08.02.2018 (19.11.1396)

د جنګ داخلي فکټورونه
محمد روښان ښاد

په افغانستان کې روان جنګ داخلي، سیمه ییز او نړیوال بېلابېل ابعاد لري، نو د له منځه وړلو لپاره یې باید په بېلابېلو اړخونو فکر وشي، ځکه تر هغو چې د جنګ مختلف ابعاد دقیق تشخیص نشي، نو تر هغو جنګ نه یوازې ختمېږي نه ، بلکې ورځ تر بلې لا شدت پیدا کوي.

د جنګ له داخلي فکټورونو څخه یو هم په ادارو کې د پراخ فساد شتون دی. ځکه دغه فساد زموږ هېواد او خلکو ته څو اړخیز زیانونه لري. لومړی دا چې ادارې فلج شوي او د خدمتونو د وړاندې کولو پرځای ځینو خاص ډلو، افرادو او اشخاصو ته په عایداتي سرچینو بدلې شوې دي. د دې ترڅنګ شته فساد د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شوی او د دغه واټن ټوله ګټه وسله والو مخالفینو ته ځي.

د جنګ بل داخلي بعد بې عدالتي ده، موږ ګورو چې ډېرې سیمې او ولسونه په بېلابېلو پلمو له ډېرو اسانتیاو او خدماتو څخه محرومې او بې برخې دي. حال دا چې اساسي قانون له هر ډول تفکیک او توپیر پرته ټولو هېوادوالو ته د برابرو حقونو د ورکولو توصیه کوي، مګر د دې باوجود هم ځینې ډلې او ټپلې په لوی لاس د نورو د منزوي کولو او لا محرومولو کوښښ کوي.

تر هغو چې حکومت د ټولنیز عدالت او متوازن پرمختګ اصل ته پام ونه کړي او په سمه او واقعي مانا یې تامین نه کړي، نو تر هغو ناشونې ده چې له شته ستونزو او ناخوالو څخه خلاص شو، ځکه د همدغې بې عدالتۍ او غیر متوازن انکشاف له امله ډېر قومونونه او خلک ناراضه دي او دغه ناراضه خلک له حکومت څخه واټن نیسي. د دوی له نارضایتۍ څخه د افغانستان دښمنان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول زموږ د هېواد، خلکو او ملي ګټو برخلاف ناوړه ګټه اخلي.

د جنګ بل داخلي فکټور د دولتي کسانو له مامور نیولې، تر ډاکټر، صاحب منصب، عسکر، ښوونکي، ښاروال، څارنوال او ټولو هغو کسانو پورې چې د دولت معاش خواره دي او په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي د دوی ناسم چلند. تر هغو چې دغه کسان خپل چلند سم نه کړي او له ولس سره د ولس په ژبه ونه غږېږي، تفاهم ونه کړي، هغوی ته درناوی ونه کړي، د وطندارۍ احساس ورنه کړي او اړوندې چارې یې پر وخت او ښه توګه خلاصې نه کړي، نو تر هغو به نه ولس پر حکومت، حکومتي کارکوونکو او حکومتي ادارو باور ونه کړي.

لنډه دا چې د جنګ، ناامنۍ، بې ثباتۍ او نورو بدبختیو ځېلې او رېښې باید وپلټل شي او بیا دغه ځېلې پرې شي او لومړی پیل باید له ځانه وشي. یانې په پیل کې باید د جګړې او ناامنۍ داخلي فکټورونه تشخیص او بیا یې د له منځه وړلو لپاره جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.

تر هغو چې د جنګ داخلي فکټورونه له منځه لاړ نشي، نو باور مې نه دی چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بېدرېغه اود قدر وړ سرښندنې، مبارزې، د ولسمشر هلې ځلې ، د پروژو تطبیق او د خدماتو وړاندې کول یا د جنګ مخه ونیسي او یا به روان بحران ته د پای ټکی کېږدي، نو د دې لپاره غوره ده چې لومړی داخلي فکټورونه له منځه یووړل شي او بیا یې د بهرنیو فکټورونو چاره وشي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • جمال (Sonntag, 11. Februar 2018 19:43)

    ښاد صاحب ! هغوی چه د کوم استعماری قوت د ایزم پوری تړلی او لا د غلامی اداری غړیتوب لری او داسی نور او دی ۱۷ کلو کی ویده پاتی شوی لا یی مغزو په عادی ډول کار نه کوی همدا ډول سرسری ارزونی کوی زما هدف تاسی نه یاست ډیر نور هم ورته نظریات لری .
    څلور لسیزو کی زمونږ هیواد لمړی د روسانو او دوهم ځل د امریکایانو ( انګریزانو ) په واسطه اشغال شو ، د روسانو او انګریزانو دا استعماری مسابقه له څو پیړی پيل شوی کله یو او کله بل برلاسی وی .
    د روسانو وخت کی روسان د ۲۲ کمونستی اقمار او د انګریزانو وخت کی ۴۸ کاپیتالیستی یا سکولریستی اقمار زمونږ دهیواد په اشغال کی ونډه لرله د روسانو وخت کی کمونستانو او د انګریزانو وخت کی په اخوانیانو او کمونستانو سربیره نشنلستان او سکولریستان هم ونډه لری
    که روسان او انګریزان یو اړخ ته پریږدو او ستاسی خبره په داخلی بعد لږ فوکس وکړو هغه کسان د روسی یا انګریزی استعمار د غلامی په وندر کی ننویستل شوی چه د ملی او اسلامی فرهنګ پروا نه لری له داسی خبیثو بدنو وجدان یا ضمایرو رحلت کړی وی .
    له بلی خوا استعمار استعمار دی هغوی د حلوا ویشلو یا زمونږ د خلکو د خوشالیو او ښه راتلونکی د پاره زمونږ هیواد نه دی اشغال کړی هغوی زمونږ د استثمار او غلامولو د پاره تشریف راوړی .
    استثمار د نورو له حقه حقوقو ناوړه استفاده کولو ته وایی چه په چل او زور او کله په قانون ترسره کییږی .
    په بل عبارت استثمار د الهی عدالت په نه شتون کی ترسره کیدی شی نو استعماری قوتونه له هری ممکنه وسیلی کار اخلی چه بی عدالتی حاکمه ، فساد رامنځته چه له امله یی بی امنی ، جنګونه او وینی تویول رامنځته کیږی . [[ اوبه خړی کړه ماهیان نیسه ]]
    استعماری قوتونه د اسلام ددین او مسلمانانو سره دشمنی نه لری د الهی نظام سره چه الهی عدالت پلی کوی او ددوی د استثمار او غلامولو مخه نیسی دشمنی لری . د الهی نظام پلویانو ته روسانو اشرار او انګریزانو ورته د دهشتګرو نوم ورکړو .
    دغه نور دهشت خو یی پریږدی هغه د سپتمبر یوولسمه دهشتګری چه څه کم دری زره بی ګناه امریکا یان پکی ووژل شول تاسی په انګلیسی د سپټمبر ۱۱ کلیک کړی وګوری چه خبله امریکایان او اروپایان د هغه ناوړه فاجعی په اړه څه وایی چه د چا له خوا او د څه د پاره جوړه شوه .

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder