01.08.2018 (10.05.1397)
د جنرال دوستم د جنایتونو یوه بله بیلګه
عبدالحسیب حکیم      

د جنرال  دوستم پخواني موټر چلوونکي، صالح فیضي په ډاګه کړې چې جنرال دوستم، ده سره په کال 2013 کې د ایشجي او اکبربای په څیر چلند کړی دئ.
صالح محمد فیضي چې په خليفه صالح شهرت لري او اوس په اتریش کې مهاجر دئ، وايي: " زه شپاړلس کلن وم چې له جنرال دوستم سره مې د موټر چلونکي په توګه دنده پیل کړه، پوره درویشت کاله مې جنرال سره کار وکړ. "

فیضي د دوستم د  ډیرو غیر انسانی جرمونو  لکه شخصاً په ده باندې د تجاوز، پر نا بالغو نجونو او هلکانو د تجاوز، د دوستم دښځې د قتل چې د دوستم په لاس ترسره شوی دئ، عینی شاهد دئ. هغه د دوستم د پټو قبرونو او هغه خلك چې د دوستم په واسطه  تري تم شوي دي، پوره خبر دئ.

ښاغلی صالح فیضي له ډیرې مودې را پدیخوا په شمال کې د خپلې کورنۍ  د اوسیدو په وجه غلی پاتې شوی ؤ، خو په دې ورستیو کې یي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د خپل زړه غوټه خلاصه کړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د « راډ نورد لینز» په قلم  د ۲۰۱۸ کال د جولای دمیاشتې په ۲۲ نیټه « د ولسمشر مرستیال، کوم کس چې په جنسی تیري تورن دئ له تبعیده هیواد ته ستون شو» تر عنوان لاندې یوه مقاله لیکلي.

ورځپاڼې له صالح محمد فیضی د جنرال دوستم د موټر چلوونکي سره د ده په هستوګنځي کي د اتریش د کډوالو په یوه کمپ کې یوه مرکه کړې ده. د یادونې وړ ده چې اکبر بای او انجنیر ایشجي هم د جنرال دوستم جنایتونه په خپل وار سره په ډاګه کړي دي، خو تر اوسه په لس هاوو نور کسان چې د دوستم د ظلمونو او تیریو قربانیان دي د دوستم څخه د ډار او وېرې له کبله جر‌‌أت نلري چې د دې پیژندل شوي جنایتکار له جنایتونو څخه پرده اوچته کړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په پیل کې لیکي: " جنرال عبدالرشيد دوستم، د جنسي تيري،  سړي تښتونو، د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د خپلې میرمنې د قتل  په تور تورن، وروسته له یوه کال جلاوطنۍ څخه د یکشنبې په ورځ هیواد ته بیرته راستون شو. "

ورځپاڼي د خپلې مقالې په یوه برخه کې لیکي چې دوستم ډیرو خلکو، حتی خپلو ملګرو باندې جنسي تیري کاروي، تر څو چې هغوی د ده مطیع شي.

ورځپانه د صالح محمد کیسه د ده له خولې داسې لیکي: " كله چې ما د جنرال دوستم وړاندیز ونه مانه، د ده له معشوقې سره چې پنځلس کلنه وه، واده وکړم، د دوستم له غوسې سره مخامخ شوم. دوستم غوښتل چې دا نجلۍ یواځې  په نامه زما ښځه وي او دی به په پټه کې خپل جنسي اړیکو ته له دې ښځې سره ادامه ورکوي. "

فیضي وايي چې دوستم د مخه دوه ښځې درلودې، خو ده  په دې قناعت نه درلود، ده غوښتل چې دریم واده هم وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي: "کله چې ښاغلي فیضي د دوستم له امر نه سرغړونه وکړه، نو دوستم سخت په غوسه شو او د خپلو محافظانو په مرسته يي په وار وار پر فیضي جنسي تیری وکړ او دی يي سخت شکنجه او و ډبوه، په پای کې یي د ده خوله وروتړله او په یوه کانټینر کې يي زنداني کړ، د ټپونو آثار یي اوس هم د ده په بدن کې لیدل کیږي." ښاغلی صالح وایي: کله چې د ( C.I.A ) سازمان یوه ټیم دی په کال ۲۰۱۳ کې د دوستم له زندان څخه وژغوره، هیواد یي پریښود او د اتریش هیواد کې یي پناه ورکړه. ښاغلی فیضي په دوستم تور لګوي چې ده خپله ښځه خدیجه په قتل رسولې او همداراز په ډیرو سیاسي څیرو او نابالغو نجونو او هلکانو یي جنسي تیری کړی دئ. دی وایي: "زه پوهیږم چې دوستم کوم کسان وژلي او چیرې یي ښخ کړي دي. "

ځینې دولتي ډیپلوماتان هم، کومه بلا چې دوستم په فیضي راوستلې وه، تائیدوي، خو د نورو ادعاوو لکه جنسي تیري او د قتلونو د ثابتولو د پاره د خپلواکو شواهدو او اسنادو اړتیا لیدل کیږي.

نيويارک ټایمز وايي: خدیجه د دوستم کډه شل کاله دمخه په قتل رسیدلې وه. د خدیجې د قتل داستان فیضي داسې بیانوي: " یوه شپه چې زه په کار کې بوخت وم، خدیجې خپل خاوند  بالفعل له یوې نابالغې نجلۍ سره په زنا ولید. وروسته له یوې لفظي شخړې څخه دوستم  کنټرول له لاسه ورکړ او خپل یوه باډیګارډ باندې یي امر وکړ چې: " دښځې خدمت ته یي ورسیږي" وروسته دغه محافظ دوستم ته خبر ورکړ چې: " جنرال صاحب دنده مې ستاسو د امر مطابق سرته ورسوله. " کله چې دوی کورته ستانه شول، د خدیجې جسد یي وموند چې په کلشینکوف ویشتل شوې وه. صحنه داسې جوړه شوې وه چې ګواکې خدیجې د غلطی له وجې ځان ویشتلی دئ. خدیجه د دوستم له نهو اولادونو د څلورو مشرانو مور وه. "

ښاغلی فیضي ادعا کوي چې سربار نومي د جنرال دوستم سکرټر شخصاً ده ته زنګ وهلی ؤ  او همداراز د ده کورنۍ یي په شمال کې ګواښلې وه چې دی اجازه نلري د مشر(دوستم) په هکله له رسنیو سره مالومات شریک کړي. خو ښاغلی سرباز بیا د فیضي ادعاوې ردوي او وایي چې:" مونږ له ده سره هیڅ اړیکه نلرو او د ده ادعاوې بی بڼسټه دي."

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • غ.حضرت (Donnerstag, 02. August 2018 03:23)

    د دوستم په خباثت کی شک نشته خو خبره داده چه د نجیب او غنی د خواخوږو ذهنیتونه چه ددې دواړو په هکله ئې (د دوستم په تړاؤ) په ځان کی روزلی دی باید د بطلان کندی ته ور وغورځول شی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind