05.12.2016 (15.09.1395)
د دې وطن کوم درد ته وژاړو؟!
نويده خوشبو

د نړۍ د انتیک اونوښتګر حکومت نوښتونه دوام لري:
د ملي امنیت د ځانګړي استازي په نوم یو نامعلوم کس شمالي ولایتونو ته سفر کوي له سرتیرو لیدنه اوله قوماندانانو ستاینه کوي، عکسونه اخلي تقدیر پاڼې ویشي؛ چارواکي ورته چورلکې او پوځي امکانات ورکوي.
په کندز کې هیڅ بدلون راغلی نه دی، د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي نشته، والي د عملیاتو د پیل اعلان کوي امنیه قوماندان یې په نږدې ورځو کې د پیل خبر ورکوي.
په ښوونځیو، پوهنتونونو او جوماتونو کې داعش پلوه ویناوې کیږي، ځوان انجینیر په رڼا ورځ په دار ځړول کیږي.
دولت له شخصي شرکتونو په میلیونونو پوروړی دی او خپل پورهم نه ورکوي.
هلته ننګرهار کې دولتي پوروړو د بريښنا شرکت کارکونکي ډبولي.
هره ورځ افغان سرتیري او عام وګړي وژل کیږي.
په زرګونه، معلولین، کونډې او یتمیان له ولګې او بې وزلې کړیږي.
د افغانستان په خاوره د غلام هیواد پوځي مراسم تر سره کیږي.
اخوا په یونان کې افغانانو له ناچارۍ بې حیايایې پیل کړې.
د سوريې په جګړه کې افغانان وژل کیږي.
د جنايي جرمونو او نورو ناخوالو په اړه به څه و وايم؟
ښوونځي ته نږدې دیارلس کلنه زدهکونکې وژل کیږي، په غور کې دوه ښوونکې برمته کیږي...
د مخدره توکیو کښت او قاچاق ورځ تر بلې ډیریږي،
په نیمروز کې د امنیتي ځواکونو د سترګو په وړاندې ډکې موټرې د ایران پولو ته روانې دي او ځوانان هیواد پریږدي
د ملي امنیت شورا انټرنټي پاڼه هک کیږي.
د افغان کډوالو په منځ کې د ترهګرو کورنۍ له زابله او خوست نیولې تر ختیځو ولایتونو پورې ځای پر ځای کیږي.
نوي وزیران معلوم نه دي، د بودیجې برخلیک معلوم نه دی او ....
دې حالت؛ له مسؤلو چارواکو پرته ټول هیواد وال اندیښمن کړي دي، خو مبتکر چارواکي په خپلو کې سره ډیر بوخت دي
سیالي روانه ده، کوم یو وروسته پاتې نشي؛ باید یوـ بل ته خپل واک ور ثابت کړي.
مرستیال له ولسمشر سره له لیدنې ډډه کوي، ولسمشر له اجراييه ریس سره نه ګوري.
لومړی مرستیال په خپل سر په ځینو ولایتونو کې وسله وال فعالیتونه کوي، یو بر حاله چارواکی نیسي وهي ــ ټکوي، او په خپل شخصي زندان کې یې بندي کوي.
له یوې اوونۍ زیار وروسته د ملي امنیت وس برابریږي او بندي کابل ته لېږدوي.
د نورو پيښو په وړاندې خو حکومت پرته له څېړنې او کمیسیون ټاکلو بل څه ویلو ته نه لري؛خو له دې قضیه وروسته حکومت د څېړنې او یا کمیسیون ټاکنې زړه هم نشي کولې او چوپه خوله پاتې کیږي!
اخوا بیا، ولسمشر د ځینو رسنیو په فعالیتونو نیوکه کوي؛ خو اجراييه ریس یې ستاینه کوي.
عبدالله وايي: حالت بد نه دی هر چارواکی دی له ځانه خبرې نه کوي.
د ولسمشر ځانګړی استازی د مخدره توکو په کښت او تولید کې جګپوړي دولتي چارواکي تورنوي.
پخلا شوی حزب د طالب بندیانو د خوشې کولو هڅې کوي.
ولسمشر له اپوزیسیون ډلي سره پخلا شوی او ورکره شپې کوي.
اپوزیسیون ډلې چې پرونه پورې یې ولسمشر په رسمیت نه پيژندو او د خوځښتونو ګواښ یې کاوه؛ نن ټول ولایت د ښاغلي غني له انځورنو ډک کړی!
همدغه چارواکي چې د رسنیو په وړاندې وي؛ نو حکومتي چارواکي د ټولو ناخوالو اصلي لامل ګڼي!
مسؤل چارواکي ډیر بوخت دي، د هیواد حالت په اړه فکر کولو ته هیڅ وخت نه لري.
هر یو ځان واکداره او باداره ګڼي!!!
د مسؤلو جګپوړو چارواکو د بادارۍ کیسې ډیرې دي.
خو د ولسمشر د لومړي مرستیال فعالیتونه د اندیښنې وړدي؛ په ځانګړی توګه په داسې حال کې چې اوس له ولسمشر څخه خپه هم دی.
د دوستم خصلتونه او عادتونه ټولو ته معلوم دي، د هغه شعور، منطق، پوهه او په هیواد والو زړه سوی ثابت دی.
ولسمشر غني چې د قانون د ټينګښت لپاره څه نشي کولی، امنیت نشي راوستلی، فساد او ناخوالې له منځه نشي وړلی، ولسواکي نشي پلي کولی، نو لږ تر لږه دې د دوستم واک د پراخېدو مخه ونیسي!
له دوستمیانو دې وسلې ټولې او د دوی د غیر قانوني وسله وال فعالیت مخه ونیسي. دوستم ته دې د اساسي قانون له مخې دنده ورکړل شي ترڅو کاري بهیريې مالوم شي. که د دوستم سرزوریو په همدې ډول دوام وکړ نو؛ د مذهب، ژبې، قوم او سمت په نوم نوې پیل شوې هڅې به موخې ته ورسیږي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder