10.07.2017 (19.04.1396)

د جهانی صاحب د وروستۍ لیکنی په اړه د زړه خواله
غ.حضرت                                     

موجود واقعیتونه او سلیم عقل حُکم کوی چه د جهانی صاحب وروستۍ څرګندونی ( د یوې ترخې خاطرې بیان ) د حقیقت څخه لیری ندی.

د نوموړی لیکنه له دوو برخو څخه تشکیل شویده، لومړۍ برخه ئې د خاطرې بیان، چه رشتیا هم ترخه او دردوونکې ده او دوهمه برخه ئې د راتلونکو ټاکنو په هکله د منورینو د رښتینی رسالت او مأموریت تر سره کول.

د لومړۍ برخی په هکله ئې زیادی تبصرې ته اړتیا نشته، د بده مرغه هر دردېدلی او خوږمن افغان د اوسنی حالت په احساس او مشاهده، نور هم دردمن کیږی او رښتینی منورین بله فکری لیاره نلری بېله دې چه یا د حقیقت پر بنسټ او یا د خپلی او نورو د تسلا پخاطر دا فریاد تر خوله راوباسی چه د اوسنی حکومتی دستګاه او ماشین  د فساد یوازنی علت همدا د دوو ناسکه انګلوساکسونی وړونو له فساد نه ډک سیالی او رقابت او د خیرنو ګټو د تثبیت ادامه ده چه البته ددې تئوری د هضم استعداد د هری معدې له وسه پوره ندی.

د جهانی صاحب د لیکنی د دوهمی برخی په هکله باید عرض کړم:

که څه هم د نوموړی توصیه د راتلونکو پارلمانی ټاکنو د سلامتۍ او پاکۍ د کچی د لوړېدو لپاره، یوه پاکه او ملی توصیه ده خو د توصئې نرمښت او پدې هکله د بنسټیزو خنډونو د موجودیت د نه پېژندنی  زړورتیا به د هرو ټاکنو او هر ملی اقدام او تصمیم ،پر څرنګوالی کوم خاص اغیز ونلری.

زموږ د ټولنی فرهنګی - فکری – روحی جوړښت او دې جوړښت ته د اکثرو غولیدلو او غولوونکو خلګو ځوروونکی تړاؤ او اعتیاد، زموږ ټولنه په ځانګړې توګه منور ځوانان د سختو ستونزو سره مخامخ کړیدی.

 دا تریخ حقیقت همیشه زما وړوکی ذهن او زړګی په ځوروونکې توګه بوخت ساتلی دی چه:

زموږ اکثره احمق او سطحی منبری مُلایان او همدارنګه زموږ اکثره سُرنائی هنرمندان فقط د دریاب سطح تشریح کوی او د عُمق او تَل د تشریح د بیان څخه عاجز دی.

زموږ مُلا فقط دا یو څو محدود او معدود مسائل زموږ خلګو ته بیانوی چه مثلاً شراب چیښل حرام کار دی، د شرابو په حُرمت هر څوک خبر دی او حتی که مُلا د د شرابو په چیښلو فتوا!!! هم ورکی بیاهم اکثره خلګ دا کار نکوی ځکه د شراب چیښل د کنداریانو خبره ، کونه غواړی، جیب غواړی، حوصله غواړی، ځانګړی شرائط غواړی، مخصوص آداب او رسوم غواړی او.........

هغه څه چه ددې اسیرو مُلایانو څخه باید واورېدل شی او د بده مرغه ندی اورېدل شوی هغه دا خواږه حقیقتونه دی:

د جنت په تمه او د دوږخ له وېری، هره ورځ پر غیر پښتون او غیر تاجک او غیر دُرانی او غیر غلجی پیغمبر څو ځله په کور یا مسجد کی درود او صلوات وایو خو کله چه له لمانځه فارغ شو، خپل همسایه ته د غلجی او دورانی او پښتون او غیر پښتون په سترګه ګورو.ددې تفکر نتیجه داده چه یا درود ویل پر پېغمبر یو بیهوده او غولوونکی کار دی یا خپل همسایه ته په پردۍ سترګه کتل یو بېهوده کار دی، ددې دواړو متضادو فکری- عقیدوی روزل په خپل ځان کی یو ستر جرم ګڼل کیږی.بناً مُلا صاحب باید په صراحت او جرئت چیغی ووهی چه وړونو:

غلجی ګڼل او درانی ګڼل او د قوم! د مشر!  اطاعت په حقیقت کی د شیطان پیروی او بندګی ده او شراب چیښلو غوندی یو حرام کار دی، حتی تر شراب چیښلو ستره ګناه ګڼل کیږی ،لږ تر لږه د شرابو یو حُسن او ښه والی پدې کی دی چه اورجینل او اصلی الترناتیو هم په جنت کی لری خو قوم پرستی، بُت پرستی غوندی ددواړو جهانو خُسران ګڼله شویده،  هیڅ غلجی او یا درانی خپل قوم! ته د انتساب پخاطر د جنت هیله نشی درلودای او نه هم د جنت او دوږخ معیار د قوم څرنګوالی ګڼل کېدای شی.نتیجتاً مُلا ګُل باید دومره ووائی چه حتی د جنت او دوږخ د انکار په صورت کی، ددې اصل څخه انکار نشی کېدای چه دا دنیا هم جنت او دوږخ غوندی ده نو که څوک غواړی ځانته جنت جوړ کړی هم مکلف دی چه ددې جنجالی او اضافی او سر دردوونکو مسائلو څخه لاس په سر شی چه حداقل ګټه ئې د توهین او نفرت او کرکی نشتوالی دی.

د جهانی صاحب او هر خوږمن افغان د پاکی هیلی د تحقق پخاطر، که غواړو او یا وغواړو چه سالم انتخابات او سالم پارلمان ولرو نو باید د ټولنیزی – ایمانی – وجدانی او انسانی انګېزی او نیت په اساس اقدام وکړو او خپله رأیه نه د قوم او ټبر او سیمی په اساس بلکه د رښتینی لیاقت په اساس په جُوال کی ور شَوه کو. موږ به هغه وخت د سړیتوب پړاؤ ته رسیدلی یو چه دا قومی او ژبنی مسائل زموږ په افکارو او ملی عقایدو کی هیڅ رول ونلری چه نتیجه به ئې د یو سالم پارلمان او سالم حکومت او همدارنګه دښمنانو د خیرنو تمو پڅېده وی ، چه غیر لدې به مو ټولی هڅی د ټَر سره مخامخ وی.

امّا د هنر مندانو رسالت مو هم ډېر دروند دی، هغوی هم باید بېله وېری او تمی په ډیره زړه ورتیا ددې شیطانی فرهنګ یعنی قوم پرستی په وړاندی سخته او نه ستړی کېدونکی مبارزه وکړی او بېله خدای( که خدای ته عقیده نلری، همدا وطن او ملی جذبات خپل خدای وګڼی) بل د هیچا څخه بېره ونلری او که رشتیا هم د هنر اِصالت ته معتقد وی نو باید تر هرڅه لومړی د خپل قوم او ټبر او مشرانو بدو کړنو غندنه وکړی څو د ملی یووالی او اعتماد او باور روحیه زموږ په خلګو کی را ژوندۍ او یوې روښانه راتلونکی ته هیلی،  فقط  تشی باټی نه وی . په مینه.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder