13.05.2018 (23.02.1397)
د ایران د اتومي تړون لانجه او د امریکا ستراتیژي
جلال بازوان

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې له ایران سره له شوي اتومي تړون نه په شا شو.

ولسمشر ټرمپ دا تړون، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران، امریکا او یو شمېر نورو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و، نیمګړی وباله او پر ایران يي یو ځل بیا تور پورې کړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

ایران دا مهال د منځني ختیځ په دریو سیمو کې هم په سیاسي او هم پوځي توګه ښکېل دی.

په عراق او سوریه کې د امریکا او متحدینو سره په یو مسیر او لوري کې د وسله والو ډلو پر ضد جګړه کوي، خو په یمن کې د امریکا د مخالف لوري په ملاتړ جنګېږي.

د ایران له اتومي تړونه د امریکا له وتلو وروسته اوس په ټولو نړیوالو رسنېو کې په دې اړه ګرم بحثونه پیل شوي چې د ایران په اړه د امریکا اخر ستراتیژي څه ده.

د امریکا د دې ګام موخه ساده ده. واشنګټن غواړي په ایران کې اوسنی نظام له منځه یوسي.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپیو دواړه اکثره په ایران کې د نظام د بدلون خبرې کوي.

جان بولټن مخکې له دې چې د ملي امنیت سلاکار ونومول شي، په یوه کانفرانس کې ویلې وو چې په راتلونکي ۲۰۱۹م کال کې به امریکا په ایران کې د رژیم د بدلون خوشحالي لمانځي.

ځینې شنونکي په دې اند دي چې د اتومي تړون له لغوه کولو وروسته به امریکا په ایران کې د اخوندي رژیم له مخالفینو سره مرستې پيل کړي. داسې باور هم شته چې پر ایران به اقتصادي بندیزونه ډېر شي او په کور دننه پوځي مداخلت ته به لمن ووهل شي.

خو دا څومره شونې ده چې امریکا دې په ایران کې پوځي مداخله وکړي؟

امریکا دا مهال په افغانستان، عراق،‌ سوریه او د نړۍ په نورو برخو کې په جګړه بوخته ده.

ایا واشنګټن دا توان لري چې په اوسني وضعیت کې د ایران په څېر د سیمې له یو مهم پوځي ځواک سره ښکرې وجنګوي؟

ایا په ایران کې د نظام او رژیم بدلون به په دې هېواد او ټوله سیمه کې ښېرازي راولي، او که د عراق، سوریې، لیبیا په څېر به لا ډېره ګډوډي رامنځته شي؟

اوس به څه کېږي؟

له ایران سره د ۵+۱ هېوادونو له اتومي تړون نه د امریکا تر وتلو وروسته واشنګټن نورو هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی چې له تهران سره هر‌ ډول سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

د نه پرېکون په حالت کې به امریکا پر دې ټولو هېوادونو او اړونده شرکتونو هم اقتصادي بندیزونه ولګوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د اتومي تړون تر لاسلیک کېدو وروسته یو شمېر اروپايي شرکتونو، په ځانګړي ډول د جرمني لویو شرکتونو په ایران کې پراخه پانګونه پيل کړې.

په جرمني کې د امریکا نوي سفیر ریچرډ ګارنیل له دندې پیلولو یوازې څو ساعته وروسته جرمني شرکتونو ته د ټویټر له لارې ګواښنه وکړه چې له ایران سره د سوداګریزو اړیکې پرې کړي.

د نوموړي دې کار په جرمني کې ستر بحثونه را پورته کړی دي.

له اتومي تړونه د امریکا له وتلو یوه ورځ‌ وروسته د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی مسعود رضواني هند ته په سفر ولاړ او له هندي چارواکو سره يي خبرې اترې وکړې.

دا مهال په سویلي اسیا کې د امریکا تر ټولو نژدی ملګری هند دی.

هند د امریکا، جاپان او اسټرالیا په ګډون د "سکواډ" هېوادونو غړی دی چې غواړي د هند په سمندر کې د چین د نفوذ مخنیوی وکړي.

هند له ایران سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري. په چټکۍ سره پرمختګ کوونکی هند دا مهال له سعودي عربستان او عراق وروسته تر ټولو زیات تېل له ایرانه واردوي.

د دې ترڅنګ، هند له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د ځمکنیو سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د ایران په چابهار بندر کې ۵۰۰ میلیونه پانګونه کړې.

د ایران د چابهار او افغانستان ترمنځ د ریل پټلې جوړولو لپاره هم هند ۱.۵ میلیارده ډالره پانګونه په پام کې لري.

که امریکا رښتیا هم د ایران پر ټولو سوداګریزو ملګرو اقتصادي بندیزونه لګوي نو دا ګام ښایي په سوېلي اسیا کې د واشنګټن تر ټولو نژدې ملګری، یعنی هند خوابدی کړي.

هند د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکي پالي، خو که د امریکا فشار پرې ډېرېږي نو ښایي نوی ډيلی نور هم د شانګهای تړون هېوادونو خوا ته مایل شي.

له دې سره به د سویلي اسیا لپاره د امریکا هغه ستراتیژي هم، چې تېر کال يي جوړه کړې وه، له ناکامۍ سره مخ شي.

هېره دې نه وي چې د افغانستان روانه جګړه هم د دې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وه. چابهار بندر د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره هم حیاتي رول لري.

په ۲۰۱۳ کال کې چین د "یو کمر بند یوه لار" پروژه اعلان کړه.

خو تر چین وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره یوه طرحه اعلان کړې وه.

نوموړې د هند په چندي ګړ ښار کې د خبرو پر مهال ویلي وو، د افغانستان اقتصادي ښېرازۍ او د امنیتي کشالې د حل لپاره سیمه ییزه همکاري او د ورېښمو د لرغونې لارې بیا رغول اړین دي.

په اوسني وضعیت کې په لوېدیځ د امریکا پلویان هم خوښ نه دي چې واشنګټن د ایران له اتومي تړونه په شا شوی.

جرمني، فرانسه او برېتانیا، چې د امریکا تر ټولو نژدې پلویان دي، غواړي چې دې تړون ته ژمن پاتې شي.

د سیمې سیاسي او پوځي وضعیت ته په کتو، که امریکا بیا هم په ایران کې د نظام بدلون، خبره کوي، یا نور هېوادونه په اقتصادي بندیزونو ګواښي او یا هم په ایران کې د پوځي مداخلت فکر کوي، نو له دې سره به د امریکا بهرنۍ تګلاره او اوسنی لېبرال نړیوال نظام له سختو ننګونو سره مخ شي.
BBC

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind