23.08.2016 (02.06.1395) 

د زړهء خوالهء

ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی

ما دوه کاله مخکې په همدې ټول افغانستان وزین ويبسایټ کښې د نړیوال دوهم متفکر او د افغانستان ولسمشر صاحب دوکتور م.اشرف غني احمدزی سره یوڅو د زړهء خوالهء کړي ول

لومړی - ما ورته ويلي و چې د خپلو قانوني صلاحیتونو کار واخلي او د یو څو اوباشانو، لڼډه غرانو، غلو له ډب ډبِ پای څخه ونه بیریږي

 دوهم - همداسې چې تش په نامه اجړاییه تشکیلات ېې د ک.جان په کږه خولهء رامینځ ته کړل او د ولس پر ۶۰ % رایو یی ملڼډې ووهلې، هر کله چې آرایشګر رييس لغتکې وارې کړې او د څلورمې سقاوۍ خواته لاړ، ؛ همهاغسې ېې لغوه او یخ کښینوې!

  دریم - مهمه موضوع د مسلحو قواوو غیرِ سیاسي کول وو چې په خواشينۍ سره تر اوسه د یو څو پچو ژنرالانو او معلومداره مافیايي کړیو له خوا د وطن اولادونه له دواړو خواوو د هیڅ لپاره وژل کېږي ، د سولې څرکونه چې ښکاره شي، پنجابي+کولابي+فارثي ا.د.ن. خارجي او داخلي کړۍ ېې ممانعت کوي ؛ د ولس فکرونه مغشوش او ټر په پر پټول غواړي

صحیح ده چې د امنیتي قواوو اصلي بچیان د هیواد د تمامیت او د هیواد د  دشمنانو پر ضد سر ښندنې کوي، ارواوې دې ښادې یادې وي، مګر ولې ورځ تر بلې جګړې لا پسې تپل کېږي؟ او ملکي خلک پکي دربدره او خاورې پر سر ګرځي(مخصوصن د پشتون میشتو سیمو کې!)؟؟؟.د هندوستان او ترکستان میلیردونو ولسونه د افغان ولس ملا تړ دي، انشاءالله پنجابي جرنیلان او ستونونه به ېې د بنګله دیش پر برخلیک تهت السکر ته ولاړ سي

څلورم - هغه ورځ مې د لوی څارنوال صاب محترم فرید "حمیدي" خبرې د بی بی سی د آزاده جرګه پروګرام کې واورېدې او ډیرې مې خوښې شوې. همدا راز د هلمند د استیناف څارنوال ساب فیض سلطان ساپی صاحب په باب مې تاند کې ولوستل چې د زړونو سلطان لقب ېې ګټلی، که څوک ېې آرامه پرېژدي

که داسې د غني په ټولو ادارو کې متقې، صادقه، او ولس ته ژمن چارواکي وګمارل شي ، او آزماییل سوي بیا ونه تپل سي ، د پیر ګیلاني ساب خبره(کار اهل کار ته) وسپارل شي او د امریکې پخواني پریزډنټ رونالد ریګن خبره" وي ټرسټ بټ وي کنټرول ټوو!= یعنې مونږ اعتماد کوو خو موږ کنټرول هم ورسره کوو!!"؛.هیله ده چې غني صایب دا ټکي په نظر کې ونيسي

 پنځم - زما په آند ، او فکر کوم د ډیریو دوستانو په فکر، غني،  بچهء سکاو پرستانو ته ډیر زیات وخت ورکړ او له فیصدۍ ېې ډیر امتیازات ورکړل، همهاغسې چه یون ساب ، کرزي ساب ته ویلي و" د تاجکو وروڼو حقوق یوازې د ېوې ولسوالۍ په اصطلاح پنچر شیرانو !!!!!! ته مه ورکوئ!" ؛چې بیا کرزي ساب نه وه منلې او یون ساب استعفا ورکړې وه!؛ نو که اوس دا ډلګۍ د ښاغلي ق.کوچي ساب  ګوتنونه کوي ، آیا د دوی م. صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب لیاقت لري؟. د ډیریو په نظر آغلې ش. بارکزۍ د دې پوست لپاره ډیره مناسبه څهره وه، چې د افغني میرمنو غیرت ېې نړیوالې ټولنې ته ښودلای وای

  شپږم - لکه څنګه چې په رسنیو کې مو ولیدل، د وطن د آزادۍ ۹۷. کالیزه د هیوادوالو له خوا په ډیر شور او زوږ خوشحالیو ونمانځل شوه، مګر د خواشینۍ وړ څیز پکې د افغان ملي؟ تلویزیون او راډیو له خوا محفل کې چې پخپله غني صاحب هم پکې ګډون کړی و، د وطن د حقيقي استقلال لاس ته راوړونکي اتل غازي (شهنشاه!) ارواښاد امان الله خان د ښکلې څېرې پر ځای، د برتانوي انډیا(د هاغه وخت) د۱-۲ جواسیسو، غلو او د ترقي او پرمختګ د دښمنانو نامانوسه ، رټل سوې او د افغانانو ملعون سوې عکسونه ځړول شوي ول؛ (البته بې له ملت بابا او م. داود خان)؛

نپوهیږو چې دا هم د جان کیري که د انګلیس د وزیر اعظمې په امر، که د ایسته کړل سوي سرپرست والي یا د جلالتچپن په خواهش سوي ول؟ . یو نر هلته نه و چې د هبيفولا.کلکاني غل او بیناموسه عکس ېې څيرې کړای وای؛ لکه کړوسیانو ېې چې د کرزی ساب عکس د لوېې جرګې په مبارکه خیمه کې څیرلی او شکته کړی و!!!؟.افسوس. صد اسفآء.

 اوم ـ  د حل لار؟

زما زړه خو وایي چې پروفیسر ساب غني دې له ټولو با صلاحیته لوړپوړو چارواکو امتحان واخلي او د مهترم احمد جان تڼي ساب په لیکنه (روهي سایټ) احتساب وکړي ، لکه جنرال پرویز ..شرف چې څو کاله مخکې پوکیستیان کښې کړی و. او د ورور مصطفا عمرزي ساب خبره" همدا د ملت دارايي ګانې چې د چا له خوا غصب و نقد!!سوي ، حصول او کنګل سي" ، فکر کوو د خارجه یانو کومکونو ته به دومره زیات محتاج نه اوسو، او له لوژې به نه مرو !

او بیا متقیان، صادقان، ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ترجیح ورکوونکي یوه موءقته ۳ کلن حکومت جوړ کړي او بیا بله دوره کې د ټاکنو کمیسیونونه، شوراګانې، قانونونه ا.د.ن. د ادلون بدلون هلې ځلې وکړي

هیره دې نه وي چې، له لرې سیل کوونکي د ۴۰ وزیرانو عقلونه لري او که ولس ټول یو موټی، یو زړهء او یو خُلهء وي د ۱۴۰ ملکونو زور هم پرې نه رسیژي!. دآزاد،آباد،سرلوړي هیواد(لوی افغانستان)په لُوور

په مینه او مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder