30.03.2019 (10.01.1398)
د روانو ناخوالو مرهم او پټۍ

ليکنه: سید روح الله هاشمي

که په کلي کې کوم کس په چا ظلم وکړي نو همدا وایي چې خدایه طالبان راولې چې له دې ظلمه خلاص شو.

که په بازار کې په هټۍ وال د پولیس یا د شاروالۍ مامور لخوا زیاتی وشي نو همدا وایي چې خدای به طالبان راولي او دوی به د خپلو کړنو په جزا رسوي.

که هټۍ وال توکي قیمته خرڅ کړي د شاروالۍ خبره نه یادوي ځکه چې له هغوی څخه د اصلاحاتو تمه نشته نو پیریدونکی همدا وایي چې نشته نو هغه پټکیو والا چې نرخ کې سمون راولي.

که ډریور کرایه ډیره واخلي نو موټرکې ناست کسان همدا وایي چې ای کاش طالبان بیا په دې خاوره تسلط پیدا کړي.

که په ښار کې بې حجابي ولیدل شي یا ټلویزیون کې مزخرفات وویني نو هیڅ کله هم څوک دا نه وایي چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې ددې مخه ونیسي(ځکه چې تمه ورنه نشته) نو خلک همدا وایي چې ددې خلکو په مذهب طالبان ښه پوهیږي.

که په دولتي دوایرو کې مامور د رشوت غوښتنه کوي نو مظلوم همدا په جهر نارې وهي چې خدایه طالبان یوځل بیا راولې همدا طالبان به ددې رشوتخورو مخه ونیسي.

د پارلمان غړي چې په پارلمان کې د دین او هیواد په ضد نظریه وړاندې کړي نو هم دننه په پارلمان کې یو شمیر وکیلان او له پارلمانه بهر عام خلک همدا نارې وهي چې دې تالي څټو ته ملادادالله خاني په کار ده.

که دننه په نظام کې مامورین د آمرینو ظلم وویني نو همدا وایي چې خدای دې طالب جان یوځل بیا راولي چې عدالت حاکم کړي.

کله چې شریر کسان په ښار یا کلي کې شر جوړ کړي نو خلک همدا وایی چې ددې مرض بهترینه دوا طالب صاحبان دي.

کله چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ظالم پر ځای مظلوم محکوم او مجازات شي نو په زغرده همدا وایي چې تاسې ډیر ظالمان یاستۍ خدای دې طالبان راولي چې عدالت قایم کړي او موږ له مظلومیته خلاص شو.

دا او دې ته ورته په سلګونو او زرګونو قضایاو کې د خلکو له زړه د طالب د راتلو غږ پورته کیږی.

آخر دا طالب څوک دی چې هرچیرته خپل حقانیت ثابتوي، سره له دې چې نړیوالو یې ټوله نړۍ کې په وړاندې د کرکې او نفرت زهر وشیندل خو ددې په ځای چې خلک له طالب څخه متنفر شي بلکې د نفرت په ځای د خلکو په زړونو کې د طالب محبوبیت ډیرېږي؟

دا نور څه نه دي دا د اسلامي شریعت برکت دی.

تر ټول مهمه دا ده چې یاران خو پریږده چې رقیبان هم د طالب په حقانیت اعتراف کوي او د سپیڅلتیا یې شهادت ورکوي.

نو تاسو ووايئ چې طالبان که د روانو ناخوالو مرهم او پټۍ؟

یادونه : په ټول افغانستان وېبپاڼه کي لیکني د لیکوال نظر څرګندوي، د وېبپاڼي د ادارې موافقه شرط نه ده.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind