10.10.2016 (19.07.1395)
د بروکسل لاسته راوړنې او کورنۍ نمیګړتیاوې
ډاکټر هادي

د بروکسل په نړیواله غونډه کې د هېوادونو مرستې او په داخل کې روانې جګړې خلک دوه زړي کړي دي؛ که نړيوالو مرستو ته وګورو نو ویلای شو چې همدا مرستې به هېواد پر پښو ودروي، د غربت ټغر به ورټول شي او جګړې به د تل لپاره ورکې شي، خو که بل خوا د وسله والو طالبان پراخ تهاجمي بریدونو ته وګورو نو ویلای شو چې د هېواد سیاسي او پوځي نظام له سختو پرتو ستونزو سره مخ دی، په همدې اړه مو د ښاغلي اشرف غني لاسته راوړنو او بیا په هېواد کې پرتو خنډونو ته یوه لنډه کتنه کړې چې د نړيوالو سیاسیونو د نظرونو غورچاڼ دي.
نړیوالې ټولنې په بروکسل غونډه کې تر
۲۰۲۰ میلادي کال پورې له افغانستان سره څه باندې ۱۵ میلیارده ډالره مرستې ژمنه وکړه.
د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې له اویاوو د زیاتو هېوادونو مشرانو او شلو نړیوالو ادارو تر
۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان د انکشافي لومړیتوبونو په برخه کې د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
له ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهار شبنې ماښام د بروکسل کنفرانس پای کې د اروپایي ټولنې مرستیالې او د بهرني سیاست مسوولې مېرمن فیدریکا موګریني سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ او د بروکسل د غونډې نتایج یې د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره د قناعت وړ وبلل.
د اعلامیې له مخې، په دې خبري ناسته کې ولسمشر غني د بروکسل د غونډې د بریالیتوب لامل د افغان حکومت او اروپایي ټیمونو د ګډ کار او نه ستړي کېدونکو کوښښونو نتیجه بللې ده. اغلې موګرینې وویل، چې د بروکسل غونډې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ څرګند کړ، تر څو په قوي، پایداره او ښه توګه د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي. هغې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: "د افغانستان د خلکو د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې پانګونه په حقیقت کې په بین المللي ثبات کې پانګونه ده."
د افغانستان ولسمشر په دې غونډه کې ژمنه کړې چې له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره به نن لاس په کار شي.
ولسمشر غني وویل: "د نړيوالې ټولنې له تازه ژمنو سره به د افغانستان د لوري کار سبا پیلېږي او د ډاډ وړ پرمختګ، قابلیت، حرکت، امانتداري او شفافیت د دې پروسې د پر مخ بيولو لاملونه دي."
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش، د بروکسل د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بروکسل په غونډه کې د نړيوالې ټولنې پریکنده او هر اړخیز ملاتړ د دې ترڅنګ چې افغانانو ته د یو روښانه راتلونکې زیری ورکوي، د افغان دولت پر اوږو یې درانه مسؤولیتونه هم ایښي دي.
ښاغلي دانش ټینګار کړی چې د ملي یووالي حکومت باید په جدي توګه د خلکو د هوساینې او په ټولو برخو کې د اصلاحاتو راوستلو او د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره کار وکړي.
په اعلامیې کې د ولسمشر د دویم مرستیال له قوله لیکل شوي چې د ملي یووالي حکومت باید له برابر شوو فُرصتونو څخه په سمه توګه او زیاته ګټه پورته کړي.
په هېواد کې جګړه ییزې پرتې ستونزې:
د بروکسل له نړيوال کنفرانس سره جوخت په هېواد کې د وسله والو طالبانو له خوا د کندوز  او هلمند په ولایتونو کې پراخ تهاجمې بریدونه پیل شول چي په پایله کې د کندوز د ښار یوه دوې برخې او په هلمند کې دوې ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ولوېدې.
یو شمېر کارپوهان پر دې اند دي چي د طالبان پراخ تهاجمې بریدونه د بروکسل له غونډې سره جوخت دوې معناوې ورکولی شي: یوه دا چې وسله وال نړۍ والو ته خپل قوت وښيي چې د دغه هېواد اصلي واکداران دوی دي چې په هېواد کې پراخ حضور او وسله وال ځواک لري. دویم دا چې غواړي چي نړیوالو ته د دولت ضعف وښيې تر څو د مرستو پر ځای له دوی څخه لاس واخلي او یا په دې اداره کې بدلون رامنځته کړي.
بل لور ته نړۍ  د دوه قطبې کېدو په خوا روانه ده؛ روسیه د چین په ملتیا غواړي چې د اسیا جګړه ییز چاپېریال د اروپا څنډو ته ټېل وهي، په همدې ملتیا یې ترکیه او ایران هم له ځان سره په سوریه کې ملګري کړي چي هلته د دوی په خوښه پوځي حکومت رامنځته کړي، خو په دې وروستیو کې روسان له پاکستان سره خپلې پتې اړيکې هغه مهال بربنډې کړې چي کله د پاکستان یوه چورلکه د افغانستان په لوګر ولایت کې کښېناستلو ته اړه شوه. د دې چورلکې په عمله کې روسي انجنیران هم شامل وو، خو یوه اوونۍ وړاندې پاکستان ته د روسیې
۲۰۰ کسیزه پوځي ډله لاړه چې د تمریناتي پوځي چارو په موخه ګومارل شوي وبلل شول. په دې سره پاکستان امریکا ته دا جوته کړه چې که ستاسو له دوستۍ لاس پر سر شم او یا تاسو له هند او افغانستان سره نږدې اړيکې غواړي نو زه کولی شم چې له روسان سره و اوسم خو روسیه بیا خپل چانس ترلاسه کوي چي پاکستان د امریکا پر وړاندې بې باوره کړي او د ځان ملګری یې کړي.
شنونکي وايي چي اوس امریکا غواړي په اوکراین او افغانستان کې خپلې پوخې موخې ترسره کړي خو روسان غواړي چي په سوریه کې خپل حضور او پوځي قوت څرګند کړي.
په همدې اړه روسان پر امریکا او د هغې پر ملګرو تور پورې کوي چې داعش یې رامنځته کړی او غواړي په اسیا کې خپلې موخې د مذهبپالو په رامنځته کولو سره ترسره کړي، خو روسانو د همدغه هدف لپاره د پاکستان په منځګړتوب د وسله والو طالبانو په سپورټولو لاس پورې کړی، تر څو یې په سیمه کې د داعش او غربي ځواکونو پر وړاندې وجنګوي.
خو له دې سره شمالي کوریا هم غواړي چي له امریکا سره خپل سر ووهي تر څو خپل قوت او د اټومي ځواک څرګندونه وکړي، هغوی د امریکا له احتمالي برید څخه په ویره کې دي چي هسې نه چې په یوه ناڅاپي برید کې یې ټولې اټومې بټۍ د امریکا د احتمال برید ښکار شي، خو امریکا ته اوس ور پېښ چیلنجونه ورځ تر بلې ډېرېږي، رواسانو په همدې اوونۍ کې اېس
۳۰۰ توغندي په سوريه کې ځای پر ځای کړي دي.
شنونکي دا هم وايي چې شمالي ولایتونو ته د طالبانو د ورمخکې کېدو همدا هدف دی چي دوی به داعش او د امریکا نور مدافع ځواکونه پرې نه ږدي چي په روسیه کې وده او نفوس وکړي.
ورته ستونزې او د نړۍ والو مرستو بهیر به هېواد یو نوي پړاو ته داخل کړي، خو ډېر شنونکې پر دې اند دي چي نړۍ والو د افغانان درد حس کړی چي دوی ورپېښې ستونزې د ګاونډیانو له سیاسي او کورنیو مداخلو څخه دي، هغوی جوړ افغانستان نه غواړي، البته همدا خبره چې امریکا، که پاکستان د افغانستان دښمن دی، نو له دې سره حقیقت جوت دی چې امریکا خپل له سیال روس سره ډغرې وهي خو پاکستان په مطلق ډول د افغانستان شتون نه غواړي، ایران او ځیني نور هېوادونه همداسي ورته نظر لري.
د اشرف غني قاطع دریځ چې په هغه کې یې اقتصاد ته لومړیتوب ورکړی، هم ډېرې لاسته راوړنې بلل کېدای شي، البته ډېری شنونکی پر دې اند دي چې که چېرې اشرف غني خپلې موخې ته پرېښودل شي په کورنیو او بهرنیو چارو کې ورته خنډونه نه شي واقع کېدای په ډېر کم وخت کې هېواد له اقتصادي بهران او غربت څخه را وباسي، خو دا چې ولسي خلک له طالبانو غواړي له نړيوالو اصولو سره ځان اشنا کړي او له دولت سره د حکمتیار په څېر سوله وکړي، دا به ډېر وخت نور هم په بر کې ونیسي، په همدې اړه هم یوه ډله شنونکي دا نظر لري چې کېدای شي نړۍ یو داسې جال جوړ کړي چې طالبان د حکمتيار په ډول په کې راګیر کړي او بالاخره سولې ته اړ شي او یا تسلمۍ ته غاړه کېږدي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder