انځور: بي بي سي

03.06.2017 (13.031396)
د سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو ځانمرګی برید شوی دی

د افغان حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله ویلي، کابل کې د سالم ایزدیار جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید شوی دی.

نوموړي کابل کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې ویلي، درې ځانمرګي بریدګر د جنازه کوونکو صفونو کې ولاړ وو، چې په وینا یې له دویم تکبیر وروسته یې ځانونو پورې تړلي باروت وچوول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته ویلي، پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.

په ځینې رپوټونو کې ویل شوي، چې کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر ډېر وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنازې پر مهال پر وير کوونکو بريد په کلکو ټکو غندلی دی. له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپاره شوي پیغام کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي دي:

''هېواد تر سخت بريد لاندې دی، ټول ولس باید یو موټی شو. ''

بل لور ته وروستیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د کابل ایمرجنسي روغتون مخې ته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي، خو معلومه نه ده، چې دغه ډزې چا کړې.

جنازې دغو مراسمو کې د افغانستان اجرايي مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم برخه درلوده، خو هغوی ته چاودنو کې کوم زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، بي بي سي ته تایید کړې، چې دروغتیا وزیر فیروز الدین فیرزو هم پېښه کې ژوبل شوی، خو وايي ټپونه یې برسېرن دي.

سالم ایزید یار د افغانستان مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزدیار زوی، پرون پنجشنبه کابل کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د اخ و ډب پر مهال وژل شوی و.

په هغو تصویرونو کې، چې پر خواله رسنیو خپاره شوي یو شمېر وژل شوي او ټپي کسان لیدل کېږي، چې د پېښې ځای کې لیدل کېږي.

د افغان حکومت وسله والو مخالفو طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دوی په دغه بمي برید کې لاس نه لري.

د تېرې ورځې مظاهره کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۰ ډېر کسان ټپيان شوي وو.

د جمعې پر ورځ د چهارشنبې ورځې وزیر اکبرخان مېنې چاودنې خلاف لاریون شوی و. هغه برید کې ۹۰ کسان وژل شوي وو، چې افغان څارګرو ویلي و، د حقاني شبکې وسله والو تر سره کړی.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، چې پخپله محمد عالم ایزیدیار په دې پېښه کې روغ پاتې شوی دی

دغه پېښه داسې مهال شوې، چې د پلازمېنې کابل ډېرې برخې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې مظاهرو کې له ګډون کولو ډډه وکړي، چې په وینا یې د داسې خطر احتمال شته، چې د حکومت مخالف وسله وال نور بریدونه وکړي.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder