل شو.

میرمن ریه تالي ستیوآرت ، د سقاو د اعدام په هکله داسې لیکلي دی: د سقاو زوى او ډله یې د نادرخان د حکومت لخوا وروسته له هغې چې د عمومي بښنې له مخې تسليم شول او د کابل ارګ ته راوستل شول، چې هلته د میلمه په توګه ورسره چلند کیده. څو ورځې وروسته نادر ټولو ته اعلان وکړ چې غواړي د سقاو زوی معاف کړي، مګر له مامورینو او قبایلي مشرانو څخه یې غوښتن لیکونه تر لاسه کړل چې په کې هیله څرګنده شوي وه چې، دغه خائینان دې موږ ته په لاس راکړي، چې له منځه یې یوسو. (ریه تالي ستیوآرت؛ اور په افغانستان کې، ۷۲۱، مخ)

نادرخان سقاو او ورسره څوارلس ملګري یې، د شېرپور په هوايي ډګر کې، قومونو ته وسپارل، وزير، مسيد، منګل، ځدراڼ، ځاځي او دوړو ته وويل شول، چې دا دی، د سقاؤ زوى، دا ستاسو کار دى، چې بښۍ يې او که وژنۍ يې، د وزيرو قوم وويل: «مور يې نه شو بخشلې، ځاځي دې د هغه د اجل پريکړه وکړي»، ځاځيو وويل: دا په وزيرو پورې اړه لري، ځکه چې دوى د عمل خلک دي، ځينو وزيرو خپلې توپنګچې راوايستلې په داسې حال کې چې باران اوريده او وزير په خټو کې ښویېدل، خو کولی يې شول چې صحيح ډزې وکړي، هغوى د سقاو پر زوى باندى ډزې پېل کړې د توپکو نورې ډزې هم وشوې، حميدالله، شېرجان او څوارلس نور کسان ووژل شول، او مړي يې تر درو ورځو پورې په پايو باندې ځړول شوي وو ... . (ریه تالي ستیوآرت؛ اور په افغانستان کې،٧٢٢مخ)

له پورته یادونو څخه په ډاګه څرګندیږي چې د سقاو زوی او ورسره نور سقاویان، د قومونو لخوا په ځانګړي توګه وزیزو اعدام کړي دي او لکه څه ډول چې نني سقاویان په نادرشا باندې د غدارۍ تورونه لګوي چې، په خپله ژمنه او قرآن باندې یې وفا ونه کړه، سقاو یې اعدام کړ، سمه خبره نه ده، بلکه دوی بې له سنده لګیا دي اوتې بوتي ولي، چې هېڅ ارزښت نه لري او نه کوم ځای نیسي. پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder