02.11.2016 (12.08.1395)

د جزا نړیواله محکمه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه څېړي
د جزا نړیواله محکمه وايي په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو له لوري د ترسره شوو بشري او جنګي جنایتونو په اړه دوسیه پرانیزي.

د راپورونو له مخې د جزا نړیوالې محکمې مشر فټو بنسوډا ویلي، په دې اړه څېړنې پیل شوې دي چې چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې څه ډول جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

هغه زیاتوي نړیواله محکمه به تر راتلونکو څو اونیو پورې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د بشري سرغړونو او جنګي جنایتونو اړوند دوسیه پرانیزي.

دا لومړی ځل دی چې یو نړیوال قضايي بنسټ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شوو جنایتونو په اړه د څېړنې خبره کوي.

بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې په خپل پنځلس کلن پوځي ماموریت کې ګڼې بشري سرغړونې کړې دي.

د بهرنیو ځواکونو له خوا په افغانستان کې پر ملکي اهدافو هوايي او ځمکني بریدونه، د شپنیو عملیاتو پرمهال پر سپیو د انسانانو داړل او د ناقانونه زندانونو جوړول هغه موارد دي چې جنګي جنایت او بشري سرغړونې ګڼل کېږي.

خو بهرنیو ځواکونو تل خپل دغو سرغړونو ته د تېروتنې نوم ورکړی دی.

تېرکال د کندوز د سقوط پرمهال د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکايي ځواکونو برید په افغانستان کې د دې ځواکونو له لوري د ترسره شوو جنایتونو تر ټولو څرګند مثال و.

تر دې مخکې په ۲۰۱۲ کال کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات سیمه کې د رابرټ بیلز په نوم د یوه امریکايي سرتېري له لوري د ملکي وګړو ډله ییزه وژنه هم هغه پېښه وه چې جنګي جنایت بلل کېده.

دغه راز د کلیو، ودونو او جنازونو بمبارول چې د زرګونو بې ګناه افغانانو ژوند یې اخیستی، هغه قضیې دي چې د سیاسي ملحوظاتو له امله نړیوالو او افغان حکومت ورته رسیدګي نه ده کړې.

شنونکي وايي که د جزا نړیواله محکمه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو سرغړونې په خپلواکه او عادلانه توګه وڅېړي، ښايي دغه هېواد د جنګي جرمونو په ارتکاب تورن شي.

سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder