09.12.2018 (18.09.1397)

د جنګی جنایتکارانو اتهامنامه؛ قضایی شننه

قضاوتپوه محمد سلیمان

د جنګی جنایتکارانو په اتهامنامه کې د مسوول مدعی العموم د وجدان په حکم، بشري احساس او د قانون په ړنا کې د دردیدلي او کړیدلي ولس دردونه په پوره دلایلو سره چي د زړه نه راخوتيږي د قضا لور مقام ته وړاندي کړی ده. د تجربې او مسلک د ښه وړتیا پر بنا، د لاندي ټکو ته د هر حقوقپوه پام راګرځي، او د دعوا د جرم او مجرم په هکله یې پوره قانوني مواد راټول کړي دي، لکه:

۱- جرمي وصف او د جرم تثبیت

۲- د الزام کافي دلایل راټولول

۳- د جنګی جنایتکارانو لپاره پیش بینی شوی سزا غوښتل

دا د دعوا برازنده ګي، عدالت او انصاف ښيي. د جزا کود ۷۳ مه ماده هم چې د جنایتکارانو څرګند ډول تعدد او تکراري مجرمین دي، ورته اشاره شوې ده او د همدې قانون ۵۷ او ۵۸ مه ماده په پام کې نیول شوې ده او د اتهامنامې عنوانونه لکه ګناه مقدس، بی کفنان، بی جرمه مجرمین، یا وطن فروشان قرن بیست، په زړه پورې او زړه بوږنوونکي عنوانونه دي او هر جنایت ته بیله بیله شرح ورکړل شوي ده، چې زه هم دلته لنډه اشاره ورته کوم؛ لکه:

۱- جاسوسی

هغه جرم دی چي د ولس یا دولتي مهم اسرار د پردو په واک کې ایږدي؛ د کود جزا ۲۴۰ مه ماده کې ابد حبس پیش بینی شوې ده؛ تور په نور محمد تره کی، حفیظ الله امین او ببرک کارمل باندې په مستند ډول ارایه شوي ده او د پورتنی اتهامنامې په ۱۷ مخ کې د ګوند په نور غړو هم دا تور لګیدلی دی.

۲- ملی خیانت

هغه جنایت دی چې د هیواد خپلواکي او ملی حاکمیت په خطر کې اچوي او عادی جرایمو خلاف لکه: وژنې او غلا، ضرر یې یو شخص یا څوتنو ته نه بلکه عام ولس ته رسیږي؛ لکه چې د اتهامنامې کې په تفصیل مرتکبین را په ګوته شوي دي او د کود جزا په ۲۳۸ ماده کې دوهمه درجه حبس دوام ورته سزا ټاکل شوي ده او د همدې مادې په اومه فقره کې وسلوال ځواک، مسلحانه پاڅون هم ملی خیانت تعریف شوي دي، چې دغه د غوايي د اوومې مرتکبینو ته اشاره شوي ده او یا هغه جرم چې د ((دني انګیزي)) پر بنا او یا د اجتماعي موقف د تعصباتو په سبب او یا د جلا اندیشه په ګناه او تور مجازات شي، مرتکبین يې د کود جزا په ۲۱۸ ماده کې لومړۍ فقره او ۸ فقره کې د سزا پیش بینی راغلې ده؛ چې دا یو ملې او جنګي خیانت دي.

۳- جنګی جنایات

هغه کسانو چې د ببرک په ملګري د مرغومی د شپږمې د سرو لښکر د یرغل زمینه برابر او نورو ګوندي چارواکو هم ورسره لاس یو کړ، دا ملی خیانت د قانون سره سم باید مجازات شي؛ چې کړاو، بدبختی، وژنې او خرابی سبب وګرځیدی، چې تر اوسه دوام لري او د جنګی جنایات په کود جزا په ۱۷۰ ماده کې اعدام ورته پیش بینی شوي ده.

د جزا کود ۳۳۹ ماده کې د بین المللی د حقوقونه په هدایت، هغه کسان چي د جنګ نه لاس پر سر او تسلیم شوي ده، سزا ورکول او مجازاتو یو جنګی جنایت دی. کله چې د هرات د ۲۴ حوت پاڅون مات او تسلیم شو، بیا هم ډاکتر نجیب د ببرک په هدایت وژلو ته دوام ورکړ، چي تفصیل يې په اتهامنامه کې راغلي دي او دې یرغل د هیواد خپلواکي او ملي حاکمیت په زغرده تر پوښتنې لاندې راوست.

۴- د ګوندیانو لخوا جنسي تیری یو بل جنګی جنایت دی؛ چې ورځنی دود و چې د کود جزا په ۳۳۹ ماده ۲۲ فقره کې د اعدام سزا ورته ټاکل شوی ده. جنسی تیری په واسطه اجباري حاملګي هم منځ ته راتلل، چې داسی تیري به اکثراْ په ډله ییزه توګه عملي کیدل. همدا دول هغه ښځې یا انجونې چې د جنسي تیري په نتیجه کې حامله شوې دي او په اخر کې پر هغه نازوکړي او بی دفاع ماشوم به هم ترحم نه درلود چې په غیر علمی ډول به سقط جنین او د مور په نس کې ژوند نه محروم کیدل او مور به په لوړه ناروغۍ اخته شوه چې دا جنایت د جزا کود په ۳۳۵ ماده کې شرحه ورکړل شوی ده. داجنایتکاران هم باید لکه د نړۍ نور جنایتکاران لکه یوګوسلاویا، کمبودیا او داسی نور مجازات شي؛ لکه چې څو ورځې وړاندی د کمبودیا د خمر سرخ پخوانی ولسمشر (خیوشمنان) او د چریکانو لوی مشر (نون چیا) د څو کالو وروسته ونیول شول او د ملګرو ملتونو د ځانګړې محکمی لخوا د بشري جنایاتو په عمري بند محکوم شول. (د هیواد ورځپانه نیټه د لړم ۲۷ کال ۹۷)

۵- شکنجه

د ۱۹۸۳ کال د نړیوال میثاق چې د شکنجې او تعذیب د ممانعت په هکله د نړیوالو لخوا څخه راوتلی و مګر د خلق دیموکراتیک ګوندیانو لخوا په زغرده تر پښو لاندې شو او غیر انساني سلوک، رنج او درد واریدول چې د کود جزا په ۳۳۱ مادی په لومړی- دومه فقرو کې جنګی جنایت بلل شوی دی او په ۳۳۸ ماده کې تر اعدام پورې سزا ورته ټاکل شوی ده؛ چې اکثراْ به د اقرار اخیستلو د پاره عملی کیده.

رنګین دادفر سپنتا هم د خپل کتاب (سیاست افغانستان؛ روایتی از درون) په ۵۷ او ۶۸ مخ کې غیر قانونی توقیفي او زندانیانو شکنجې، ازار او د غویي د کودتا نه وروسته وژنې راوړې دي. زه هم دلته د اتهامنامې د هغه شکنجې ډولونه رانقلوم.

۱- وهل او ټکول.

۲- بی خوبي.

۳- دیوال ته ساعتونو درول.

۴- یخ ته درول؛ یخې اوبه پرې پاشل.

۵- بی عزته کول او لوځول.

۶- خپه کول.

۷- نوکان ترې ایستل.

۸- تر نوکانو لاندې ستنې چوخول.

۹- تود او داغ اوتو پرګیده شاپورې نیول.

۱۰- پر څرخي چوکۍ کښول او چرخ ورکول، چې دا به ګوندیانو ((دور فیل)) وایه.

۱۱- توهین او ښکنځل.

۱۲- پر تنکي ځوانانو او میرمنو جنسي تیري کول.

۱۳- د اقرار په منظور هغه ځوانانو چې د ناموس د دفاع په خاطر نیول شوی و، بې ناموسي کړل.

۱۴- په مقعد کې د بوتل دننه کول.

۱۵- د اقرار د لاس ته راوړلو په خاطر د کورنۍ پر غرو لکه خور، مور، لور او ښځو باندې د ده په مخ کې جنس تیری کول.

۱۶- د اعدام محکوم تر اعدام وړاندی وینه چوشول او ایستل.

۱۷- په اعدام محکوم کسانو باندې د ملنډې وهل؛ په موتر پورې تړل، نشاني زني پر زده کول او یا بزکشي پرې کول.

۱۸- برقي شوکونه چې د برق الې به يې د بدن په حساس ځای لکه تناسلي اله، غوږو په نرمې او یا د پوزې ترمنځ دیوال تړل؛ د تحقیق مافیايي ډلی به دا ((دیمیتری)) بلې.

۱۹- خصیه (هګۍ) تر کشول یا په لاس کې تر سخت فشار لاندې کول.

۲۰- په یو کوټه کې زیاد کسان اچول، چې ارام خوب او ارام ونلري.

۲۱- د رفع قضای حاجت محدود امکانات؛ ان د ډیر ضرورت وخت کې به د دې حاجت د رفع کولو د پاره د پلاستیک یا د خوړو کاسې نه ګټه پورته کول.

۲۲- د اعدام د حکم تنفیذ په عذاب پر تیرول؛ لکه چې محمد اکرام اندیشمند د خپل کتاب (حزب دموکراتیک خلق افغانستان) په نامه ۱۶۵مخ کې د جنرال محمد تاریف سرسلاکار د خولی راوړی دی، چې نجیب ماجراجو او سرکوبګر و. د همدی کتاب په ۳۶۴ مخ کې هم د ډاکتر نجیب لخوا د ډاکتر عبدالرحمن څرک په سوکانو او لغتو وهل، تر څو ناروغه او بیا ساه ورکړه. اندیشمند لا د خپل کتاب ۵۱۵ مخ دا جنګي جنایات ارتکاب د شوروی د سلاکارانو په هدایت بولي، چې ان ډیر اسیران بی له محاکمې اعدامیدل.

شکنجی د اجرااتو د قانون د ۲۲ مادې او د اساسي قانون د ۲۹ مادې سره په مغایرت کې دې چې په اتهانامه کې (کتاب) ورته په څرګند ډول ګوته نیول شوی ده او د (( ح.د.خ.ا)) شوروی اتحاد ته هم د بدنامی او بدبختی او بالاخره دی د تجزیه سبب وګرځیدو او د نړۍ سیاسي او نظامی موازنه یو قطبي ته واړوله.

په اتهامنامه کې (کتاب) مادي او معنوي عناصر پوره په ګوته شوی دي، چې د هر یوه هویت تثبیت شوی دی. د عدالت او انصاف پر بنا د قانون په چوکات کې د قضا د لوړ مقام دپاره د پریکړې لار په ډیره اسانۍ همواره کړی ده، چې خپله پریکړه د ابهام او د تردید نه پاکه اعلام کړي او د قضا خپلواکي، اساسي قانون ۱۱۶ ماده پر بنا ثابته کړي او د نړیوالې عدلي موسساتو لکه نړیوال جزایي دیوان مرسته را جلب کړي. دا هم باید زیاته شي چې قضا په خپله فیصله کې تبعي  مجازات سره سم د ۱۷۱ مادی سره سم او تکمیلي مجازات ۱۷۰ ماده هم په نظر کې ولري. د ټولو سیاسی، مدني او اجتماعي فعالیتونه نه یې مخنیوی وشي. په اخر کې د عدالت او قانونیت په هیله! ومن الله توفیق

یادونه:

د جنگی جنایتکارانو کتاب له لاندی لینک نه په وریا دول دانلود وکړی!

http://www.afghanpedia.com/projects/libraries/pdfs/get_pdf.jsp?book_id=106kdejkq.pdf

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Dienstag, 11. Dezember 2018 09:18)

    ددې متن په لوستلو هغه قصه راپه یاد سوه چي موږکانو جرګه جوړه کړې وه چي د پیشي علاج به څه وي؟ یوه مږک پیشنهاد وکړ چي په غاړه به یې زنګوله ورواغوندو. هر ځای چي ځي ږغ به موږکان خبروي چي پیشو خاله راورسیده نو هر موږک به غار ته ځان رسوي. ټولو موږکانو ددې هوښیار موږک ستاینه وکړل چي رښتیا دي ډیره موثره د حل لاره راوایستل او هغه یې پر اوږو واخیست. یوه سپینږیري موږک ټوله کرار کړل چي شک نسته چي ډیر ښه نظر دئ خو د عملي کولو څوک یې هم سته او که نه. پر ټولو غوږونه وځړیدل. نو هر چا چي دغه اتهامنامه لیکلې ده تش وخت یې ضایع کړئ دئ. محکمه چیري ده، قاضي چیري دئ چي داسي نظام او ادارې چیري دي چي د جرم په اثبات سره مجرم مجازات کړي. د اتهامنامې په عوض باید د وکمن، عادل او بیطرفه قضایي نظام پیشنهاد نامه لیکل سوې وای. ستا ملت مجرمینو په خپل مینځ کي سره ویشلئ دئ او هر یو د خپلي برخي د ملت په ملاتړ جنایت سر ته رسوي. د ملت اتفاق پر دې خبره سوئ دئ چي مطلق عدالت دي نه وي. همداسبب دئ چي پر دې بیمعنا کار باندي بل چا وخت نه دئ ضایع کړئ. شاید غالب اکثریت افغانان دغومره وخت هم ونه لري چي دا اتهامنامه حتی یو ځل ولولي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind