25.04.2018 (05.02.1397)
د ثورد  کودتا ۴۰ کلیزه، اووه مهمې څېرې
نورمحمد تره کی

نورمحمد تره کی د خلق دیموکراتیک ګوند له موسسو غړو یو و، چې ۱۳۵۷ کال د ثور اوومې کودتا وروسته یې واک تر لاسه کړ. تره کی د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په ناوه سیمه کې زېږېدلی و.

ځینې سرچینې د تره کي د زېدېږېدو نېټه د ۱۲۹۶ م کال د چنګاښ میاشتې ۲۳ مه یادوي. تره کی د خلق دیموکراتیک ګوند د تاسیس په لومړنۍ غونډه کې چې د کابل په څلورمه کارته کې د ده په کور کې وشوه، د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.

هغه غونډه د ۱۳۴۴ کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۱ مه چې د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ لومړې نېټې سره برابره ده، شوې وه. د غوايي میاشتې پر اوومه له کودتا وروسته نوموړي د دولت رییس پر دنده وګومارل شو. د ۱۳۵۸ کال په وږي میاشت کې نوموړی د ناپییلو هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره هاوانا ته لاړ او کله چې هېواد ته ستنېده، مسکو کې یې له شوروي مشر بریژنیف او نورو چارواکو سره ولیدل.

ویل کېږي شوروي چارواکو تره کي ته په هغه لیدنه کې د حکومت ضد فعالیتونو ډېرېدو او د حفیظ الله امین له سخت دریځۍ شکایت کړی و او له ده یې غوښتي و، چې له امین سره فاصله پیدا کړي. داسې هم ویل کېږي، چې امین له دغې موضوع خبر شوی و او هېواد ته د تره کي له ستنېدو یې لږ وروسته لومړی هغه خلع سلا کړ او وروسته یې د خپلو پلویانو په لاس ولسمشرۍ ماڼۍ کې وواژه.

تره کی د خلق ګوند له تاسیس مخکې تر کلونو پورې په سیاسي فعالیتونو بوخت و او ویل کېږي، چې د ویښ زلمیانو خوځښت غړی هم و. نوموړي یو شمېر ادبي اثار هم لیکلي، چې ځینې ناولونه یې څو ځله چاپ شوي دي.

حفیظ الله امین

حفیظ الله امین ۱۳۰۰ هجري شمسي کال کې د پغمان ولایت قاضي خېلو کلي کې وزېږېد. لومړنۍ زده کړې یې خپل کلي کې وکړي، وروسته کابل ته لاړ او هلته یې د لوړو زده کړو له تر لاسه کولو وروسته د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. امین وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته

لاړ او هلته یې د ښوونې او روزنې په برخه کې تر فوق السانس درجې زده کړې وکړې، بېرته کابل ته ستون شو او په یوه امریکايي موسسه کې یې دنده وموندله. د ځینې سرچینو په خبره د دغې دندې پر مهال حفیظ الله امین سره راشه درشه پیل کړه.

۱۳۴۳کال کې چې امین دویم ځل د زده کړو لپاره امریکا ته تللی و، هېواد ته ستون شو او د یوه عام غړي په حیث د خلق دیموکراتیک ګوند غړی شو. د ګوند مشر نورمحمد تره کي په وړاندیز نوموړی ۱۳۴۵ کال کې د ګوند مرکزي کمیټې غړی شو او درې کاله وروسته د پغمان استازي په توګه ملي شورا ته بریالی شو. په ۱۳۵۲ کال امین ته د خلق ګوند له لوري نوموړي ته په پوځ کې د نفوذ دنده وسپارل شوه او په دې توګه د ګوند د نظامي برخې مسوولیت وروسپارل شو.

د ۱۳۵۸ کال په وږي میاشت کې د تره کي له وژل کېدو وروسته امین واک ته ورسېد، خو له څو میاشتو حکومت وروسته د همدې کال د مرغومي میاشتې پر شپږمه نېټه حفیظ الله امین او د سیاسي دفتر ټول ملګري یې په تاج بیګ ماڼۍ کې د یوې مېلمستیا پر مهال د روسي اشپز لخوا مسموم شول.

له هغه وروسته شوروي ځواکونو په یوه برید کې چې ۴۵ دقیقې یې دوام وکړ، امین د کورنۍ له ځینو غړو سره یو ځای وواژه.

ببرک کارمل

ببرک کارمل د ۱۳۱۶ کال د مرغومي پر ۱۶ کابل کې وزېږېد. د پلازمېنې په اماني لیسه کې یې له لومړنیو زده کړو وروسته د کابل پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځې کې شامل شو. ۱۳۳۴ کال کې نوموړی د کیڼ اړخه سیاسي او حکومت ضد فعالیتونو له کبله

زنداني شو، خو یو کال وروسته خوشی او د پلان وزارت کې دنده ورکړل شوه.

کارمل د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون له تصویب وروسته د شورا غړیتوب تر لاسه کړ او هلته یې برالا خپل ایډیولوژیک دریځ پر ډاګه کړ. ببرک کارمل د ثور له کودتا وروسته د انقلابي شورا مرستیال او د صدراعظم مرستیال شو او په حکومت کې د دویم کس په نظر ورته کتل کېدل.

وروسته د خپل منځي اختلافونو پایله کې د سفیر په توګه د پخوانۍ چیکسلواکیا جمهوریت ته واستول شو. نوموړی هلته و، چې د خیانت په تور بېرته هېواد ته وغوښتل شو، خو نوموړی د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر شپږمه افغانستان ته له شوروي ځواکونو سره یو ځای ستون او د امین له وژل کېدو وروسته واکمن شو.

ببرک کارمل د ۱۳۶۵ کال په غوايي میاشت کې د ګوند له مشرتابه لاس پر سر شو او د همدې کال په لړم میاشت کې یې واک نجیب الله ته پرېښود. کارمل د ۱۳۷۵ کال په لیندۍ میاشت کې مسکو کې ومړ.

میر اکبر خیبر

میر اکبر خیبر ۱۳۰۴ کال کې په لوګر ولایت کې وزېږېد. له لومړنیو زده کړو وروسته یې په حربي پوهنتون کې نظامي زده کړې وکړې. نوموړي پټ او ښکاره د سوسیالیستي سیاسي فکر خپرولو لپاره مبارزه کوله او له همدې کبله یو مهال زنداني شو. ویل

کېږي، چې نوموړي په زندان کې له یو شمېر کیڼ اړخه سیاستوالو سره وپېژندل.

خیبر د خلق دیموکراتیک ګوند له فکري بنسټ رامنځته کونکو کسانو یو بلل کېږي، خو دغه ګوند ژر د خپلمنځي اختلافونو ښکار شو. د ببرک کارمل په مشرۍ د (پرچم) په نامه ډله له ګونده بېله شو او خیبر په دغه ډله کې د مرکزي کمېټې غړی او نظامي برخې مشر شو.

د ۱۳۵۷ کال د وري میاشتې پر ۲۸ مه د غوايي له کودتا څه باندې یوه اونۍ مخکې پلازمېنه کې نامعلومو کسانو وواژه. هغه مهال د ګوند له تاسیسه نژدې ۱۴ کاله تېر شوي وو.

محمد اسلم وطن جار

محمد اسلم وطن جار ۱۳۲۵ کال کې پکتیکا کې وزېږېد. نوموړی د غوايي میاشتې کودتا له مهمو کسانو یو و. وطن جار پوځي زده کړې کړې وې او ۱۳۴۶ کال کې له حربي پوهنتونه فارغ شوی و.

ډګروال وطن جار او جنرال عبدالقادر د کودتا پر شپه د هغه ځمکني او هوايي ځواک مشري کوله، چې کابل کې یې پر دفاع وزارت، هوايي ډګر او ولسمشرۍ ماڼۍ پرلپسې بریدونه کول. ویل کېږي، وطن جار له هغه پنځه کاله مخکې د محمد ظاهرشاه حکومت خلاف د محمد داوود خان کودتا کې له هغه سره هم ملګری و.

د عبدالقادر په وینا وطن جار په هغه ورځ له پلچرخي سیمې له ټانکونو سره د ښار منځ ته ورسېد او د ورځې لس نیمې بجې یې پر دفاع وزارت د توپ لومړی ګوزار وکړ. دغه راز وطن جار لومړی کس و، چې د راډيو افغانستان له لارې یې د کودتا بریا او محمد داوود ماتې اعلان کړه. د خلک دیموکراتیک ګوند له واکمنۍ وروسته نوموړي ته د لومړۍ مرستیالۍ او مخابراتو وزارت مشري ورکړل شول او وورسته ۱۳۵۸ کال کې نورمحمد تره کي نوموړی د دفاع وزیر په توګه پر دنده وګوماره.

ویل کېږي وطن جار له هغو کسانو و، چې د حفیظ الله امین د واک مخه یې نیوله او له همدې کبله حفیظ الله وروسته نوموړی ګوښه کړ، خو کله چې امین روسانو وواژه او ببرک کارمل واک ته ورسېد، وطن جار بېرته د مخابرانو وزیر په توګه وګومارل شو.

وروسته وطن جار د دفاع او کورنیو چارو وزیر په توګه کار وکړ. ۱۳۶۹ کال کې له دې کبله چې ګواکې د نجیب الله حکومت پر ضد یې د هغه مهال دفاع وزیر شهنواز تڼي د کودتا مخه نیولې، د نجیب الله له لوري وستایل شو او د دفاع وزیر دنده ورکړل شوه.

له هغه وروسته چې د نجیب الله حکومت ړنګ شو، وطن جار له هېواده ووت. نوموړی ۱۳۷۹ کې وطن جار د اوکراین په اودسا ښار کې د سرطان په رنځ ومړ.

عبدالقادر

عبدالقادر ۱۳۲۳ کال کې هرات کې وزېږېد. د شپږم ټولګي له پای ته رسولو وروسته کابل ته لاړ او هلته یې د مهتاب کلا په نظامي ښوونځي کې زده کړې وکړې. نوموړی وروسته له ۶۰ نورو کسانو سره یو ځای په قرغیزستان کې د پوځي پیلوټ په توګه وروزل

شو. عبدالقادر د محمد داوو په کودتا کې یو مهم کس و او د داوود خان له واکمنۍ وروسته د هوايي ځواک د مشرتابه مرستیالۍ مقام ته ورسېد. نوموړي د غوايي میاشتې په کودتا کې هم د بریدګر هوايي ځواک مشري کوله.

نوموړي د کودتا له بریا وروسته د درېیو میاشتو لپاره د دفاع وزیر په توګه وګومارل شو، خو وروسته د حکومت پر ضد د کودتا پلانولو په تور زنداني شو. واک ته د ببرک کارمل له رسېدو وروسته نوموړی له زندانه خوشی شو او بېرته د دفاع وزیر په توګه وګومارل شو او په افغانستان کې د کمونیستي ګوند واکمنۍ په وروستیو کې پولنډ ته د افغانستان سفیر په توګه ولېږل شو.

نوموړی ۲۰۱۳ کال کې بلغاریا کې له څو کلنې کډوالۍ وروسته هېواد ته ستون شو. جنرال قادر هغه مهال بي بي سي سره یوه مرکه کې وویل، چې د غوايي کودتا کې مخکښ و او له یوې چورلکې یې د کودتا مشري کوله.

نوموړي هغه مهال دا هم وویل، چې پلار یې شپون و او مور یې د غوریان او زنده جان ولسوالیو تر منځ د برنا آباد سیمې اوسېدونکې وه. نوموړی ۱۳۹۳ کې د کابل سردار محمد داوود روغتون کې په مغزو کې د وینې جریان ناروغۍ له کبله ومړ.

نوموړی هغه مهال ۷۰ کلن و.

میر غلام محمد غبار

میر غلام محمد غبار ۱۲۷۶ کال کې د کابل (لاهورۍ دراوزه) سیمه کې وزېږېد. غبار لومړي سر کې یو شمېر حکومتي ادارو کې دنده درلوده او د امیر حبیب الله خان د پاچاهي په وروستیو کلونو کې د ځوانانو له خوځښت سره یو ځای شو. غبار تر کلونو پورې تاریخي

څېړنې وکړې او د تاریخ لیکنې په برخه کې یو معتبر نوم بلل کېږي.

نوموړي له نورمحمد تره کي، میر اکبر خیبر او ځینې نورو کیڼ اړخو سیاستوالو سره تر لسیزې پورې ناسته ولاړه درلوده او افغانستان کې د کیڼ اړخه سیاسي فکر له بنسټګرو شمېرل کېږي.

غبار د کابل ادبي انجمن هم رامنځته کړی او ۱۳۱۱ کال کې د سیاسي دلیلونو له کبله تر څلورو کلونو پورې زنداني شوی دی. نوموړی ۱۳۲۸ هجري شمسي کال کې د کابل خلکو استازي په توګه ملي شورا ته لار وموندله.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د غبار مهم اثر دی، چې څو ځله چاپ شوی دی. نوموړی د داوود خان حکومت په وروستي کال د معدې زخم له ناروغۍ رنځيده او د سلواغې پر ۱۶ مه نېټه د جرمني برلین په یوه روغتون کې ومړ او کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Donnerstag, 26. April 2018 04:10)

    پورتنی ملی خاینین ، ملحدین او وطن پلورونکی په ارزونه هم نه ارزی چه په اړه یی څه ولیکم که ژوندی وی او مونږ ته یی دمحاکمی صلاحیت راکړی شوی وی بیا به خلکو لیدلی وی چه څه ډول سزا مو ورکوله .
    مګر دوه ډیر مهم ټکی می له پورته لیکنی ترلاسه کړل :
    لمړی : د ویښ ځلمیانو خوځښت چه د امبرجبیب الله وخت کی د روسانو له خوا پیل شوی وو ، د هغه ناګڼلی زوی امان الله خان هم په هغه دام کی د روسانو له خوا وتړل شو تر دی چه مشر یی شو چه له امله یی خبل پلار په شهادت ورسولو او پاچاهی یی ترلاسه او بلاخره د پشتونستان اچاره یی په قباله بدله کړه د دی د پاره چه د روسانو اصلی هدف ( په کابل کی د انګریزانو د سفارت لیری کول او د روسانو د سفارت تاسیس وو ) تر لاسه شی او امان الله خان پکی پاچاهی اود غازی نوم ترلاسه او حتی د روسانو او نګریزانو له خوا د هغه خپلواکی موسس وپیژندل شو چه مونږ لرله .
    دوهم : دغلام محمد غبار د کمونستی په داګه کیدل وو چه غبار نه یواځی دا چه د وروستی کمونستی بلکه د ویښ ځلمیانو د کمونست
    وند غړی هم وو

  • غ.حضرت (Donnerstag, 26. April 2018 20:03)

    بل هو
    اووه مهمی څېرې
    مانا اووه غوایان
    مانا د غوائي پر اوومه د اوو غوایانو د غوبل پیل مانا د اووم مصیبت اوومه څپه
    مانا اووه لسیزی زموږ د ؤلس غاړه د اووه سره مار په خوله کی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind