محمد آیاز نوري آزادي

09.01.2018 (19.10.1396)

د خالد صدیق چرخي حاضر کتاب، "فلسفه و عرفان"

محمد ایاز نوري آزادي

منندوی د خپل ګران او ډېر مخلص دوست افغان ملي مبارز شخصیت، لیکوال او شاعر محمد خالد خان صدیق چرخي یم، چې د خپل یو حُسن نظر له مخې ئې په دې وروستیو کښې خپل یو نوی تدوین کړی کتاب په نوم دې «فلسفه و عرفان» ئې ماته د برښنائي لیک له طریقه د پی دی اف په بڼه د مطالعې لپاره راولېږه. کتاب ئې په ۱۰۲ مخونو کښې په روانه خوږه دري ژبه لیکلی دئ. لیکوال پخپل کتاب کښې افغاني، اروپائي، ایراني، هندي مشهور فلاسفه په یوه شکلي نثري بڼه کښې معرفي ته نیولي او ما خو دا کتاب په علاقه ولوست او لولم ئې. صدیق صاحب هغه زجر څښوونکی افغاني شخصیت دئ، چې د چرخیانو د درانه، وطنپالو، غیرتي، تاثیرناکه او ملي خذمتګاران، او سوچه امانیستانو په حیث دوی په افغاني ټولنه کښې د یوه لوړ درنښت او قدر وړ کسان ول او دي. د تاریخ په بې پروا شهادت د دغه کور غړو سړیو، ښځو او حتی ماشومانو ئې زموږ د تاریخي افغانستان په استقلال او د هغه د باني اعلیحضرت مرحوم غازي امیر امان الله خان خصوصاً پس د سقاوي مصیبت څخه د بیا پاچا کېدو د مقدس هدف په اجراء کښې د عمل په ډګر کښې، داسې خپل خواږه ځانونه او ژوند قربان کړل لکه یو لیونی پتنګ، چې د شمعې په اور ځان سوزول او تباه کړي. خالد صدیق۶ کلن پاک ماشوم وي، چې په ۱۳۱۱ل کال خاص او خاص د چرخي د فامیل سره د منسوبیت په ګناه د انګلیسي شوم سوغات نادر شاه او نادریانو له خواء د شرعي محکمې د حکم پرته، د خپلې نامي او مظلومې کورني د ټولو غړو سره د کابل مخوف زندان ته اچول کېږي او د خپل خواږه عمر تر ۲۱ کلنی پورې د ظلم او استبداد په زندان کښې بر ناحقه پاتې کیږي. د دغه درانه افغان شخصیت په لاس او دماغ دوه نور کتابونه هم زما سره شتون لري. یو کتاب ئې «از خاطراتم» نومېږي، چې په ۴۰۹ مخونو کښې په کال ۱۳۸۲ل او هغه دوهم ئې، چې «برګی چند از نهفته های تاریخ در افغانستان» نومېږي، په دوو ټوکونو ۵۰۶ او ۴۹۸ مخونو کښې په کال ۱۳۹۰ل کال چاپ ته ورکول شوي دي. دغه دوه کتابونه د محتواء پر لحاظ د بل افغان ملي مبارز مرحوم میر غلام محمد خان غبار خصوصاً د « افغانستان در مسیر تاریخ، دوهم ټوک»، حقیقت ته نوره هم ملا ورتړي. په دغه دوو کتابونو ګښې لیکوال په یو ظرافت سره پخپل اکثراً د سترګو لید حال تحریر ته راوړی او لوستونکی په آسانی سره درک کوي، چې د نادري خاندان د رهبري د غړو ماهیت کوم وه او دغه ۴۹ کاله یا په بل عبارت نیمه پېړی کوم رنګ ظالم او بی عاطفې کسان پر افغان ملت دولتي واکمن ول او قانونمنده پایله او نتیجه ئې دوه عسکري، سرطاني او ثوري کودتاګانې شولې، چې تسلسل د هغه مصیبت لا تر اوسه زموږ په ګران افغانستان کښې روان دئ. زه هر رښتیني وطن دوست افغان محقق او افغان ځوان نسل ته د شاغلي صدیق صاحب د دغو کتابونو د لوستلو توصیه کوم. دا ارجمند لیکوال او شاعر لا زمونږ په افغاني منوره  ټولنه کښې ژوندی او په متحده ایالاتو کښې استوګن دئ، ورته شه روغتیا او اوږد عمر غواړم.

د خالد چرخي کتاب دلته په پی دي ایف کي لوستلای شئ:

FalsafawaErfan5-52017.pdf
PDF-Dokument [2.4 MB]

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • جمال (Donnerstag, 11. Januar 2018 15:59)

    د فلسفی او عرفان په اړه :
    فلسفه علم نه دی مګر د علم د پاره مثبت او منفی نظریات دی کله سم او کله ناسم خیژنی د مثال په ډول زمکه ساکنه او لمر حرکت لری او یا برخلاف زمکه متحرکه او لمر ساکن دی دی دواړو نظریاتو فلسفی اړخ شتون درلود هغه هم په دی ډول نه وو چه مونږ لیکلی اوایلو کی ورته نزدی یا لیری نظریات وو ، د ستورو پیژوندونکو پوهانو د ساسینس او تکنالوژی په وسیلو او فارمولو وتوانیدل چه دوهم نظر د منلو وړ او د علم برخه شی مخکنی نظر چه زمکه ساکنه ده ناسمه نظر وو.
    یا داروین وایی چه انسان له شادی تکامل کړی ، مګر اوس دغه فلسفی نظر سل په سلو کی ناسمه ثابت شو ، یا په دی اړه سقراط آرسطو افلاطون بل او بل څه لیکلی ډيره برخه یی د سقراط ، داروین او مارکس او هیګل په شان لاخدایانو په هغه فلسفی برخه کی هم رښتونی نه وو یعنی فلسفی نظریات یی هم د خپلی لاخدایی د سیوری او چتر لاندی یعنی دروغین نظریات یی ورکړی .
    عرفان هم د علم برخه شاید ومنل شی او یا نه ، عرقان په ساده ډول پیژندنی ته وایی ، ځینی پيزندی د مخلوق او ځينی د د مخلوق د خالق په اړه دی . د مخلوق په اړه پیژندنه خو تر یوی کچی شوی او هغه برخه چه تر اوسه تکمیله نه ده یا نده شوی په هغوی فلاسفه او ساینس دانان نظریات او تجارب تر سره کوی مګر د خالق په اړه پيزندنی د پاره تر ټولو لمړی باید الهی کتابو او لارښودنو ته وښی او تر ټولو مهم او اخری کتاب قران او بیا د هغه پیغمبر ویناوی او لارښودنی دی .
    مګر دی کتاب کی د قران یاد اوری حتی نه ده شوی د اسلامی پوهانو په ځآی د شاعرانو نومونه یاد شوی شاعران په خپلو شعرو کی کله رشتیا او کله دروغ کله حقیقت او کله غلو او مبالغی څخه کار اخلی ، په دغه لست کی د ځينو مهمو شاعرانو نوم هم ذکر شوی هغوی به خپلو کوم یو شعر کی د فلسفی یا عرفان نوم هم یاد کړی او دا امکان لری چه چا ورته خپل شعرونه منصوب کړی وی او د دخپل لید لوری د پیاوړتیا د پاره یی د هغو له شهرت استفاده کړی وی لاخدایان دا ډول کړنی تل تر سره کوی
    کشکی په دی اړه می د تبصری په ځآی لیکنه کړی وی شه به وو

  • محمد ایاز نوري آزادي (Freitag, 12. Januar 2018 08:17)

    محترم ورور یا خور جمال؟ صاحب ته السلام علیکم
    ستاسو لیکنه ما ولوستله. لومړی دا به کوم ضرورت وي، چې تاسو جناب ځان په غلط نوم بحث ته رامخته کوی، ولی له چانه و ډار کیږي؟ زه لکه یو ایدیالیست ډار له خپل خالق تعالی څخه کوم، نوره د چا پروا نلرم.
    که تاسو جناب په فلسفي مسایلو کې بر لاسی لری، هغه په اصلي نوم او څیره مو موږ ته ولیکی هغه به موږ ولولو او مستفید به شو. زما په نظر لیکوال صدیق صاحب په ځان زحمت ګاللی او دغه نه مکمل علما ئې موږ ته معرفي کړي دي، اوس تا تر اوسه کوم فرهنګي خدمت کړی او زه ورنه خبر نه یم؟ هغه موږ ته عرضه کړه، چی مستفید شو. لیکوال صدیق او درانه کورنی یې زه د خدای پرستو په صفت پیږنم، نیکه یې غلام حیدر خان چرخي ننی نورستان ته د اسلام مقدس دین وروړی وه. شاید ته به خبر نه وې؟ بل دا چې د عقیدې انتخاب د هر انسان د زړه خوښه او انتخاب ده او انسان په دغه انتخاب کښې آزاد ده. اما ستا له لیکنې څخه زه یو ډول تحمیلي عقیده په بل چا استنباط کوم.
    خدای پاک دې درته د نیکي هدایت وکړي.

    په درنښت

  • جمال (Samstag, 13. Januar 2018 08:39)

    ازادی صاحب سلامونه او نیکی هیی مو ومنۍ!
    لمړی: د پشتنو فرهنګ ( ادبیانو او ګرامر ) کی جمال د نارینه وو او ازادی ښځینه نوم دی په کار دا ده چه ازادی ته د خور نوم ولیکل شی
    دوهم: جمال زمونږ او ازادی ستاسی خپل یا مستعار نومونه دی هر چازړه چه کوم نوم خوښوی .
    دریم : لیکنی د لیکونکی حقاو په اړه یی پوښتنی او یا ارزونی د لوستونکو حق دی، مونږ نه دی لیکلی چه هغه ولی کتاب نشر او یا تاسی یی په اړه ولی څه لیکلی.

    مونږ د فلسفی او عرقان اصطلاحاتو په اړه اخلاقی چابیریال کی د خپل معلومات له مخی ارزونه کړی کیدی شی تاسی ته سمه یا ناسمه وی تاسی هم کولای شول [له توهین پرته، د اسلامی اخلاقو او حکمت له مخی ] موزمونږ نظریات په عقلی او نقلی منطقی دلایلو رد یا تایید کړی وی.

    همدی کړنو ته مفاهمه یا مناظره وایی د لاخدایانو او با خدایانو تر منځ مسالمت امیزه چاپیریال کی مناظری جریان لری، یو د بل استدلال ومنی، یا یی هغه مناظری دوام لری او لا دوستانه فضا کی ختمی شی، مګر مونږ اوتاسی په لمړی برخورد کی یو دبل سره دمناظری او مفاهمی په ځآی جنګ او جدال پيلوو ؟

    اخری جمله مو [چه الله پاک دی درته دنیکی هدایت وکړی] ډيره غلیظه وه، که یی زه تاسی ته ولیکم تاسی به هم خوابدی شی، وایی (هغه څه چه ځانته نه خوښوی نورو ته یی مه خوښوۍ.) که مونږ د ځينو په شان د بدو خلکو سره معاشرت لرلی یا د چا غلامان وی هله به مونږ ته دغه دعا اړینه وه.
    ازادی صاحب! که مونږ داسی څه لیکلی وی چه نه مو وی باید لیکلی بخښنه کوۍ مونږ اوس هم تاسی ته درناوی لرو. مننه
    مننه

  • محمد ایاز نوري آزادي (Samstag, 13. Januar 2018 22:02)

    محترم جمال؟ صاحب السلام علیکم
    ستاسو لیکنه یا غبرګون ما وکوت، دا ستاسو په فرمایش ازادي مونث کلمه ده خیر ماته د خور خطاب وکړی، دواړه جنسه د الله سبحان تعالی مخلوق دي، زه ښځینوو ته نهایت احترام لرم.ستاسو د توضیح بر خلاف آزادي زما دوهم تخلص ده او ما خپل نوم مکمل په اصلي شکل له پخوا لیکلی دئ. زه پټ کس نه یم، له چا باک نلرم، زما مقدرات هستي او نیستي زما د خالق په لاس کي ده. اما ماته اوس هم دا سوال ده، چی تاسو جناب چی میدیا ګوریو ادیب یاست او فلسفه کی هم معلومات لری، ولی ځان پټوی؟ خپل شته خلق الله ته عرضه کړی. زه یو ان شاء الله تعالی یو متواضع انسان یم، لاکن د هر دین د یوه افراطي کس نه سخته کرکه کوم. زه فکر نه کوم چی تاسو جناب د چرخی د درانه فامیل په باب معلومات ولری لاکن ستاسو نیوکه په لیکوال صدیق دا ده ده، چی ولی یې خپل کتاب کی د قران ذکر نه دئ کړی...!!تاسو او نور خلک حق لری په یوه لیکنه خپل نظر ووایاست.
    نن زما مظلوم افغان ولس د افراطي کمونیست نما او افراطي مسلمان نما له لاسه اشغال او په سره اور کی سوزي.
    زما آخری جمله اصلاً یوه دعا د خیر ده د یو بل بنده لپاره، تاسو شاید بل برداشت کړی وي که تاسو جناب وخت لریو هغه د صدیق صاحب دوه ذکر شوي کتابونه ولولی، ستاسو معلوماتو ته شه اقدام ده.
    تاسو نه هم مننه، خدای مو وبخښّه

  • جمال (Montag, 15. Januar 2018 09:20)

    دازادی وروره وعلیکم السلام! زما د نوم سره سوالیه مو حریانونکی ده.
    زما د خپل نوم یا مستعار نوم حق ځانته مه ورکوی دا زما حق دی ازادی له اوله ستا نوم نه وو تاسی وروسته خوښ کړی زه تاسی نه مجبوروم چه دغه بدل کړی .
    که ازادی نوم مو د دی امله خوښ کړی وی چه د ازادی رادیو که ویب پانه جلوی ستاسی د پیژندی د پاره بسنه کوی .
    اصل موضع
    تاسی د مهربانی له مخی یوځل بیا ټولی تبصری په دقت ولوله زمونږ او خپلی تبصری بیا ولولی کیدی شی قناعت تر لاسه او لا بخښنه وغواړی .
    لیکنه ستاسی حق او تبصره د لوستونکو حق دی دا حق یوله بله نه شو غصبولی
    د امریکاپه شان نړیوال پولیس به له خانه مه جوړوو
    دا د لوستونکی انتخاب دی چه دکومی موضع، کتاب یا لیکنی په اړه بله لیکنه او که کوچنی تبصره لیکی .
    تاسی خو مودب، پوهه او تعلیم یافته شخصیت یاست په استادانو کی شمرل کیږی په کا دادی چه د خپلو اشتباهاتو جبران خپله وکړو زمونږ شخصیت پری کموالی نه زیاتوالی کوی مونږ به دوهمه تبصره کی درڅخه بخښنه هم غوشتی
    د نورو درنښت زمونږ او ستاسی درنښت دی د جنګ او جدال په ځآی له حوصلی او مینی کار اخله مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder