31.08.2016 (10.06.1395)

د حراست او ثبات شورا د حکومت د برخلیک روښانولو لپاره لویه غونډه جوړوي

د حکومت مشران د ولسي جرګې ټاکنو، لویې جرګې او نورو اصلاحاتو په برخه کې خپلې کړې ژمنې یوه هم نه ده عملي کړې او د هغه تفاهم لیک نېټه هم ختمېږي چې له مخې یې دغه حکومت رامنځته شوی، د دې لپاره په نظر کې لرو چې د ملي او علمي شخصیتونو یوه لویه غونډه را وبولو تر څو د حکومت د دوام د څرنګوالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې وکړي او برخلیک یې روښانه کړي.

د حراست شورا وایي چې د حکومت مسوولان د ټاکنو په ترسره کولو، لویې جرګې په دایرولو او نورو ملي مسایلو کې پاتې راغلي او پر دغو مسایلو او د حکومت د سیاسي مشروعیت د څرنګوالي په تړاو به یوه لویه غونډه را وبولي.

د دې شورا غړي د ملي یووالي حکومت دوه کلنه دوره ناکامه بولي او وايي چې په دې دوره کې د ګڼو ولسوالیو تر څنګ ان ولایت د وسله والو په لاس سقوط شوي دي.

دا به د ملي یووالي حکومت د سیاسي تفاهم لیک مودې تر پوره کېدو مخکې د سیاسي مشرانو او مخورو لویه غونډه وي.

د حراست او ثبات شورا دغه راز ویلي چې د ملي يووالي حکومت مشران د ولسي جرګې ټاکنو، اساسي قانون لویې جرګې او نورو اصلاحاتو په برخه کې خپلې کړې ژمنې هم نه دي عملي کړي.

د دې شورا غړي وایي، د ملي یووالي حکومت د سیاسي تفاهم لیک نېټه په نږدې ورځو کې ختمېږي او تر دې نېټې مخکې به د حراست شورا د حکومت برخلیک د روښانه کولو لپاره لویه غونډه را وبولي.

حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال ويلي ((د هېواد فعال او سیاسي ځواک که هغه په داخل کې دي او که بهر د یوه بین الافغاني کنفرانس تر نامه لاندې به یې سره راټول کړو، سیاسي احزاب، ښځې، مدني ټولنه او بنسټونه، علما او د پوهنتونونو استادان، نور شخصیتونه او مخور دې پر یوه مېز سره راټول شي او د دغه حکومت د دوام د څرنګوالي او د یاد حکومت د له هوکړه لیکه د هغوی د برداشتونو په اړه دې خپل نظرونه له یو بل شریک کړي.))

د یادې شورا په خبره چې په دې غونډه کې د حکومت د کار دوام او مشروعیت تر څنګ به د هېواد پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هم خبرې وشي.

دغې شورا ويلي چې ولسمشر او اجراییه رییس د ملي یووالي حکومت د بقا لپاره د لویې جرګې له دایرولو وېره لري او داسې انګېري چې ښايي په دې جرګه د دوی د ارادې خلاف پرېکړې وشي.

ترشتوال زیاتوي، ولسمشر دې ته اندېښمن دی که دغه جرګه جوړه شي او د صدارت پوست په اړه بحث رامنځته شي او توافق پرې وشي څه به پېښ شي او اجرایه ريس اندېښمن دی که چېرې د صدارت پوست په اړه د جرګې رایه منفي بیا خو د ده د غوښتنې خلاف کار کېږي، نو له همدې امله دواړه خواوې غواړي چې د لویې جرګې په نوم کوم څه رامنځته نه شي.

د حراست او ثبات شورا د ملي یووالي حکومت تېره دوه کلنه دوره ناکامه بولي او وایي چې په دې دوره کې ولسوالۍ او ان ولایت د وسله والو لاس ته سقوط شوی دی.

د ترشتوال په خبره تاسې د امنيتي سکتور ناکامۍ ګورئ چې اوس ولایت سقوط کوي، ولسوالۍ سقوط کوي او سرتېرو د تجهیزاتو او خوړو په رسولو کې ناغېړي کېږي.

د افغانستان راتلونکي سیاسي ثبات په تړاو اندېښنې داسې وخت دي، چې د سیاسي تفاهم لیک له مخې د ملي یووالي حکومت د روانې میاشتې په وروستیو کې خپل سیاسي مشروعیت له لاسه ورکوي.
سر چینه : روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder